د ترهګرو اختطاف شنډ شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد اسماعيل "درياب" له کابله

ترهګري لکه څنګه چې له دې توري معلومېږي د تخريب او ويجاړونې يو عمل دى چې د انسان دښمنه او وطن دښمنه قوتونو لخوا ترسره کېږي او تر ټولو بربادوونکى اړخ يې دادى چې دا قوتونه د تخريب او ويجاړونې او د خلکو د ډارولو لپاره له هر هغې ناجايزه وسيلې او لارې څخه کار اخلي چې د دوى ورته لاس رسېږي. د ترهګرو په شا چې کوم قوتونه ولاړ وي هغوى خپل ځانګړي اهداف لري چې هغو اهدافو ته د رسېدو لپاره کله کله د خپلو نژدې خلکو او کارکوونکو په له منځه وړلو هم صرفه نه کوي.
پښتانه دا مهال د نړۍ په سر هغه قام دى چې د دې قام د دښمنانو لخوا د ترهګرو په واسطه په عمومي ډول اختطاف شوى او يرغمل نيول شوى دى. دا ددې قام بدمرغي ده چې په سيمه کې روانې وضعې د ترهګرو په شا ولاړو قوتونو ته په يو وخت د يو کار څخه د ډېرو ګټو ترلاسه کولو چانس په لاس ورکړى دى. د دغه قوتونو اهداف په دې سيمه کې د پښتنو اکثريت له منځه وړل او د دوى په وسايلو او ځمکو قبضه کول دي. نو ځکه هغوى لوبې ته يو داسې شکل ورکړ چې په خپل لاس پاللي ترهګر يې د پښتنو د استازو په توګه معرفي کړل او بيا يې له جنګونو ستړى او در په در قام د ګردې نړۍ په مقابل کې ودراوه. په دې مقابله کې له يوې خوا د ترهګرو لخوا پښتانه وژل کېږي او له بلې خوا د ترهګرو د ټکولو لپاره چې نړۍ کوم ايتلاف جوړ کړى د هغې له خوا هم پښتانه له منځه وړل کېږي. د ترهګرۍ په شا ولاړ قوت همدا هدف لري چې که په هره لاره، هره بانه، هر نوم او هره عقيده وي خو چې د پښتنو عامه وژنه وشي او کمزوري شي. ترهګرو دغه هدف ته د رسېدو لپاره دا لار خپله کړې چې خلک پخپله وژني خو مسئوليت يې په هغو کسانو اخلي چې مطبوعاتو سره په پښتو خبرې کوي. دغه رنګ په هيواد کې اختطافونه، يرغملونه او د ويډيو فلمونو د کامرو په وړاندې په وحشي ډول د خلکو د ذبح کولو عملونه د پنجابي، عربو او ازبکو ترهګرو لخوا ترسره کېږي خو مسئوليت يې د دوى پښتانه اجنټان په سر اخلي تر څو نړۍ ته وښيي چې پښتانه يو وحشي او بې لارې قام دى او نړيوال يې بايد له منځه يوسي.
د مدرسو ماشومان او احساساتي ځوانان د ځوانمرګيو بريدونو لپاره استعمالول، د هيواد د منورينو، علماؤ، ژورنالستانو، پوهانو او قومي مشرانو وژل، سرکونه، ښوونځي، روغتونونه او نور عام المنفعه ځايونه ورانول او د کلي د مېنځ نه په بهرنيو قواوو ډزې کول او بيا تښتېدل او په نتيجه کې بهرنۍ قواوې دې ته اړ کول چې په کليو بمباري وکړي او ملکي خلک په خپلو وينو کې ولمبوي، هغه وحشي تاکتيکونه دي چې ترهګرو ډېر ځل پکار راوستي دي او پښتون دښمنه قوتونو ته يې د هغوى اهدافو ته د رسېدو لپاره مواقع په لاس ورکړي دي. خو ترڅنګ يې د بې ګناه خلکو تښتول او يرغمل نيول يو داسې نوى تاکتيک ؤ چې په لومړي سر کې ترهګرو وکولاى شول لدې لارې پښتانه نور بدنام او ځينې حکومتونه دې ته اړ کړي چې تاوان ورکړي او يا هم هغه ترهګر راخلاص کړي چې د ډېرو افغانانو په وژلو کې يې لاسونه لرل. په لومړي سر کې د اختطاف او يرغمل ګټې دومره زياتې وې چې ترهګرو ددې کار لپاره په هيواد کې د غلو او ډاکوانو څخه هم کار واخيست او داسې طالبان د يو اختطاف کوونکي بانډ په شکل کې راڅرګند شول.
