د بگرام د بندیانو حقوقی حالت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دوکتور م ، ع ، روستار تره کی

د نړی په کچه د بگرام زندان تر ۲۰۰۴ م کال پوری ، د بندیانو د مرکزی توقیف ځای په توګه شمیرل کیده . پدی معنی چه په سیمه کی نیول شوی کسان د نوموړی مرکز نه د افغانستان د باندی او د هغی جملی څخه گوانتانامو ته استول کیدل .
په هغه راپور چه په ۲۰۰۵ م کال کی په جینوآ کی د ملگرو ملتونو د بشر د حقونو ۶۱ مه غوندی ته
سپارل شوی ویل کیږی چه په افغانستان کی د بندیانو په وړاندی نه یوازی د امریکائیانو له خوآ ، بلکه د افغانانو له طرفه د بشر د حقونو د اصولو څخه سرغړونه کیږی . پدغه برخه کی د خصوصی امنیتی کمپنی گانو نه پرته ، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د استخباراتو اداره د شکنجی د اِعمال مسئول گنل شویدی .
د نویارک تایمز د څرگندونی له مخی په ۲۰۰۶ م کال کی په بگرام کی دوه تنه افغانان ( دلاور او حبیب اله ) تر شکنجی لاندی شهیدان شوی دی . وروسته د نوموړی پیښی د زندان په د ننه کلک تدابیر ونیول شول تر څو چه د بندیانو په اړه احوال د باندی انتقال نکړی شی . هیچا ته پته نه لګیږی چه بندیانو ته شکنجه ورکول دوام لری او که بند شوی دی . او د هغو په شمیر کی څومره کمښت او زیاتوالی راغلی ؟ .
د ۲۰۰۸ م کال د اگست په میاشت کی Angela Birt امریکایی صاحب منصب وویل : « په بگرام
کی د وحشت څخه دک حالت برقرار دی ...» . او باما د امریکا نوی ولسمشر تصمیم نیولی چه د گوانتانامو زندان وتړی . اما دا خطر شته چه ورپسی لږ تر لږه د سیمی نه نوی توقیف شوی کسان بگرام ته واستول شی . او هلته د مدیا د څارنی نه د باندی د غیر قانونی چلند سره مخ شی . په همدی مقصد د گوانتانامو د زندان د تړلو په موازاتو کی د بگرام د محبس د ودانی پراختیا د ۶۰ ملیونو دالرو په لګښت په نظر کی نیول شوی دی .
که په افغانستان کی د بهرنیو قوتونو حضور او ورسره جګړه اوږد مهاله شی ، دا احتمال شته چه د بگرام زندان د دولتی تروریزم په یو لوی نړیوال مرکز بدل او دهغه د ننه د ژورنالیستانو او د بشر د حقونو د سازمانونو د څارنی نه به لری ، د بندیانو سره د قانون خلاف چلند وشی .
د ۲۰۰۱ م کال راهیسی نړیوال سره صلیب پدی باندی بریالی شو چه د بگرام د بندیانو سره تماس تینگ کړی . پدی شرط باندی چه د هغوی نومونه به د باندی نه افشآ کوی . د دغه بندیز نه داسی څرګندیږی چه د محبس اداره چیان غواړی چه د بندیانو به منځ کی تر شکنجی لاندی د احتمالی تلفاتو حساب او کتاب مدیا ته لار ونه مومی .
په هر حال ‌إ سږ کال د جنوری په ۷ نیته ۴ تنه هغو بندیانو چه د افغانستان د باندی توقیف اوپه بگرام کی د کلونو راهیسی په بند کی ساتل شوی وو ، د یو فدرال قاضی( باتس ) څخه
غوښتنه وکړه ، چه دوی ته اجازه ورکړی چه د ملکی محکمی په وړاندی د ځان نه دفاع وکړی .
امریکایی چارواکو دوی ته منفی ځواب ورکړ .
دامریکا حکومت د گوانتانامو د زندان د تړلو او د بگرام د محبس د ساتلو په اړه وایی :
ــ د گوانتانامو زندان په یوه جزیره کی ځای لری چه د کیوبا څخه په اجاره اخیستل شوی دی. کوم چه نوموړی جزیره د امریکا د خاوری یوه برخه نه ګنل کیږی ، نو د امریکا د قوانینو تر پوشش لاندی نشی راتلای .
ــ د امریکا نوی اداره د هغو اعتراضونو په وړاندی چه باید د بگرام د بندیانو سره د گوانتانامو په
شان چلند وشی ، ویلی چه د دواړو تر منځ اختلاف پدی کی دی چه گوانتانامو د امریکا د خاوری یوه برخه نه جوړوی ، حال دا چه د بگرام زندان د جگړی په ساحه کی قرار لری .
دغه خبره چه د بگرام محبس د جګړی په دګر کی قرار لری د اصولو سره سمون نه خوری . ځکه چه د نړیوال حقوقو له نظره جګړه د دولتونو تر منځ نښتی ته ویل کیږی . امریکا د وسله والی ملیشی سره جنگیږی نه د یو دولت په وړاندی .
خو که موږ فرضآ د جګړی د حقوقی تعریف نه تیر شو ، او دا ومنو چه د بگرام زندان د جګړی په ساحه کی ځای لری ، پدغه حالت کی باید د بندیانو سره د جګړی د حقوقود اصولو په بنست چلند وشی.
واقعیت دادی چه افغانستان د بهرنیو قوتونو تر اشغال لاندی دی . د اشغال په حالت کی وسله وال مخالفین د مقاومت حیثیت غوره کوی او باید اشغالگرو ځواکونو له طرفه دوی سره د جګړی د نړیوالو حقوقو په چوکات کی چلند وشی .
کله چه د مقاومت غړی د جګړی په ترڅ کی توقیف کیږی د جنگی اسیر په توګه د یو لړ حقوقو څخه
برخمن دی .
د جینوا لمړی کانوانسیون ( ۱۸۶۴م ) ، د جینوا دریم کانوانسیون ( ۱۹۴۹ م ) او د هغه ضمایم پروتوکول ( ۱۹۷۷م ) غیر دولتی جګړه ماروته حقوقی ملاتړ ور په برخه کوی او دوی د جنگی اسیرانو په توګه د گن شمیر حقونو نه برخمن ګنی ( نمبر ۱ پروتوکول ، ۴۳ او ۴۴ مه ماده ) .
برائت ذمه ، د شکنجی څخه مصئونیت ، د دفاع وکیل د درلودلو حق او نور د توقیف شوی کسانو د حقوقو د جملی څخه دی چه باید د بهرنیو ځواکونو له خوآ چه د جینوآ د کانوانسیون یو اړخ جوړوی وپیږندل شی .
که د جگړه مارو او بندیانو د حقوقی حالت د څرنګوالی په اړه کوم شک پیدا شی ، قضیه د ذیصلاح محکمی له خوآ فیصله کیږی .
کوم چه د بگرام زندان د امریکا له خوآ اداره کیږی باید بندیانو د امریکا د قوانینو تر پوشش لاندی وی.
که د امریکا نوی حکومت بگرام بندیانو سره د حقوقی چلند په برخه کی کوم سوال ولری ، دوه
مراجعو ته مخ اړولی شی :
ــ د امریکا ستره محکمه
ــ د هاگ محکمه
د هاگ محکمه د دولتونو تر منځ شخړی حلوی . د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه پروسږ کال
د کابل حکومت د هغه بندیانو د تسلیمیدو نه چه د زندان د اداری د امریکایی چارواکو له خوآ ورته وړاندی شوی وو دډه وکړه ( امریکا یی ځایی صاحب منصبانو غوښتنه کوله چه کابل امنیتی اورگانونه بندیان تسلیم شی او د وی سره امریکایی چارواکو غوندی چلند وکړی ) ، نو د بندیانو قضیه د دولتونو تر منځ د یو متنازع فیه موضوع هاگ محکمی ته د ارجاع وړ ګنلی شو .
په لنده توګه د مخالفینو د جګړی محرک هر څه وی ، موږ باید ځانته دا حق ورنکړو ، چه دوی د « ناقانونه جګړه مار » تر نامه لاندی د آسمانی او ځمکنی قوانینو د ملاتړ څخه بی برخی کړو .
د قانون د واکمنی ضد دریز پخپله تروریزم دی .
د غیر دولتی تروریزم سره د دولتی تروریزم په وسیله مقابله کول ، کوم چه په اوه کالو کی په افغانستان کی د لسګونو زره ملکی خلکو د وژنی لامل شوی ، تروریزم ته د پراختیا ورکولو په معنی ده.

فرانسه
د مارچ ۱ ، ۲۰۰۹ م کال

دوکتور م ، ع ، روستار تره کی