دامن که دډيورنډ جرگه؟ رښتياويل ترخه اومشکل دی ،خوويل يې ايماني اووجداني اړتياده !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

پنځمه مه برخه
دپاکستان لخوادډيورنډپرکرښه دماينو ښخولوپه اړوندنړيوال اندونه .

په يوه ټوکه به يې پيل اوپه قيصه به ددې برخي پاڼي وتړو: قيصه اوږده سر يي يو،وايي : (( دا يي قباله په چايې منې ))
دافغاني چارواکو لخوا پداسي شرايطو کښي دامن جرگې لپاره منډي ترړی پيل شوي چي له يوي خواددې جرگې سره دپاکستاني چارواکو دځانگړي علاقې اثارډير لږ ليدل کيږي اوله بلي خوا دهري ورځې په تيرېدو سره دافغاني اوپاکستاني جگپوړو چارواکو لخوا يودبل په ادرس بې پردې اوديپلوماسۍ په نظر کي نيو لونه پرته لفظي تاوتريخوالی زياتيږي اويودبل په ادرس دسپکو سپورونه ډډه نه کيږي .

دامن دجرگې دجوړيدوپه هکله حا مد کرزى وايي په درې اړخېزه (دامريکا،افغانستان اوپاکستان) دولسمشرانو ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ډېو رنډ د پولې ددواړو غاړود قومونو د مشرانو ترمنځ دې جرگه جوړه شي . ښاغلي کرزي دا کار ډېر مهم وباله او وايې چې د قومي مشرانو په سلا به دپولې دواړو غاوړ ته د تر هگرى سره روانه مبارزه ډېره بريالى وي . مگر يوشمير نړيوال افغان څېړونکی ديولړ عيني بېلگواودلايلوله مخي ددې جرگې مثبتو پايلواوگټوته کومه اميدواری نلري ،چي په تفصيل سره به په ورستيو برخو کي معلومات اودمسلي دحل په اړوند اندونه وړاندي شي. دا سمه ده که فشار زېات وي او ژمنې صادقانه وي نو هرڅه ښه کيږي خو پاکستان او مشرف هسې وخت تېره وي ، پا کستانۍ مشهور خبريال او څېړونکى احمد رشيد په دې باوردى چې د هرڅه ښه والى په قاطيعيت ، د نوې ستراتېژى په جوړولو او د نظامي فشار په ډېر والي کي دى .
پاکستان دخپل پيدايښت له لومړی ورځی نه دانگريزانوپر قدمو قدم ايښی تل يې په افغانستان کي دوخت حاکمانوته ستونزي پيداکړي تر څو دهمدغو ستونځوپر بنياد دپاکستان لپاره زمينه برابره شي چي دډيورنډ دکرښې دپه رسميت پېژندوخبره وړاندي کړی،داسلسله داده تر اوسه هم روانه ده .همدا اوس هم پاکستان په يوه اوبله بهانه (دماينو ښخول يا اغزن ديوال جوړول) په افغانستان کي دسولي دتأمين ديوازنۍ لاري په توگه افغانستان او نړیوالوته وړاندي کوي ،پداسي حال کي چي ټول پدې ښه پوهيږي چي داکار سوله اوامنيت راوستلو سره مرسته نشي کولاي ولي پاکستاني چارواکي تنها غواړي پدې بهانه اوماهرانه مانورونوسره د افغانستان سره ډيورنډ دکرښی سرنويشت په خپله گټه وټاکي .له نيکه مرغه دکرښي دواړو خواوته پراته قومونه دپاکستاني چارواکو اوجنرالانوددې لوموپه پوهېدوسره دپاکستان دهرډول حرکت سره کوم چي موخه يي دکرښي سويل ته دپښتنو اوبلوڅوپر حقه حقوقوسترگي پټول اوداولس له خپلو افغاني ورڼو څخه جلاکيدل وي غوڅ مخالفت کوي .
ډير سياسي څېړونکی پدي نظر دی چې پاکستان ددي مسلې څخه په ډار سره چي ددوي دټولوتلاښونوسره که يوځل دجرگې دگډون کوونکونظر دپاکستاني چارواکودارادې خلاف واوښت اوپه جرگه کښي يې دپښتنو اوبلوڅودبرخليک دټاکلواوهغوي ته دپاکستاني جنرالانو اوپنجاپی حاکمانولخوادغصب شوی حق دورکولو په هکله پرېکړه وکړه ؟پاکستان به ديو انجام شوی عمل سره مخامخ شي ؛سره لدي چې ورته ډار افغانی لوری هم لري . داسي اوازي هم شته چي ممکن پاکستان دخپلو پلويانو پوسيله په افغانستان کې دمحلي حکومتونو دجوړيدوطرحه وکړي . پدې بايد پوه اوسوچي په هيڅ صورت په افغانستان دمحلي حکومتوجوړېدل او ولا يا توکې واک تنظيموته سپارل ديومټي افغانستان په گټه ندي او نه هم راپيداشوي ستونزي حلوي ،خوپايلې به يې ديومټی هيواداوافغان دولت کمزوري کيدل وي . ټوله نړی پدي يونظر دي چي پاکستان دالقاعدي دسازمان اوطالب جنگياليودليکواورهبرابوارامه غيږده ،هر څه له همدغه ځايه تر سره کيږي .زه غواړم درانه لوستونکی پدي يو ځل بيا خبر کړم چي نه يوازي موږ افغانان وايو چي دفساد زاله پاکستان اوپاکستاني چارواکي په ځانگړې توگه ټولي استخباراتي شبکې دي ،دنړئ دمطبوعاتو څخه پدې هکله په مختلفو ژبو خپاره شوي اندونولنډيز راژباړم اوتاسوته يي وړاندي کوم .موخه مي داده ښکاره کړم چي اغزن تارونه اوماينونه په افغانستان کي دامنيت راوستلو لام بېخې نشي کيداي ،اساسي خبره دافغانستان دسياسي اوپوځی کشالي سره مرسته اودحل يوازنی لار دپاکستاني چارواکو اودهغوي داستخباراتي سازمانوپه صداقت کي پټه ده؛ددغو حقايقوپر بنياچي دزبرځواکودديپلوماتيکي ،څارگر اوپوځی ادارولخواويل کيږي ولې دهغودهيوادوجگپوړي چارواکي ،دولتي مشران ،سياسي بشري سازمانونورهبران چوپه خوله پاته دي ؟دازبرځواک دبل کوم سيمه ايزهدفترلاسه کيدوپه خاطر دپاکستان په مقابل کي دابي تفاوتي غوره کوي؟
په پاکستان کي په انگليسي ژبه خپرېدونکی ورځپاڼي (( دان )) داکتوبرپه مياشت کي خبر ورکړچی دپاکستان دبهرنيوچارو وزير محمودقصوري دهالنډدبهرنيوچارودوزير برنارد بوت څخه دڅلورساعته ليدني په وخت کي غوښتنه کړېده چي ددنومبردمياشتي په ۲۸،او۲۹ نېټه په لیتوانی کښي دناټوو د غړو هيوادوپه غونده کې دډيورنډ پرکرښه داغزن ديوال دجوړېدومسله مطرح کړي .د دوى په وينا پاکستاني مقاماتو د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو ته وړانديز کړى چې طالبان دې د افغانستان په يوۀ نوي ايتلافي حکومت کې ځاى شي او د دغه حکومت مشري دې د ولسمشر کرزي په غاړه نه وي .
