اوس ورته غوږشه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال :حبيب اله غمخور


که داځل افغانان وغولېده دپښېمانی وخت به دډيروخت لپاره دلاسه ورکړی

دمی په ۱۲نيټه ملی جبهه وتوانيدل دپارلمان دپرېکړی پوسيله دښاغلی کرزی دولت دسياسي بهران دپيل لامل شی .پدي هکله چې له ايران څخه دافغاني کډوالودپه زوايستلوپه پلمه دشمالي ټلواله غواړي په هيوادکي وضعه بې ثباته کړی اوپدې پلمه ښاغلی سپنتا له سياسي صحني نه وباسي مادمی په لسمه نېټه يوه لنډه ليکنه کړې وه،څرنگه چي زماتحليل و هغسي وشول .
دپردې شاته دملي جبهې اوکرزی ترمنځ اختلافات آرام آرام يوپه بل پسې راڅرگندېږي .داچې ددې سياسي سطرنج لوبې وړونکی به څوک وي ددواړوخواپه موضع گيريو،مقاومت اوددوي دبهرنيوپلويانوپه هغولوبوپوري اړه لري کوم چي دسطرنج ددې بازی لوبغاړي پرې نه دي خبر .
په هر حال اوس داسي برېښي چې ددواړو خواترمنځ دسياسي رقابت يواوبل ته دکشت اومات ورکول پيل شوه .پدې هکله دنړيوالي ټولني چوپتيااودحالاتوننداره هم سوال پيداکونکې خبره ده .
تاسووگوری په دريو ورځوکې درې نوې مسلې راڅرگندې شوې .
لومړی : دکرزي دکابينې دوه وزيران رخصت شول .په ځانگړې توگه له ورايه څرگنده شوه چي دښاغلی دادفرسپنتاپه مقابل کې هرڅه له پخواسنجول شوی اودپلي کيدوپروگرام يې ډير دقيق پرمخ بيول کېده ،دومره چې دټولودرغليوسره په لومړی ورځ هغه ته ۱۲۴منفي رايي ورکړه شوې اوپه دوهمه ورځ بيادپارلمان لخوادمنل شوو قوانينو خلاف په ديره مرموزه اوډراماتيکه بڼه چې دلاس اچوني ترکرښې ورسېده درايي ورکولو لپاره زمينه برابره شول ،اوپه هغه کښې ۱۴۱رايي دهغه پر خلاف استعمال شوې . دلته دهغووکيلانووغبرگون ته کيداي شي دنيوکي گوته ونيول شي چي په رڼوسترگو يې هرڅه له نږدې ليدل ،هرچاچي دسپنتاپه طرفداری خبره کړې دغولېدلو وکيلانولخوا ورباندي واري کېدل چې داپخپل وار دپارلماني اخلاقو اودودنه ليري خبره ده ،مگر بيا هم دوې ونشوه کولاي دمخالف جهت په مقابل کښي دقيقه موضع گيري ولري اوسنجول شوی حرکت وکړی ،يا لااقل ددې پروسي مخه ونيسي . کله چي په تلويزيون کې دمی په ۱۳نيټه دپارلمان درئيس ښاغلی قانوني هغه خبري چې گوياوکيلان دښاغلی کرزی ددې عمل په مقابل کې چي دستري محکمې نه يې دمسلئ دحقوقي وضاحت غوښتنه کړېده دجدي غبرگون اومخالفت نه حوصلې ته رابولي واضح يې په چهره کې څرگنديدل چي پدې حرکت زيات خوښ اوپداسي الفاظو يې وکيلا ن دغونډي دوام ته رابلل چې سباورته ووايي ماتاسوته وويل چې دجمهوررئيس غوږونه به ورخلاص کړواوپه موضوع به يې پوه کړوزه باورلرم چي هغه دملت داستازوارادې ته غاړه ايږدی ؛ اوکه يې ونه منل په هغه صورت کې چي تاسوبيا څه غواړی ویې کړئ . زه فکرنه کوم چي اوس دي کرزی دپارلمان دغه پرېکړی ته چي د يوه سازمان چې تراوسه ثبت شوی هم ندی وسياسي موخوته درسېدوپه خاطروشوه ومنی اوپه کابينه کې يوباسواده اودعالی تحصيلاتو څښتن وزير دي ددې پريکړئ چې غواژي هرڅه تنظيم سالاری ته پاته شي قرباني کړی . زه نه وايم چې د ښاغلی دادفرسپنتاپه کړنوکې به سهوي اوغلطی نه وي ،طبعي ده لکه نور وزيران ،وکيلان ،اوپه خپله رباني اوقانوني،دوستم ،سياف اونور به هم سهوي اوغلطی لري ،مگرداټکی چي زه اونوريې دهغه ملاتړته هڅولي يوهغه دشمالي ټلوالي اونوروپوسيله دافغانستان په پارلمان کې دايراني اخوندانولخواخپل سياسي نفوذ ننداري ته وړاندي کول اوخپلي سياسي دښمنی دپارلمان په نامه سرته رسول دي .