ددې لړۍ وروستۍ پېښه د غزني په قره باغ کې د درويشتو کوريايي اتباعو تښتول وه چې افغانستان ته د هماغو خلکو د روغتيايي خدمتونو په خاطر راغلي وو کوم چې د ترهګرو او د ترهګرو د ټکولو لپاره د مېشت ايتلاف ترمنځ جګړو، بريدونو او بمباريو کې ټپيان کېدل. د طالبانو ترهګره ډله لکه څنګه چې خپلو بادارانو ته د سياسي او مالي ګټو رسولو لپاره د هر وحشت څخه کار اخلي نو دا يې کله زغملى شول چې کوم افغانان په جګړو او يا چاودنو کې ټپيان کېږي د هغوى دې علاج وشي. دوهم دا چې دوى د اختطافونو خوند اخيستى ؤ نو يوې ډلې يې په مستقيمه توګه همدې کار ته بډې راوهلې وې. خو د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې دا ځل په ډېر هنر او هوښيارۍ سره د ترهګرو دا هڅه شنډه کړه او د يو ستر خجالت سره يې مخ کړل.
ترهګرو په دې معامله کې تر خپل وسه زيات کوښښ وکړ چې پر حکومت فشار راوړي، ددې فشار لپاره دوه بې ګناه کوريايي وګړي د دوى د وحشت ښکار هم شول خو حکومت او نړيوالې ټولنې ورته په څرګند ډول وويل چې هيڅکله به د ترهګرو غوښتنې ونه مني. حکومت کولى شول چې عمليات وکړي خو دا کار يې ځکه ونکړ چې ترهګرو د يرغملو کوريايانو د وژلو دړکه ورکړې وه او د هغوى ژوند ژغورل يو برياليتوب ؤ وژل خو ئې اسان وه.
ترهګرو په دې کار کې بې شمېره جنايتونه وکړل چې څو يې په لاندې ډول دي:
لومړى: کوريايان د بهر لخوا افغانستان ته وارد شويو ترهګرو تښتولي او يرغمل نيولي وو چې پخپل منځ کې يې په پنجابۍ او عربۍ ژبو خبرې کولې او قومانده يې په اسلام اباد کې وه، خو مسئوليت يې د قاري يوسف په نامه يو تن چې د ترهګرو په ويندوۍ مطبوعاتو ته د خپلو جنايتونو اعلانونه ورکوي په سر واخيست. په دې توګه د پښتنو يو ستر دود او افتخار "پښتونولي" په ګرده نړۍ کې بدنام شول او دا وويل شول چې پښتانه دومره بې غېرته خلک دي چې د دوى د روغتيايي مرستو لپاره ورغلې ښځې هم تښتوي.
دوهم: اختطاف کول او يرغمل نيول په خپله يو جنايت دى چې په ترسره کولو سره يې طالبانو نړۍ ته يو بل ثبوت په لاس ورکړ چې دوى رښتيا هم ترهګر دي او پر ضد يې مبارزه د نړيوالې ټولنې مسئوليت دى.
درېيم: په جنګ کې د ښځو نيول، تښتول او يرغمل نيول په نړيوال قانون کې يو جنايت دى او د پښتنو په ناليکلي قانون – چې مونږ يې پښتونولي بولو – کې د بېغرتۍ نښه ده.
څلورم: د چا تښتول، د هغوى په سر ټوپک ايښودل او بيا پرې څوک راخلاصول يا پېسې اخستل د غلو او هغو بانډونو کار دى چې په جنايتونو کې لاس لري، underground اوسېږي او دې کار ته د نړيوالو جنايي قانونو په اصطلاح کې Blackmailing ويل کېږي. طالبانو د کوريايي اتباعو په تښتولو او بيا د هغوى په سرونو د ټوپکو په ايښودلو او غوښتنو کولو سره نړۍ ته دا وښودل چې دوى يواځې ترهګر نه بلکې غله او بليک ميلران هم دي.
پينځم: د دوو کوريايي وګړو وژلو سره ترهګرو دا وښودله چې دوى د خپلو ناروا غوښتنو او د حکومت د بليک ميل کولو لپاره د انسانانو وينه تويول يو بېخي کوچنى کار ګڼي او د وحشت د هرې پولې نه اوښتلى شي.
شپږم: په نړيوال کچ او په ځانګړې توګه په جنوبي کوريا کې د مسلمانانو پر ضد کرکه او نفرت زيات شو او داسې امکانات شته چې لدې وروسته هلته مېشتو مسلمانانو ته د متعصبو عيسويانو لخوا زيان ورسېږي. ځکه هغوى خو په دې نه پوهېږي چې ترهګر نه پښتانه دي نه مسلمانان، دوى يواځې د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره پښتو او اسلام بدناموي.
