د هلمند ژورنالستانو د جاويد احمد يازمي وژنه وغندله :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دكب په ۲۲ مه په كندهار كي دكاناډائي تلويزون دخبر يال جاويد احمد يازمي وژنه د هلمندميشتو خبريالانو لخوا په كلكه وغندل سوه .
دغه غونډه دازادو ژورناليستانو په اتحاديه كي په همدي موخه جوړه سوې وه چي دژورناليستانو دوژنو او تهدي دونو مخه دي ونيول سي .
په غونډه كي دولتي او غير دولتي كسانو برخه اخيستې وو او دجاويد احمد دوژني غندنه ئي كوله .

دغونډي په پيل كي دهلمند داطلاعاتو او كلتور رئيس علي شاه مظلوم يار وويل كه چيري دغه وژني چي دامهال په دوامداره ډول رواني دي وونه درول سي دابه ددولت کمزوري وي .
هغه ويل چي ژرنالست خو په واقعتونو پسي ګرځي او خلكو په چوپړ كي نه ستړي كيدونكي هلي ځلي کوي نو بايد ټوله اولس ئي دقاتلينو په پيداكولو كي كومك وكړي .
په هلمند كي دازادو ژورناليستانو د اتحاديې مسئول ميرويس پاڅون هم وويل چي دژورناليستانو دساتني په كار كي دولت پاته راغلى دى .

په هلمند کي د ازادو ژورنالستانو د اتحاديې مشر الحاج ميرويس پاڅون په دې اړه وويل چي ژورنالستان د وړوڼو حيثيت لري او دا چي دا وژني هم داسي رواني دي دا د ژورنالستانو لپاره يو دروند ګزار دى

هغه د عبدالصمد روحاني د وژني ته هم اشاده وکړه وې ويل دولت راسره د هغه د قاتلينو د نيولو ژمنه وکړې وه خو تر اوسه يې هيڅ هم ندي کړي
د هلمند د والي وياند هم دا پيښه و غندله او ددې تر څنګ يې وويل چي دولت په هر وخت کي د خبريالانو سره همکار دى هغه د هلمند والي له اړخه هم وويل چي موږ دا پېښه غندو .
په هلمند کي دسپما د اتحاديې نماينده او دبي بي سي خبريال عزيز احمد شفع وويل داچي په ښاركي خبريال وژل كيږي نو بيا خبريال ديوه حقيقت دراسپړلو لپاره كله سيمي ته ځي چي ددغه وژونكو غوښتنه هم همدا ده چي خبريالان دي دحقيقت له راسپړلو څخه بند سي .

وروسته ټول ژورنالستان کوڅو ته راووتل او د دولت څخه يې غوښتنه کوله چي د جاويد احمد يازمي قاتلين غواړ ، دا وژني بايد ودرول سي

د يادوني وړ ده څو مياشتي وړاند په هلمند کي د بي بي سي او پژواک خبري اژانس خبريال عبدالصمد روحاني هم ووژل سو