.لږ مخکې د پاکستان ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې وویل، د پلازمېنې اسلام اباد محکمې د شنبې پر ورځ ښاغلي خان ته د دریو کلونو زندان او سل زره روپیو جرمانې سزا ورکړې او له هغه وروسته د پاکستان اساسي قانون ۶۳ - یو مادې ۲۳۲ څانګې له مخې نوموړی د پنځو کلونو لپاره نااهل بلل کېږي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې پر همدې بنسټ عمران خان د پاکستان پارلمان کې د این اې ۴۵ کرمه یو له څوکۍ هم بې برخې کېږي.
د ټاکنو کمېسیون له دې اعلان وروسته عمران خان نه خو په ټاکنو کې برخه اخیستلای شي او نه هم د تحریک انصاف ګوند مشري کولای شي.
له دې مخکې ځايي محکمې د شتمنیو په هکله د جعلي معلوماتو ورکولو په تور عمران خان ته د درې کاله زندان سزا ورکړه.
له دې مخکې پاکستان کې د پلازمېنې اسلام اباد عالي محکمې وویل د پخواني لومړي وزیر عمران خان د اپیل غوښتنلیک یې منلی او قضیه به یې سبا چهارشنبه ارزول کېږي.
عمران خان څو ورځې وړاندې لاهور کې په خپل استوګنځي کې نیول شوی و او بیا اټک زندان ته ولېږدول شو. پر ده د فساد او ګران بیه ډالیو د منلو تورونه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي کمېټې تر ټول عمر پورې عمران خان ته د ګوند مشري سپارلو پرېکړه کړې. د مرکزي کمېټې په یوه اعلامیه کې د دې تر څنګ ویل شوي چې د پاکستان ملي اسمبلۍ له منحل کېدو وروسته به په ۹۰ ورځو کې دننه د ټاکنو تر سره کېدو غوښتنه کېږي.
دغه راز په اعلامیه کې ویل شوي، د کمېټې غړو په یوه خوله پرېکړه کړې چې ''د ټاکنو ځنډولو له هرې هڅې سره به په ټول وس او توان قانوني او سیاسي مبارزه کېږي.''
پاکستان ټاکنو کمېسیون د دې هېواد مخکینی لومړی وزیر عمران خان د پنځو کلونو لپاره نااهل 'رد صلاحیت' بللی
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode