برهان الدين رباني اوس دزړه خبره وکړه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکۍ : حبيب اله غمخور

نن ماذديگر د 2006 دسپټمبرنهمه نيټه مې کمپيوټر روښانه کړ ،دانترنټ پاڼو لوستل مې له بي بې سي نه پيل کړه، په پښتو پاڼه کې دهغې پاڼي دکارکوونکو له برکته دتل پشان هيڅ نه وه، په فارسي ژبه مي د افغانستان په هکله دمعلوماتو په لوستلو پيل وکړ هلته مي پر يوه سرليک مي سترگي ولگېدي ؛ انتقاد از ((کنار زدن مجاهدين)) .
کله چې مي داخبر پرانيست دگلانو په اکليل کې مي داحمدشاه مسعود عکس تر سترگو شو ،پوه شوم چې کومه خبره ده . دا داحمدشاه مسعود دمرگ پنځم کال دياد مراسم وه ، له ځانه سره مي فکر وکړدا کار اوداعنوان څه اړېکي سره لري ،هغه متل دی وايي : (( دهي درکجا ودرخت درکجا ))، .علاقه مي پيدا شوه چي دعکسو تر لېدلو دمخه ،يوځل داليکل شوی مطلب ولولم تر څو دعنوان او دغې ورځې تر منځ يې اړېکې پيدا کړم .


مطلب مي ولوست پوه شوم چې دغه پر ولس تپل شوی يوځل بيا هم داحمداشاه مسعود دمرگ دمراسموڅخه دتل پشان استفاده کړې ده . خبر پدغه جملو پيل کيږې : رهبران مجاهدين افغان ضمن انتقاد از جامعه جهانی گفته اند که برای بهبود اوضاع امنيتی در افغانستان، بايد از قدرت مجاهدين استفاده شود.
داخبري دامعني لري چې گواکې نړيوالي ټولنې ياددوي په اصطلاح (جامعه جهاني) ددوي لاس نيولۍ چې خپل وطن ته سوله راولي ؟ ؟ ؟ رښتيا هم لکه افغانا ن چې وايي دوي بيگانه او دبياگانه ولاس پوڅې دي ،که خپل شخصي کورهم جوړوي دعادت له مخې بايد بهرنيان دوي ته يوڅه ورکړی .
بي بي سي په خپل خبر کي دومره اغراق او غولو نه کار اخيستۍ چې کله ددوي داخبر انسان لولې په پيل کښې يې فکر کوي چي په پاکستان اوايران کې ټول تربيه شوي دتنظيمو رهبران يادوي ،مگر کله چې دخبر لوستل تعقيب شي هلته يوازي فهيم او رباني ،کرزي او نړيوالوته نصيحت کوي چې ددوي په وينا ((که څوک غواړې په هيواد کې دانظام او امنيت ټينگښت شي اړينه ده چې دمجاهدينو له نيرونه استفاده وکړي)) . زه يي فارسي متن هم دلته راوړم : مارشال فهيم پيشنهاد کرد که دولت از نيروی مجاهدين برای حفظ نظام و استقرار امنيت پايدار در افغانستان استفاده کند.
دبې بي سي په خبر کې راغلي دي : مارشان محمد قسيم فهيم، دستيار نزديک احمد شاه مسعود و مشاور ارشد رييس جمهور افغانستان گفت که ايجاد دولت موقت و دولت انتقالی، برگزاری انتخابات و لويه جرگه ها و سرانجام استقرار دموکراسی در افغانستان از آرزوهای آقای مسعود بود و هوادران او پاسبان اين آرزوها هستند.
زه اوس نه غواړم پر مړه او دهغه پر کړنو تبصره وکړم ،مگر فکر کوم مارشال فهيم داهيره کړې چې همد اوس هغه نسل ژوندی دی کوم ځي احمدشاه مسعود او رباني پکښي حاکمان وه ،دا دهيځا هيره شوي نه ده چي دمجد دي لا په ارگ کې شپر مياشتي پوره شوي نه وې ، استاد رباني ورپه يادول چي دپاکستان داسختباراتو په حضور کي دقرارداد له مخې هر يو شپږ مياشتي دحکومت کولو حق لري ،خوکله چې رباني ددولت پر گدۍ کښيناست بيانو دامريکايانو تر راتگ پوري دحکومت پرېښو دلو ته حاضر نشو،که څه هم يواوزي دخواجه غار په سيمه کې ځان ورته رئيس جمهور ښکارېده ، دروسي په مرسته دهغه دغه جنجال اودقدرت تر چوکئ لاسونه ايستل يوددي لامل وگرځيد چي پاکستان ته بهانه پلاس ورشي او خپل پلاس جوژړشوی بل ټيم رادمخه کړي .
