داجرگه به دافغانستان اوپاکستان تر منځ اوسنۍ سياسي ،پوځی لانجه اواختلاف حل کړې ؟
داجرگه به په افغانستان کي دسولي دراتگ اوټينگښت سره څومره مرسته وکړي ؟
دا اوداسي نور سوالونه نه يوازي افغانان په هيوادکي دننه بلکه تر هيواد دباندي هم په ورځنيوسياسي بحثونوکي مطرح کوي .
ددې لپاره چې دمسلې څېړل په کتاب بدله نشي زه دلوستونکوپر پخوانيومعلوماتوپه تکيه سره لاندي مسايلوته لنډجوابونه وايم ،سره لدې چي هر عنوان په حقيقت کښي دسلهاو ټوکوکتابونوگنجايش لري .
دامن جرگې دجوړېدومفکورې په هکله په تيرو برخو کي ورته ايشاره وشوه چي دامفکوره په واشنگتن کي ددريو هيوادوافغانستان،امريکااوپاکستان دجمهوررئيسانودتيرکال دروژې مياشتي تر روژماتي وروسته راوزېږېده.
څرنگه چي دا پديده په بهر کي راپيداشوي ،ځکه يې دجوړېدواوپايلوپه هکله زيات پاملرنه نه احساسيږي ؛ له بلي خوا بيله هغه دپرديوپه پيسوجوړېږي ځکه له مسولينوسره چندان زيات توويش هم نشته ،وايي هر څه چي کيږي هغه به کيږي .
مگر حقيقت دادئ که دجرگې موخه په افغانستان کي دسولي تأ مين ،دپاکستان او افغانستان پخلاينه وي ،په هغه صورت کي داډول جرگه يوازي اويوازي دځان اوبل دوخت ضايع اوبې ځايه دپورسویو اوياخيراتي پيسو مصرف دی اوبس !
دا ځکه، يوفلسفي قانون دی وايي : دهرڅه دپيدايښت علت بايدوڅېړل شي ،يا په فلسفي اصطلاح دمعلول دپيداېښت علت ،(انگېزه ،علت او معلول) فلسفي مقولې دي چي معيني اړيکي اويوپربل تاثيراودنوي دپيدايښت باعث گرځي ؛ ددوي تر منځ هر اړخيزي رابطې بايد وڅېړل شي . داوسنۍ پېښي يامعضلې دحل لپاره دالازمي ده چي ددغه قانون په احکاموځانونه پوه اوله هغه په استفادې سره مخته ولاړ شو.
که دافغانستان اوپاکستان تر منځ دتاريخي او اوسني اختلاف چي په حقيقت کي دهغه پخوانيوتاريخي ريښوپر بنياد رازېږېدلی اولوي شوی دی، دحل په تکل اوسونو، ددغه قانون په نظر کي نيولواوڅېړلوسره دې پايلي ته رسېږو چي ددغو هيوادوتر منځ اختلاف دومره ساده اودمځکی پر سره هم نه دی لکه چې دافغانستان اوسني چارواکي يا يوشمير څېړونکی فکر کوي . دې اختلاف د(( ۱۱۳)) کالوراپدې خوا دژوندپه مختلفو دورواومرحلوکښي له يوي خوا افغان ولس اودکرښې هاخوا پښتانه اوبلوڅ زورولي اوله حقه نه محروم کړی دي ،خوله بلي خوا يي دپاکستان اوهمدا اوس په افغانستان کي داوسېدونکوزبرځواکودپرونی تېری اوننی شتون لپاره پوره اولازم امکانات برابر کړيدي .
دا هغه تريخواقيعت دی چي سترگي ځيني پټول په حقيقت کي دځان غولوني نه پرته نور څه ندي .
زه دپاکستان سره دتاريخي اختلاف اوهمداتر ېرشوکالوزيات دپاکستاني چارواکوبربنډولاسوهنواومداخلو داساسي ريښې په هکله نور څه نه وايم تنهادومره څرگنده وم ،ترڅوزموږ اوپاکستان ترمنځ دډيورنددکرښې پر سر لانجمنه مسله حل نشي له پاکستان څخه په افغانستان کي دلاس نه وهلوغوښتنه يوماشومانه کاربلل کيږي ،سره لدي چي دپاکستان لپاره دې موخي ته رسيدل دخپلوشوموارزوگانوپه لورلومړنۍگام بولم ،داځکه چي پاکستان په افغانستان اوسيمه کښي ډيري ژورې ستراتيژيکي سياسي اواقتصادي موخي اوپلانونه لري .
سره لدې چي بيله افغاني چارواکو اويوشمير کسانودامن جرگي ته څوک دومره خوشحاله ندي اونه يي گټوروپايلوته انتظار باسي داجرگه دافغانستان په ډيرو ستونځمنوشرايطوکښي جوړېږي . دافغانستان دبهرنيو چارووزير دجرگې په هکله وايي : تدویر جرگه امن اقوام دوطرف سرحد را ادامه تلاشهای دیپلوماتیک حامد کرزی رئیس جمهوری افغانستان است گفت، هرگاه در این جرگه ها احکام الزامی و جود داشت ماآنرا به مراجع حقوقی و قانونی و با لاتر از آن به لویه جرگه محول خواهیم ساخت .
لومړۍ // ما يوځل دملي دفاع دوزارت پر وياند ښاغلي عاظيمي باندي نيوه کړي وه چي په خپلو خبرو کې د مسا ئيلو ديپلوماتيکي اړخونوته پاملرنه نه کوي دافغانستان اوپاکستان په اړوندموضوعاتوباندي په خبرو کي هر څه چي پر خوله ورځي وايي ؛ خو اوس پوه شوم چي داوسنۍ اداري دبهرنيوچارو وزير هم دغه ټکی نه مرعاتوي پر خپل سر خلکوته په خپلو خبر کي دافغان ولس دارادې خلاف اسناد پلاس ورکوي، هغه په پورته څرگندونه کي وايي :(( جرگه امن اقوام دوطرف سرحد)) ،نه پوهيږم دا خبرې اگاهانه کوي اوکه متوجه نه وي .غواړم زموږ دهيواد دبهرنيوچارو دوزير پاملرنه دغه ټکي ته راواړوم چي داسرحد تر اوسه چاپه رسميت ندی پېژندلۍ ،که داکار پخوا شوی واي اوس دا دومره جنجال دڅه پر سر دی ؟؟؟ښه به داوي چي ددې کرښي دقانوني برخه ليک دټاکلوتر وخته دافغان ولس حکم ته غاړه کښېښودل شي اوپه خپلو خبرو کې دسرحد دکليمې له استعمال نه په ډډه کولوسره دکرښې نوم واخيستل شي .
دوهم // دبهرنيوچارودوزير له څرگندونوله ورايه څرگندېږي چي يوه بي صلاحيته مشورتي جرگه ده ،حتمي نده چې پرېکړې يې ونم شي ،که اژتيا پېښه شي دپريکړوپه هکله به موضوع دده په ويناقانوني اوحقوقي مراجعو اوياتر هغه لوړ ارگان لويي جرگې ته وړاندي کړي . داخبره تر يوځايه منطق لري ،خو دخبروپايله دا ښکاري چي ددې جرگې چندان اړتيانشته خوښاغلي کرزي تلاښکړئ هغه دايرېږي . په هيواد کي غوڅ اکثريت داجرگه يو سياسي مانور بولي چي کومي گټوري پايلي به ونلري . اوديوشمير زياتودلايلواودجرگې دحقوقي صلاحيت ،نړيوال اعتبار،دپرېکړودمنلوعملي کولوبڼه،دهمسايه هيوادپاکستان لپاره دهغومنلو اوپلي کېدوباندي باوري توب اوداسي نورگونگ سوالونه خلک دجرگې دجوړېدوپر اړتيا اوپايلو بې باوره کړې دي .
مولوی عبدالسلام ضعیف بياد صدای افغان سره په مرکه کښي وايي :تر کومه ځايه چي دامن جرگه دامريکا په وړانديزجوړېږي فکر نه کوم چي داجرگه به دافغانستان اوپاکستان تر منځ مشکلات حل شي . هغه له دې سره موافق ندی چي داجرگه دامريکاپه مرسته جوړېږي ،وايي کورني مشکلات بايد پخپله دافغانانوپواسطه حل شي . په مرکه کي يوبل ځاي وايي : که جرگه دامنيتي ستونځولپاره جوړېږي اړينه وه چي جرگي ته استازي دولس لخواټاکل شوی واي ،غير له هغه کيداي شوه دامشکلات دديپلوماتيکي لاري حل شوی واي . هغه پدې باور دی چي همېشنۍ سوله اودامنيت ټينگښت ددې جرگې تر توان لوړکاردی . په پارلمان اونوروسياسي کژيوکې هم ورته نظر حاکم دی .دکرښي هاخواقومي اوسياسي مشرانوپدې هکله زياتي اومعيني څرگندونې ندي کړې ،يوازي يوشمير دپاکستاني لوري دجرگي دکارو دسمبالښت پر کميسيون چي دهغه هيواد دکورنيوچارو وزير اونوردولتي جگپوړي ئې غړيتوب لري نيوکه شوې ده .
دجرگې دجوړېدوپه درشل کښي په هيواد حالت :
دولت ،له درو ارگانو يا قواولکه ( اجرائيه ،قضایيه ،اومقنينه ) يوسياسي جوړښت دي .
سره لدې چي دادولت په عام شکل پر افغان ولس له بهرنه تپل شوی دی اوهمدا اوس دافغان ولس دارادې خلاف پرمخدرومي ،غواړم ددولت په جوړونکوڅانگوکي ناخوالو ته که څه هم تکراربه وي دمسلې دروښانتيا لپاره ستاسودرنولوستونکوپام راواړوم .
ديادولووړيې بولم چي پنځوس په سلوکښي همداکورنۍ ناخوالي ددي لامل شوي چي دولس او دو لتي ارگانواوچارواکوترمنځ واټن دومره ليري شوچي اوس يې نږدي کيدل ددي ادارې د بهر نيو جوړونکو اومالي تمويلونکوله توان څخه هم پورته دی ،اوله دوي نه هم ورکه ده چې څه وکړي ،که له افغانستان څخه پښې ايستل دناټودزبرځواک اوامريکادسوپرپاور دناکامی اوبدنامی ستر لامل نه گرځېداي زيات څېړونکی پدې عقيده دي چي پخوابه يي لادا افغانستان ته راوستلی اودقدرت پرگدۍ کښينولي دشوري زبرځواک په دودتنهاپرې ايښي واي . خواوس هم داسي څرگنديږي چې دافغانانو ونشوه کولاي له دغونيم بنده امکاناتوڅخه دخپل هيوادپه گټه کار واخلي . دولت په خپلوکړنو کي ډير پاتي راغلۍ حتا هغه دندي چي يوکال پخوادلندن په کنفرانس کي دمرستوپه مقابل کي ور وسپارل شوي اودوي يي دپلي کېدوټټر وټکاوه ۸۵په سلوکي دکاغذ پرمخ پاته شوې .امريکااواروپا اوسله شرمه مجبوره ده چي بيا هم لدي اداري سره مرسته وکړي چې داکار يي پدې نږدې ورځو کي وکړ ،يوځل بيا يي دميليارډو ډالرودمرستو وعده وکړه ،طبعې ده چي ددغوپيسو په مقابل کښي به يې دندې هم ورسپارلي وي ،بهرنيان غواړي ځانته يوه د((وړو)) پوزه جوړه اوخپله لار ونيسي ،که دا ځل دا اداره بيادتيرکال په شان ناکامه راغلل ممکن په هيواد کي لوي تغېرات راشي ،داچي دا تغيرات به څه وي زه يې اوس له څرگندولونه ډډه کوم .
راځو اصلي مطلب ته . په لنډه توگه ددولت په درې گونوارگانو کي دهغوي کار اوفعاليت ته لنډه کتنه کوم ،ځکه زه دولت پدي ملامت گڼم چي افغانان دکورنيواوبهرنيودشمنانودکرغېړنو موخوښکار شول اوداپروسه همدا ډول روانه ده .په همدي دليل زه اونور ټول چي هرڅه پهرڼوسترگو گوري پدي نظر يوچي داډول جرغې نه موجه اونه هم گټوري دی ،دافغانستان دسياسي اوپوځي مشکل اوپرابلمونودحل لاردانده ،هغه بله ده .
الف : پلي کونکی ځواک (اجرائيه قوه)
دحکومت تشکل له هغه لومړۍ ورځي نه ددو خواپه خوښه اوددوي ترمنځ دسياليوپه پايلوکي جوړشو.
لومړی طرف يې بهرني ځواک دي چي غواړي په حکومت کښي غوښن ځاي ولري اوپه حساسوپوستوکي خپل پلوه اوامرمنونکی مقررکړي ،دا يوه سکولاره اودپرمختگ سره علاقمنده ډله ده .
دوهمه ډله دامريکادوژونکووسلوپه زور اوپيسوراغلي دتنظيمواومحلي ډلومشراندی چي دوي هم په خپل وارتلاښ کړی خپل بهرني ملاتړي پدې قانع کړي چي ددوي سړې مقررکړي ،بهرنيانو هم خپلو نوروموخوته درسېدوپه خاطر دوي ندي خوابدي کړې اوددولتي کارمندانوپه ټاکلوکښي يې هري ډلي ته خپله ونډه يابهتره به وي ووايم ددوي دچالاکی په پرتله ونډه ورکړه سوېده. پدې ډله کې هغه کسان دي چي دموکراسي دځان لپاره زهر بولي ،خودامريکااوناټوله ډاره ددموکراسی سره هم سر ښوروی،داکسان اوددوي مشران همدا اوس هم ورځې شميري چي کله به بيا داوخت راشی چي دوي يوازي په افغانستان کي بيله دېنه چي ددوي بهرني ملاتړی دلته اوسی دحکومت واگي تر لاسه کړي .
ښه بېلگه يي په افغانستان کي دميليونوډالروپه لگښت دناکام ډي ډي آر اوډايار اوډ، ډ ،ډ،د پلانونه دي .
زړه اودکاره لوېدلې وسله ټوله شوه خو نوې اوهغه چي داړتياپه وخت کښي استفاده ځنې کيداي شي دتنظيمواومحلي قوماندانانوپلاس کي پاته شوه . دبهرنيومعلوماتوله مخي همدا نن په افغانستان کي تر ((۱۸۰۰)) زيات ترغاښوپه وسلوبارگروپونه شته اوتر ((۱۲۰)) زره ټنه زيات انفجارکېدنکي موادپر خپل ځاي پراته دي ،البته پدې احسايه کي دطالبانوډلگی ندي شاملي .
دهمدغوپه وسلوبار سړواوډيپوگانوزوردی چي کله نا کله دتنظيمومشران دخپلي خوښي خلاف کړنوپه وخت کښي په زور گوتي وهي اوخپل شرايط دکتې کوي ،ياهمدا اوس په ولاياتوکي دگټواوکوکناروپر سردجنگسالاروترمنځ جگړي يې څرگندي بېلگې دې . يوبله روښانه بېلگه يې پر خپل سردپارلمان دنامه څخه په استفادي سره ځانته دبرأت ورکولوپرېکړه ده ،چي وروسته به يوڅه بحث پر وشي.
داطبعي ده چي دبل پر اوږو واک ته رسيدلي چارواکي له هيواداوهيوادوالوسره چندان مينه نلري اونه هم څانونه هغوي ته مسؤل گڼي ،دقانون نوم مي ځکه يادنکړ چي دقانون پلي کول دهغه دټولونيمگړتياوسره ددغوچارواکولاپخوا هير دی . (البته په ليکنه کښي مي ټول دولتي کارمندان له يوه سره هدف ندی مسلکي اودپاک لاس خاوندان هم شته .)
پايله داشوه چي دولتي اداره دومره فاسده شول چي خپله ښاغلی کرزی هم اوس هيڅ ډول پېڅول (پرده)نشي پر اچولاي دخلکودتير ايستني لپاره هغه هم وايي په دولت کي فساد،چور اوچپاول له حدنه زيات شوی دی . زما هدف له دي خبري دملي دارايي چورندی هغه خوپر خپل ځاي پاته خبره ده بيل بحث اوسرخوږۍ غواړي .دولتي کارمندان اوچارواکي دعام ولس له چور اوچپال نه ډډه نده کړې . له بهرنه راغلي مرستي اوقرضونه که ددوي په وينا ددوي تر لاسو نه رسېږي ، تاسو فکروکړئ چي دخوار غريب ملت به کوم درد پرې دواشوی وی ؟ مگر بهرنيا همدا اوس نارې وهې چي افغانستان ته دلېږل شوومرستوپوره نيمايي تر خلکونه رسېږي .
داپنځه کاله دافغان زورېدلي ولس چيغه چاوانه ورېده اوداحقيت دجمهور رئيس اونورودولتي جگپوړو چارواکوتر غوږ ونه رسېد.داچي پدي هکله بهرنيانوحوسله هم خلاصه شول ،هغوي هم داومنل چي دولتي اداره فاسده ده . دبېلگې په توگه دروان کال دجنوري دمياشتي په ورستيو ورځوکي بي بي سي داخبر چي سندي تلگراف انگليسي ژبه اونېزه ليکي خپورکړ،پدغه راپورکي راغلي دی : دامريکا اوانگلستان پوځي چارواکي هڅ وهي چي افغانستان ته دلېږل شووټولومرستوپوره نيمايي اصلي مصرف کونکوته نده رسېدلې ،په ځينوحالاتوکښي يوي سيمي ته ټاکل شوې بودجه په سيمه کښي دفاسوکسانو پلاس کښېوتلې ده . دناټوځواکونه وايي دپولس يو شمير په فسادتورن دی ،که مرسته ددوي لاسته ورشي هغه په غلاوړي . ددوي په وينا يوشمير مخورهم دسوخت مواد(تيل اونور)اوتعميراتي توکود توربازار په سوداگری مصروف دی . دپنتاگون يومقام پدې باره کښي وويل،په زرهاوموټران اولاری چي دپوليسوداستفادې لپاره افغانستان ته ورکړه شوی وه پلورل شوي دي . موږ پخواپه هغه گډ راپورکي چي دپنتاگون اوبهرنيوچارودوزارت لخوا موتيره مياشت کنگرې ته وړاندي کړ په هغه کي وليکل چي دپوليسوفسادهغه درجې ته رسېدلی چي نورله هغوي نه کارنه اخيستل کيږي . په نظر کي ده داروپادپارلمان له استازونه جوړه کميټه به په افغانستان کي دفسادپه هکله څېړنه وکړي . ددې کميټې د رئیس دجیمز آربوتنات په وينادفساد معضله بايدعاجله ترپاملرني لاندي ونيول شي .دزياتومعلوماتودترلاسه کيدولپاره ستاسوکولاي شی د افغانستان په مسله پوري دښکېلوهيوادو دچارواکوهغومرکوته مراجعه وکړی کوم چي ددنيا له مشهورو ورځپاڼو اومجلوسره يې کړې دي ،دبېلگې په تو گه لکه واشنگتن تايمز،نيويارتايمز ،شپېگل ، ډلي ټلگراف،ريانوستي ،سندي تلگراف اونور ......
که ددولتي ارگانو ددې پنځوکلوکارونه وڅېړل شي دابه څرگنده شي چي متاسفانه دولت ونشوه کولاي دبهرنيودميليارډو ډالرومرستوسره دافغانانو عادي او ورځنی ستونزي حل اودژوند شکل ته يي تغيرورکړی ، دخلکو په ژوند کي هيڅ ډول مثبت اوښتون ونه ليدل شو. پدې ورستيوکي داروپا اتحاديي اعلان وکړ چي له ۲۰۰۰ کال نه د ۲۰۰۶ کال تر اخر پوري يې ۴،۹ بليون ډالر ه دافغانستان سره مرسته کړېده ،مگر متاسفانه خوار آبادنشوه .
ځيني دکابل اويوشمير نوروښاروپه مرکزو کي داروپا په شکل دلکسو بلډينگواوموټروبيروبارته ايشاره کوي ولي له دينه سترگي پټوي چي هغه دخلکو په وينو اوهيروئينوگټل شوي پيسې دي ، اوددې خاوندان اوس هم نړيوال اوافغانان زبېښي ،په حقيقت کي دادپردولخواورکړه شوی دسياسي رشوت اوهيروئينوپيسې دی . دراټولوشووڅېړنوله مخي په ميليونو افغانان بيکار دي ،يوازي دکابل په ښارکي تر ۳۷ زره زيات ماشومان هيڅ نلري .دولتي فساد،رشوت ،دزورولخوا دمالونو غصبول ،دبې وزلوپر حق تيری اونورو ناخو ا لوهمدا اوس هم بهرته دکډوالو ليکې اوږدې ساتلي دي . له يوې خوا اعلان کيږي چې وطن ته راستانه شول ،خوپه حقيقت کي هم دومره له هيوادنه دوباره پاکستاني تورلېنگيو اوايراني اخوندانوته پناه وړی ،دخپروشوو احصايوله مخې تر شپږميليونه زيات افغانان وطن ته راستانه شوي داشميره کله وړېږي اوکله غټېږي ،له بلي خواتيره هفته دمهاجرينونړيوالي اداري اعلان وکړ چي تر دريوميليونوزيات افغانان يوازي په ايران اوپاکستان کي اوسي اروپاته خودپيسولرونکودراتگ لړئ راروانه ده ،داسي فکر پيداکيږي چي ټول افغانستان بهرته کډه کوې .په لومړيوورځوکي يوشمير افغانان چي دپاکستان اوايراني اخوندانوله ظلمونونه ډير په تنگ شوې وه مجبور شول وطن ته راشي .مگر دلته چادقدرپه سترگه ورته ونه کتل بې شميره بې کار اوبې کوره پاته شول همدا اوس دارگ نه لس کيلومتره ليري اودکابل ښارپه ټولوناحيو کي ولاړې خيمې اوهلته ديخنۍ نه رپېدلي ماشومان دافغان دولت اومهاجرينودنژيوال سازمان دغلط سياست دقربانيانوروڼي بيلگې دي .دولتي چارواکولخوا دبهرنيانوڅخه دپيسوترلاسه کولو لپاره دارقام هره ورځ په تکرارپړسيږي .