پدې ورستيو کې دنړيوالوپه ځانگړې توگه دامريکا دسياسي فشارپه پايله کي پاکستان دامن جرگي دجوړيدوسره دموافقه وکړه ،خوددي پر ځاي چي قومي مشران ،دسياسي گوندونو رهبران اونوروپوهانوته په جرگي کې دگډون دچارودسمبالښت دنده اوصلاحيت سپارل شی واي ، دپاکستان لومړی وزيرشوكت عزيز يوه هفته وړاندي اعلامن وکړ چي دافغانستان اوپاکستان تر منځ جرگې دکورنيوچارووزير آفتاب شير پاو د قبا يلي شورا رئيس غازي گلاب جمال د فرهنگ وزيراو سردار يارجان محمدرنددسرحدي چارو وزير علي محمدجان اوركزئ د سرحدي ايالت ريس غني اود بلوچستان دايالت مسول يې دغړوپه توگه معرفي کړه . داوه هغه څه چي له ديگ نه په کاسه کي راڅرگندشوه . دغو کسانوته دجرگې دجوړيدو اوياهغې ته داستازودمعرفي کولوصلاحيت ورکول ددي روښانه بېلگه ده چي دپاکستاني چارواکي له جرگي نه دکومي پرېکړي انتظار لري .اوڅومره له جرگې نه ډارېږې اوداډار دڅه په خاطر دی ؟ څومره سولي ته وفادار دی اوڅومره پدې مسله کي دقومونو دمشرانو ونډې او رول ته دقدرپه سترگه گوري ؟
ښاغلي مشرف کابل ته په خپل تير سفر کي دا ومنل چې په تيرو وختونو کې پاکستان له طالبانو سره مرسته کړې او د هغوى ملاتړ يې کړى .
پاکستاني مشردا هم ومنل چې ځينې القاعده او وسله وال طالبان لا هم د دوى له خاورې افغانستان ته اوړي خو د دۀ په وينا يې مخنيوى خورا گران دى . جنرال مشرف د طالبانو د ختمولو لپاره د هغوى د مشرتابۀ او د قوماندې د مرکز د ختمولو وړانديز وکړ . د دۀ په نظر بايد دغه مرکز که هر ځاى وي وموندل شي او ختم شي .خو دا چې په څه ډول او د چا له خوا پر دې يې رڼا وانه چوله . سوال پيدا کيږي كه پاكستان رښتيا غواړي چې افغانستان ته جنګيالو د را اوړيدو مخه ونيسي نو د كوټې په ښار، د كراچۍ په مدرسو، په شمالي وزيرستان، شمشتو، او نورو قبايلي سيمو كي دي د افغان دولت د مخالفينو مركزونه له منځه يوسي ، تر څو پوري چې سرچينه له منځه نه وي تللې په اغزنوديوالونو څه نه كيږي او نه ماينونه كولاي سي چې د جنګياليو مخه ونيسي .
پرويزمشرف سره لدې چي په افغانستان کې دامن جرگې دجوړيدوپه کار ښه خبر دی بيا يي هم دطالبانو اوالقاعدي دساماندمرکزو دختمولو لپاره دالار ومند چي دافغانستان دمشوري اوموافقي پرته دنړيوالو دغولولوپه خاطر دډيورنډپر کرښه دماينونودښخولو اواغزن ديوال دجوړېدوپه هکله خپله پرېکړه اعلان کړي،که څه هم داپرېکړه دافغانستان دحکومت اوټولوافغانانو او د ډيورنډ کرښي ها خوا پښتنو او بلوڅو قومونواو سياسي گوندومشرانو لکه محمود خان اڅکزی ، اسفنديار ولي خان ، افراسياب خټک ، اجمل خټک ، همدا ډول د ډيو رنډ د کرښي هاخوا د اسلامي ګوندونو مشران ښاغلی قاضي حسين احمد ، ښاغلی مولانا فضل الرحمن او نورو زيات شمير عالمانو او دکانادا ،امريکا ،ملگروملتواوناټوسازمان دکلک غبرگون سره مخ شو .
دکرښي سويلي پلوته له سياسي سازمانونه دافغانانو هيله داده چي يوازي پرداغزن تار دغځولوپر خبره دپاکستان له حکومت سره مخالفت په افغانستان کې دسولي دټينگښت لامل نشي کيداي ، اړينه برېښي چي ټول مذهبي گوندونه په افغانستان کې اوسنی ورور وژنه ،دکليو،ښارونو ښوونځيو اوروغتونوورانولو پر خلاف هم دافغان ولس سره چي نوردجگړې نه ستړئ شوی دی اسلامي اوانساني مرسته وکړی . پدې بايد ښه پوه وي چې دپاکستان په گټه دډيورنډ دکرښي برخليک ټاکل دپښتنو او په اوسنيو شرايطو کې دافغان ولس ټولي ستونځی نشي هوارولاي خودا کارمزل ته درسيدولپاره دنيمې لاري وهلومعني لري .
هیواددولتي ورځپاڼې په خپلې ۲۴۰ مې ګڼې کې دماینونوښخولواوداغزن سیم غځولوطرحه مردوده ، ترسرلیک لاندې لیکي:دپاکستان دې پریکړې،چې غواړي دډیورنډپرکرښې ماینونه ښخ کړي اویااغزن سیم وغځوي،نه یوازې دننه په افغانستان کې بلکې په سیمه،نړۍ اودغه راز،په خپله په پاکستان کې کلکې نیوکې اواعتراضونه راپارولي دي .ورځپاڼه وړاندې لیکي:افغان ولس اوحکومت په یوه خوله داطرحه وغندله اوهره ورځ له بیلابیلوسیمودقومي مخورو،سپین ږیرواودیني عالمانوداحتجاجیه غونډورپوټونه رارسیږي.ورځپاڼه وړاندې کاږي.اوس ټول دامني،چې دترهګرۍ پرخلاف مبارزه به یوازې هغه مهال بریالۍ وي،چې دتر هګرۍ سرچینې وچې کړای شي . پاکستان بايدپه خپله خاوره کې ددغوسرچینودبندولوله پاره مټې راونغاړي اوپه دې برخه کې دنړیوالې ټولنې غوښتنوته مثبت ځواب ووايي .
