عجيب چلند اوعجيبه لوبه 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اسداله انديشه


ما څوورځې مخکې يو مطلب ( بې وخته آذان ، ماجراجويی که ځان مشهورول ) د٢٨- اسد او دلمررڼا ويب پاڼو ته دخپرولو لپاره وليږه خو هغه دلمر رڼا خپورنکړ ، عجيبه داده چې دمطلب سرليک دنوموړۍ پاڼې په اصلې مخ کې ليدل کيده خو کله به چې هغه کليک کړل شو ترڅو مطلب دپاڼې پرمخ دلوستلولپاره څرګندشی هغه نه را څرګنديده ٠ يوه ورځ وروسته دلمررڼا دپاڼې محترم چلونکۍ ماته لاندې ايميل راکړ :(( دوست محترم سلام مرا بپذيريد٠ درسايت ٢٨- اسد خواندم که مطلب آذان بې وقت را به سايت www.wlonga.com نيز فرستاده ايدولۍ براۍ ما چيزې نرسيده است ٠ اميد است مطلب را ارسال و هم نوشتۀ شما نوشتۀ خوبې است اميد است خود را به سايت معرفۍ کنيد البته نزد سايت مطلب محرم بوده وافشا نميشود واز جانبې هم نوشته ازحالت شبنامه بيرون مۍبرايد٠ زيرا شبنامه اصلا آنقدروزن وسنګينۍ ندارد البته موضوع را به مسؤل تقوۍ نيزاطلاع دادم نامبرده ګفتند دموکراسۍ است هر کس حق دارد نظر وعقيد ه خودرا ابراز کند ومه حاضر هستم پاي صحبت هم بنشينم ٠ درصورتيکه مقابل خواسته باشد ٠ شب نامه درشرايط کنونۍ يعنۍ چې؟ )) څرنګه چې دلمر رڼا دپاڼې ښاغلۍ چلونکې ليکلۍ چې مطلب ندې ور رسيدلۍ نو هغه څه ډول او چا دنوموړې پاڼې په لمړې مخ کې خپور کړ؟ لدې کبله ما بيا خپله ليکنه نوموړې پاڼې ته ونه ليږله علت يې داوو که ليکنه دپاڼې سمبالونکې ته نده رسيدلې نو دهغۍ عنوان چا په نوموړۍ پاڼه کې خپور ؟ په پاڼه کې زما دليکنې دعنوان شتون ښيي چې ليکنه نوموړې پاڼې ته رسيدلې ده دا چې ولې ليکنه دلوستلو په خاطرنه راڅرګنديده دا دپاڼې او يا دهغۍ دسمبالونکۍ ستونزه وه او ماته داڅرګنده شوله چې دلمررڼا دپاڼې ويب ماستر نه غواړی هغه ليکنه خپره کړی نوما ته ددوهم ځل لپاره دهغې استول نوموړۍ پاڼې ته اړين نه بريښيدل او ومې نه غوښتل چې پدې مساله باندې فکروکړم ځکه هغه خود مختاره دى چې څه خپروۍ او يا يې نه خپروۍ٠ خو اوس وينم چې زما دليکنې په سرکې يې خپله تبصره ليکلې ده چې نوموړۍ مطلب يې دخپل دوست دتلفون وروسته چې د٢٨- اسد ويب پاڼه کې خپورشوۍ دى او دليکنې په پاۍ کې يادونه شوې ده چې نوموړۍ مطلب دلمررڼا پاڼې ته هم استول شوۍ دى د پاڼې محترم چلونکې اړ شو ترڅو هغه نشرکړی ترڅو دپاڼې (( ناپييلتوب اوبې پرۍ توب )) ترپوښتنې لاندې رانشی ٠
پدې توګه موږعجيب چلند اوعجيبه لوبه وينو چې دپاڼې ښاغلۍ چلونکۍ ترسره کوی ٠ دلته دا پوښتنه پيدا کيږی که دلمرپاڼې ته زما ليکنه نه واۍ رسيدلې نو دهغۍ عنوان څرنګه دنوموړې پاڼې په لومړې مخ کې را څرګندشو ، زه چې په تخنيکۍ مسايلو او دانترنيتۍ پاڼو په هکله لازم معلومات نلرم دا فکر را ته پيدا شو چې ممکن دا کار د٢٨- اسدويب پاڼې چلونکو کړې وی اودهغوې سره مې تماس ونيو هغوې ماته وويل چې داکار هيڅ امکان نلری چې په بله کومه پاڼه کې دبل څوک لاس ووهی اوبل داچې موږ ولې دا کار وکړو او دهغۍ کوم ضرورت نه وينو٠
راځم دلمررڼادمحترم چلونکې عجيب اوغريب ايميل ته :
هغه ليکې چې تاسو ځان پاڼې ته وروپيژنى ٠ نه پوهيژم چې دوۍ څه غواړۍ زما نوم او تخلص په ليکنه کې بيله دې چې په مخففو حروفو ليکل شوې وې اودايميل آدرس هم ليکل شوې دى آيا خپله قلمۍ سوانح وروليژم يا داچې خپل مکمل شهرت ( دپلارنوم،دزيږيدو کال اوځاۍ،مدنۍ حالت ،داولادو نومونه، داوسيدو ځاۍ،دنده اومصروفيت اونور٠٠٠) دا معلوماتونه دڅه لپاره دوۍ ته پکاردۍ ؟ فکر نکړم چې نورۍ پاڼې دې دخپلو قلمې همکارانومکمل شهرت پخپل آرشيف کې ولری اوداچې دلمررڼا دپاڼې چلونکې دا ډول کار کوۍ ماته خورا عجيب او په زړه پورې بريښی ٠