دافسوس خبره خو داده چې پاکستانيانو،ايرانيانو اوترکانوته په افغانستان کې کار شته ،چې په حقيقت کې دپاکستان او ايران کارگر هم کارکوي اوهم جاسوسي ،ډير خلک پدې باور دی کله چي ترهگر افغانستان ته راشي دهمدغوکار گرانو،انجينرانواونورومسلکي کسانوپوسيله يي ټول کارونه سمباليږي ، دافغانستان امنيتي ارگانودهيوادپه شرقي اوجنوبي سيموکي داسي کسان نيولي چي له دوهمي علني دندي تر څنگ يي دافغان ضدکارونه هم سمبالول . دشرم ډکه خبره ده چي افغان بيکار اودلوږي مری خو بهرنيان پکښي دهرڅه خاوندان شوه . دبېلگې په توگه ،محمد غوث بشيرى دکار اواجتماعي چارووزارت مرستيال وايي : په ١٣٨٥کال کي ٨٢۹ ١ تنوبهرنيوکارگرانوته چي ٧٣٨٦ نفره يې په مرکزاو ٩٠٥تنوپه ولاياتوکي دکار جوازونه ورکړه شوي دي . ښاغلي بشيري همداډول څرگنده کړه چي (( ٦٠٠)) کورنيو اوبهرنيوشرکتودکارجوازترلاسه تنها ٤٥ شرکتو د۱۳۸۵ کال دميزان تر مياشتي د داخلى کارگرانوليست چي شماريي ((٤٣٢١)) نفروته رسېږي دغه وزارت ته ورکړیدی ،ولي دبهرنيوکارگرانودشمير په اړه خبر ندي . له موضوع څخه دوتلوله ډاره نور يې ژورنشم څېړلاي ،په همدغوسرسرئ څېړنوکي داسي څرگندېږي چي پدې اداره کي تر اوسه دکدري ناوړه سياست :ه مخي چي دسياسي اوتنظيمي اړيکوپر بنسټ اشخاصوته دندي سپارل کيږي . په پنځوکلوکي ونشوه توانيدلاي دميليارډوډاروپه مصر ف ملي اردواودپوليسوسالمي ادارې جوړي اوپه هيوادکشي دقانون حاکميت اوادارې سيسټم جوړ اوپياوړي کړي .
ب / قانون جوړونکی ځواک (مقنينه قوا)
دپارلمان په غوڼډه کي دگډون بېلگه
که څه هم پارلمان په افغانستان کي نه اوږدتاريخ لري او نه هم پارلماني ټاکني په دموکراتيکه بڼه کله تر سوي دي ،مگر په ۲۰۰۵کال پارلماني ټاکنو کښي ددرغليو اودوکه بازيو بېلگې زموږ دهيواد دپارلماني ټاکنو په تاريخ بې مثاله وه . په ټاکنو کي پر پيسو سربېره دزور اوټوپک لرل هم اړينه وه . همدا دليل وچي دپارلمان غوڅ اکثريت له هغو کسانوجوړ شو چي له دموکراسي ،ټولنيز عدالت ،دبشر حقو قو ته درناوی دبيان ،عقيدې اومطبوعاتودازادی سره علاقه نلري او ورته بېگانه توکي ښکاري . خو پدي ښه پوهيږي چي که ولس ته دغه ازادۍ گاني ورکړه شي داکار به ددوي دسياسي سلطې دزوال پيلامه وي .
اوکله چي پر ښاغلي کرزي هم نړيوال فشار راوړي، نو له واره خپل سکرترته ووايي (( هغه دانتقالي عدالت دوسيه راواخله او ورشه ژورنالستانوته يي ورښکاره که چي هيره مونده اوڅوخبري يي په هکله وکړه)).
دبشردحقوقودڅاردکميټې د رپوټ تر خپرېدودوې هفتي وروسته دبشري حقونونه دتيری په جرم ياد شو ي کسانو د۲۰۰۶ م کال ددسمبرپه ۲۳ نيټه دانترکانتي نينتل هوتل کي دتړلودروازو شاته سره راټول شول . په غونډه کي هغوي دا گذارش ددوي په وينادمجاهدينوپه مقابل کي يو توطئه اوملت ته سپکاوی وباله ،((مگردوي له دېنه سترگي پټوي چي ملت داځانته سپکاوۍ نه بلکي دهغوي دحق ددفاع سندبولي)) .په غونډه کي راټول شووبيله کوم دليل اواسنادووړاندي کولونه له دولت څخه وغوښتل چي داکسان محاکمه شي . په همدې غونډه کي دا ومنل شوه چي په ولاياتو کي ددي رپوټ پر خلاف مظاهري وشي . برهان الدين رباني وويل بايد ددغوکسانوپر خلاف چي دارپوټ يې ليکلۍ په محکمه کي بايددعوه وشي،بلې که دوي غلط ليکلۍ وي بايد دعوه وشي دا ددوي حق دی مگر افغانان داهم وايي چي دا دعوه بايدپه جنگي جنايت تورن کسان په نړيواله محکمه کښي وکړي ،چې په غټ باوربه دوي داکار هيڅ کله هم ونکړي . ملک په سره اور کي کباب شو، پارلمان اودغه جهادي مشرانوچي ځانونه دملت مدافعين بولي پر هيڅ ارگان نيوکه ونکړه اونه يي دهغوي څخه بازخواست وکړ؛خوکه دوي ته تاوان رسېږي نوسمدستي نيوکي اوپرېکړي کوي،پټواوعلني غونډواودځان په دفاع مظاهروته تيار ناست دي . رباني دا کار افغان ولس ته سپکاوی وباله اوداکار يي دجاسوسي شبکوطويۀ وگڼل . اوڅرگنده يي کړه چي پدي کي ديوشمير داخلي اوبهرنيوکسانو لاس دی دا هغه خبره ده چي دوي يې تل دځان په دفاع کښي تکراروي ،کوم بهرني هغه بهرني چي همدا کسان يې تر دغه مقام پوري راورسول اوکه نور ؟ . په رپوټ کي دبشر دحقوقوڅارونکولخوا پر دولت کلکه نيوکه شوې اوهلته ويل شوی، ددې پر ځاي چي دبشر دحقوقوتيری کونکی محاکمه شي هغوي په دندوگمارل کيږي .
تر ټولو دمخه له نيکه مرغه دملگروملتوسازمان دخپل استازي په وسيله په غوڅه ژبه ددي ناروا پرېکړې پر خلاف اعلاميه خپره کړه .
په اعلاميه کي راغلي : په افغانستان کي دملگروملتودسازمان نمايده گۍ دفتردپارلمان دهغي پرېکړي په هکله چي په جگړو کي دښکېلوډلوله قانوني بازخواست څخه دخلاصون په هکله يي کړې ده خپل کلک غبرغون اومخالفت څرگنده وي،بيله دافغانستان دجگړو قربانيان بل هيڅوک ددغوډلودبخښني صلاحيت نلري . په خپره شوې اعلاميه کي ټينگار شوی چي : (( تلاش برای دست يافتن به حقايق و تامين حقوق قربانيان جنگ های افغانستان، از عناصر مهم در توافقات اجلاس لندن در مورد افغانستان است و اين امر بايد از سوی دولت افغانستان و به همکاری جامعه جهانی تحقق يابد. مجلس نمايندگان افغانستان اخيرا طرحی را موسوم به مصالحه ملی تصويب کرد که بر مبنای آن گروه های درگير در جنگ های داخلی افغانستان از پيگرد قانونی معاف شده اند. اين طرح با آنکه با مخالفت های در داخل مجلس نمايندگان نيز روبرو بود، سرانجام پس از بحث های داغ به تصويب رسيد.)) ددې دفتر په اعلاميه کي راغلي دي : "تلاشها و جانبازی" مردم افغانستان برای دست يافتن به صلح، آزادی، استقلال و زندگی بهتر در بيست و پنج سال گذشته بايد فراموش نشود. پدي اعلاميه کي وړاندي وايي : "يوناما می خواهد تضمين کند که حقوق قربانيان جنگ های افغانستان همچنان در محور بحث قرار خواهد داشت." دا اعلاميه زياتوي : "هيچ کسی به جز قربانيان جنگ های افغانستان حق ندارد افرادی که مسئول نقض حقوق بشر هستند را مورد عفو قرار دهد." دفتر نمايندگی سازمان ملل متحد همچنين تاکيد کرده که مردم افغانستان در زمينه دست يافتن به حقوق شان، از "حمايت همه جانبه و گسترده جامعه جهانی و سازمان ملل متحد برخوردار هستند." بيشتر افرادی که از سوی گروه های جهانی دفاع از حقوق بشر به ارتکاب جرايم جنگی در افغانستان متهم هستند، هم اکنون در هر دو مجلس پارلمان افغانستان حضور دارند. اين افراد بارها به گزارش ديدبان حقوق بشر که خواستار رسيدگی به جنايات جنگی در افغانستان شده، واکنش تندی نشان داده و آن را"غيرواقعی" خوانده اند. BBC ۲۰۰۷ م کال دفبروري لومړۍ نيټه
دملگروملتودسازمان داستازي دغي خپرې شوي اعلاميي دلومړی ځل له پاره له هر څه نه پرده پورته کړه ،پدي باور يم چي ددي اعلاميې غټ ټکی ښاغلي کرزي صاحب ته هم نېغ په نېغه متوجه دي ،ځکه هغه ددغوجنگي مجرمينولپاره قدرت ته درسېدو لار هواره کړه اوتل يي دبشري حقوقودنړيوال سازمان هغه رپوټونه رد کړي کوم چي په افغانستان کي دواک پرگدۍ ناستوته پکښی گوت نيونه شوې ده . ښه يي ويلي چي وايي : که څوک تله دانصاف په لاس کي درکړي خپل ټوټواودبل آس به برابر کړې . همدا اوس يوبې دفاع انسان دا ديارلس کاله بې سرنويشته دجنگي مجرم په نوم په زندان کي ناست دی ،زه له هغه نه په دفاع اوس نه راپورته کيږم خودانصاف له مخي پدي عقيده يم که عدالت وي اويا دمجرمينودمحاکمې خبره وي بايدټول له يوه سره محاکمه اودا ملت يي له ابدي شره خلاص شي، که اسدالله سروري خلک وژلي نودهغه پشان نورزيات په ارگ اودولت کې ناستو هم خلکوته گلانه دي وېشلي .دتنظيمواوجنگسالارو لخوادوژل شوو کسانوله وينوتر اوسه دکابل ښار ديوالونه ندي پاک شوی ،په کانتيروکي سوځول ،وژل ،دخلکوپر سره ميخونه وهل، اودښځوسينې پرېکول داخولاتر اوسه چايادکړي هم ندي . مجرم ،مجرم دۍ هرڅوک چې وي اوپه هرمقام کي چي وي . خلک وايي که اسدالله سروي هم ټوپکيان اويا داسي ملگري درلوداي چی له هغه نه په دفاع کي درېدلي واي، يا په يوله دغوپه پاکستان اوايران پوري تړلوتنظيموکي يې غړيتوب درلوداي ،اوس به نه يوازي داچي بندي نه واي بلکه دپخوا پشان به دغټی چوکۍ څښتن واي . په هرحال زما موخه ددي مسايلوڅېړل نه دي .غواړم يوازي څرگنده کړم چي افغانان داډول با انصافه اودحق پلوۍ پارلمان لري .