مارشال فهيم به هرومرو خبر وي ځکه داستخباراتو رئيس وچي دهمدغه قدرت پر سر جگړه کې دکابل ښار دخپل موجوديت په تاريخ کي دپردوپلاس جوړړسوو تنظيموپه جگړه کې په کنډواله بدل شو اوتر ۶۰ زره زيات دکابل بيگناه اوسېدونکې له منځه ولاړل؟ دمارشال فهيم سره څنگه ومنل شی چي پورته يادي شوې ارزوگاني دقدرت دخاوندانوپه مغذو کي راگرځېدې ؟
داستاد رباني لاس چانيولی و چي لويه جرگه راوغواړې ،اويادملي تفاهم پر اساس داسي يوحکومت جوړکړي کوم چې په هغه کښې ټول سياسي ،او قومي ځواکونه خپل ځان وويني ؟ هغه چي خپلي يکه تازی ته دمشروعيت لپاره دعلماو شورا راغوښتل په يقين سره په افغانستان کې دملي پخلايني دحکومت دجوړېدو او دموکراسی دپلي کولو لپاره يي هم هر ډول جرگه راغوښتلاي شول ! خو حقيقت دادی کله چې جرگې داستارباني واک او سلطې ته صدمه رسوله فورأ يې په خپله اويادخپلو طرفدارانو په خوله ويل چې جرگه دافغانستان ډيره زړه عنعنه ده ،اوس دجرگوجوړول کوم درد نشی دواکولاي . پدې هکله په سلهاو ليکنو کښې چې داستادرباني د پلويانو لخوا ليکل شوي دي تاسو دامطلب لوستلاي شئ .
دمارشال فهيم داخبره دهيچالپاره دمنلو وړ نه ده چې وايي : حرکت افغانستان به سوی دموکراسی بوسيله کسانی تحقق می يابد که همراهان مسعود بوده اند و ادامه دهنده راه او هستنند. دابايد په زرغده وويل شي چې له بده مرغه مارشال صاحب اودهغه پلويان داستاد رباني په گډون ددموکراسی سره علاقه نلري ؟ که چيرې دموکراسي وي ،خلک حق لري دښاغلي کرزی اودغه جامعه يي جهاني څخه چې اوس نه پوهيږم ولي دوي ځيني خفه دي پوښتنه وکړې ، دکوم خدمت ، استحقاق اووړتيا له مخي تاسو داعنوانواومقا مونه دغو کسانوته ورکړل کوم چې افغان ولس يي له ليدونه بېزار او دوه ځله يې کابل ښاراوپه هغه کې دارگ په گډون په ټولو دولتي ادارو کې چې څه وه چورکړ ه .
تر مارشال فهيم وروسته استادرباني خبري کړېدي چي ولي يي تر هغه وروسته کړې داهم سوال دی خو د اوس لپاره داسوال پر خپل ځاي پرېږدو، راځو اصلي مطلب ته ،هغه هم په خپلو خبرو کي دفهيم په ډول په تکراروايي : آقای ربانی خطاب به جامعه جهانی گفت که اگر می خواهيد امنيت در افغانستان برقرار باشد، بايد از نيروهای مجاهدين در مقامهای دولتی استفاده شود و مجاهدان کنار زده نشوند.
تاسو ټول يو ځل داستادرباني داپورته دخبرودا څو جملې په دقيقه توگه ولولی هغه نړيوالوته وايي : که غواړی ؟ په افغانستان کي امنيت برقراره شي ،بايد په دولت کې دمجاهدينو دنيروڅخه استفاده وشي او هغوي بغل ته ټيله نشی . زه فکر کوم پدغه لنډ، ولي د معنی څخه ډکو خبرو په څو جملو کښې استاد ربانې يو ځل بيا نړيوالو او افغانانوته موخه او ارمان څرگند کړی دی .
څومره دشرم خبره ده چي بهرنيو ته نصيحت کوي که غواړې په افغانستان کې سوله راشی ؟ نودده په وينا مجاهدينو ته په دولت کې واک ورکړئ ،اوکه نه څومره چې يې وس رسېږي داوطن به کنډواله او دښتونه به يې په قبرستان (هديرو) بدل کړی .ښه داخو ددوي طبعي عادت دی ؛ مگر هم دافغان هم رواحق لری چې لاندي سوالونه له دوي نه وکړئ :
۱/ داوطن ستاسو دی اوکه دنړيوالي ټولني ؟ که ستاسو دی او تاسو ځانونه افغانان بولئ بيانو ولي پر جهاني ټولني دسولي دراوستو احسان اچوی ،هر افغان مکلف دی چي په خپل هيواد کي سوله راولي ،اودموکراسی پلې کړی .