داچې دايران سفير اونوراستازي وايي چي زموږمناسبات له افغانستان سره دوستانه اوشفاف دی ليونئ يې هم نشي منلاي . زموږدهيوادپه دغو ستونزمنو شرايطو کښي د۸۵زروافغانانوپه زور اوجبر داډول ايستلوته داښاغلی دوستانه اوشفاف مناسبات وايي .دايران سياسي علاقمندي دافغانستان په کورنيومسايلوکې ډير اوږد تاريخ لري ،دکتوري ښکيلاک نه نيولې ترهغه چې په خپله خاوره کښې يې هغه وخت چې گټه وه نهه گوندونه جوړکړه ،هغوي ېې روزل ،وسلوال کول اوافغانستان ته دجهادپه نامه راليږل ،تر اوسه ددغودلوسره پټی اړيکې ساتي اوپه نړيواله کچه دايران داسياست چي دمذهبي اړيکونه دخپلوموخودترلاسه کولو لپاره استفاده کوي ټولي نړی ته په عراق ،منځنی ختځ هيوادو،افغانستان اوپاکستان کي لمر غوندي روښانه دی .
داطبعي خبره چي يوهيوادپه ډاگه ناري نه وهې چې زه ددغه ياهغه هيوادپه کورنيو چاروکې مداخله کوم ،خودمداخلوعلايم يې ددې خبري سپيناوی کوی چې دا ياهغه هيواد يودبل هيوادپه کورنيو چاروکې مداخله اولاس وهنه کوي . دايران دلاس وهنودبېلگواوسپيناوی دبهرنيوچارواوحکومت دندده ،زه دموضوع داوږدوا لي پدې خاطر ځنې تيرېږم ،دومره ويالي شم ټول هغه هيوادونۀ چي دجبهې وشاته ولاړدي دپارلمان ددغه شرمونکی پرېکړی ملاتړي هم دی . اوپدي هرڅوک پوهېږي چې ايران غواړي امريکا اواروپا دخپلو استخبا را تي امکاناتوپوسيله دافغانانودقربانيوپه قيمت گونډه اوله افغانستان نه وتلوته مجبورکړي .
دوهم : استادربانی دالمان دشپېگل له اونيزي سره په مرکه کښې څرگنده کړه چې دکرزی حکومت ولسي پايه نلري اواعتبار يې ځکه دلاسه ورکړی چي دپردوپوسيله قدرت ته رسيدلي دي هغه وايي : ((رهبران كنوني كشور كه به كمك كشورهاي خارجي به قدرت رسيده ‌اند، ازحمايتي در جامعه افغانستان برخوردار نيستند.))
محترم رباني در گفتگو باهفته نامه آلماني اشپيگل از حامد كرزي رئيس جمهوري افغانستان خواست كه مجاهدين سابق اين كشور را بيشتر در قدرت سهيم كند.
وي افزود: رهبران ملي افغانستان كه جنگ موفقيت آميز عليه شوروي سابق را انجام داده و عليه طالبان مقاومت كردند، هم اينك سهمي در قدرت ندارند. شبکه اطلاع رساني افغان ۱۲می
ښاغلی رباني نړيوالي ټولني ته په خطاب کې يوځل پخواپه ۲۰۰۵کال کښي هم ويلي وه چې : که اگر می خواهيد امنيت در افغانستان برقرار باشد، بايد از نيروهای مجاهدين در مقامهای دولتی استفاده شود و مجاهدان کنار زده نشوند.
په پښتوکې يومتل دي واي ((کوزې غلبېل ته ويل سرۍ )) ،داچې دده خبري به څومره دافغان ولس لپاره دمنلووړوي اودابه ومنی چې دوي دشوروي پرضدپه جگړه کي فعال وه اورښتيا يي هم جهاد کاوه بحث نه کوم ،ځکه دافغانستان لوي اوواړه پدې خبردی چي رباني اواحمدشاه مسعود(جمعيت اودنظارشورا)له کومه وخته دپخواني شوروي داستخباراتوسره اړيکې پيداکړې دي اودجهانله څومرواستخباراتي شبکوسره اړيکي درلودې ،اوپدي هم خبردي چي دخواجه غارپه سمڅوکې چې نورېې اودسېدوځاي نه درلودناست واويابه يې په تاشکند کې شپې اوورځی سباکولې ديوه هيوادچې ۹۵په سلوکې خاوره دبل قوت (طالبانو) پلاس کي وه دجمهوررئيس په صفت پيژندل کېدی اوپه کانتينروپيسې يې ورته رالېږلې . دهمدې اړيکوزوردی چي اوس يې په اصطلاح دوطن دنجات لپاره جبهه جوړه کړه. همدابهرنی اړيکې وه چي ددامريکايانودارادې خلاف دخپلوبهرنيوهدايت ورکونکوپه امرکابل ته پرخپل سرننوتی ،دهمدې بهرنيواړيکوبرکت و،سره لدي چې پدي پوهېده چې نوردافغان ولس لپاره دزغم وړندی ځان دافغانستان واکدار اعلان کړ اوبهرنيودوستانويې ډير ژر په رسميت وپېژاند. دهمدې بهرنيو اړيکو ثمره وه چې دبن کنفرانس ته وبلل شوه ؛ ايادتعجب خبره نده چي استادرباني ښاغلی کرزی دپردوپلاس قدرت ته رسېدلی بولی؟ دايي هيره شوه اوياپردې سترگې پټي وي چې دخپل حرکت له لومړی ورځی نه بياتر ننه يوگام هم دپردوله خوښې اومشوري پرته نه اخلی . چاله پاکستانه دقدرت پرگدی کښېناوه ،چاروبلونه ،ډالر،ريالونه اومارکونه ورته راليږل ،چاوکيل کړ اوچا جبهه جوړولوته وهڅاوه ؟په ۱۹۹۲کال همداښاغلی رباني چې هيڅکاره وله پاکستان څخه په پرديوپاسپورټومسکوته دکومي دښمنۍسرته رسولولپاره سفروکړ؟هغوي ته دقدرت دترلاسه کولولپاره عجزاوزاری اودهغوي نه مرسته غوښتل دپردوسره داړيکوعلامه نده ؟زه دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند دحاکميت په وخت چي دشوري له بې درېغه مرستونه گويابرخمن ودشوروي له استخباراتوسره پټ لاسليک شوی قراردادونه نه يادوم . داهغه سوالونه دي چي ددې ملت لوي اوواړه يې په ځوابوپوهيږي . ښاغلی رباني چي کله مجاهدين يادوی دهغه هدف خپله ډله ده ،دي ځانته په جمع خطاب کوي کنه کيداي شي پوښتنه ځيني وشي چې .استادرباني کله چې تاسو پسله ښاغلی مجددي صاحب نه ديو معين وخت لپاره دموقتي جمهوررئيس په توگه وگمارل شوی ،داستاسو ورستی تلاښونه دڅه لپاره وه؟ اودقدرت دتقسیم پرسر موبياولي د کابل ښاريان په وينو کې ولمبول ؟ ددغو شپېته زره انسانانو چي ژوند يې دقدرت پرسرستاسودسياليوپه پايله کې قرباني شوگناه څه وه ؟ اوس چې له بهره ښاغلي رباني مخ ته شين څراغ روښانه شوی دی يوځل بيا هغه ته دقدرت اشتيهاورولاړه شوېده اوپه ټول واک اوځواک دغه هدف ته درسيدولپاره له هيڅ شی نه مخ نه اړوی . هغه کسان چي مجاهدين وه هغه اوس دخواری اوغريبی ورځی تيروي اوياخاوري خوري ،خويوازي ددجهادپه نامه سوداگردادی اوس يوځل بيادولس په برخليک بازی کوي اوقدرت غواړی .