هغه ليکې چې ليکنه ښه ليکنه ده خو دشبنامې حالت لری بيا هم نه پوهيږم چې څه شۍ په هغې کې شب نامۍ ته ورته دی هلته نه کوم پيغام شته او نه په چا غږ شوۍ چې څه وکړۍ يا دڅه لپاره چمتو شی اويا کوم سياسۍ عمل ته څوک را وبلل شی ، او زه نه دکوم سازمان مشريا دمشرتابه کوم غړۍ يم اونه دکوم ګوند يا ډلې سره تړاولرم چې شب نامه خپره کړم زما ليکنه يه انترنيتۍ پاڼه کې چې هلته مې نوم ، تخلص او دايميل آدرس ليکل شوې خپره شوې ده زما له نظره دتقوۍ ليکنه شب نامۍ ته ورته وه چې ددې سازمان دمشرتابه هويت پکې ندۍ څرګند ، هلته دا نه دۍ معلوم چې دا اعلاميه د ((تقوۍ )) دمشرتابه دکوم ارګان ( مرکزۍ کميټې ، دارالانشا، سياسۍ بورو ، مرکزۍ شورا ، انسجام کميټې او٠٠٠) لخوا خپره شوې ده٠ زما ليکنه دتقوۍ داعلاميې په محورڅرخيږي چې زما له نظره په اوسنيو شرايطوکې دداسې پيغام يا اعلاميې ضرورت نه ليدل کيږی٠ داچې دتقوۍ مسؤل ويلۍ دی چې هغه خبرو اترو ته چمتو دى بايد ووايم چې اوس مهال زه د ې کار ته پدې خاطر چمتو نه يم چې پدې هکله مشاجره دانترنيتۍ پاڼو لخوا پيل شوې ده ښه او معقوله لارداده چې دتقوۍ مسؤل خپل نظر زما دليکنې په هکله دويب پاڼو له لارۍ څرګندکړی ، که زما دڅرګندونو په باب دليکلو څه لرۍ او هغه ناسمۍ او نادرستۍ شميری هغه دې ديوې دوستانه مشاجرې له لارې وړاندۍ کړۍ ترڅو هغه ټول وطنوال ولولۍ او پر هغۍ بيطرفانه قضاوت وکړی او که ما هم بيا څه لرل پدې اړوند به هغه دانترنيتۍ پاڼو له لارې وړاندې کړم٠ که چيرۍ ما ونشواۍ کولاۍ دخپلو څرګندونو څخه دفاع وکړم او دتقوۍ دمسؤل څرګندونې او منطق قوې وه چې زما ليکنه ، زما دريځ او منطق نادرسته اوناسمه دى زه به خپلۍ خبرې بيرته واخلم ، اودهغوۍ څخه به پوره ميړانې بخښنه وغواړم ٠
دلمررڼا دپاڼې ښاغلۍ چلونکې يا چلونکې ډلې ته بايد په ګوته شی چې ددوۍ لخوا زما په ليکنې دشبنامې نوم ايښودل له يوې خوا ددوۍ ناپييلتوب د شک اوترديد لاندې راوړی ، هغه څه وايی چې د(( تقوۍ )) مسؤل ويلۍ دی اوله بله پلوه دوۍ ته پکاروه چې پخپل فعاليت کې شفافه چلند کړې واۍ که زما ليکنه يې دخپرولو وړ نه ګڼله هغه به يې نه خپروله٠ دا پاڼه او يا بله کومه ډله ايزه رسنى څوک نشی مجبورولاۍ چې دهغې مقالې ، ليکنې ، اعلانونه يا خبرتياوې خپرۍ کړى اونه داحق لری چې پر هغې اعتراض وکړي٠څه شۍ چې دلمر رڼا دنشراتۍ پاليسى سره سمون نلری حق لرى هغه نشر اوخپاره نکړى ، خو پدې توګه ځان سپينول اوداډول چلندکړل ديوې رسنى لپاره ښکلې نه بريښی ٠ موږ هغه څه چۍ يو بايد په پوره ميړانې سره ځان په خبرو او همدارنګه په عمل کې وښيو٠ که زما دليکنې دمحتوۍ سره د(( تقوۍ )) ډلې مخالفت درلود اوهغه يې ناسمه ګڼله ښه داوه چې تاسۍ هغه ليکنه پخپله پاڼه کې خپره کړې واې نه داچې دکومې دڅار دادارې يا مستنطق په شان زما څخه زما دبشپړ هويت غوښتنه وکړى ٠ما لدۍ کبله خپله ليکنه دلمررڼا پاڼې ته دخپرولو لپاره درليږلۍ وه چې د (( تقوې )) اعلاميه يوازۍ او يوازې دلمررڼا په پاڼه کې خپره شوې وه اوکه (( تقوا يان )) ليوال واۍ زما دليکنې په هکله به يې غبرګون څرګند کړې واۍ نه داچې تاسوهغه پخپل آرشيف کې زندانۍ کړى او دخپريدو مخه يې ونيسى٠
په درنښت
اسداله انديشه
٣- ٠٢ - ٢٠٠٧