روان صاحب ، د ګوند د ملي خائنينو سره بايد څه وشي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاچاګل

د ډاکټر نجيب الله د ګوندي حکومت پر حاکميت چي   د روسانو په ډيکټه د ګوندي خائينو او اوباشانو  لخوا کودتا وشوه  او دا وطن يې آګاهانه  و کورنۍ جګړې  ته ټېل واهه نو دا خو  بايد  داسي څه نوي چي هغه څوک چي ځانته قرار دادي ليکوال  نه بلکه واقعي ليکوال وايي د هغه نه دي پټ وي او يا هغه دي درک نه شي کړلاي  . اصلاً د احمق او د هوښيار انسان فرق هم د واقعيت په تميز

کي  پروت دئ  .  زموږ خلک هغه څوک چي روښانه واقعيت نه ويني او پر خلاف يې اصرار کوي ، نو هغه ته احمق وايي .

 

هغه ګوند چي  موږ ټولو وياړ ورباندي کاوه موږ د سر په سترګو وليده چي همدغه په اصطلاح رهبرانو يې څه خېل ددې وطن پر مقدراتو سوداوي وکړې او دا خلګ يې د اور په کوره کي کباب کړه . دا ګوند چي پارچه پارچه شو او په زرهاوو تنه يې شهيدان، کابل يې وران او دغه مصیبتونه يې وزېږول، او  باقي ګونديان يې  ستا روان په اند و « فرار» ته مجبوره کړه نو دا خو د مستي خېټي يا د بې غيرتی په وجه    نه وو چي دا فاجعه د ځان په برخه کړي  . ډېر ملګري ان لا په ګرم سنګر کي پراته وه هلته خبر شوه ،چي  د وطن  پر مقدراتو سودا شوې او همدغه خائینانو هغه د ژبي  او سمت  د مفاداتو په خاطرخرڅ  کړی  دي .  دغه ايتلاف د وطن پلورني او زموږ د ولس د ملي وحدت پر ضد بې له شکه يو شيطاني او د وطن د تجزيې په هدف يو خائينانه سازش وو .،   د همدغه جنايت کارانو تؤطه ګرانو د معاملې په نتيجه کي  وو چي موږ په همدغه کليپو کي وليدل چي په څومره بې غيرتی سره  د ګوند د ارمان او  د شهيدانو پر وينو د خپل ملګري ډاکټر نجيب الله  د را پرځولو  په خاطر  سودا وکړه او واک يې  و هغه چا ته ورکړ چي د پښتنو سره يې وحشیانه دښمني نه پټوله . تاسو وليدل چي  را وروسته هغوی د پښتنو په ضد څه جنايتونه و نکړل او همدا لړۍ لا روانه ده او ته روان  هم پسې روان يې  .!

 

تاسو ښاغلی روان چي ځانته واقعي ليکوال واياست نو ليکوال خو داسي نه وي چي  ددغه عظيمي، بريالي، مزدک، علومي او کاوياني،  وکيل  او نورو خائينانو کردار دي څوک  هېر او ان  د هغوی ننګه دي   لا هم  وکړي . خو برعکس هغه څوک چي بيا هغوی خائينان بولي او د هغوی سره حساب و کتاب غواړي، تاسو هغوی ته  په خپله ليکنه کي د افغانستان د قسم خوړلي د ښمنانو خطاب کوی ؟  روان صاحب  دا خو  صرف کليشه ای کلمات دي چي يوازي ستا روان په ليکنو کي  کارول کيږي،  نو په دې حالت کي تاسو ته چي څوک قرار دادي ليکوال و نه وايي نو بل څه درته ووايي؟ . ته روان يوځل په خپله لومړۍ د کليپو ليکنه کي  چي تاسوته کوم څه ډيکټه شوي او هغه مو بيا په پښتو ليکلي دي يوځل بيا تر سترګو تېره کړی چي تاسو  ښاغلي دلته   څه خېل« مهرباني» او در فشاني کړېده !

 

د وطن د جنايت کارانو او تؤطه ګرانو سره وحدت خيانت نه بلکي ملي خيانت دی !

پاچاګل