دپارلمان دپرېکړې پرخلاف دملگروملتودسازمان داستازي له اعلاميي نه جوته څرگندېږي چي دپارلمان داپرېکړه دچالپاره اودچاپه گټه شوېده . داتر لمر روښانه حقيقت دی چي دوي په افغانستان کي له سولي اوعدالت سره مينه نلري ،اوهم نه غواړي چي خوابدي راپخلاشي اوپه دولت کي دي ونډه ولري ،يوبهرنئ جنرال دپخلايني څخه دملاتړ لپاره وايي ((داډير ښه کار دي که يوطالب هم له جگړي لري کيږي دا دسولي په گټه خبره ده)) .زه فکر کوم که يوخوابدی راځي اوپه دولت کي هغه ته ځاي ورکول کيږي په حقيقت کي ددوي (دجنگسالارواوتنظيمي مشرانو)ددوستانولپاره ځاي تنگېږي ،په همدې اساس علاقه نلري نورکسان په دولت کي سهم ولري .دا شودپارلمان حال ،وبه گوروچي دعدالت مقام په کوموستونځواخته دی؟
ت/ قضائيه قوه :
په ټوله نړۍ کي دقضائيه قوی پاک لاس درلودلو،اومسلکي پوهي ته زياته پاملرنه کيږي ،ځکه دايوازنۍ ارگان دي چي تر اوسه يې لا متاسفانه دخلکودژونداومرگ په هکله دپرېکړي صلاحيت پلاس کښي دی (دمتاسفانه دکلمي له استعمال نه مي موخه داده چي تر اوسه لاپه يوشمير هيوادوکي داعدام اوسنگسار سزاورکول دقاضيانوپه صلاحيت کي پاته دي).
اړينه برېښې چي قاضي اوڅارنوال په مسلکي پوهه سمبال اودپاک لاس خاوندوي ؛چي له بده مرغه زموږپه هيواد کي له ډير ي مودي راپدي خوا دغو اساسي ټکوته ډيره کمه پاملرنه شوې اوياهيڅ نده شوې . اوس چي دتروريستانوپلاس په امريکا کښي دنژيوالي سوداگری برجونه ړنگ شول اوامريکاخپل دښمن په افغانستان کي ومونداودهغه دټکولولپاره دلته راغلل ،افغانانوويل چي که دوي خپل دښمن ټکوي نوموږته به هم يوڅه گټه ورسيږي ،يعني دهغوکسانوله شره به خلاص شوچي همدا دترقی اوپرمختگ ضد عناصروسره يې مرسته کول اويادهغوي پلويان اوهم نظره دي . چي متاسفانه دنړيوالوزبرځواکو پټوسياليوپه افغانستان کي هغوته چي خلکويي دزوال انتظار درلود دهمدغوامريکايي ،انگليسي ټانکوپر سرووځلېدل،يو ځل بيا قدرت ته ورسېدل اودخلکوپه سوتني يي منگولي ښخې کړې . پايله داشوه چي ددولت دنورودوقواويعني اجرائيه اومقنينه تر څنگ قضائيه قواچي بايد بي پرې عدالت اوقضاوت يې کړی واي هم ددوي لاس ته ورسېدل . همدا دليل دی چي دافغان ولس طمعه اواميد له همدي ارگان څخه هم خلاصه شول .دافغانستان په محکمو کښي زموږخلک ددي پر ځاي چي محکمي ته په مراجعې سره خوشحاله وي تر څوحق ترلاسه کړي له محکمونه نفرت لري اوډارېږي ،خلک دنړۍ له ټولوراديوگانواوډله ايزورسنيوله نور وسايلودخبرنگارانوسره وايي چي په محکمو کي دعدالت کليمه نشې اورېداي ،رښتيا هم په کلنوانسانان په زندانوکي ناست وي څوک يي خبر هم نه اخلي ،داکوم عدالت دي اوکوم قانون پلي کول دی چي بېله تحقيقه اومحکمي يوڅوک په زندان کي شپې او ورځي تيره وي ،داسي مثالونه ډير دي اوپه مطبوعاتوکي ځکه بحثونه پر وشوه چي پدغه جمله کي ژورناليستان اوليکوال هم وه چي په زندانوکي بې سرنويشته ناست وه .همدا اوس زمادمعلومات له مخي له کابله نيولې دهيوادپه ټولوولاياتو مرکزونواو ولسواليوکي خلک بې گناه زنداني کيږي اوپه کلنو هلته شپي او ورځي تيروي ،تر اوسه محلي قوماندانان اوجنگسالار شخصي زندانونه لري . نه پوهيږم چې ولي پارلمان اوحکومت ددغه انساني کرامت خلاف کړنوپوښتنه نه کوي .
په پنځوکلو کښي نه يوازي داچي قضايي ارگان مسلکي اوله ناپاکولاسونه پاکه نشول بلکه نوره هم په همدې ناخوالوکي مخ پرغرقېدودی . اوس دافغانانو سره يوځاي نړيوال هم دا خبره کوي چي دافغانستان دولتي اداره فاسده ده خوهلته ترټولوزيات فسادپه پوليسواوقضائيه قوه کښي دی . تقريبأ هره مياشت يي لولم چي دغه ياهغه هيواد دافغانستان دقضايي قوا اوپوليسودسمبالښت لپاره دومره ميليونه ډالره مرسته وکړه ،خولکه څنگه چې ټولي نړيوالي مرستي شخصي جېبوته تللي داپيسې هم پر همدغه لار رواني اودشخصي موخوپه ترلاسه کيدوکي لگول شوی دی .
دولت متشکله ارگانوناخوالوپايله داشوه چي :
اول / دميليارډونړيوالومرستواوقرضوسره چي ورکول به يې دافغانانوملا کړوپه کړئ دولت یوه لاست راوړنه لري چي هره ورځ يې دنړيوالواوافغانانو سترگوته دوري هوری کوي : واي موږ درې زره کيلومتره سړک ډامبر (قير) کړ ، لويي جرگې جوړي شوي ،اساسي قانون جوړ شو،پارلماني ټاکني وشوي اوس پارلمان فعال دی ،دجمهوري رياست مقام ته ټاکني وشوې ،دولتي سيستم جوړشو،شپږ ميليونه ماشومان ښوونځېو ته ځی ،شفاخاني جوړي شوې ،دادئ وگورئ په کابل اوديوشميرولاياتوپه مرکزو کي جگپوړي بلډينگونه جوړ شوه او داسي نور او، او . . . .!
بلې داهرڅه ښه شوی خوسوال دلته دی چي داچاکړی،دکومواوڅومره بهرنيوپيسوپه مقابل کي شوي ؟اودافغانستان نږدې ((۲۶))ميلينوخلکو۹۵په سلوکښي له دغولاسته راغنونه څومره گټه پورته کړې ؟
جواب دادئ :
۱ / وايي لاري ياسړکونه ډمبر شوي دي . که هغه پيسي چي پردغه لاست راغنه گويامصرف شوي که په رښتيا اوبيله درغليولگېدلي واي په ټول افغانستان کي به يوه لويشت سرک هم بې ډمبره نه واي پاته شوی ،ښه بېلگه يې دکندهار،کابل تر منځ لويه لار ده چي تر جوړيدودري مياشتي ورسته يې دبياجوړيدو(ترميم )اړتيا پيدا شوه اوتر شپېته ميليونه زياتي پيسي نوري پر ولگېدي ،زماښه پيادي په هغه وخت کي دلارو اوسړکونو دچارو(فوائدعامي ) دوزارت يوله مرستيالو دازادی راډيوته وويل ،چي بلي سړک خراب اوله ناکاروقيرونه پکښي استفاده شوېوه . زه مسلکي نه يم خوهغه وويل له خاموقيرونه استفاده شوي وه اودادهغه قراردادي خيانت دي چي دقيرودرسولوقرارداد يې کړۍ و . جالبه ده ؟ تر پنځوسوکيلومتروزيات سړک جوړ اوډمبرشويوه ورځ دغو ښاغلوسر ورښکارنکړ چي هلته څه تيرېږي ،رښتياخوداده چي له همدغه قراردادي اوشرکت سره دجوال خوله نيول شوې وه ،پيسې که نيمۍ شوي نه وي نوچارواکوته خپل حق رسېدلۍ.
۲/د لويو جرگو جوړېدل دبن په پرېکړوکي شاملي دندي وي چي تر ډيره حده يي پلي کول ،دنړيوالوپر غاړه وه ،همدا دليل و چي له مالي اولوژستيکي لگښت نه نيولې ،سازماني اوتنظيمي کارونه يي دهغوي په غاړه وه ،افغاني چارواکي ورته دميلمنوپه شکل راتلل ،هلته واک اوصلاحيت دبهرنيانوپه غاړه و،اوداتر ډيره حده پرځاي کار وکه نوافغانانوبه سره خوړلي واي . هدف مي دادی چي دجرگوجوړول ،پارلماني اودجمهوري رياست مقام ته ټاکني دبل چادنده اومسوليت و،دهغوسرته رسول دملگروملتولخواټاکل شوی ټيم وگمارل شوی مقام ته ورکړه شوی و ،پدې کي دافغاني چارواکوکوم دابتکار اوافتخارټکی زه اونور افغاني څېړونکی نه وينواونړی وال هم زموږ سره پدې ټکي موافق دي ،تر کومه ځايه چي مادلته د نړی ديوشمير هيوادوله استازوسره پدي هکله خبري کړي هغوي دامني چي داکارونه دوي وکړه ،له يوشميرافغاني چارواکونه سر ټکوي چي ځينې کسانودغوموخوته درسېدولپاره پرلار اغزی شيندل اوستونځی يې پيداکولې .
