د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د جولای پر ۳۰مه وختي تر ډرون برید وروسته په هغه ښار کې یو مصروفه هوايي ډګر تړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراینیو ځواکونو د هغه هېواد په جنوب او ختیځ سیمو کې د روسیې خلاف په ځوابي عملیاتو کې پرمختګ ته دوام ورکړی دی.
د اوکراین د دفاع مرستیالې وزیرې هانا مالیار د جولای پر ۳۰مه پر ټېلګرام لیکلي چې د هغه هېواد پوځیان په زپورېژیا سیمه کې د بېردیانسک او مېلېتوپول پر لوري د دې په وینا، "ورو، خو یقیني پرمختګ" کوي.
چارواکو په مسکو کې تر ډرون برید وروسته د ونوکوفو هوايي ډګر په عارضي ډول تړلی دی. په هغه برید کې یو تن زخمي شوی وو او دوو دفترونو ته زیان رسېدلي وو.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د مسکو په فضا کې یې یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او دوه خپل هدف ته تر رسېدو وړاندی پرېوتې دي.
په خپلواکه توګه د روسیې د دعوو تصدیق نه شي کیدای او کییف یې هم لا په اړه څه نه دي ویلي. دا په روانه میاشت کې څلورم ځل دی چې پر مسکو ډرون بریدونه کېږي.
پر مسکو تر ډرون برید وروسته د ښار یو مصروفه هوایي ډګر تړل شوی
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode