د شين خالۍپلاردکورترڅنګ يــوه ښکلې بـــڼ جـوړ کړی ؤچــي دکــلي دلوېې بيــالې څخه ېې يوه وړه بياله ورته ويستلـې وه کوم چې دهغې نه به ېې د بــڼ دحاصـلاتودخـــړوبولولپاره استفاده کوله اوهمدارنګه دباغـچې په مينځ کې ېې دابــوپکی درولــې وه کـوم چـې ددې بيــــالې په اوبوڅرخيده چې دهغه د پاسه ېئ داغزو کوټنی جوړه وه نو چې کله به يې داغزوپه کوټنی اوبه وشيندلې، پکي به مرتوبه اوتازه هواهرې خوا شـړله چې په اوړي او ګـرمۍ کې د ناستی اودګرميوڅخه دخلاصون مناسب ځای ګڼل کيده ٠ په بـــڼ کې رنګارنګ ګلان لکه سره او سپين ګلاب ، نرګس ، شبو ،رامبيل ، چمبېلي، کشمالې او نورو ښايسته ګــــلانوسر بيره ترکارۍلـکه تــــور بادنجان ، بينډۍ ، رومي بادنچان ، پالک ، ملۍ ،نوش پياز ، ترائي او ډير نورمختلف حـبوبات او د کور ضــــرريات کـــرل چې زيړګل به دهـغو څخه څارنه کوله ٠ زېړ ګل ددرس او تعليم تر څنګ د تره سره د کرنې اومالـدارۍ په برخه کــې پوره لاس ورکاوه ، هغه چې کله بــه د ښوونځۍ څخه فــارغ شونـــوځمکودخــــړوبولـــو او دڅارويــوپه روځنې بـه بوخت ؤ ٠ زيړ ګل د زميندارۍ په بـــرخه کې د تره سره اوږه په اوږه کار کوه ، د مځکې په اړولولکه ماله ، قلبه او ابولګولو کې ېې دبــزګر سره مرسته کوله ٠ شين خالۍ چې پـه خپل سينګار مينه وه يو ورځ زيړګل ته چـــې د باغچې په سمبالو بوخت وه داسې وويل٠ زيړګله ديره مده وشوه چې د بنجاري پته نه لږېږي ٠ زيړ ګل چې په باغچې کې په خپل کار بوخت ؤ شين خـالۍته ېې وکتل او بيرته په خپل کار بوخت او په جواب کې ورته وويل ٠ بيا د ې دکوم سينګار شوق په سر کې راغلی دی ٠ شین خالۍ په جواب کې ورته وويل٠ ته نه ګورې چې ليچې مې تشی دی او زه د زرګر ددوکان نه د نو جامو لپاره پاولي غواړم ٠ زيړ ګل سر ورته وښوروه او ورته يې وويل٠ سمه ده سبا له خيره د مور نه دی اجازه اخلم د زرګـــر دوکان له دی بيايم او بيرته په خپل کار بوخت شو ٠ زيړ ګل ته د شين خالې د ا هيله ډيره خوندوره وبریښیده او له ځانه سره ېې داسې زمزمه کوله ٠ مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان خیــــالي پــــاولــــي غـــواړي سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي سبا کله چې زيړ ګل د ښوونځی څخه راستون شو نو دشين خالۍ پلار د روغبړ نه وروسته ورته داسی ويل٠ زيړګله ځويه ! زه د يو ضرور کار لپار ه ښار ته روان يم او نن ځموږ د اوبو وار دی هيله ده چې د بزګر سره د ابو په لګولو کې مرسته وکړې او پام دې وې چې څاروی هم درنه وګي يا تږي پاته نشې ٠ زيړګل چې د شین خالۍ سره د زرګر ددوکان وعده کړې وه او دبلې خوا د تره دخبری نه تيريدل هم ورته ګر انه وه په جواب کې ورته ويل ٠ سمه ده تاسو بيغمه اوسې زه کارونه سمبالوم ٠ شين خالۍ چې د پلار او زيړ ګل خبری واوريدې خوابدی بیرته د کلا انګړ ته ننوتله زيړ ګل د شين خالې په ټنډه پوه شو ورسته ېې ورته وويل٠ شين خالۍ ته مروريږه مه، سبا به له خيره وخته تا د زرګر دوکان له بيايم ٠ کله چې ماښام زيړ ګل د کارو څخه فارغ شو نو د کاکا ناوې نه چې زیړ ګل به دمور مينه پری ماتوله دسباورخې دشين خالۍ دزرګرددوکان دتـــګ اجازه واخيسته اوسبا دواړه د زرګر دوکان په لورې روان شول چې په لاره کې زيړ ګل د ځانه سره داسې زمزمه کوله ٠ اشــــنا ځما نه مرورده د لاس بنګړی می خوږ اشنا په بی صبری غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي نو کله چې دزرګر دوکان ته ورسیدل نو زيړګل زرګرته داسې اظهار وکړ ٠ زرګره نقد ی روپی واخله مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل مرزی غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي ورسته بيا زيړګل په ډیره مينه داسې زمزمه کوله ٠ بنګړی دیارپه لاس کی خوند کړی په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي ما هم د زيړګل د زړه خـــبری د شعر په ژبه پيــــل او محترم صدیق شباب ته د يو ښکلې کمپوز لپاره ورکړ چې نن سبا به داښکلې کمپوز زموږ د هيوادوالو د توجه وړ وګرزي چې شعر ېې په لاندې ډول دی ٠ شنه بنګړی مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان خیــــالي پــــاولــــي غـــواړي سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي اشنا ځما نه مرور ده د لاس بنګړی می خوږ اشنا په بی صبری غواړی سپینی لیــــچی تشی ګــــرزی لیلا ځمانه شنه بنګړی غواړی زرګره نقد ی روپی واخله مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل مرزی غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي بنګړی د یار په لاس کی خوند کړی په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي *** ****** *** سميع الدين افغاني دویمه برخه څلورمه برخه