۳ / دولتي سيستم جوړشو. بلې داسي سيستم اوپه دولتي چوکيوداسي کسان وگمارل شوه چي تردغه يي نه شتون ښه و،په سوماليا کي څوکاله مرکزي حکومت نه و، خلک يې مړه نشوه دلته هم کومه لويه بدمرغي نه راتلل . په افغانستان کي دولتي سيستم هيڅ وخت له منځه ندی تللۍ تنهاشکل يي تغيرخوړلۍ ،دبيلگي په توگه کله چي دمرحوم ډاکتر نجيب الله حاکميت دشمالي ټلوالي دکودتاپه پايله کي سقوط وکړ عصری اومنل شوی دولتي سيستم ځاي تنظيمي ادارې ونيوچي رباني دبدخشان تر سمڅوله ځان سره يووړ،خوپه همدغه وخت کي دطالبانوپه خوښه دوي اوپاکستان دنظر محصول يوبل دولتي سيستم هم فعال و،دواړو په بهر کي سفيران درلوده اوددواړوغاړوسره نړيوالوناستي پاستي اواړيکې ساتلې . سوال کيږي نوکوم دولتي سيستم دوي جوړکړ ؟ يوازي دومره وشوه چي ددولتي سيستم بڼې دامريکا او اروپاپه خوښه تغيروموند .مگر تر دواړوپخوانيواداروله فساده ډکه يوه اداره پر افغانستان مسلطه شوه . ځکه مي دواړي پخوانۍ وويلې ،چي درباني ادارې يوازي نوم درلود يوځل په خپل مينځی تنظيمي جگړو کي سره اخته وه ،بياطالبان افغانستان ته درباني په موافقه اوخوښه دگلبدين حکمتياردټکولو لپاره داخل شوه ،کله چي دکابل ښار نږدې کليواو ولسوا ليوته ورسېدل ،پر احمدشاه مسعود اورباني يې ږغ وکړ چي تسليم شي اودولتي واک طالبانوته پرېږدي ،احمدشامسعود الوتکي اماده کړي وې اودماذديگر پر پنځوبجو اوپنځلس دقيقو يي کابل خوشي کړ اوکابل دطالبانوپلاس کښيوت ؛طالبانوهم دخپل واک ټوله دوره په جگړوکي تيره کړه ،ځکه دواړوته ددولتي فسادامکانات دومره لکه چي اوس چارواکوته مساعد دي نه وه برابر ،تنهادوحشت ،بربريت اودار فضاپر ملک مسلطه وه ،چاراډيوپه دارځړول چاپه مورنی ژبه خبري کول جرمباله .
۴ / وايي شپږ ميليونه شاگردان ښوونځيوته ځی داهغه احصايي ته ورته ده لکه چي يې کله کله ددفاع او کور نيو چارووزارت په مطبوعاتوکي خپروي . دامنو چي دشپږوميلينوليست په دښووني اوروزني وزارت ته ورکړه شوی وي ،خو دايوازي دنومو ليست دی اوبس . يوه بهرنی چي له افغانستان څخه راغلی ماته وويل په افغانستان کي شمير اشخاص پر احصايو ډيره تکيه کوي ، اودوي فکرکوي چي بهرنيان اوياهلته افغانان نه پوهيږي چي دا څومره درواغ دي . که سوال داسي مطرح کړوچي څومره دښوونځيو تعميرونه عملأ شته ؟ څومره د۱۲صنف فارغ ښوونکی هلته په دندومصروف دي زه دعالي تحصيلاتوخاوندودښوونکو خبره نه کوم پوهيږم چې يوڅه مشکله ده ،اياددوي په مورنيوژبو هغوي ته کتابونه رسېدلي دي ؟ اياپه ښوونځيوکښي دژبوانډول ته پاملرنه شوېده؟ دنړيوالودرپوټونوله مخي ولي تر اوسه دري ميليونه ماشومان دتعليم له حقه محروم پاته دي ؟که په اطرافو کي مشکلات شته دکابل ،کندهار ،مزار ،قندوز،ننگرهار ،هلمند ،هرات ،غزني ،وردگو ، لوگر،پکتيا ،پکتکا ،خوست ،کنړاولغمان دولايتوپه مرکزونوکي څومره ماشومان ښوونځۍ ته ديولړ هغو ستونځوله مخي چې حل کول يي دولت ته ډير اسان اوساده دي نشي کولاي ښوونځيوته ولاړ شي . په بازاروکي گدايي کوي اويادخپلي کورنی لپاره دډوډۍ دپيداکېدوپه خاطر ارزان قيمته واړه توکي پلوري . يوشمير يي دظالمواوقدرتمندوبداخلاقو لخوادجنسي تيری قربانيان کيږي ،اياديوه داسي دولت لپاره چي دسېل په دودپيسې ورته رارواني دي پردغوټولوسربېره داحالت دشرم خبره نده ؟ پوهنځيو،دښونکی دروزني عالي مؤسسواونورومسلکي موسسوته يوازي دواسطواوپيسو دخاوندانو اولادونه لار پيدا کوي .بهرته دعالي تحصيلاتولپاره دتگ ټکټ اوبرس يوازي دتنظيمو دمشرانو،دهغوي ددوستانو،قوماندانانو،وزيرانودهغوي دمرستيالانواوواليانوتر کچي خلکواولادوته ورکول کيږي . اورېدلي مي دي چي په ښوونځيواوپوهنځيوکي دبهرنيانولخوا مرسته شوي کمپيوټرونه تر اوسه کاغذ پېچه پراته دي اويوه دانه يي دنمونې لپاره خلاص کړی اوننداري لپاره په يوکنج کي ايښۍ وي .
۵ / روغتيا يي کارونه اومرستي ،يوازي دپوليودمرض پر ضد واکسين تر ډيره حده ټولوماشومانوته رسېږي ،دليل يې هم دادی چي هغه دبهرنيانوپروژه ده .ولي که دروغتونو،کلينيکونواوپدغه اړخ پوري تړلي نوري برخي وڅېړل شي قاضيان اورشوت خوره مامورين بدي هير شي .روغتيا يي مرسته ،اوروغتيايي پرسونل روزنولپاره په ولاياتو اوولسواليوکي دروغتونو اوکلينيکودجوړولوپه موخه نړيوالوسازمانو،خيريه ټولنو اودولتيو مرستي کړې خولکه نوري چي ورکېږې داهم ورکېږي .چارواکي دکابل ښارويني اونړيوالوته ښکاره کوي ،ددوي دسترگوديدهمدومره دی ،داحساس اومسؤليت کچه يي هم تر همدي دايري نشي وتلاي .خوکه له کابله ووزواوداومنوچي يوازي کابل افغانستان ندۍ په ولاياتو او ولسواليوکې هم افغانان اوسي اودولت دهغوي په مقابل کي دکابل دښارداوسېدنکوپه څير مسوليت لري . هلته وضعيت داسي دئ ،چي په مرکزو کي يوتعمير دشفاخانې په نامه شته ،څودامير کروړدوخت زړې پيچکارئ اوبوتلونه هلته پراته دي ،خو دهمد غو داستعمال لپاره پرسونل درک نلري ،دډير روغتونومشران نرسان وي ،يعني ډاکتر هلته اصلأ درک نلري ،دلابراتوار،اکسريز اودمعاينې لپاره دنورو اړينوتوکوڅخه به تير شو. په ولسواليوکي څوک ډاکتر نه پېژني اونه هم هلته روغتون درک لري ،تر اوسه دټولو مريضيودتداوي لپاره خلک مريضان ملا اوهديروته بيا يي ،چي مخالفين مي په کفر ونه نيسي داسلام مخالف نه خپله مسلمان يم ولي دناروغيولپاره ښه لار ډاکتر اوروغتون بولم .
داچې دبهرنيوچاروښاغلۍ وزير وايي موږته بهرنۍ پيسي پنځه په سلوکي رارسېدلی ،دازموږ مشکل ندۍ دادولت مکلفيت دئ که نړيوال درواغ وايي ښاغلی کرزی دیداجرأت وکړی اوپه يوه نړيوال کنفران يا دملگرو ملتودسازمان په غونډه کښي دي دامسله مطرح کړی اودعوه دي وکړي چي تاسو افغانستان ته ميليارډ و ډالرو دمرستواعلانونه کوۍ اوخلک زموږنه ځواب غواړی ،مگر پيسې موږ ليدلي هم نه دي . ولي ټول چوپ دی نوۍ راغلۍوزير څه موده وړاندي له جرمني نه کابل ته ولاړ لومړئ دکرزي دستيار اوبيادبهرنيوچارووزير شو،دامنم چي هغه به په ټولو شيانو نه وي خبر ،ځکه دديپلوماسۍ کومه سابقه اوتجربه نلري .
دبهرنيوچارودوزير رنگین دادفرسپنتا په خپل وروستی سفر کي په لند کښي دافغانستان په سفارت کښي خبريالانوته وويل چي : (( از ملياردها دالر کمک وعده داده شده به افغانستان در کنفرانسهای مختلف، هنوز دقيقاً معلوم نيست چه مقدار از اين کمکها، عملا پرداخت شده است . وزير خارجه می گويد فقط پنج درصد کمکهای جامعه جهانی، به دولت رسيده است.او با تاکيد بر خواست دولت برای در دست گرفتن تمام کمکهای خارجی برای بازسازی کشور، گفت فقط پنج درصد از کمکها به دولت داده شده، 20 درصد به صندوق بازسازی افغانستان واريد شده و بقيه توسط سازمانهای امدادرسان و خود کشورهای کمک کننده مصرف شده است .)) ۲۰۰۷.فبروري ۳ آريايي ويب پاڼه.
تاسو خپله قضاوت وکړی داحکومت تر اوسه ندی خبر چي پداپنځه کاله دوي ته څومره پيسې ورکړه شوي دي ،څنگه کيداي شي دوي يي دمصرف راپورولس اويانړی والوته ورکړي؟ يوه ورځ له افغانستان څخه په تليفون کي يودوست راته وويل :وروره دلته نه حکومت شته اونه قانون ،چور دی چور،خپل سری ده اوزورزياتی هرچاچي زور درلودهغه پياوړی اوپرحق دی او .و. .و. هغه دارياناتلويزيون ديوه پروگرام دتمثيلي پارچې يوه خبره مي راپه يادشوه چي وئې ويل : ((برادر عکس يک قوماندان يارهبرتنظيم درپيش دوکانت بند کن هيچ کس باز بالا سوني تان سيل کرده نميتواند)).يعني اوس زموږپه ښاروکي عکسونه هم حکومت کولاي شي ،همدا دليل به وي چي ټولو ډريورانوکه يي خوښ وي اويانه پرخپلوموټرانوداحمدشامسعود عکس ځوړندکړی وی اوتراوسه دهغه په عکس ځان ساتي .
