د افغانستان په خوست ولایت کې د ښوونې او روزنې مسئولین او ښوونکي وايي چې ددغه ولایت په لسګونو ښوونځي ودانۍ نلري او ماشومان تر خلاص اسمان لاندې زده کړه کوي.په خوست کې د پوهنې ریاست چارواکي تائیدوي چې په دې ولایت کې د ٢٧٠ ښوونځيو له جملې څخه له سلو زیات یې ودانۍ نه لري.
یو له دغو ښوونځیو څخه د صبریو ولسوالۍ د پارخي د هلکانو لېسه ده چې د بارانونو او بادونو پر مهال تړلې پاتې کېږي.
په دغو ښوونځیو کې چې ودانۍ نلري، زده کوونکي د اوړي په موسم کې د ونو سوري ته درسونه وايي.
د ښوونځي ښوونکی ضابط خان وايي د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو دپاره یې څو ځلې له چارواکو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه ورته چا ځواب نه دی ویلی.
ضابط خان د ماشومانو د زده کړو په اړه اندیښمن دی او وايي: "د وخت په تیریدو سره د ماشومانو د تعلیم سره مینه راکمه شویده. ځکه دلته د دوی لپاره هیڅ اسانتیاوې نشته. د ودانۍ پرته ښې زده کړې ناممکنې دي."
د مناسبې ودانۍ او نورو اسانتیاوو د نه لرلو له کبله د ښوونکو ترڅنګ زده کونکي هم اندیښمن دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان په تیرو دوو کلونو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی.
دې ښوونځي ته ماشومان د ورځې دوه ځلې زده کړو ته راځي، یو د سهار نه تر ماسپښینه پورې او بل د ماسپښین نه تر ماښامه پورې. سهار هلکان او ماسپښین نجونې زده کړو ته راځي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیاواکمنېدو وروسته د نجونو پر تعلیم محدودیت وضع کړ او نجونې کولای شي یوازې تر شپږم ټولګې پورې زده کړې وکړي.
د طالبانو له لورې دغو بندیزونو د افغانانو او نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه پارولي خو طالبان وايي چې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه غور کوي.
خوست کې له ۱۰۰ زیات ښوونځي ودانۍ نلري
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode