د رحمان بابا پر مزار بريد د نړۍ پر انسانيت مين زړونه وځپل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجينر فضل هادي فضليار

د ورتېرې پنجشنبې (د کب په ١٥ مه) ورځ ګهيځ مهال، پېښور سره نږدې د هزارخانې په سيمه کې د پښتو ژبې د نوميالي صوفي شاعر حضرت عبدالرحمان بابا مزار د ناڅرګندو ورانکارو لخوا په چاودېدونکو توکو والوزول شو.
ورانکارو د شپې لخوا د رحمان بابا قبر ته بمونه ايښي وو، چې سهار مهال وچاودېدل او په مزار کښې پروت هر شى يې ذرې ذرې کړ.
د ځايي اوسېدونکو په وينا چاودنه دومره زوروره وه چې د ټول کلي خلک يې له سختې وېرې سره مخ کړي و او له امله يې په مزار کې پروت هر شى تس نس شوى و، خو بيا هم د لوى خداى په فضل د ودانۍ بنياد او بنسټ روغ پاتې دى.
دا چې د چاودنې پر مهال په مزار کې څوک موجود نه و، نو ځاني زيان او مرگ ژوبله يې نه ده اړولې خو د پښتون قام سر سختو دښمنانو په خپل دې بې شرمه او نا بخښوونکي جنايت سره د ټولو پښتنو زړونه مات کړي دي.
سره له دې چې دښمنان هيڅکله هم د پښتنو د ژوند، پوهې ، کلتور او .... د له مينځه وړلو څخه لاس په سر شوي نه دي. تل يې زمونږ په سرونو بمونه راغورځولي، زمونږ په مريو يې چړې پڅې کړي، زمونږ د کوچنيانو ښوونځي يې راسوځولي، زمونږ تاريخي او ادبي وياړنې يې له منځه وړي خو دا ځل هغوى مونږ ته دا پيغام راکړ چې نن ورځ نه يواځې دا چې ستاسو ژوندي په کړاوونو اخته دي بلکې مړي مو په قبرونو کې هم خوندی نه دي.
که څه هم دافغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت چارواکو د رحمان بابا د مزار د بيا جوړولو لپاره سينه ډبولې او پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري هم دا خبره کړې خو پوښتنه داده چې دا ډول عمل ولې د جناح يا د اردو او نورو سيمه ايزو ژبو د وتلو شخصيتونو له مزارونو سره نه کيږي؟
د ډېرو نورو لاملونو تر څنګ يې يو ښکاره لامل دادى چې هلته امنيتي تدابير شته خو د پښتنو د منلي او په زړونو کې پروت بابا د مزار د امنيت په کيسه کې څوک نه و او نه دي.
له دې دردوونکې پېښې وړاندې هم د رحما ن بابا مزار د خطر له ګواښ سره مخ و، خو د پاکستان امنيتي چارواکو پرې غوږ نه و ګرولى.
د تېر کال د وري په مياشت کې يوې سخت دريځې ډلې په دغه مزار کې د کلنۍ مشاعرې جوړوونکو ته ګواښ کړى و چې له امله يې د څو لسيزو راهيسې کېدونکې دغه دوه ورځينۍ مشاعره د يوې ورځې لپاره، هغه هم په داسې حال کې ترسره شوه چې ډېرو کمو شاعرانو په کې ګډون کړى و.
نن دغه تاريخي مشاعره، په داسې حال کې چې د ترسراوي ورځې يې رانژدي دي ، د امنيتي ستونزو له امله د نه ترسره کېدو له وېرې سره مخ ده.
له بل پلوه ددې شونتيا هم ردېدى نشي چې دا کار دې د نړيوالو يرغلګرو په تونګ او لمسه، خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره ترسره شوى وي. مونږ وينو چې په عراق کې د نفاق او بېلتون خورولو او د عراقيانو په خپلو کې جنګولو په موخه ډول ډول توطيې په کار اچول کيږي. يوه له دغو دسيسو څخه د زيارتونو ويجاړول او په بمونو الوزول دي چې له امله يې هلته د شيعه او سني تر منځ اختلاف او بېلتون تر وروستي بريده رسېدلى دى. که فرضاً حقيقت همداسې وي بيا هم مسئوليت د سيمې دولتونو او په ځانګړي ډول د پاکستان دولت ته ورګرځي چې بايد په داسې حساسو شيبو کې د رحمان بابا په څېر د محبوبو او خلکو ته منلو شخصيتونو د مزارونو امنيت ساتلو ته جدي پام وکړي.
د نړۍ اونيزې اداره د پاکستاني دولت تر څنګ له افغان دولت نه هم دا غوښتنه لري چې د ملي شخصيتونو د مزارونو امنيت ساتلو ته دې جدي پام وکړي، ځکه چې د پښتنو دوښمنانو اوس زمونږ د باباګانو، غازيانو، ملي اتلانو او شهيدانو د مزارونو په ورانولو پسې هم راخيستې ده.
د دښمن ددغه غلچکي بريد څخه داسې اټکلېدى شي چې ښايي له دې روسته دوی زموږ د نورو مېړنيو لکه احمدشابابا، ميرويس خان نيکه، غزنوي بابا، غازي امان الله خان، خوشحال خان بابا، پاچاخان او نورو اتلانو پر مزارونو هم ورته بريدونه او يرغلونه ترسره کړي.
نړۍ اونيزه د نړۍ پر انسانيت مين ، د خداى او د هغه د پاک نبي د مينې شاعر حضرت عبدالرحمان بابا د مزار ويجاړول ، يواځې د پښتنو ولسونو لپاره نه بلکي د سيمې، اسلامي نړۍ او په نړۍ کي د ټولو کلتور پالو لپاره د وير او ماتم نه ډکه پېښه ګڼي او دغه ستر او نه بخښل کېدونکى جنايت په کلکه غندي.
له نړيوالو او په تېره بيا له ملګرو ملتونو او يونيسکو څخه غواړو چي د دې کړنې ترسره کوونکي دې د نړيوالو جرمنو سره د مبارزې پوليسو په وسيله تعقيب کړي او په نړيواله محاکمه کې دې د خپل عمل په سزا ورسيږي .