داتر لمر روښانه ده چي دلته دمذهبي بنسټپالولخوا روزل شوی کسان د انتحاري حملو او جګړې له پاره افغانستان ، كشمير اودنړۍ نوروسيموته لېږل کيږي . دهمدغو مدرسو روزل شووترهگرو نه يوازي په افغانستان كي بلکي دنړۍ په زياتو هيوادونو کښي امنيت او ثبات له جدي ګواښ سره مخامخ كړى دى .
بارنت روبين Barnett Rubin دافغانستان دمسايلو څېړونکي وايي (( ضعف نظامی را يک "دولت نا کارآمد و فاسد افغانی" تکميل ميکند. به گفته او از سال 2001 ميلياردها دلار برای افغانستان اختصاص داده شده است. اما برای هر دلاری که صرف توسعه شد، ده دلار به امنيت / يا خريدن وفاداری به حکومت پرزيدنت حميد کارزای صرف شده است . او ميگويد: حتی يک عدد سد، يا نيروگاه برق يا سيستم تامين آب ساخته نشده است. تنها يک جاده بين شهری ساخته شد. نتيجه اين است که تنها 6 درصد افغانی ها به برق دسترسی دارند، بيش از نيمی از مردم در فقر شديد زندگی ميکنند و 63 درصد بی سواد هستند. اين به هيچ وجه بهتر از آن زمان نيست که طالبان ها در شرايط تحريم حکومت ميکردند.))
په افغانستان کې د شمالي اتلانتيک ناتو د تړون چارواکي وايي : ار زونې يې ښيي چې د دغه هيواد په سويل او ختيځ کې د بې امنيو زياتوالى، دغلته د بيوزلۍ اوخوارۍ له زياتيدو سره تړاو لري . ښاغلي ليتي د افغا نستان په سويل او ختيځ کې د بې امنيو زياتېدل ، دغلته د خوارۍ او بيوزلۍ او بې روزگارۍ پايلې وبللي . د ا هغه څه دي چې د دغو سيمو خلک هم ترې شکايت کوي پر دولت او نړيوالې ټولنې نيوکه کوي چې دې مسالې ته يې اړينه پاملرنه نه ده کړې . د هيواد په سويل او ختېځ کې ميشت ډيرى خلک له نړېوالو او افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې ددغې ستونزې د لرې کولو لپاره ، ددغو سيمو بيارغونې ته پاملرنه وکړي . ۲۷.۱۲.۲۰۰۶ bbc
امين فرهنگ،ا ودتجارت وزير دواړه پخوا نيوتيروتنوته په گوته نيولوسره واي بهترينه طرحه بهترين نتايج لري . مگر سوال دادی چي دا بهترينه طرحه بايد څوک وړاندي کړي دا کار هم بهرنيان وکړي ؟ په هغه صورت کې به ښه داوي چي ټول کارونه بهرنيانوته پرېښودل شي اوددولت ټول عاليرتبه کارمندان يوازي په لکسو مټرونو کي کښته پورته وگرځي ،لکس کورنو اويوپه بل پسي بهرته بي فايدي سفرونه وکړي. دابيکاره اوشوړېدلی دولت به چي هر څه له بهرنيانو غواړي اوهر څه پر بهرنيانو تاوانيوي دخلکوبه کوم درد دواکړی ؟ ددې دولت جگپوړو يوډير ښه ميتود زده کړی هر څه پر بل يا پخوانيورژيمو تاوانوي اوځان له مسوليته خلاصول بولي بس همدا يي کار اوروزگاردی . دغودواړووزيرانو آلمان د فايننشيل تايمزسره په مرکه کي چي دجنوري په (30) خپره شوه ويلې : ((دښوطرحوپه لرلوسره ښه لاسته روړني پلاس راتلاي شي . هغه تر هرڅه وړاندي داچي بهرني دولتونه اوسازمانونه په عمل کښي دپروژونه په خپله گټه کار اخلي انتقاد کړويې ويل : ډير مرسته کونکی هيوادونه له افغانستان سره گډه ژبه نه پيداکوي .فرهنگ وړاندي وويل په زياتوبرخوکي بهرنيوکارمندانوته زياته تنخواورکول کيږې ،ډير کار دروگتياپه برخه کي کيږي ،دهغه په عقيده ډيرکار بايددکرهڼي په برخه کي وشي چي دکوکنارودکرلوسره مبارزه وشي . داښاغلی وزير صاحب دعلوموداکاډمۍ دغړي په دودطرحې ورکوي اوانتقادونه کوي خو داهيروي چي خپله دزياتي مودي راپدې خوا په حکومت کي پر همدغه دنده کارکوي . فارسي متل دی ((کفراگر ازکعبه خيزد کجاماند مسلماني )) له رئيس جمهور نه نيولې وزيران ،واليان ،وکيلان ،قوماندانان اورئيسان داټول شکايت لري . نه پوهيږو چي ملت څه وکړی اودچانه دلاري پيداکيدوپوښتنه وکړي .
دادۍ دنوي عيسوي کال په لومړئ مياشت کي يوځل بيا هم امريکا اعلان وکړ چي له افغانستان سره به د٦/١٠ ميليارد ډالره ،همدا ډول داروپا يي ټولني هم اعلان وکړ چي د((۶۰۰)) ميليونويوروبه له افغانستان سره مرسته وکړې ،تيره هفته دکاناډا هيواد هم د((۳۱)) ميليونوډالرودمرستي اعلان وکړ.اساسي مسله داده چي دافغانستان اړونده ادارې اومؤسسي څنگه کولاي شي لدغومرستونه پر ځاي استفاده وکړی ،که دا پيسې هم دتيرومرستوپه شکل حيف وميل شي ،پدې پوره باور لرم چي نور به نړيوال حاضر نشي له افغانستان سره مرستي وکړی . بهترين کار به داوي چي له دغومرستونه دملي صنايعو،کرهڼي ،برېښنا د تو ليد،پوهني اوروغتيايي برخو کي بنيادي کار واخيستل شي . تر څو چي دولت دسپکواودرنوصنايعو داړتيا وړ برېښنا اوعصری کرهڼيز سيستم ونلري ،يادهغه لپاره ملي کدرونه ونشي روزلاي دهغه هيوادپر مخ تگ ناشونی غوندي برېښې ،بله بدمرغي خولاداده چي په تيروپنځوکلوکښي په افغانستان کي دکوکناروکرل ،سوداگري اودهيروئينوتوليدله درکه په نړی کي لومړئ مقامتر لاسه کړئ ،افغانستان دنړی ((۹۰))په سلوکي کوکنار توليدوي لدې درکه دسلهاو ميليارډو ډالرومفاد دهيروئينوپټوسوداگرته دامکانات پلاس ورکړي چي په افغانستان کي خپلي خوښی ديکتې کړي اودنژيوال معافيا دسازمان سره په تړاوکي اوس دوسلوسوداگري هم پرمخ بيايي ،سره لدې چي ددې توکی دکرل کيلې پرخلاف دانگليستان په رهبرئ په ميليونوډالره بې ځايه اوبې فايدې مصرف شول ،دکوکناروکښت کم نشو بلکي زيات شودنړيوالودرپوټ له مخي اوس په افغانستان کي دکوکناروکرل دتير کال په پيمانه ۶۸ په سلوکي زيات شوی دی ، دویچهوله د"کریستینا گیونا" په افغانستان کي دملگروملتودسازمان دمخدره موادودکنترول اودجرمونوپر ضد دمبارزې ددفتر درئيس له خولې په خپل دغه رپوټ کي ليکي : ((په جنوب اوجنوبي شرقي سيموکښي په ډيره زياته اندازي تارياک شته له دې نه ډاريږو چي سږکال وضعه سمه نشي )) دکوکناروسوداگر په هيڅ وجه خپلي گټي په باسباته حکومت اوسوله ايزوشرايطو کښي نه ويني ځکه هم تلاښ کوي په هيواد کي وضعه بې ثباته اوناارامه وي . دابايد له پامه ونه غورځول شي چي اوس په افغانستان کي د تا ر يا کو او هيرو ئينو سو دا گراو مافيا کمزوري نده .
دولت تر اوسه پياوړې اقتصادي ستراتيژي اومعين اقتصادي پروگرام نلري ،هغه دبن په کنفرانس کي تپل شوئ اقتصادي سياست چي زموږپه هيواد کي دهغه پياده کول ټولنه دپر مختگ په عوض دبربادج په لور بيا يي . ددغه له بهر نه تپل شوی اقتصادي سياست په پايله کښي وه چې زموږ په هيوادکي کوچنۍ صنعتي پروژې ددې په عوق چي پياوړي شوي واي وتړل شوې ،دا کار يوازي په کابل کښي نه بلکه په ټوله هيواد کي ترسره شو،په هرات ،کندهار ،مزارشريف ،اونورويوشمير ښاروکي کوچنی صنعتي پروژې له سقوط سره مخامخ شوې داځکه چي دولت دتوليدي سیاست اوملي صنايعو دتو ليداتو دحمايي پر ځاي مصرفي سياست اوبازار دبهرنيوارزان قيمته ولي بې کيفيته توکوپر مخ پرانيستل ددي لام شول چي اوس موږ يوه توليدي موسسه نلرو ،بلکه مصرف کونکی يو،ويل کيږي چي يوازي دبوټ جوړولو ((۲۵۰۰)) کارخانې چي هلته ((۱۵))زره کارگران په کار مصورف وه دهمدغه مصرفي اودازادبازار دسياست قربانيان شول . دهيوادپه شمال اوهزارجات کي دقالينواوکمبلواونوروتوکوتوليد په ټپه ودريد ،په مقابل کي داصنعت مخ پر غوړېدو دی. پدي شپو او ورځوکي داسي هم اورېدل کيږي چې دولتي توليدي کارخانې خصوصې پانگوالباندي وپلورل شي ،دبيلگې په توگه . تیره اونۍ دمالیې وزارت اعلان وکړچې ۴۰ سلمه دولتي تصدي به خصوصي سکتورته پریږدي . دالويه اقتصادي تير وتنه ده ،دافغانستان په شرايطو کښي خصوصي سرمايگذاري ددې جوگه نده چي هيوادته له دغه ناوړه اقتصادي حالت نه نجات ورکړی .دهمدې ناکامه اوغلط اقتصادي سياست پايله ده چي دبېکارانوشمير ه هره ورځ مخ پر زياتېدو دی. ددولت داوسنی خپر ې شوی احصايې له مخي همدا اوس يوازي په لو يو ښاروکي دبېکارانو شمير تر دوومیلیونو زياتيږي اودهيوادپه کچه هر دريم سړۍ چي دکارکولوتوان لري بيکاردی . ترکومه ځايه چې زما مسلک اقتصاد نه دی يوازي دروڼويلگونه دومره پوهيږم چي زموږدهيواد اقتصاد ددي پرځاي چي پرمختگ وکړی شاته روان دی . دبي کاری ډېرېدل پايله داشوه چي نه يوازي دبې امنيتيواواستبدادله مخي خلک وطن پرېږدي لوږی اوبيکاری هم ډير افغانان اړيستی چي دخپل فاميل داعاشې اواباطي لپاره بهرته ولاړشي . يعني که له يوې خوا ويل کيږي چي افغاني کډوال وطن ته راگرځی له بلې خوډير زيات دوباره وطن پرېږدي . دکډوالونړيوال سازمان دکډوالودراتگ په پرسه کي ځنډ اووطن ته دکډوالودستنېدو دعلاقي کمښت اساسي لامل دنااراميوډير ښت اودبياجوړوني دکارونواهسته والی بولي . ددې سازمان درپوټ له مخي تر اوسه په پاکستان کي دونيم ميليونه اوايران کي تر يونيم ميليون زيات کډوال تر سختوشرايطولاندي ژوند کوي .
