په پاکستان کې د څوکیو او څېرو د بدلون پر ځای

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مرادزئ لیکنه

د سیاست بدلون ته اړتیا ده د ورځې خبره
دې ورځو کې په پاکستاني ټولنه او رسنیو کې یو لوی شرغوبل جوړدئ . غواړي د جنرال پروېز مشرف حکومت چې په ۱۹۹۹ کال کې د یوې پوځي کودتا پرمټ د پاکستان د ولس پر څټ سپورشو ، او اته کالونه یی بې له پوښتنې ګروېګنې د ډنډې په زور ښه په درځ او غرځ حکومت وچلاو ، خپله پوځي څېره بدله او یو وار بیا د ټولټاکنې له لارې خپلې واکمنۍ ته دموکراتیکه بڼه ورکړي او د واک پر ګدۍ د یوې بلې پيرې لپاره په ټينګه ډډه ولګوي!
ټولټاکنې په داسې وخت کې کېږي چې پاکستانۍ ټولنه او په تېره بیا دولتي واک ، له هراړخیز بحران سره لاس او ګریوان دئ.
له یو خوا اسلامي بنسټپاله ګوندونه او ډلې ، چې القاعدې غوندې تروریستي ځالې یی ترشا ځای نېولای ، پر دولتي لوړو څوکیواو د ائ ــ اس ــ ای د ادارې په مشرتوب کې غوښنه ونډه لري ، زور لګوي ټولټاکنې داسې لورئ ونه نیسي چې په پایله کې په ټولنه او دولت کې د دوی واک تر ګواښ لاندې راولي.
دا بنسټپالې او تروریستي ډلې نن سبا ، په تېره بیا د لال مسجد له خونړیو پېښو روسته د پاکستان په سیاست کې ښه په ځواک سره رامخته شوي دي.
او د دوی دا واک هم د پاکستان د تېرو پوځی حکومتونود ناوړو او ناسمو پالېسیو نتیجه ده!
بلخوا پخواني جنرالان ، پوځیان او د مشرف نور پلویان چې د دولت او واک پر لوړو پوړیو کې پاخه ناست دي ، په سرتمبه ګي سره ټينګار کوي چې کېږي او که نه باید مشرف ټولټاکنې وګټي او د يو بل پير لپاره د غوره شوي جمهورریس پتوګه پر واک منګولې ټينګي کړي او زموږ د ولسي ادب په ژبه چې وایی:
اول دې د دور د ډنډو و اوس په ډنډو کې دې جنډې وهي ټالونه
او دا ځل بیا هم ، بېرته پخواني پوځیان ، د مشرف د تېرې دورې واکمنان او د پاکستان پر ټولنه نازل یو څو په ګوتشمېره کورنۍ ، دولتي واک ټينګ په لاس کې واخلي ، حکومت د پوځیانو وي خو پر ټنډه یی د دموکراسۍ ټاپه لګېدلې وي او په اصطلاح « ....... همغه خو یوازې کته یی بدله وي. »
له بده مرغه د پاکستان په اوسنیو ټولټاکنو کې داسې ګوند او مشران چې هغه یوازې پستونه اوڅېرې نه بلکې د پاکستان ویجاړونکي سیاستونه بدل کړي د نوماندو په لړلیک کې نه لېدل کېږي . او دا په دې مانا چې د پاکستان ټولټاکنې بیا هم د ځینو څېرو د بدلون لپاره په پام کې نېول شوي او له هغو څخه د پاکستان د ولس او د پاکستان د ګاونډیانو په خیر د سیاست د بدلون کومه هیله نه تر سترګو کېږي.
خو د څو را روسته کلونو د پېښو بهېر ښۍ چې پاکستان اوس په دوه لارې کې ولاړ دئ:
یوه لار همغه پخوانۍ ناکامه او رسوا لار ده ، په دې مانا چې په بهرنۍ برخه کې دوه مخئ سیاست چلول ، په یوه لاس د تروریستانو روزنه ، پر وسلو سمبالونه او افغانستان او نورو هېوادونو ته د هغو استونه ، په سیمه کې د یوه تروریستي مرکز پالنه او نورنور
