مولوي یعقوب: اوسنیو شرایطو کې د نوي حکومت جوړولو لپاره خبرو یا کومې هوکړې ته اړتیا نشته

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالی وزير مولوي محمد يعقوب وايي، افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټول ګډوني حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.

نوموړي د سعودي عرب له العربیة تلویزیوني چینل سره تازه مرکه کې د چین په همکارۍ د ایران او سعودي ترمنځ د روغې جوړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، طالبان د دې جوړې هرکلی کوي او ښايي پر افغانستان هم ښه اغېز ولري.

خو دی وايي که د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې ښې یا خرابې وي، د طالبانو حکومت له سعودي سره نژدې او ښې اړیکې غواړي.

له دې خبرو وروسته نوموړی پوښتل شوی چې آیا فکر کوي دا لړۍ به افغانستان ته هم وغځېږي او د یوه ټول ګډوني حکومت لپاره د افغان لوریو ترمنځ د روغې جوړې خبرې به پیل شي؟

نوموړي په ځواب کې وویل، "په افغانستان کې موږ داسې ډله او داسې څوک نه لرو چې روغه جوړه ورسره وشي. ځینې کسان وو چې امتحان یې ورکړ او ناکامه شول نو ځکه موږ نه غواړو چې بیا یې په حکومت کې را ګډ کړو. افغانستان کې پرهیزګاره او لوستي خلک شته، حکومت سره د دوی د یو ځای کېدو لپاره کار کوو، موږ د افغان شخصیتونو د را ستنېدو مهم کمیسیون لرو چې د لومړي وزیر مرستیال یې مشري کوي. دوی ټولو هغو کسانو ته اسانتیاوې رامنځته کوي چې غواړي افغانستان ته راشي او ژوند وکړي. دوی که مشران او یا عادي خلک دي دوی ته موږ مناسب چاپېریال برابروو. خو په اوسنیو شرایطو کې د یوه نوي حکومت جوړولو لپاره خبرو یا کومې هوکړې ته اړتیا نشته. "

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کوردننه او نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت یوازې د يوې ډلې بولې او ټينګار کوي چې داسې یو حکومت باید رامنځته شي چې ټول افغان او سیاسي لوري په کې ځان وویني. د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم همدا غوښتنه لري.

د طالبانو حکومت کې د دفاع چارسمبالی وزیر کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه هم غږېدلی، هغه پېښه چې طالب چارواکي یې په اړه له ډېر څه ویلو ډډه کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن یو کال وړاندې اعلان وکړ چې الظواهري د امریکا استخباراتو کابل کې وژلي. په داسې حال کې چې نورو طالب چارواکو کابل کې د الظواهري وژنه رد کړې او په دې اړه یې د څېړنو خبره کړې، چې لا یې پایلې نه دي په ډاګه شوي، خو مولوي محمد یعقوب مجاهد کابل کې د هغه وژنه نه ردوي.

نوموړی وايي، "کله چې اسامه بن لادن په نښه شو، آیا دا په دې معنی ده چې دغه هېواد د نوموړي ملاتړ کاوه او پټ یې ساتلی و؟ دا ډول پېښې په ډېرو هېوادونو کې کېږي. زه ډاډه یم او پر دې خبر یم چې په دې پېښه کې د اسلامي امارت، زموږ د حکومت او یا د کومې ادارې هېڅ لاس نه و. د هغه په اړه موږ معلومات نه درلودل. داسې پېښې په ډېرو هېوادونو کې کېږي. دا له هغوی سره زموږ د همکارۍ په معنی نه ده او یا دا چې موږ له القاعده سره اړیکي لرو او یا ور سره نژدې یوو."

څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر وویل، طالبانو افغانستان کې د القاعده ډلې ځپلو کې له امریکا سره همکارۍ کړې ده. خو د طالبانو دفاع چارسمبالي وزیر افغانستان کې د القاعده موجودیت بشپړ رد کړ، هغه وویل کله چې القاعده نشته نو پر وړاندې یې جګړه هم نشته.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه رپوټ کې ویلي وو د القاعده په ګډون ترهګرۍ ډلې افغانستان کې د پخوا پر تله اوس ازادانه فعالیت کوي او د دې ډلو له امله سیمه کې امنیتي ګواښونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

خو طالبانو دا رپوټ او په دې اړه اندېښنې وړاندې هم رد کړي دي.