اصلا دديوال جوړېدل ياماينونوښخول يوه بهانه ده ،اساسي خبره دډيورنډدکرښي په رسميت پېژندل او تر هغه وروسته په افغانستان ددوي لاس پوڅې او دوي ته وفادره ادارې جوړېدل دي . په افغانستان کي په خپلو دولتي چاروکې خپلواک اوغښتلۍ مرکزي حکومت په هيڅ ډول دپاکستان لپاره دمنلو وړ نه دی .
ددواړو هيوادو تر منځ تبليغاتي تاوتريخوالي زورواخيست ، افغانانواوهاخوا دپرتو قومونودمشرانو غبرگون بهرنی نړئ اړيسته چي ددواړو هيوادوتر منځ دتريخوالي دمخنيوی په خاطر خپل استازي کابل او اسلام آباد ته ولېږي .
ددې ميلمنو ياپه بله ژبه رالېږل شوواستازولړئ دپاکستان دلومړی وزير پرويزمشرف په راتگ چي دروان کال دجنوري په څلرمه نيټه کابل ته راغلۍ پيل شوه . شوکت عزيزپه دغه ليدنه کښي چي په کندهارکي دښاغلي کرزي تر توندو،ترخواورښتياڅرگندونووروسته تر سره شوه ، تلاښ وکړافغاني لوری پدې قانع کړی چې ددوي په وينا دکرښي پر سردماينو ښخولو موخه يوازي دترهگرودتگ راتگ مخه نيول دی .
ښاغلی کرزی ددغه کتني او خبروداهميت په هکله دژورنالستانودسوال په ځواب کې وويل: ((اگرمکتب سوزی وحملات انتحاری وکشتن علما، درافغانستان کمترگردد ملاقات ما نتیجه ای مثبت داشته است)) . په دري کي يومتل دی وايي (( بزک بزک نه مرجولغمان ميرسد)) کرزی صاحب ددي پر ځاي چې اصولي دريزاومعينه سياسي طرحه ولري وايي تربل کاله به انتظار وباسو چي څنگه کيږي ! څرنگه چي ښاغلی کرزی تل په دري خبري کوي نه غواړم دهغه دخبرودژباړي مسوليت پرغاړه واخلم څنگه چي دي هغسي يې رانقلوم .
خوشوکت عزیزددغې ويناپه ځواب کې څه ونه ويل ، چوپ پاته شو. بلې ! هغه ځکه چوپ پاته شوچي وروستئ وعده نشي ورکولاي اوپدې پوهيږې چې دهرڅه په هکله وروستی خبره په پاکستان کي د ISI اداره ،پوځي استخباراتاو حتا پرکور ناست وجنرالان کولاي شي .
کله چي شوکت عزيز اسلام آباد ته ورسېددجدي په ۶نيټه يي دپاکستان دجمهوررئيس سره ليدنه وکړه پدغه لېدنه کښې پرويزمشرف يوځل بياپه زياته بېشرمی اعلان وکړ چي (( موږدخپلو ملگروسره ترمشورې وروسته داپرېکړه وکړه)) ،او موږله افغانستان سره پدې هکله کومي مشوري ته اژتيا نلرو ،هغه پخوانی خبري يي تکرارکړي چې داکارافغانستان ته دترهگرودتگ راتگ دمخنيوي په خاطر کيږي .
موږ ته نشوه څرگنده چې دپرويزمشرف ملگري او دوستان څوک دي ؟چي ده ورسره مشوره کړې ده،په تاريخي لحاظ پاکستان په امريکا اوانگلستان پوري ډير تړلی دی ، تر ډيري کچي پوځی مرستي له امريکا نه تر لاسه کوي ،دامريکا دحکومت راغلو استازو خوپه دغه ورستی سفر کي چي په يوه هفته کښي يې دسنا استازی ،بهرنيوچارو دوزارت مرستيال او ددفاع وزير کابل ته راغلل ،په کابل کې دژورنالستانو سره په خبروکي داومنل چي پاکستان دترهگر وگرمه غيږده ، دډيورنډپر کرښه ماينونه اواغزن تارغځول ستونزه نشي حل کولاي . ترکومه ځايه چي معلوميږي پدي ورستيو شپو او ورځو کښي د ډيورنډ پر کرښه دماينودښخولوپه هکله دانگلستان چوپتياسوالونه راپيداکړي دي .
که څه هم دطالبانواوالقاعدي سازمان داوج ته رسيدو مرحله دپاکستان دپخواني لومړی وزيري بي نظيربوټودحاکميت له دوران سره برابره ده اودکورنيوچارووزير يې جنرال بابر تر اوسه هم له دغوترهگور سره بدې اړيکي نلري ،بې نظيربوټوداومنل چې ((دپاکستان دآي ايس آي اداره له طالبانو څخه ملاتړ کوي ،سره لدې چي پاکستان دامريکاسره دې اودوستانه اړېکې هم لري .))
د هالنډ لومړي وزير يان پيتر بال کننيد د۲۰۰۶ م کا ل داگست په ۲۶ مه په کابل کي وويل : د افغانستان د سويلي ناکراره ولايت ارزگان روان حالات له هغو اورپکو سره تړلې چې دده په وينا پر پوله له پاکستان نه په دوامداره توگه رااوړي .
ښاغلي بال کننيد په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په يوه گډ خبري کنفرانس کې دا هم ويلي چې د دغې ستونزې د اوارۍ لپاره د نړيوالې تولنې له لورې د يوې پراخې ارزونې اړتيا ده . خو هغه دا ونه ويل چي دغه پراخه ارزونه به کله اودچالخوا کيږي .د هالنډ لومړي وزير په خپلو څرگندونو کې دفاع او پرمختيا د هغې تگلارې دوه اړخه وبلل چې په وينا يې نړيوالې تولنې په افغانستان کې د سر ته رسولو ذمه واري په غاړه اخيستې ده . متاسفانه پدي پنځوکالو کې چي له يوې خوا چور اوله بلي خوا جگړه ده افغانانو ددغې ذمه واری يو اړخ هم لمس نکړ.