۲/ تاسو دکومو مجاهدينو خبره کوئ ،هغو چي په رښتيا سره يې دپردودتيری په مقابل کي جگړه کول هغوي خو مړه شول اويا پر خپل کور کښېناستل ،هغوي ته هيچا دغرب نه نيولې تر شرق پوري هيڅ ډول مادي اويامعنوي امتياز ور نکړ. تاسو دغرب په دستور اودپاکستان داستخباراتو په ملاتړ دمرحوم داودخان دحاکميت نه شروع بياتر هغه وخته چې هر مو څه ترلاسه کړل دوطن ويرانۍ او افغان وژنې ته ملانه وتړلې؟ دسقاو دزوي نه وروسته تاسو يوځل بيا تاسوهغه ډله واست چې دافغانستان دقانوني حاکميت پر خلاف مو دپا کستان په امر له هغه ځاي نه حرکت وکړپه پنجشير او شمالي کښي مو ددولت ضد تبليغات شروع کړه .
دنړئ دټولو استخباراتي سازمانو سره همکاری ،له هغوي نه پيسې اخيستل اودهغوي ارمانونه پلې کول وطن پرستي بولئ ؟ دادجميعت گوند نه و چي دافغانانو دغولولو لپاره يې په ظاهر کښې گويا له شوروی پوځ سره جگړه کول مگر دشوروي پوځ دافسرانو داوروستۍ ليکني اوپه مطبوعاتو کې دهغوي څرگندونې بيا له شوروي سره ستاسو ددوستئ او دپټو قراردادولاس ليکولو روښانه بېلگي نړيوالوته څرگندي کړې دي ؟
۳ / ايا داتاسو نه واست چي دمرحوم نجيب اله دحاکميت په دوران کي شوروي ته ولاړاست ؟ اوهلته مو دهغوي سره ددوستې خبري کولې ؟ څنگه دومره ژر ستاسو هغه دښمن چي اوس هم دهغوي سره ددروغجني دښمنۍ پر نامه سوداگري کوی اودهمدغې سوداگری له مخي القاب خپلوی ، يو دم دهغه حاکميت په موجوديت کښي چي تاسو دکمونست تورپرې لگاوه ستاسو په دمره نږدې دوست بدل شو؟ چې روسان عملأ تر يوه غښتلې سياسي ځواک ،قوي اردو اودموکراتيکو قوتونو تير شول ؛دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند په دننه کښي ددسيسه گرو په مرسته يي هر څه ترتاسو قربان کړه .حقيقت خو دادی چې روسيه د شوروي دميراث خور نظام په توگه همدا اوس هم کله چي دافغانستان په حکومت کې داشخاصو دټاکلو دمسله مطرح وی دروسې حکومت لخوالومړني کانديدان دجميعت او دشوراي نظار غړې دي .
۴ / په ۱۹۹۲ م کال کې تاسو چا دولتي واک ته ورسولاست ؟ ايا کومي ټاکني وشوې ؟ اوکه کوم ريفرندوم وشو؟ ،دملگروملتو دسازمان دپروگرام په مقابل کښي خو دوطن په گوندکي يوشمير خرڅ شووستاسو سره يوځاي په خيانت کولوسره هغه پلان ناکامه کړ .
۵ / اياتاسوته دپاکستاني جنرالانو او آي ايس آي ترنظارت لاندي جوړه شوې غونډه کې دستور درنکړه شو چي افغانستان ته ولاړ شۍ؟او کله چي موپه ارگ کې گوياددولت دتسليمۍ غونډه درلوده شاته موڅوک او دکومو هيوادو داستخباراتو مسولين ولاړوه ؟
۶ / تاسو دافغانستان دخلکواويو غښتلی افغانستان ددښمنانو پدغه خوښئ کې ځان شريک نه باله ؟کوم چې ويل يې موږ هغه اردومات کړ کوم چي چا يې دماتېدو فکر نه کاوه ؟ پدې مو دومره خوښي ښکاره کول لکه چې له خواجه غارنه دوهم ځل دکابل په لور دپردو په هدايت اومټ راروان واست .