د قاري يوسف په نامه د ترهګرو يو نطاق څو څو ځل د کوريايانو د وژل کېدو مسئوليت د حکومت په غاړه وراچولو سره نړۍ ته د ترهګرو د وارخطايۍ پېغام ورکاوه ځکه چې نه خو کوريايان د حکومت په اجازه قره باغ ته تللي وه او نه حکومت د هغوى په وژلو کې لاس لاره خو ترهګرو بيا بيا دا خبره کوله چې د دوى د وژل کېدو مسئوليت به د حکومت په غاړه وي. دا داسې خبره ده لکه سړى چې لېونى شي او په خپلو بچو پسې غاپي، حال دا چې بچو ورته هيڅ تاوان نه وي رسولى. کنې تاسې سوچ وکړئ چې خلک ترهګرو تښتولي، يرغمل ترهګرو نيولي، وژني يې ترهګر، حکومت د هغوى د ژوند د ژغورلو لپاره عمليات نه کوي نو بيا يې د وژلو مسئول حکومت ولې او په کوم دليل شو؟ دا ددې ثبوت هم ورکوي چې ترهګر د خبرو کولو پر مهال د عقل او منطق څخه د کار اخيستلو صلاحيت نلري او زما خپل فکر خو دادى چې د اسلام اباد څخه به دوى ته په پنجابۍ کې کومه بل ډول خبره شوې وي خو دوى به په ژباړه کې غلط شوي وي، ځکه چې څوک ډوډۍ خوري او په اوږو د انسان سر لري نو هغه داسې اوتې بوتې خو نه وايي.
اخر چې ترهګر په دې پوه شول چې د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې څخه څه په لاس نه ورځي نو پاکستان کې د دوى په خدمت بوختو مطبوعاتو له لارې يې جنوبي کوريا ته پېغام ورکړ چې نېغ په نېغه مذاکرات دې ورسره وشي. جنوبي کوريا چې په داخل کې د خلکو د سخت غبرګون سره مخ ؤ په هر صورت غوښتل چې خپل خلک راخوشې کړي او ددې لپاره يې هر ډول تاوان ته غاړه هم کېښوده خو بيا هم حقيقتونه داسې وايي چې ترهګرو ته څه په لاس ندي ورغلي ځکه چې د افغانستان حکومت د ترهګرو ټول تارونه داسې غوڅ کړي وو لکه يو خطرناک ماين چې يې شنډ کړى وي.
په پاى کې چې کله ترهګر په دې پوه شول چې د کوريايانو په بدل کې څوک هيڅ نه ورکوي او په وژلو به يې د ولس او نړۍ په کچ نه يواځې د دوى پر ضد، بلکې د دوى په شا د ولاړو قوتونو پر ضد هم د اشتعال يو داسې اور بل شي چې د القاعده د ټولې شبکې سوځېدل پکې له امکانه بهر نه وه، نو پرېکړه يې وکړه چې کوريايان خوشې کړي خو يوه داسې لار يې ورته کتله چې خپل شرم، خجالت، بدنامي او کمزوري پکې لږه پټه کړي خو په دې کار هم ونه توانېدل ځکه چې دوى کوريايان په کومو شرطونو خوشې کړل هغه د سره هيڅ شرطونه نه وو. لکه:
لومړنى شرط: د جنوبي کوريا دوه سوه پوځيان دې د کال په پاى کې له افغانستان څخه ووځي. د کوريايانو له تښتول کېدو دوه مياشتې وړاندې د جنوبي کوريا حکومت پرېکړه کړې وه چې خپل دوه سوه پوځيان به د دې کال په پاى کې د افغانستان څخه وباسي.
دوهم شرط: جنوبي کوريا به خپل هغه ټول اتباع د افغانستان څخه وباسي چې د عيسويت تبليغ کوي. په افغانستان کې د جنوبي کوريا ټول اتباع مرستندويه کارونه کوي نه د عيسويت تبليغ.
په دې توګه ترهګر په افغانستان کې د يوې سترې ماتې او خجالت سره مخ شول او دا پېغام يې وموند چې دولت په اختطافونو او غلو ډاکو بليک ميل کېدلى نشي. ترهګر په داسې کارونو يواځې نوره زياته کرکه ګټلى نشي نور هيڅ نه.
د افغانستان ولس نور په دې پوهېدلى چې ترهګر بشري، اسلامي، پښتني، ټولنيزو او اجتماعي پولو ته هيڅ درناوى نلري او د کمزورۍ په حالت کې هر جنايت او هر ناوړه کار ته په دې لاس اچوي چې کېداى شي څه ترلاسه کړي خو نور هم د بدنامۍ او ماتې سره مخ کېږي.