دامريکا دبهرنيو چارودوزارت مرستيال ريچاردباوچرکله چي د۲۰۰۶ م کال دجدي په ۲۱نيټه کابل ته سفروکړ په يوخبري کنفرانس کي څرگنده کړه دپاکستان داپرېکړه دهغه هيوادپه دننه کښي ډيربحثوراپورته کړي دي ،تر اوسه پدي هکله زيات مسايل شته چي ورباندي بحث وشي . داسي څرگنديږي چي ټول يوشان سباته پاته وعدي ورکوي ؟
دکاناډادبهرنيو چارو وزير پيتر مکي افغانستان ته پدې وروستی سفر کي په کندهار کي ژورنالستانوته په خبرو کي وويل چي دکانادا لپاره دډيورنډپر کرښه داغزن ديوال اوماينونوښخول دمنلو وړ نده،ولي کله چي پاکستان ته ورسيد،متاسفانه هلته يې يوڅه نظر واوښت اويوازي دماينو دښخولو سره يي مخالفت وکړ، څرگنده يي کړه که پاکستان غواړي دترهگرومخه ونيسي کيداي شي گزمې غښتلي کړي دا يي بهترينه دحل لارده . له پيتر مکي سره په خبروکې به د يو پاکستاني چارواکي د څرگندونو له مخې چې د خپل نوم له اخېستلو څخه يې ډډه کولهوويل، هغه لاملونه راپه گوته شي چې دې ((ديوال ته ولې اړتيا ده او کوم نورگامونه بايد پورته شي تر څو دغه اوږده پوله وساتل شي؟))
د متحدو ايالاتو د دفاع نوى وزير رابرټ گېټس دجدي په ۲۶ نيټه کابل راورسيد او له ولسمشر حامد کرزي سره تر خبرو وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کي وويل : په ټينگه به دې ته لېواله وي چې د هغو ارزونو پر بنسټ چي په افغانستان کې يې د متحده ايالتو له قوماندانانو اورېدلي، د ځواکونو د ډېرېدو سپارښتنه وکړي، خو زياته يې کړه چې دا هغه څه دي چې په واشنگتن کې يې پوځي مشران او په پاى کې په خپله ولسمشر بوش په اړه پرېکړه کوي . ښاغلي گېټس زياته کړه چې د ناټو د دفاع وزيرانو په راتلونکې غونډه کې به د دغې ټلوالې له نورو غړو هېوادو څخه د پوځيانو د ډېرولو پر مسلې زور واچوي .
رابرټ گېټس د افغانستان له کړکېچه ښه خبر دى . دى په ١٩٨٠ مو کلونو کې د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې يا سي اى اې مشر و ، دا هغه وخت و چې د امريکا د جاسوسۍ ادارې په ميلياردونو ډالره افغان مجاهدينو ته ورکولې چې بالاخر يې د شوروي اتحاد ځواکونه په ١٩٨٩ کال کې له افغانستان څخه واېستل . په افغانستان کې د ٢٠ زره امريکايي سرتيرو له ډلې څخه شاوخوا نيمايي د ناټو په قومانده کې دي . پاتې ځوا کو نه يې د امريکا په خپلواکې قوماندې کې ځاى پرځاى شوي دي چې اصلي کار يې د طالبانو او القاعده اورپکو موندل دي .
دامريکا ددفاع وزير دا خبره چي په افغانستان کي دامريکا يي لښکرو دډيرېدو پلوی دی ددي معنا لري چي په افغانستان کي به دامن دجرگه په سيمه کښي دسولي پر راتگ کومه اغېزه ونلري اونه هم غواړي پر پاکستان رغنده فشار واچوي تر څودافغانستان پر خلاف دترهگرو دروزلو،سمبالتيا اورالېږلو نه لاس واخلي .
گېټس په يوه خبره کې دافغانستان په هکله دامريکاهوډداسي بيان کړ: په افغانستان کي بری دامريکااساسي هدف دی . مگر تر کومه ځايه چي څېړونکی اودمسلې څارونکی فکر کوي دغه بری ته درسيدولپاره ددې په عوض چي ساده ورسېږي امريکا بې هوده قربانی ورکوی،اوپدې ډول بری ته درسيدولاراوږده اوډيره تاريکه معلوميږي .
دډيروسياسي څېړونکوسره دا ډار هم شته چې په افغانستان دبې ثباته حالت ساتل امريکاته بهانه پيدا کوي تر څوخپلي لښکري دلته زياتي پياده کړي ،که اړتيا پېښه شوه په اسانئ سره يي به يې په ايران کې اخوندي رژيم دنسکورېدو لپاره وکاروي .
د متحدو ايالاتو د مشرانو د جرگې غړې او د پخواني ولسمشر بيل کلنټن ميرمن هيلرې کلنټن په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره دجدي په ۲۴ ورځ وليدل .د افغان چارواکو په وينا په دغه ليدنه کې ميرمن کلنټن په دې باب خبرې وکړي چې له وسله والو طالبانو سره د جگړې لپاره نورو نړيوالو سرتيرو ته اړتيا شته که نه ؟. د خبرو په اجنډا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان ترينگلى حالت ، د افغانستان بيا رغاونه او د ښځو د حقونو مساله هم شامله وه . ميرمن هيلرې کلنټن د ډيموکرات گوند يوه له مخکښه سياستوالو څخه گڼل کيږي او په ٢٠٠٨ کال کې د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل گوند کانديده ده .
دلاس انجلس ټايمزورځپاڼه په خپله ورستۍ گڼه کي ليکي :څرنگه چي طالبان داڅوکاله دقدرت ترلاسه کيدو لپاره تلاښ کوي دپاکستان دکويټي ښارددغه اسلامي ميلشې په مرکزبدل شوی دی . ورڅپاڼه دمرسته رسونکوموسسو،سيمه ايزو چارواکواوديپولوماتانوله قوله ليکې : دپاکستان دکويټي ښار پداسي ځاي بدل شوی چي طالبان پسله جنگ نه دلته راځي اواستراحت کوي ،اوله همدې ښار نه يې په وسلواوپيسو سمباليږي ،له همدې ځايه ددوي سره نوي جنگيالي يوځاي کيږي .ددوي رهبران دهمدې ښار په شاوخوا سيمو کي ژوند کوي .خپلي لويي غونډي په همدې ځاي کي جوړوي ،هيڅوک دوي ته مزاحمت نه کوي ،په جنگ کي زخمي شوی ټپيان يي همدلته تر درملني لاندي نيول کيږي،له بلي خواجنرال جیمز جونزپه افغانستان کي دناټو پخواني قوماندان ويلې دي ،سره لدې چي پاکستان دافغانستان په کورنيوچاروکي دلاس نه وهلو موافقه لاسليک کړېده ،مگر تر اوسه طالبان له هغې خاوري افغانستان ته را ليږل کيږي .
دبله پلوه دواشنگتن پست ورځپاڼي يوه مقاله ((پاکستان دالقاعدي قلمرو دی))تر نامه لاندي خپره کړېده ،دمقالې ليکونکی دپاکستان ددولت اووزيرستان کي دطالبانوتر منځ تړون ته گوته نيولې ليکې : دطالبانو رهبرانوپدغه تړون عمل ونکړ ،دا موافقه په حقيقت کي دتروريستانودحملو دزياتېدو باعث وگرځيد. دامريکا داستخباراتو درئيس درپوټ نه په هرکلي سره يي ليکلې : امريکا بايد په پاکستان کي دترهگرومرکز نابود کړی .
دنړيوالو خبري رسنيودرپوټوله مخي دامريکاداستخباراتودملي اداري رئيس جان نگروپونته په څرگنده توگه وويل چي پاکستان دترهگرودپټېدو ځاي دی ،اوله هغه ځاي نه دسيمې،افغانستان اونړی په کچه تروريستي عمليات تنظیمیږي .
که څه هم پاکستان په خپل غبرگون کي څرگنده کړه چي امريکا په پاکستان کي دالقاعدې درهبرانو دموجوديت په هکله هيڅ ډول معلومات ندي وړاندي کړي ، مگر بايد پدي باور ولرو چي دامريکا دملي استخباراتواداره ديوه معتبر اوپېژندل شوي سازمان په توگه هيڅ وخت بېله اسنادوراپورنه خپروي . اوس چې دپاکستان دحکومت اونړيوال تروريزم تر منځ اړېکي بربنډي شوي ، امريکا مسوليت لري دنړی دهيوادومشران پدې قانع کړي چي په پاکستان کې دتروريزم جرړ ې وباسي .
دښاغلي پونته په نظر دالقاعدي شبکه په منځنی ختيځ شمالي افريقا او اروپاکښي ټولي رونکاری دپاکستان له داخل څخه جوړيږي ،رهبری اوپلي کيږي .
که څه هم دانگلستان اوامريکا حکومتونه دپاکستان ددوه مخئ دريځ نه پوره خبر دی ،مگر ددوي دامصلحيت او جوړ جاړۍ چي دپاکستان پر استخباراتي سازمان باندي دفشار نه راوستلو سياست دی ، دپاکستان داستخباراتو سازمان دتروريستانودحمايي ،ملاتړاوتشويق لامل وگرځيد،اوله همدې امله يې افغانستان ته نوي مشکلات ايجادکړه .
دناټو عمومي قوماندان استرجنرال جيمزجونس (James L. Jones ) دعقرب په ۶ دبگرام په هيوايي ډگر کي په يوه مطبوعاتي ناسته کي خبريالانوته وويل جگړه دحل لاره نده، امريکاکوښښ کوي چي دبيارغوني دپروژوپه پلي کيدو سره دنا اراميو مخه ونيسي .هغه وړاندي وويل : دنا اراميو مخه بايد دبيارغوني په کارو ونيول شي . هغه دخپلي خبري دسپيناوي لپاره دمثال په راوړلوسره وويل ،په ۲۰۰۳ ميلادي کال کي دټيکاودراتگ لپاره ۱۲زره سربازان افغانستان ته ولېږل شوه ،مگر په ۲۰۰۶ کال کي ۹۰۰۰نور سربازان دافغانستان په جنوب کي دامنيت دټينگښت لپاره ولېږل شوه،ولي بيا هم دجگړې له شدت څخه ندی کم شوی . جنرال اوس دافغاني هغه متل په حقانيت پوه شو چي وايي : ((په زور کلي نه کيږي)) .که چيري ددوي مشران اودافغانستان دولتي چارواکي دي ټکي ته پاملرنه کړيواي چي دستونزي دحل سره دکومو اساسي گامونو اوچتول مرسته کوي په يقن اوس به موږ پاکستاني جنرالانوته دومره اړ نه واي.
يوې انگليسي ژبې ورځپاڼه سيدني مارننگ تربيون په خپله يوه گڼه کي ليکې : بوش په پاکستان کي چي په زروي وسلو سمبال دی اوتر ۱۶۰زره زيات نفوس لري دبنسټپالو دقدرت پراختياته پام اړولي ،پداسي حال کي چي تر ((۳۰)) زره بهرنی پوځ په افغانستان کي دترهگروپه ضدمبارزي لپاره ميشت دي ،مگر دپوځی ځواک افسران شکايت کوي چي طالبان اوس هم په ډيره اسانی سره کولاي شي بېله کوچنی ستونزي دپاکستان لورته واوړی . دطالبانو مشران په کويټه کي ژوند کوي ،علني يودبل سره ويني ،له ښارنه بيرون وسله وال کسان روزل کيږي ، دمعلوماتوله مخي سږ کال دسنبلي په مياشت کي ((۱۵۰۰)) طالب جنگيالي دپاکستاني سرحدي پوځ په مرسته افغانستان ته ننوتل .دنړيوال بهران دټولني دراپورله مخي همدا اوس پوځي عمليات دالقاعدي اوطالبانوپه وړاندي له ناکامی سره مخامخ دي ،او دپاکستان طالباني کېدل به دغرب لپاره سترگواښ وي .
د۲۰۰۵ م کال دجون په ۱۹ نيټه زلمي خليل زاد هم يو ځل بيا په کابل کې اعلان کړه ، دا امکان شته چي اسامه بن لادن د القاعدي دشبکې رهبرا و ملا محمد عمر په پاكستان وي . هغه خبرنگارانوته وويل ،دڅرگندو بيلگوله مخي داسي معلوميږي چي عبداللطيف حكيمي دطالبانو وياند په پاکستان کي اوسي . خليل زادعلاوه کړه : څنگه ممکنه ده چي (( جي ئو تلويزيون دپاکستان دولتي )) د طالبانوديووتلي قوماندان ملااختر سره مطبوعاتي مرکه وکړی اودپاکستان دولتي مقامات پدي پوه نشي چي ملاعمر چيري دی .
دپاکستان دبربنډولاس وهنوڅخه دملگرو ملتو سازمان هم ستړئ شوی دی،ددې سازمان يوجگپوړی چارواکی پدي ورستيوکي ژورنالستانوته څرگنده کړه : پاکستان بايد دملگروملتودسازمان دپريکړې مطابق دطالبانودحملو جدي مخه ونيسي اوپدي لار کښي زيات تلاښ وکړی .
په افغانستان کي دملگرو ملتودسازمان داستازی مرستيال کرستوفرالکزاندرخبرنگارانو ته وويل : دملگرو ملتودسازمان په ۱۲۶۷ نمبر پرېکړه ليک کښي دنړی دټولوهيوادونه غوښتل شوی دهغو کسانو چي نومونه يې په وړاندي شوې ليست کي شامل دی ونيول شی اودارايي ئې ظفت شی .
مگر الکزاندر وويل ،داپرېکړه ليک دطالبانو په هکله نده پلی شوی . هغه وويل ،۱۴۲ نفر دطالبانو مشران چي په وړاندي شوي فهرست کي يي نومونه ليکل شوی دی ډير لږ يي نيول شوی اونوريې په پاکستان او افغانستان کي ترهگری ته دوام ورکوي .
