خراساني ژورناليسټان اوسياستوال دستونزوپه پنځولوکې مرسته کوي !!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

٨٥کال/دوږي اتمه/څلورنۍ/خادم کوچى

دخراساني افغانستان ډېرى وګړي غټې،غټې خبرې کوي يوغرپه بل غرولي ځمکه له اسمان اواسمان له ځمکې سره ګنډي دکاري ژونددځيرکتياوواووړتياووله پلوه موږ دافغانستان متازه،سوالګره،خوارکۍدژوند له ډېرواسانتياووڅخه بې برخې ټولنه په ژوندي ډول وينو،له دغه ټولوکړاوونواوستونزوسره سره خراساني سياستوال اوخراساني ژورناليسټان دسياسي ستونزوپه پيدا کولو،پنځولوکې مرسته اولا س کوي په ځانګړي ډول دخراساني افغانستان اوپاکستان ترمنځه دستونزوراپيداکولوته خودغه سياستوال اوژورناليسټان داسې شنه ريېږي،له خبرې نه ببره اوله ببرې نه ښکره وره جوړوي،دژورناليزم په ټوله نړۍکې دژورناليزم په مرسته دافغانستان اوپاکستان پېښې ګوري اوڅېړي همدغه سيمه اوخلک ګروي له همدې امله زموږسيمه زموږټولنه اوخلک دتل له پاره يوله بل څخه لرې په تاوتريخوالي اوناکراريوکې شپې ورځې تېروي دافغانستان خراسانيان دپاکستان دنيولواوټوټه کولوخوبونه ويني اوپاکستان بياچې څه کوي هغه به له خراساني سياستوالو،خراساني ژوناليسټانو،سياسي سوداګرو،خراسان دوستو،خراسانپالوزومانواوخبرلوڅوڅخه په مينه،مينه، خونداوشخوندسره واورو .
دخبروزړى اودستونزوچورلک داده چې خراساني سياستوال اوخراساني ژورناليسټان په افغانستان کې له ډېروناانډوليو،ناړاميو، نابرابريو،دپښتني ټولنې اوپښتوژبې په وړاندې له توپيري چلندسره سره درباري خراساني ټولنې په ځانګړي ډول خراساني پښتنو،سياسي سوداګرو،خراسان دوسته،خراسانپالو،زومانوته دخراساني افغانستان دپراخه کولودځمکودنيولو اوګټلوغوره دربه کوي،ګواکي پښتونستان ورته خپلوي خراساني سياستوال اوپه نړۍکې تيت،خواره واره خراساني ژورناليسټان اوسياسي سوداګردخراساني افغانستان اوپاکستان ترمنځ دستونزوپه پيداکولواوغټ ښودلوکې ډېروخت لګوي په افغانستان کې دټولې نړۍدګډويجاړونکو،دوښمنيواړوک لا سونه په دووشونډوسره په دووخبروکې رالنډوي ګواکي دغه ټولې ستونزې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ بلل کېږي.
دخراساني سياستوالو،خراساني ژورناليسټانو څوکسوسياسي سوداګرو،خراسانپالوزومانود غلتودروغژنوڅېړنونيمګړومالوماتو،نيمګړي سياست،نيمګړې سياسي پوهې،غلتوشاربلو اويولوريزژوناليزم له برکته ده له همدې برکته به وي چې په سيمه کې به تاووتريخوالى زياتېږي له تاوتريخوالي،دهيوادونوله ټوټه کولوڅخه دخراساني افغانستان خلک هيڅ ګټه نه شي پورته کولى.
دنړۍيادافغانستان په سياسي شخړه اووسله وال کړکېچ کې يوازې دپاکستاني مشرانولاسوهنه ديادولووړنه بلل کېږي عربي هيوادونه،ټول لوېديزوال،ختيزلورى، اېران،هند،تاجکستان،تورک پښته هيوادونه په خپله تورکيه دافغانستان په سياسي اوسله واله جګړه کې ګډګډان اوښکېل خلک دي،ددغوهيوادونولاسوهنې،دوستۍ، دوښمنۍ بېلابېل غبرګونونه راپاروي اوپنځوي اوس نوپه خراساني سياستوالو،خراساني ژورناليسټانو،سياسي سوداګرو،خراسان دوسته،خراسانپالوزومانوپورې اړه پيداکوي،چې په دغه ډول نړۍکې څه ډول ونډه لوبه ولى شي؟؟اوڅه ډول افغانستان جوړولى شي؟؟څه ډول زموږدخلکووګړيزاوژبني حقونه يابرخې خوندي کولى شي؟؟.
سياسي سوداګرچې هرڅه کوي،هرڅه وايي پينځه پيسې ترګوتوکولى شي،له خراساني سياستوالو،خراساني ژورناليسټانو،خراسان دوستو،خراسانپالو زومانو،ډنډورچيانواو دپښتونستان له ناره چيانو،په ځانګړي ډول له خراساني پښتنوڅخه پوښتنه کېږي دغوښاغليوددغه څوکلونوپه اوږدوکې دپښتونسان جوړونې اوغوښتنې له ډمبه کيو،ناروسورو،غټوغټو،پوچواوتشوويناګانوڅخه دخپلوخلکوله پاره څه لاسته راوړنه درلودلې ده ؟؟؟بې له زيانونوڅخه!!!
يوګډسوداګريزبازار،دسوداګرۍ لا رې چارې دوګړيزواوژبنيوبرخوترلاسه کول دکرارۍسوکاله ژوندتېرول ددوى له پاره ګټورګڼل کېدلى شي.
مننه .