نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي لرلید تیاره بریښې؛ خو طالبانو دا وړاندوینه رده کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه هیواد اقتصادي لرلید تیاره بریښې او لږ تر لږه د بل ۲۰۲۵ میلادي کال پورې د اقتصادي رکود خطر شته دی.

دغه بانک د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کې د افغانستان د پرمختګ په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه هیواد اقتصادي حرکت د ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې یو په ټپه ولاړ (راکد) اقتصادي حالت انځوروي.

په دې راپور کې راغلي چې په تیرو دوو کلنو کې د افغانستان اقتصادي رکود د لوړو او ژورو څخه تیر شوی او د ۲۶ فیصده انفلاسیون شاهد و.

نړیوال بانک ویلي: " د داخلي ناخالص تولید وده، چې د بودیجې څخه بهر د مصرف لپاره د بهرنیو مالي تامیناتو د کمیدو سره مل وه، د هیواد[افغانستان] د اقتصادي لرلید په تړاو یو تیاره تصویر وړاندې کوي. اټکل کیږي چې په خصوصي برخه کې د جوړښت په تړاو ستونزې او د اړتیا وړ خدمتونو په برخه کې د نړیوال ملاتړ کموالی د هرډول اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي".

د نړیوال بانک ددغه راپور پراساس واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته افغانستان د ډیرو زیاتو نړیوالو مرستو د کمبود سره مخ دی او دا هیواد د ودې له داخلي محرکاتو پرته پریښودل شوی دی، چې ددې سربیره له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو ستنیدل او د هرات په ولایت کې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې زلزلو ددغه هیواد اقتصادي ګواښونه لا سخت کړي دي.

همداشان په دغه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کرکیله باندې بندیز بزګران د ۱.۳ میلیاردو ډالرو عاید څخه محروم کړي دي چې د داخلي ناخالص عاید نږدې اته فیصده کیږي.

نړیوال بانګ د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې (UNODC) د یو راپور په اساس ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو څخه زیږیدلی اقتصاد ۹۰ فیصده او د کرکیلې لاندې ۹۵ فیصده کم شوی دی چې افغانانو ته د کرکیلې په برخه کې د ۴۵۰ زره کسانو د کسب او کار له منځه تللو سبب شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نړیوال بانک ددغه راپور په غبرګون کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان د اقتصادي لرلید د ناڅرګندتیا په تړاو د دغه بانک څرګندونې ردې کړي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: " دا چې ویلي دي چې د افغانستان د اقتصاد راتلوونکی تیاره ده، دا سمه نه ده، تیر وخت کې تیاره وه چې متاسفانه افغانان د اشغال لاندې راوستل شو په جګړه کې مصروف شول، فرصتونه یې نلرل، اوس امنیت دی، ثبات دی او د حکومت مسولینو ترمنځ ژمنتیا شته دی، دا په دې معنی دی چې روښانه راتلوونکی په مخ کې لرو".

د طالبانو د حکومت د ویاند د وینا پر اساس افغانستان یو هیواد دی چې د کانونو په سپړلو، کرهڼیزه خودکفايي، د اوبو مهارولو او د اقتصادي پروګرامونو په لورګامونه اخیستل کولی شي چې یو ښه اقتصاد ولري.

دمخه نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې تقاضا ته کموالی اکثره سوداګریز فعالیتونه د پانګې اچونې کمیدو او د کارګرانو شړلو ته اړ کړي او د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې په دغه هیواد کې د بیکارۍ کچه دوه چنده شوې ده.