کرستوفرالکزاندر په ځانگړې توگه له پاکستان نه غوښتنه وکړه،هغه بنسټپال طالبان چي دخلکو په ويناپه کويټه کي اوسي اوله هغه ځايه دبې امنيتی لپاره کار کوي له منځه يوسی .
واشنگتن پست ورځپاڼه د « دطالبانوپناگاه » تر نامه لاندي د ۲۰۰۷ م کال دنومبر دمياشتي په دوهمه شماره کي ليکې : « دکويټي ښار دطالبانودجنبش دپټېدوبهترين ځاي دی ،چي څه موده پخوا يي پر افغانستان حکومت کاوه اواسامه بن لادن ته يي پناه ورکړي وه. دپاکستاني پيژندل شوي ورځپاڼې ليکونکي احمد رشيددترتيب شوی گزارش په اساس همدا اوس دسيمي دسياسي ډلواوپاکستان داستخباراتي سازمان تر حمايي لاندي په زرهاو طالبان دبلوچستان اوصوبه سرحد په جوماتو کي پراته دي، دطالبان رهبران چي امريکا اوافغانستان پسي گرځې بېله کوم ډار نه دکويټې دښار په شاوخواکليو کي اوسی . احمد رشيد دايالت د د و لتي اطلاعاتو دوزير له خولې نقل کوي چي هغه وايي : «يوازي طالبان کولاي شي واقعي دولت په افغانستان کي جوړ کړي .» دا ډول څرگندوني زموږ دهغي خبري سپيناوی کوي چي پاکستان يوازي دډيورنډپر کرښه داغزن تار غځولوته ملانده تړلې ،بلکه شاته يي دانوري موخي هم يوپه بل پسي راڅرگنديږي .
دجدي په ۲۵ ورځ دايټاليادبهرنيو چارو وزارت مرستيال جيانی ورنيتی کابل ته سفر وکړ ،پدي سفر کي هغه دښاغلي کرزی سره وليده ،پدي ليدنه کي هغه دافغانستان په اړونددنړيوال کنفرانس دجوړيدو وړانديز وکړ .
ايټالياداوړانديز څه موده پخوا هم دناټودسازمان دغړو هيوادودبهرنيوچارودوزيرانو په غونډه کي کړئ و.
داچي اټاليا دکنفرانس لپاره يوازي دقضايي سيستم اصلاح اوافغانستان ته دمالي اومادي مرستو جلب اعلانوي دا ددوي کار دی . مگرزماپه اند دافغانستان لپاره تر هرڅه پدي هيواد کې امنيت راوستل حياتي ارزښت لري ، دجگړي ددوام ورکونکی له پاکستان اويوشمير نورو هيوادو کي چي تر اوسه يي لانومونه دژبو پر سر ندی حمايه کيږي ،دبېلگې په توگه څو څو ځله داسي خبرونه خپاره شوي دي چي طالبان دافغانستان په غربي سيمو کي ددوي په ويناوسلې رانيسي (ترلاسه کوي). په همدغو سيمو کي چي دپاکستان ۸۰ زره پوځ پروت دی ترهگر روزل کيږي اوپه وژونکو توکو سمبال افغانستان ته ليږل کيږي ،ددغه افت څخه دخلاصيدو په څنگ کې اړينه ده چي په عين وخت کي دوسله والوډلو بې وسلې کول،دجنگسالارو،دهيروئينو دسو دا گر و ،اداري فساداوزبرځواکودلوټماريونه دخلاصون لاري چاري وسنجول شي . تر څوپه افغانستان کي سالمه اودولس دارادې مطابق يوه اداره جوړه نشي ،همداناورين به دوام ولري .
دنيس كوك و كارل فوردپه جنوبي اسيا کي دافغانستان په اړه په يوخپل رپوټ کي ليکي،امريکااومتحدين يې بايد افغانستان دېته وهڅوي چي دپاکستان سره دډيورنډکرښه دسرحدپه توگه په رسميت وپېژني .
د ايرنا اوطلوع تلويزيون په خبر کي راغلي : دغو دوو ديپلوماتانوخبرداری ورکړی که نړيواله ټولنه دکابل اواسلام آباد تر منځ تاوتريخوالي ته جدي پاملرنه ونکړي ددوي ماموريت به په افغانستان کي له ناکامي سره مواجه شي . دې دوپخوانيوديپلوماتانوليکلي چي ښاغلی کرزی دموضوعدروښانه مطرح کولوسره بې علاقې دي اوپاکستان نشي کولاي ددوي په وينا دا اوږدسرحد اداره کړي. دوي په خپل رپوټ کي له امريکانه وغوښتل چي دکرزی حکومت پر حکومت زور راوړي تر څوهغه په افغانستان کي دهند داغېزې په هکله دپاکستان په حساسيتونه په نظر کي ونيسي . كوك او فورد دواړوديپلوماتانو ويلي چي دملگروملتونه دي وغوښتل شي ترڅودگاونډيانوپه گډون يونړيوال کنفرانس رادعوت کړي هتر څوهغوددواړو هيوادوتر منځ سرحدي پولي وټاکي اوله هغونه تعهدواخيستل شي بيايودبل په کورنيوچارکي لاس وهنه ونکړي .
دامريکادنيويورک تايمزورځپاڼي دجنوري په ۲۱نيټه دغربي ديپلوماتانواودپاکستان دمختلفوشخصيتو په قول وليکل ،چي دپاکستان استخباراتي سازمانونه په ځانگړې توگه استخباراتي شبکې اوداردواستخبارات واک ته درسيدو لپاره دطالبانو سره هر ډول مرسته کوي .ددې ورځپاڼي په ليکنه دشوو مرکوپر اساس ددوي په وينادسرحدي سيمو يعني کرښې ته نږدې پرتې سيمي په خاصه توگه دکويټي په سيمه کي دطالبانو مهمو پايگاوشتون دطالبانو څخه دپاکستاني چارواکودتشويق اوحمايي بهترينه بيلگه ده. دهمدې راپور له مخي دپاکستان اسختباراتي سازمان پر هغو کورنيو کوم چي ځوانان يي دځان وژني په انتحاري حملو کي له منځه تللي زرو راوړي چي دطالبانو سره دهغوي دپيوستون اوځان وژني دانگېزې په هکله چوپه خوله وي .