۷ / داڅوک و؟ چي دقدرت څخه دگوښه کېدوپه خاطر يې دافغانستان ښکلې پلازمېنه د کابل ښار په وينو ولاړه اوکنډواله شو؟په هر کورکي يې دخپلوانو هديره جوړه شوه ! دغه وحشت اوبربريت ته تاسوکوم نوم ورکوی ؟ داکړني داسلاميت او انساني کرامت څخه ليري نه بولۍ ؟
۸ / له خواجه غارنه چا کابل ته راوستلاست ؟ افغانان دره غلل ؟ اوکه دامريکا دB51,B52 الوتکو او نورو درنو وسلو برکت وو؟
۹ / دټانکيو امېريکا(تشکر امريکا) نارې تر اوسه په راډيوگانو کښي خپروي !دامننه له پرديونه چا او دڅه په خاطر کول ؟ اوس ولي له هغوي نه سر ټکوئ ؟ په هر شکل چې دي هغوي دلته خپل چوانان دلاسه ورکوې اوتاسوچي ځانونه افغانان بولۍ ورته واياست که موږته واک رانکړئ همدا وژنه او همداحال به روان وي . نو ستاسو په نظر څوک پر حق دۍ ؟ افغانان خو وايي دابهرنيان دڅه په خاتر ددوي دومره خيال ساتي .
۱۰ / ايا دبن په کنفرانس کې ستاسو دپلويانو ونډه عادلانه بولۍ ؟ حاجې صاحب قدير دي خداي وبخښي او روح دې ښاد وي ماته يي له همدغه کنفرانس نه په تليفون کښي ستاسو دپلويانو ټول حرکتونه تشريح کړل. ستاسو دپلويانو دغه په يوه موزه کې دواړو پښو اچول وچې دبن کنفرانس دافغان ولس دقبولوړ ونه گرځېد .اوداماڼۍ تراوسه همداسي کږه جوړېږي .
۱۱ / په مؤقته اوعبوری اداره کې ستاسو اوستاسو دپلويانو دومره څوکۍ حق وې؟ او که مو اوس په دولت کې دومره واک حق دی؟ دا هر ورځ په تشريفاتي غونډو ،لکسو موټرو کي تگ راتگ ،دژوند هغه سطحه چې په نړۍ کې يې دگوتو په شمار خلک لري ،دابې سارۍ دولتي واک ولې ستاسودا تنده نشي ماتولاي ؟
۱۲ / په دواړو لويو جرگو کښي ستاسو دوړانديزونومنل اوهغه مقام چې تاسو ته يې درکړۍ و ستاسو حق و؟ تاسوته دپښتنو دقومي مشرانو تيرېدنه ددې په خاطر وه چي اوس يوځل بيادجگړې په اورکې سوځېدلی اوکړېدلی ولس تر خوږ گوته ونيسۍ؟ . پدې هر څوک پوهيږې که داټول واک تاسو ته وسپارل شي يعني يوځل بيا ارگ ته لار ه پيداکړئ ،په هغه صورت کښې به نه دمجاهد اونه هم دملت نوم واخلۍ ! تاسو يو ځل ازموينه ورکړېده اوپه هغه ازموينه کې ناکام پاته شوی ياست .
۱۳/ په حکومت،پارلمان اوقضائيه قوا کښې دغه اوسنۍ درکړه شوې ونډه تاسو تر خپل استحقاق ايظافه نه بولۍ ؟افغانان خو يې ستاسو حق نه بولې . دبهرنيو چارو دوزير وينا يي يوه بېلگه ده . په ملي دفاع ،امنيت او کورنيو چارو وزارت کښي تر اوسه له غرونه راکښته شوي ستاسو سړې چې په انسان وژنو عادت دي دولتي معاش اخلې ،خويودهغو هم دولت اوملت ته وفادار نه معلومېږې ، دکابل په ښار کې دجوزاد مياشتي بغاوت اوسازماندهې شوې حرکت چي پاک اوسپېڅلې افسران يې قرباني شول ، ددې ادعا څرگنده بېلگه ده .
۱۲ / داپه کابل کښې اسمان خراشهواروپاپه ستيل جوړ شوې بيلډنگونه دچادی ؟ ددغو دجوړيدو پيسي له کومي شوې ؟ ،دخلکو مځکې اوجايدادونه چي موپه زور ترلاسه کړې پدغه لاهم قانع نه ياست ؟
۱۴/ پدغه چورشوی او سوځېدلی هيواد کي چې څه شته دهغو زياته برخه ستاسو پلاس کښي ده، په دولت کي بي عدالتۍ،رشوتونه ،انجوگاني ،اوهرئينوپه پټه سوداگرئ کې تاسواوستاسو پلويان هيڅ لاس نه لري ؟ خلک خو ستاسو دپلويانونه سرټکوي ؟ دپښتنواوافغانستان دتاريخي افتخاراتو،دافغانستان دنامه اونوروملي لاسته راوړنود دښمنانوپه ډله کښې ستاسو دطرفدارانو پله درنه معلوميږي .