۷/ دامنيت اوسوله : تر دېرشوکال زياته موده تيرېږې چې افغان ولس دخوښۍ گوله خولې ته نده وړې .داسي کلئ نشته چي هلته دي هره ورځ دغم کمبله نه وي غوړېدلې . په همدې دليل تر بل هر ملت افغانان دسولي اوامنيت په گټه پوهيږي اودجگړې نه ستړي شوي دي . دې ولس ته هرچا دښه او ارام ژوند وعدې ورکړې خوپه مقابل کښي يې بېله غم اودردنه بل څه ندي په نصيب شوی .
دافغانستان دولت تر اوسه هيڅ ډول ټاکلې پوځی ستراتيژي اوټاکلی سيمه ايز سياست نلري له يوې خوا نشي کولاي په بهرنيو سیاسي اړيکو کي ثابته موضعگيري ولري ،له بله پلوه يې تل دپاکستان اودافغانستان دسياسي حالاتو په هکله کمزوری سياست ،په وارخطایي او عجله تصميم نيول ددې لامل شوي چي پاکستان تل برلاسی وي .
په ۱۳۷۱لمريز کال په افغانستان کي دمرحوم ډاکتر نجيب الله درژيم دسقوط ا ومجاهدينوپه راتگ سره دافغانستان سل کلنه اردوله منځه ولاړ،هغه ړنگه شوه، اودپاکستان دجنرالانوداشوم ارمان سرته ورسېد. په ۱۳۸۰ ل کال کي دطالبانو دحاکميت تر ړنگېدو وروسته دکابل ښاريان اوټول هيوادوال دتربيه شوياردودنه موجوديت له کبله تل تشويش کوي . افغاني چارواکي وايي چي دامنيت راوستولپاره دوي ۳۰۰ زره يوازي داردوسربازانوته اړتيا لري دا پداسي حل کي چي وبن دموافقي له مخي افغانستان به ۷۰ زره کسيز اردو او۶۲زره پوليس ولري چي په هغه کي به يي ۱۲ زره سرحدي پوليس وي / پدي پنځو کلو کي دوي وکولاي شول ددوي په وينا ۳۵ نته اردوته جلب کړي .مگر ديو شمر معلوماتوله مخي چي حقيقت ته نږدې دي ويل کيږي چې يوازي دکاغذ پر مخ د ۳۵ زره نفرو نومونه شته اوتنخوا گاني يي اخيستل کيږي په واقيعت کي لس زره منظم سربازان وجود نلري . دافغانستان هوايي قوا په حقيقت کي وجود نلري دخپلي خبري دسپيناوي لپاره ددفاع دوزارت دوياندجنرال عظيمي خبري روړم هغه وايي : اوس موږ ((۷)) مي ۱۷او شپږ ((مي ۳۵)) څرخی الوتکی ،درې (( ان ۳۲ )) ،دوې ((ان۲۶)) او درې ((ال ۳۹)) الوتکي په اختيارکي لري يعني ټول ټال دا هيواد چي غواړي کله کله پاکستان ته غاښ چيچۍ وکړی ((۲۱)) الوتکي ، ((۴۰)) زره سپکه او((۹)) زره ددوي په اصطلاح درنه وسله لري ،فکر کوم پدي هغه روسي ټانکونه هم شامل دی چي په دوهمه نړيواله جگړه کي تري کار اخيستل شوی بيا وروسته پر افغانستان خرڅ اويادشوروي پوځ تر وتلودلته پاته شول ،اوياپدي ورستيو کي له ټوپکسالارو اوجنگسالارونه له کاره ولېدلې اوياپه تېراکي جوړ شوي ټوپک هم شامل وي .مگر په مقابل کي پاکستان په سلهاو مډرني الوتکي ،ټانکونه ،سپکه اوپه رښتيا سره درنه وسله لري ،دردونکې خو لا دا چي دافغانانودبې اتفاقيواوخپل مينځی جگړې له برکته په اټومي ځواک بدل شو . اياکېداې شي چي ددې دواړو زور سره برابروي ؟؟؟جنرال محمد ظاهر عظيمي داخبره هم وکړه چي ديوه افغان پوځی مياشتنی مصرف ۳۰۰ ډالره پداسي حال کي چي په افغانستان کي ديوه امريکا يي پوځی پر مياشتنۍلگښت ۱۵ زره ډالروته رسېږي . دالمان دخبري اژانس خبر ورکوي چي كاندوليزا رايس دامريکادبهرنيوچارو وزير ي ژورنالستانوته وويل چي امريکاد جورج بوشپه غوښتنه له افغانستان سره (( ۱۰/۶ ))ميليارډه ډالره مرسته کوي چي دهغو پيسونه به ٦/ ٨ مليارد ډالر ه داردواوپوليسودپياوړتيا اوروزني په لار کي مصرف شي اوپاته دوه ميليارده ډالره به دبياجوړوني اومخدره موادوپر ضد دمبارزې لپاره ولگېږي .
دملگروملتودسازمان ځانگړي استازي تام كونيك اعلان وکړ چي ناټونشي کولاي پدې هيوادکښي له پوځی لاري برۍ ترلاسه کړي ،ممکن دناټوطرحه په افغانستان کي له ناکامی سره مخامخ شي ،اړينه ده چي ملي ارودو تربيه شي . اوس غربي هيوادونه پدي لار کي زياتي پيسي مصرفوي تنها امريکا غواړي پدې لار کي ((۱۵)) ميليارډه ډالره ولگوي همدا اوس افغانستان ملي اردو د ۵۸۰ امريکايي مشاورينو اواستادانولخوا روزل کيږي .له ۲۰۰۱ کال نه راپدې خواتر اوسه تنها امريکا په افغانستان کي ۵/۸۲ مليارده ډالره مصرف کړي چي دهغه جملې تنها ((اوه ميليارده ډالره )) دبياۍوړوني په لار کي مصرف شوي دي . اوس د۳۷ هيوادو دسربازانو شمير ۴۲زروته رسېږي چي له نه ۲۲ زره تنه امريکايي سربازان دي . گيتس دامريکادملي دفاع نوی وزير وايي : په افغانستان کي بری دامريکاله مهمواوغوره موخوڅخه شميرل کيږي .
خو بل طرف ته په افغانستان کي دملگروملتودسازمان استازی ښاغلي تام كونيگز اعلام وکړ: چې د ناټو سازمان په يوازي سر دطالبانودوسله والو کسانو دماتي توان نلري او ددي کار لپاره بايد دسيمي خلک تربيه شي .ددي سازمان تر ټولو لوړ چارواکي دگارډين ورځپاڼي ته په مرکه کښي وويل :په افغانستان کي دبري په هکله دناټووړاندوينه ډيره خوش بينانه ده ،پدي برخه کي دچټک بری لاره نشته . ناټوپردې اعتراف کړی چي په افغانستان کي جگړه تر تصور زياته ستونځمنه ده. ۱۹نومبر ۲۰۰۶
دبېلگې پوتوگه په افغانستان کي دبهرنيوپوځي ځواکونوسرچينې وايي :سږکال د طالبانو حملې 4 برابر شوي اوو 3700 نفروزيات په جنوبي سيموکښي وژل شوي دي . امريكاد۲۰۰۶ کال دجون دمياشتي نه دکال ترپايه دوه زره هوايي حملي اوگذارونه کړي ،پداسي حال کي چي په همدومره موده کښي يې په عراق کي يوازي ((۸۸)) هوايي حملې تر سره کړي دي . د ايرنا دخبر له مخي څه موده وړاندي دايساف قواو وياند لوك كنيتيك خبرنگارانوته وويل : همدا اوس په افغانستان کي ((۱۱۹))زره کورني اوبهرني پوځی ځواکونه په جنگ کي برخه لري . پردې ټولوسربېره دملگروملتوسازمان د پاکستان څخه غوښتنه وکړه چي دطالبانو درهبرانوپر خلاف عمل وکړي . دملگروملتودسازمان يومقام وايي پاکستان بايدله جگړې څخه دطالبانو درهبرانودمنعه کيدوپه هکله څرنگه چي دملگروملتودسازمان پرېکړه ليک ايجابوي تر هغه زياتي لاس په کارشي . داسي څرگنديږي چي دناټواوايساف دقواوقوماندانان ددې ټکي په پوهېدوسره چي په رښتيانشي کولاي نظامی برۍ ولري غواړي دخپلي احتمالي ناکامی دمخنيوی پهخاطر دپاکستان مرسته راجلب کړی ،پدې خاطر دناټو اوايساف څلورتنوجگپوړو جنرالانو جنرال ایگون رامز ، جنرال دیوید ریچاردز، جنرال جون کرادک و جنرال دان کی مک نیل پاکستان ته ددو ورځولپاره کاري سفر وکړ،داسي ويل کيږي چي دوي هلته دپاکستان له جمهوررئيس اونور چارواکوسره دطالبانوسره دمبارزې اوډيورنډکرښي دامنيت په هکله خبري وکړې . ددغوچارواکوتر ليدو وروسته سمدستي جنرال مشرف د2007کال د فبروري په دوهمه په پينډۍ کې يوې خبري غونډي ته وويل چې په بعضو داسې پېښو خبر دى چې په يو څو پوستو کي امنيتي غړو سترګې پټې کړي دي . هغه ومنل ،کيداى شي بعضې نوروکسانوهم دغه ډول تګلاره خپله کړې وي جنرال مشرف وويل چې د طالبانو يوۀ جګپوړي مشر ملا دادالله درې وارې پاکستان کې د استخباراتي ايجنټانو لخوا د نيولو څخه بچ پاتې شوى دى . پاکستاني ولسمشر ومنل چې بعضې طالبان له افغانستان څخه پاکستان ته راوړي او دلته د ځان لپاره ملاتړ او فعالين پيدا کوي ولې ټينګار يې وکړ چې طالبان فعاليتونه افغانستان کې دننه کوي او مساله افغانستان کې دننه حل کول غواړي . ددغه کليمې په استعمال چي وايي مسله په افغانستان کي دننه حل کول غواړي هرڅوک پوهيږي چي جنرال مشرف څه غواړي . هغه وويل چې په پوله د ماينونو ښخولو او ازغن تار لګولو لپاره لاجسټکي هلې ځلې پيل شوي دي او يو څو مياشتو کې به پرې کار پيل شي .جنرال مشرف ټينګار وکړ چې د پولې امنيت فقط د پاکستان مسوليت نه دى بلکې دا د امريکايي ، ناټو ، افغان او پاکستاني ځواکونو ګډ مسوليت دى.هغه ګيله وکړه چې پاکستان نه د قربانۍ ګډورې جوړويږى ولې دى به هيڅ کله هم دا نظر ونه مني.جنرال مشرف وويل چې پاکستان په پوله د امنيت ټينګولو لپاره ١٠٠٠ پوستې جوړې کړې دي ولې افغانستان فقط د سلو په شاوخوا کې پوستې جوړې دي .