همدا ورځپاڼه دطالبانوديوقوماندان له خولې ليکې پاکستاني چارواکو هغه پدې خاطر زنداني کړچي نه يي غوښتل افغانستان ته دطالبانو سره دجگړي ددوام لپاره ولاړشي . نیویورک تایمز همداډول په افغانستان اوپاکستان کي دقومي مشرانو له خولې ليکې ،طالبانويوشمير پخوانيو جنگياليو چي له جگړې کولونه يي ډډه وکړه ،په زورخپلو ليکوته وردعوت اوکه چا زيات مخالفت کړی له منځه يې وړی دی . داورځپاڼه ديوغربي ديپلمات له خولې ليکې ،چې پاکستانياپه فعاله توگه د طالبانوڅخه ملاتړ کوي . دهمدي ديپلومات ديوه راپورپه ليدوپر اساس پدې ورستيو کي دپاکستان داستخباراتي سازمان ديوجگپوړي (پرکورناست)متقاعد جنرال سره دطالبانو دمشرانودهغې ليدني خبر راکړکوم چې دافغانستان سره پولي ته نږدي شوې وه . نړيواله ټولنه دپورته ويناسره بيا هم ددې ټولو حوادثو اوجرياناتوپه مقابل کښي چوپه معلوميږي ؛څنگه چي نړيوال عرف اوعادت دي داسي نه کيږي .غربي نړې يعني دافغانستان په پلوی په جگړه کي راښکيلو هيوادو مشران اودناټو سازمان تل دا خبره کوي چي موږ په افغانستان کي دطالبانو اوالقاعدې دسازمان پر خلاف جگړه کي پربرياليتوب ډاډه يو .دپاکستان دا په تکرارسپين سترگيو اوبربنډو لاسوهنو ،دترهگرو حمايه ،وسله وال کول اوافغانستان ته دجگړې لپاره رالېږلو په ليدسره ددوي پټه خوله پاته کېدل اودبې تفاوته کړنوخپلول دافغانانو سره زيات شمير سوالونه پيداکوي . افغانان وايي ،دوي بايد دامسله داسي حل کړي چي پر پاکستان دديپلوماتيکو چينلو له لاري ډير زور واچوي ترڅو له دې کړنو نه لاس په سرشي ،کنه دا څرگنده خبره ده چي همدا اوس دافغانانو سره يوځاي دوي ته هم لوي گذار متوجه دی .
په افغانستان کي دناټواو امريکايي ځواک ماتې دنړيوالو سياسي ماتې اوپه پوځی ډول به ددې نړيوال زبرځواک په سيمه کي دگونډه کېدواوتېښتي معناولري . دابه پخپله دپاکستان اوافغانستان تر منځ کړکيچ اوتاوتريخوالی نور هم زيات کړي .
تيره هفته په تيرو پنځو کلو کي دلومړی ځل لپاره د متحدو ايالاتو د استخباراتو مشر جيمز ويسټهيډ دعوه کړې ده چې د ترهگری ډلې اوالقاعدې مرکزونه اوس په پاکستان کې دي . د نړيوالې ترهگرۍ د گواښ په باب مشرانو جرگې ته د خبرو پر وخت د امريکا د استخباراتو مشر جان نيگروپونتې وويل :چې د القاعدې مرکزونه اوس په پاکستان کې دي . د ملي استخباراتو د مشر له خوا دغه بيان چې د معمول خلاف ډير واضح دى، ظاهرآ لومړى ځل دى چې امريکا په ښکاره پاکستان په گوته کوي چې د القاعدې د مشرتابۀ د قوماندې اوسنى کور دى . پاکستان د نړيوالې ترهگرۍ پر ضد د امريکا مهم ملاتړى دى .د متحدو ايالاتو د مشرانو جرگې د استخباراتو کمېټې ته د وينا پر وخت جان نيگروپونتې القاعده هغه ترهگر سازمان وبالۀ چې متحدو ايالاتو ته تر ټولو ستر گواښ پېښوي . دۀ وويل ، القاعدې د خپلو نړيوالو اړيکو په مټ چې له خپل مشرتابۀ څخه يې د پاکستان له خوندي ځايونو ترلاسه کوي ورځ په ورځ غښتلې کيږي . متحدوايالاتو له ډيره وخته په پاکستان کې د اسلام پالو اورپکو له فعاليت نه شکايت لاره خو دغه ډول ښاکاره خبري به د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف ته شرمونکې وي چې ښاغلى نيگروپونتې يې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د امريکا مهم ملگرى گڼي . جنرال جمیزجونز وايي : طالبان ازادانه بېله کوم خنډ نه له پاکستان څخه افغانستان ته ځی .
په يوه خپاره شوي رپوټ كې دا هم راغلي چې،دپاكستان داستخباراتو اداره آى اس اى دطالبانواوالقاعده غړيو ملاتړ كوي او هغوى په افغانستان كې دافغان او ناټو سرتيرو په وړاندې جهاد اوځانمركو بريدونو لپاره هڅوي.دغه رپوټ دافغانستان او پاكستان په كډو پولو پرتو خلكو دنظرونو سربيره دپاكستان دكوټې ښار دمدرسي ديو شمير طالبانو نظرونه هم رااخيستي دي .په كويټه كې يو تن طالب چې دخپل نوم له اخيستو څخه يي ډډه كړې ويلي چې .څه موده وړاندې دپاكستان استخباراتې ادارې په دې خاطر زندانې كړچې ،افغانستان ته يي جنك ته له تللو انكار وكړ.رپوټ دپاكستان څارګره اداره او دجميعت اسلاميه ډله په افغانستان كې دطالبانواوالقاعدي غړيو په ملاتړ تورنوي.دغه رپوټ وروسته ترهغه خپريږي چې تيره اونۍ د۲۰۰۷ م کال دجنوري په ۱۶ نيټه د طالبانو وياند ډاکټر حنيف ونيول شو ،ډاکتر حنيف په خپل اقرار كې په ښكاره توګه ومنله چې،ملاعمر په كوټه كې دى او،دپاكستان استخباراتي اداره يي ساتنه كوي.حنيف دا هم ويلي وو چې ددغه هيواد داستخباراتو پخواني مشر جنرال حميد ګل ځوانانو ته دځانمركوبريدونو روزنه وركوي او وروسته يي افغانستان استوي .
پر پورته څرگندشوشاهدواواسنادوسربېره په ابوظبۍ کي دفرانسي دخبري اژانس دخبر له مخي دچهار شنبي په ورځ چي د۲۰۰۷ م کال دجنوری له ۲۴ مي نېټې سره سمون لري ،جنرال پرويز مشرف چي دعربی نړی ديوشمير هيوادو په سفر بوخت دی په عربي متحده عماراتوکي ژورنالستانوته وويل: له بنسټپالوسره تړاواوياله هغوي سره مرسته دهر شخص اويادولتي کارمندلخوا چي وي مخالف يم اوکلک غبرگون ښکاره کوم . هغه په خپلو خبروکې دا هم علاوه کړه چي پاکستان يوازنۍ هيواد دی پدغه موده کښي ئې دالقاعدې اوپه طالبانو کي دهغوي ملگري زيات شميرنيولي دي .