او په بل لاس د همدغو روزل شویو تروریستانو په مخالفت نړیوالو او د سیمې هېوادو ته ځان ځلونه ، او په دې ډول پلمو له نړیوالو په تېره بیا له خپل زاړه یار د امریکا د متحده ایالتونو څخه د پوځي او نورو مرستو تر لاسه کونه....
په کورنۍ برخه کې له پنجابه پرته د نورو صوبو شکونه او لوټونه ، مانا داچې میم زر ما ــ ټوله زما ، یعنې هرڅه د پنجاب د ایالت . د پښتنو او بلوڅو په ملي حقوقو د تيري جاري ساتنه ، د پاکستان حکومت د خپل شتون په ۶۰ کالونو کې چمتو نه شو چې پښتنو ته دا حق ورکړي چې هغوی د خپل ایالت څخه د صوبه سرحد نوم چې د انګریزي استعمار څخه را پاتې نوم دئ ، لیرې او د هغه پر ځای یو بل نوم چې د پښتنو د تاریخ ، ژبې ، کلتور او هویت څرګندوی وي لکه پښتونستان کیږدي!
د پاکستان لپاره به ښه دا وي چې خپله زړه او د وخت له موده لویدلې ناکامه سیاسي تګلاره بدله کړي. نړۍ او سیمه د ژورو بدلونونو په درشل کې ده ، پاکستان باید ددغو بدلونونو او تغیرونو سره خپله پالېسي ورغوي . که څه هم د پاکستان دولت د خپل ۶۰ کلن ژوند زیات وخت په پرله پسې کودتاګانو او پر ولس د سوټیو په زورحکومت کړئ ، خو نن د کودتاګانو وخت تېر او ولس باید په واک کې شریک شي.
له بلخوا پاکستان باید له افغانستان سره چې د هغه تر ټولو مهم ګاونډئ دئ ، د اړیکو په اړه له سره کتنه وکړي . پکار ده چې پاکستان په افغانستان کې ، د پوځي لاسوهنې او د افغانستان له خاورې څخه د هند په وړاندې د خپل ستراتېژیکي عمق د اړتیا په هیله له سیاست څخه لاس پرسر شي ، او د پوځي سیالیو پر ځای ، اقتصادي سیالۍ پيل شي . که د پوځي دښمنیو ځای اقتصادي همکاریو ته پريښودل شي دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه وي . نږدې راتلونکي کالونه به پاکستان د انرژۍ له سختې اړتیا سره مخ کړي ، منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې په دې برخه کې د پاکستان د مړژواندې اقتصاد لپاره د حیاتي اوبو ارزښت لرلای شي . دواړه هېوادونه په سوله کې د ودې او پرمختګ په لور ګړندي ګامونه اوچتولای شي او سوله د دواړو هېوادونو لپاره لکه هوا ، اوبه او خواړه ارزښت پيداکوي!
پاکستان باید په خپل هېواد کې تر ټولو ړومبئ د تروریستانو ځالې ړنګې کړي . هغه وخت چې دوی به تروریستان روزل ، ګاونډیانو او نړۍ ته به یی صادرول او په دې توګه یی ډیرې پيسي ګټلي ، او دې ټکي د پاکستان د سیاست زړئ جوړاوه ، تېر شوي ښکاري او هغه لنګه غوا اوس اوچه شوي.
راتلونکې ټولټاکنې به که څه هم اجندای له پخوا جوړه ښکاري بیا هم د پاکستان لیدلورئ ، تګلاره او نیتونه څرګند کړي!
افغانان د پاکستان له راتلونکو حکومتونو څخه په ټينګه غوښتنه کوي ، چې د افغانستان په اړه خپله زړه پالېسي بدله کړي!
موږ له ټولو ګاونډیانو سره سوله او وروري غواړو!

د مرادزئ لیکنه