که پرويزمشرف دغه لنډه وينا دقيقه وڅېړو پوهيږو چي دوي په خپل سياست کي څومره بريالي اوڅومره سنجېدلي خبري کوي . دغوجنرالانوله پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته په هغه ورځ چي مشرف په پينډۍ کي خبري کولې اعلان وکړچي ناټو به د ډيورنډ کرښې افغان غاړه ساتي جنرال جان کرادوک له يوې برتانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې ايساف په دې برخه کې پلانونه جوړوي . دغه امريکايي جنرال د افغانستان او پاکستان له سفر څخه بيرته اروپا ته په ستنيدو ويلي چې د ډيورنډ پر کرښه به ناټو د افغانستان د غاړې د کنټرولولو هڅه کوي . خو دۀ منلي چې ښايي دغه هڅې يې په بشپړه توگه د پولې د خوندي کولو په مانا نه وي بلکې تر يوه ځايه به د ده په وينا د ناقانونه تگ راتگ مخه ونيسي . داسي برېښي چي امريکااواروپايي هيوادونه هم داتلاش کوي دکرښې دساتلوپه نامه بالاخيره دکرښه سرحد وگرځوي . اوددوي خبري هم دامن جرگه بې ارزښته کوي ، دوي ددي لپاره پلانونه جوړوي چي دپاکستان اوافغانستان تر منځ دبيلتون پرکرښه باندي امنيت وساتي . ریچارد بوچردامريکادبهرنيوچارودوزارت دستيار پدې ورستيوکي ويلي « ما می خواهیم با طالبان قاطعانه بجنگیم. من فکر نمی کنم که نیاز مذاکره با طالبان باشد».
پاکستان اوناتوپردې موافقې ته ورسېدل چي درې ميليونه افغاني کډوال له پاکستان څخه وباسي .پاکستان پر افغانستان باندي ديوبل سياسي فشار اچولوپه موخه يوځل بيا پردې بريالی شوترڅو اروپايي هيوادونه اوناټوپ دې باوري کړی چي په پاکستان کي دکډوالوکپونه وتړي ځکه په همدغه کمپونوکښي مخالفين نوي کسان جلبوي اودافغاني کډوالوکمپونه سولي ته يوجدي تهديد دي دپاکستان ديپلوماسي دومره قوي ده چي دافغانستان دحالاتوپه اژوند دهر چانظر اړولاي شي ،ښه بېلگه يي داده چي دناټويورسمي مقام وايي رښتياهم پټه پاکستان افغان کډوال يو واقعي تهديد دي اوناټوبايد ددي تهديد سره مبارزه وکړي. خودغه مقام داونه ويل چي ولي اوڅنگه تهديد دی اودمبارزې شکل به يي کوم وي ،هسي خو که په افغانستان کي له ايران اوپاکستان څخه راغلوکډوالوته دژوند حد اقل شرايط برابر شوی واي داسلسله به پخپله پراخه شوې واي اوټول کډوال به وطن ته راستانه شوي واي .مگر متاسفانه دافغانستان حکومت چي شاته يي امريکا ،اروپايي هيوادونه اوناټو ولاړه ده، ددې ستونزي دحل جوگه ندی اوبهرنيانو چي له هغې لومړی ورځی يي دغه پرابلم ته بايد پاملرنه کړې واي ونکړه ،اوس داستونزه په نوي بڼه اونوي شکل دافغاني چارواکو په غاړه کې لوېدلې ده .دخنداوړ خبره داده چي داټول له يوه مخه په افغانستا ن دميشتو افغانانو ستونځي نشي حل کولاي ،دهمدې ستونځوپر بنياد هره ورځ له افغانستان څخه ددوباره کډي کولولړئ دهرې ورځي په تېرېدو سره زياتيږي . دادپاکستان ددښمنانه سياست يوه بله څېره ده چي پر افغانستان له دې لاري فشار راوړي اودافشاردناټوپوسيله .ځکه افغانستان په اوسنيو شرايطو کښي هيڅ ډول امکانات نلري چي دالويه کتله کډوال ومني اودهغوي له لپاره دژوندحد اقل شرایط برابر کړي . همدا اوس ډېرى کار پوهان باور لرى چې په افغانستان کې د ناټو دمامورېت برى د تره گرۍ په وړاندې مبارزه کې د پاکستان په همکارۍ پورې تړلى دى ، نوځکه په افغانستان کې د ناټو لوى قوماندان به هڅه کوي چې د ځواکونو په وړاندې ېې پر پر تو ننگونو دلاس بري لپاره د پاکستان همکاري جلب کړي .
خوبل خواته واقيعتونه بيا بل څه ښکاره کوي .نږدې ۴۲ زره په عصري وسلوبار اوتربيه شوئ بهرنئ پوځ دپنځوکالوپه تيرېدو سره تر اوسه دامنيت له ساتلوعاجزپاته دي .دوي اودافغانستان دولت ونشوه کولاي ملي اردواوپوليس جوړکړی .سره لدې چي په افغانستان کي په زرهاووپخواني مسلکي داردواوپوليسو افسران بيکار اوياروزمزدورۍ کوی مگر دولت دهغه سياسي تعصب اوبهرنيانوله شرقی نړئ سره داختلاف راپاته غلطي انگېرنې اوډار ددې لامل گرځېدلۍ چي پدا پنځوکالويوکار هم ونشو،اوپه ميليونوډالر اويوروعبث ولاړل .په کليواوبانډوکي خوڅه کوي په ښاروکي امنيت درک نلري ،دکابل په شار کي دارگ په بغل کي دبانکي موټرانو لوڅول ،يابانک ته ورننوتل ،دهلکانواوانجونوتښتول دامنيت بېلگې نشو بللاي . پوره پنچه کال وروسته ددي پرځاي چي دملت استازو ويلي واي موږ ساتونکوته اړتيانلرو ،هره ورچ دساتونکوغوښتنه کوي ،فکر وکړئ هغوي چي دملت سره دکلک پيوند ځيگر ټکوي ،خوله بي امنيتۍ نه ډاريږي ،خور غريب به څه حالت لري ،زه پردي بحث نه کوم چي په حقيقت په يوه ولسوالۍ کښي هم دولسوالۍ تر تعمير وژاندي حاکميت درک نلري ،اوياولي ددومره قوت په موجوديت کي ولسوالۍ دښورښيانولخوا نيول کيږي ،په شاروکي خلک تروريږي اوداسي نور . . . .
دجنوري په ۲۷ د ولسي جرگې غړو په خپله غونډه کي د امنيت لپاره پيسې وغوښتې او تر ډېره برېده يې خبري پر دې راټولي وې چې په پلازمينه کابل کې هم د دوى امنيت خوندي نه دى . له تيرو څو مياشتو را پدې خوا د ملي شورا غړي له حکومت څخه د امنيتي ساتونکو غوښتنه کوي چې ددوى په وينا حکومت پرې غوږونه کاڼه کړي .
دټولو پيسو اوتلاښونو،بمباريو،کليوورانولو پايله داشوه چي اوس بهرني هيوادونه افغانستان ته دخپلوسربازانودليږلوسره چندان علاقه نلري ،تنهاامريکاپردوي فشار راوړی چي خپل سرتيرئ افغانستان ته ولېږې . ديونان حکومت پدي ورستيو کي اعلان وکړ چي نور به يو عسکر هم افغانستان ته ونه ليږې . يوشمير نور هيوادولکه المان ،اتاليا اوهسپانيا هم زياته علاقه نلري خپل سربازان ولېږي . په هالندکي يوځوان تير عيسوي کال دوي مياشت بندي شوي چي نه يې غوښتل افغانستان ته ولاړ شي ،دغه حالت دملي مقاومت دزېږېدوبېلگه ده .
په افغانستان کي دسولي اودموکراسی پلويان له دېنه ډار لري چي کي وضعه په همدې ډول دوام ومومې داسي نه چې اروپايان به خپل سرتيري له افغانستان څخه وباسي ،طبعي ده چي په هغه صورت کي که دامريکاپوځ په هيوادکي پاته هم وي جگړه ايزمورال به يي ډير ضعيف وي .
افغان خاموشه ملت اونړيوال سازمانونه په افغانستان کې دناامنيو،دولس اودولت ترمنځ دواټن دزياتېدو ،له حکومت سره دولس ددښمنيو راپيداکېدو اوبالاخره دطالبانو او القاعدي دسازمان داعتباردزياتېدو اساسي عامل په دولت کښي دجنگسالارو او جنگي مجريمينو،دبشري حقونودتيري کوونکواوهيروئينوقاچاقبرانو برلاسی اوتر غاښو په وسلوسمبالوډلوشتون ،په تاريخ کي نه ليدل شوی اداري فساد ،رشوت ،چور چپاول زورونه ،دملي شتمنيوغصبول ،له خلکوسره ددولتي کارمندانو ناوړه اونارواسلوک ،دهيروينودپټي سوداگرۍ پر خلاف چوپه خوله پاته کيدل بولي دوي وايي داټول په گډه ددې لامل گرځېدلي چې دهيواد امنيت يې له جدي گواښ سره مخامخ کړی دی . درنولوستونکو اوس تاسو قضاوت وکړئ چي پدغه ډول مغلقواوله کړکېچونواوپېچونودکوشرايطو کي دپاکستان اونړيوالو دبې علاقه گۍ سره به دامن جرگه کومي پایلي ولري ،اواړتياشته چي جوړه شي؟ نور بيا
دابرخه دالفت صاحب په ياد دهغه پدغه شکلي شعر پاي ته رسوم :