۱۵ / ستاسوله اوسنيو څرگندونو څخه معلوميږي چې په دغه ۱۸۰۰ وسله والو گروپو کښي تاسو اوستاسو پلويان کمه ونډه نلري؟ ځکه بهرنيانو ته په ډاگه واياست که نورهم داوطن ستاسوترحوسونوقربان نه کړی، سوله اوامنيت به رانه شي .
۱۶/ اوس انسان دطالبانو سره په يوه خبره کي هم غاړي کيداي شي چې په دا ټولو ورانيوکې طالبان يوازي نه دی ،اويوازي طالبان نه دي چي جگړه مخته بيايي ، دتنظيمو رهبران اوپه سرکښي تاسو هم پدې ناورين کې لاس ورسره لری .
حقيقت خودادی که نړيوالو پر افغان ولس اودهغوي پر استازو، يعني هغو چې تر هر څه ورته خپل وطن گران دی تکيه کړې واي اوله هغوي نه يې نظر غوښتی واي ،اوپه دولت کښي يې هغوي ته ځاي ورکړئ واي ،نن به داناوړه حالت نه واي ،متاسفانه په افغانستان کې دښکيلو دولتونو دوه مخې پالسې ده چې تر اوسه په هيواد کې امنيت نشي راتلاي ،سالمه مسلکي اداره جوړول له ستونزو سره مخ ده اونه هم ستاسو غوندې تنظيمو څخه چي هم دولت خوری اوهم ملت وسله ټولولاي شي .
تر څو ددغو تنظيمو چې کله ځان ته دمجاهد لقب ورکوي اوکله بيا قهرمان ځانونه بولي بې وسلې نشي اوپه دولت کي کښي يې لاسو لنډنشي داملت به دارامي گوله په خوله نه کړې اونه به ددموکراسی مخ وويني .
ددې څرگند حقيقت نه کوم دسالم وجدان خاوند سترگي پټه وي ؟کله چې د طالبانو حاکميت نسکور شو خلکو ديوې روښانه ايندې فکر کاوه ،داسي احساس ورسره پيدا شو چي داځل به دابهرنيان چې ددموکراسی پلويان ځانونه بولي په هيوادکې ارامی راولې ، دقاتلانو ،جنگي جنايتکارو اوسړي وژنکو لاسونه به دملت له ستوني نه لنډ کړي ،مگر دغربی نړئ دتېروتنې پايله داشوه چې يوځل بيا دهيوادکورنيو اوبهرنيو دښمنانو ته دملې بدبختيو او بدمرغيودراوستلو ښه امکانات پلاس ورغلل .
اوس داواضح اوڅرگنده ده څومره چې پاکستان دطالبانو پر لاس په هيواد کې نااراميو ته لمن وهې همدومره ددي ولس نوربهرنی مخالفين دپخوانيو تنظيمودمحلي قوماندانانودهغې جملي دجمعيت اوپلويانو پر لاس يې په هيوادکې دبې نظميودراستلو او افغان وژنې لپاره زمينه برابره کړېده .ددې ناا راميو گټه همدا ده چې اوس استاد رباني ،واضح وايي : که زموږ دمنۍ ښه، که نه هيوادبه په همدا بد بختيو اخته وي اودامنيت ټينگښت به ناشونی وي .
افغانان بايد ددې ډول څرگندونو نه چي يوازي درباني لخوانه بلکه دنورتنظيمو رهبران يې هم کوي، دعبرت تاريخي درس واخلي ، اوپه دې ښه پوه شي چې دغه تنظيمونه اودهغوي مشران پر دغو ټولو القابو سربيره چې پر خپل سر اويادغير عادلانه مصليحتونو پر بنياد ورکړه شوې دي ،تل يې يوازي خپلي او دبهرنيو دوستانو او دونر هيوادوگټي ساتلې اوبس .
که دوي ټولواکه نه وي نو دافغانانو ژوند اوددې هيواد راتلونکې ورته هيڅ ډول ارزښت نلري .
پدې هيله چې بهرنيان داډول شخصيتونه درک اوپدې پوه شي چې پدي هيواد کې سوله يوازي او يوازي دافغان ولس غوڅ اکثريت ته ددرناوي اودهغوي غوښتنو اووړانديزونوته دغوږ نيولو له مخې راتلاي شي .دا دتنظيمو او افغانانو ټيکداران په افغان ولس کې ځاي نلري ځکه په هر شکل چې کيږې غواړي ددولتي حاکميت اوياوسلې په زور ځانونه پر ولس وتپي . پاي