دريم : بله جالبه لاداچي جنرال دوستم هم يوځل بيادده دخوښې په قدرت پسي خفه شوی دی ،وايي : ((اگرکرزی و ناتو به من صلاحیت دهند طالبان را محو خواهیم کرد. دافغانستان ورځپاڼه ليکې :جنرال دوستم بزودترین وقت قاد راست تا یک نیروی ده هزار نفری که مشتمل از همه اقوام باشد تشکیل دهد و در کنار فقط ده هزار نیروهای ائتلاف بین المللی تروریزم شورش طالبان را بکلی از بین ببرد. هغه وايي ((جنرال دوستم می افزاید در صورت موافقه به پیشنهاد من، شما خواهید دید که در ظرف شش ماه چه تغییراتی رونما خواهد شد ... اگر رئیس جمهور کرزی به من صلاحیت دهد ما به او و به همکاران جامعه جهانی و به مردم افغانستان تضمین می کنیم بازهم نقش تعیین کننده ای در شکست دایمی طالبان ایفا خواهیم کرد.)) خوجنرال صاحب داهيره کړېده چې هغه هيڅ وخت طالبانوته ماته نده ورکړې بلکي ماته يې خوړلې ده ،که يې هدفدامريکالخوا دطالبانودرژيم ړنگول وي ؟نوداکار دامريکادهوايي اوځمکنی قوت اوپوځ زوروو.
اوبل داچې هغه مرحوم نجيب اله سره چې دسربازی نه يې ترجنرالی ورساوه کومه وفاوکړه؟ له همداژوندي مجددي سره چې دخالدبن وليد لقب يې ورکړکومه وفاوکړه ؟ له کرزی سره دمرستي اووفاداری اميدځکه نشته چې همدا اوس عملأ په هغه جبهه کې غړيتوب لري چې دکرزی په مقابل کې جوړه شوې ده، اودغازي لوبغاړي شعارونوانگازې يې لاتر اوسه دکابل ښارپه هوا کي گرځی . کرزی به څنگه دومره ساده انسان وي چې يوځل بياجنرال دوستم ته قدرت ورکړی . داکارمرحوم نجيب اله وکړسرئې پدارشو،اودرژيم پايله څه شوه ؟
دافغانستان ورځپاڼه وړاندي ليکې :جنرال دوستم معتقد است که نیروهای مشترک بین المللی و افغانستان قاطعانه برای نابودی طالبان تلاش کنند و اگر لازم باشد به تعقیب آنها در مناطق قبایل نیمه خودمختار هم مرز با افغانستان داخل شوند که مرکز اصلی عملیاتی طالبان است . جنرال صاحب ته بايدداڅرگنده وي چې دقبايلوپه سيمه کې دده لخوادپوځی عملياتوترسره کول يومطلق ناشونی کاردی . اوپدې ډول هغه غواژي پښتانه پخپلوکشي په دښمنيو اخته کړی لکه چې داکارپه پارلمان کښي کوي .
دادهغه حاکميت خطاوه چي دوستم يې دجنرالی ترمقامه ورساوه ،دڅه مودي لپاره يې کندهار اوبياپکتيکاته ولېږه ، پايله داسوه، ددي پرځاي چي پدغوسيموکې ددولت واک اونفوذ غښتلی شي بل مقابل دهغه دبېسواده غلواوداړه مارونه جوړې ملېشې پدغوسيموکې هغه ظلمونه چور اونارواکارونه وکړه چي خلک نورهم دحاکميت په مقابل کي راوپارېدل ،اودولت مجبورشودوي له دغه سيمو په ۲۴ ساعتوکې راوباسی .
له هغه وخت نه ډيره موده نده تيرشوې چې په ټول افغانستان کي جنرال دوستم داعتباراوصلاحيت څښتن يودملېشې قوماندان و،دحاکم گونددمرکزي کمېټې غړيتوب يې ترلاسه کړ،هغه وخت يې ترلسوزروزيات پوځ په لاس کښي و،دشوروي ۱۲۰ زره کسيزروزل شوی پوځ يې هم خبره منل ،نه پوهېږم چي ولي جنرال صاحب ماته وخوړل ،احمدشاه مسعودته ،هغه چاته چي ددگوندپرخلاف جنگېده تسليم شواوپه يوه ناځوانمردانه معامله کښي يې رژيم له سقوط سره مخامخ کړ . که دجنرال صاحب نه پوښتنه وشي چي هغه وخت موچې هرڅه پلاس کې وه ولې بری ترلاسه نشوکړاي ،ناکام سواست ،معامله مووکړه اوبلاخره دخپلې معاملې داسي قرباني شوی چي هرڅه مودلاسه ورکړه، دهغه په مقابل کي چي مرحوم نجيب اله موورباندي خرڅ کړی و پايله داشوه چي تر ازبکستان اوبياترترکيې پوري ورسېدلاست . کله چې طابانپه افغانستان کي حاکم شول بيايې له احمدشاه مسعودسره جوړجاړي وکړ مزارته راغلئ .
ترکومه ځايه چې جنرال صاحب دقدرت سره زياته علاقه لري يوي اوبلي خواته يې منډی وهلې داسي بهرنۍدروازه نشته چې هغه دي نه وي ټکولې اوله هغوي نه دي تردې نامه لاندي چې افغانستان دطالبانوله منگلوخلاصوم دپيسوغوښتنه نه وي کړې .دازبکستان ،مسکواوترکيې ترمنځ دورې هورې وگرځېد،مزار شريف ته راغلۍ اوولاړی خوحقيقت داسي شوچې دطالبانوپه مقابل کښي يې يوه هفته هم ځان ټينگ نشوکړاي اودوباره ترکېې ته وتښتېد. خلکوپه دوستم پسي داسي ټوکه جوړه کړې وايي : ((کله چې دوستم ته څوک ووايي طالبان راغله ددروازي پرځاي له کړکئ نه وزی .))
کله چې امريکايانوپر طالبانولومړی حمله وکړه ،هغوي دوستم اوجمعيت دطالبانوپرخلاف دځمکنيو قواوسره وکارول .ددوستم لومړی تلويزيوني مصاحبه له ترکېې نه دهيچانده هيره شوې .
څنگه کيداي شي چي اوس دي ښاغلی دوستم طالبانوته ماته ورکړی؟ پدي خپله دوستم هم ښه پوهېږي ،خودجبهې ترجوړيدووروسته دايوبل سياسي ژست دی چي بايژد وشی . جالبه داده همدااوس دافغانستان اردو،پوليس اوامنيتي سازمان چې خپله جنرال دوستم يې سرقومانداني اعلی مرستيال دی دامريکا يي اوناټود۴۳زره مډرن پوځ په مرسته په کابل کي امنيت نشته، څنگه کولاي شي اودابه کومه معجزه وي چې ښاغلی دوستم دی په شپږومياشتو کې ددولت پرمخالفينو بريالی شي ؟ داهغو دعدوته ورته وعدي دي چي مرحوم نجيب اله ته ورکول کېدې . ددې وعدوشاته يوځل بيادبلي ملي غميزي پيل دی .