مشرف وويل: پاکستان ۶۰۰ يا ۷۰۰ تنه دالقاعدي اوطالبانوجگپوړی نيولي اوتسليم کړي دي (هدف يي امريکاته) .هغه ددې خبري په علاوه کولوسره چي افغانستان تر اوسه دطالبانويوجگپوړۍ ندی نيولی ،وړاندي يي خبره اوږده کړه ويې ويل،دانور دي چي کافي اقدامات سرته نه رسوي ،افغانستان ،امريکايي پوځيان نړيوال ځواکونه چي دسولي دتأمين لپاره کار کوي ،ناټواوپاکستان بايدسرحد دمليشوپر مخ وتړې . دپروزمشرف داغبرگون دامريکاداستخباراتودجگپوړي چارواکي دهغه رپوټ پرلاف و کوچي څه موده وړاندي يي ويلي وه چي پاکستان دالقاعدې درهبرانو لپاره دپټېدوښه ځاي اوتوده غېږده.
مشرف صاحب خو تل پر ټولو په قهروي مگر په خپلو خبرو داځل نه دئ پوه شوی، بلې ! رښتيا هم په افغانستان کي دطالبانويومشر نه دی نيول شوی ،دليل يې دادی چي هغوي ټول لکه ټوله نړی چي وايي په پاکستان کي اوسی ،څنگه کيداشي دافغانستان امنيتي چارواکي خپل مخالفين ستاسو په خاوره ونيسي ؟ له يوي خوا وايي هيڅوک په پاکستان کي نه اوسی دبلي خوا ټول هلته نيول کيږي ،په رشتيا همدا تيره هفته په کراچي ملاتراب اخند ونيو شو.خومشرف صاحب په جغرافيه هم چندان ښه نه پوهيږي ،که سوال ځينې وشي چي صاحبه ! کراچي هم دافغانستان سره نږدې پوله ده اويا ملا تراب اخند دډيورندپر کرښه چکر واهه؟؟؟
درنولوستونکو! دادی دکرښي اودولت سره په جگړه کي داخته ډلوپه هکله دنړيوالونظريات چي تاسو ته وړاندي شول .
داچې دجرگې په هکله دافغانانوعقايد څه دی اودجرگې ددايرېدوپه درشل کي دلته سياسي ،پوځي او اقتصادي حالت څنگه دی اوياداچي همدا دامن جرگه دحل يوازنی لارده ؟ که دراپېښي ستونځي بله اساسي لارشته په راتلونکې برخه کي به يې په يوه ځغلنده نظر وگورو.
اوس به يي په يولنډه قيصه چي په اخر کي وخاندئ دابرخه هم راونغاړم .
په پخوا زمانو کي قاضيان عادل وه داسي رشوت خواره اوحق تلفه نه وه لکه دا اوس .(البته هدف مي ټول قاضيان ندي) .وايي ددوکسانوپر يوه مسله سره دعوه شوه هر څومره چي خلکو دې خوا هاخوامنډي ترړي وکړې،جرگې مرکې وشوې، دوي موافقې ته سره ونه رسېدل .مجبور شول عريضه وکړي اوقاضي ته ولاړ شي ،کله چي يي عريضه وکړه اوقاضي صاحب راوغوښتل هرڅومره چې يې کوښښ وکړ په يوه يې دا ونه منل چي ملامت دی . دايونفر چي په رښتياسره هم ملامت و خو خپله پړه يې نه منل ،کله چي کور ته راغلۍ مور يې پوښتنه ځينې وکړه ،زويه څنگه شوه ؟ زوي يي په جواب کي وويل زه قاضي صاحب ملامتولم خوزه نه ملامتېدم يعني ماخپله پړه نه منل .
اوس دي هم يولوي خداي پاکستاني جنرالانو اوچارواکوته دنيکئ هدايت وکړي ،چي خپله پړه اوزور زياتئ ومني . نوربيا



............................................................................................................ .....................................................................................................

۱ / دډيورنددتپل شوی کرښي دموافقي دلاسليک نه وروسته لمړۍ انگريزانو په افغانستان کې دبل هر پاچا لپاره ستونزي پيداکولې اويا يې دهغه سره دولتي واک ته درېسو لپاره مرسته کوله لومړۍ شرط يې داو چې يوځل له هغه سره دامير عبدالرحمن خان او تر هگه دمخه دنوروپاچاهانوسره لاسليک شوی موافقې تازه کړی .
ددې لپاره چې ليکنه اوږده نشي زه په تفصيل سره ددې خبري دسپيناوي نه ډډه کوم ،يوازي دومره ويل غواړم چي پدغه دواران يعني له هغې نه چې انگريزانو دافغانستان له خاوري ددغه اوسنی جنوبي سيمودبېلېدوهوډ کړی که دهيواددنوميالي تاريخ پوه غلام محمد غبار،احمدعلي کهزاد ،پوهاندعبدالحی حبيبي ،سيد قاسي رښتيا ،کانديداکادميسين محمداعظم سيستاني ،پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ ،پوهاند محمدفاضل صاحبزاده ،ميرمحمدصديق فرهنگ،عبدالغفار فراهي ،لوډويک اډ اميک دډاکترنثار احمد صمد پښتوژباړه،موهن لال کشميری دپروفيسورډاکترسيدخليل الله هاشميان دري ژباړه اونوروتاريخ پوهانو ليکنوته مراجعه وشي . کله چې په ۱۹۴۷ کال دهندي ولس دقهرمانيو اوقربانيو په پايله کښي انگريزان دسيمې پرېښېدوته اړکړل شوه دخپل طبعي استعماري خصلت يعني ولسونه کمزوري کول پر بنياد يې دهندلويه وچه دکفراواسلام په نامه دخپلي شومي دسيسي په پايله کښي پردو برخو ووېشل ،يوو دپاکستان اوبل دهندوستان په نوم هيوادونه دنړی په جغرافيه کښي ور زيات شول ،بيا وروسته د پاکستان څخه بنگاليانوچي داوسني بنگلديش داوسيدونکو ۹۸په سلو کي جوړوي لکه پښتانه چې په پاکستان پوري تړل شوي وه په د۱۹۷۱م ک ل داکتوبردمياشتي په ۱۶نيټه پاکستاني پوځ پرگونډو کړ او دبنگله ديش خپلواکي يې په رسميت په وپيژندل ،متاسفانه پدغه وخت کښي چې پاکستان په جگړه کې مصروف ودکرښې دواړو خوا دپښتنو اوبلوڅودسرنويشت دټاکلو خبره راپورته نکړه ،پدغه وخت کي دافغانستان حکومت دبېطرفی په غوره کولو سره دافغانستان اوپاکستان تر منځ دديورند دکرښې پر سرلانجه لاينحله پرېښودل .