بدمرغئ داده چي اوس هرڅوک غواړي پر افغان ولس زده کړی وکړي ،حقيقت داسي دی که داځل ددوستم پښه دپښتنوداوسېدوځايوتهدعملياتي قوماندان په توگه ورسيدل پدي بايدټول اوله هغه جملې نړيواله ټولنه پوره پوه وي چې ټول پښتانه به له يوه مخې دحاکميت پرخلاف راوپاڅی ، دتيرودريولسيزواوخپله دجنرال دوستم جميعت اوشمالي ټلوالي دکړوتجريبوداپه وار وار ثابته کړې چې هغوي غواړي دا ولس يوځل بيادلعنتي کورنی جگړې په اورکي وسېځې . ډير داسي باورلري چي که دجنرال دوستم اواستادربانی په خبرو بهرنيا اوکرزی وغولېږي دابه ديوه بل کورنی جگړې پيل اودافغانستان دوېشلولامل شي .کوم چې دجنرال دوستم اونوري شمالي ټلوالی اوبهرنيودوستانويې غوښتونکی اوعلاقمندان دی .

داورځپاڼه ليکې ، چي (( عده ای از مقامات دولتی معتقد است که او هنوز هم مخفیانه در راستای تجهیز و سازماندهی نیروهای خود می باشد اما جنرال دوستم این امر را کاملاً تکذیب می کند و می گوید که از جمله کسانی بوده که نیروهایش تحت برنامه منظم بین المللی خلع سلاح شده و فعلاً یکی از حمایت گران جدی حکومت مرکزی می باشد.)) بلې اوسه ورته غوږ شه ،اوداومنه چي رښتياهم جنرال صاحب دوستم يوله لومړنيو قوماندانانوڅخه دی چي بې وسلې شوی اويوله هغونه دی چې دمرکزي حکومت اوښاغلی کرزی پلوی دی . خو اوس هيڅوک دانه مني چې جنرال دوستم کرزی ته وفاداراودهغه حاکميت پلوی دی . داچې دکابل دښارپه زړه کي دده پلويانواواکبرباي دسړوترمنځ نښته وشوه دغه ته نوڅه نوم ورکولاي شو. بې بي سي راډيودروان کال دفبروي په ۱۴ نيټه داخبر خپورکړ: ((د دوستم او اکبر باى پلويانو په کابل کې نښته وکړه .د پلازمينې کابل په زړۀ کې د سيالو مليشو تر مينځ وسله والې نښتې لږ تر لږه يو زخمي تر شا پرې ا يښى دى . په نښته کې د جنرال عبدالرشيد دوستم او د ترک ټبارو د شورا د مشر اکبر باى پلويان راښکيل وو . . . دا په تيرو پنځوو کلونو کې لومړى ځل دى چې د پخوانيو مليشو په مينځ کې وسله والې نښتې کابل ته غځيږي . تر دې وړاندې دا ډول نښتې د مليشو د واکمنۍ په اصلي سيمو او مرکزونو کې دود وې .که څه هم چې د کابل په زړۀ کې د سه شنبې د ماښام دغه حيرانونکې نښته د انساني تلفاتو له اړخه درنه نه وه خو له څه شک پرته يې يو ځل بيا دا انديښنې ډيرې کړي چې پخوانۍ مليشې لا هم د هيواد امنيت او ثبات ته لوى گواښ پېښوي .

په تير ۱۳۸۵کال کښي ددوستم اوجنرال مالک دپلويانوترمنځ څوواره نښتی وشوې اودواړويوبل ته وسله وال گواښونه کول . په کاپيسااوسمنگان کې يودبلپر دفترونو وسله والي حملې کېدلې دا اختلاف اوگواشونه اوس هم دوام لري .هره ورځ پخپله وايي چې زماپوځی قوت پرخپل ځاي پاته دی اودهمدغه قوت په زور برخې غواړي ،اوداډول وړانديزونه کوی .که په رښتياسره هغه خپل سړي رخصت اوبې وسلې کړي وي بيانوڅنگه ومنل شي چې په يوهفته کې به لس زره کسان مسلح کړی اودجگړې ميدان ته به يې داخل کړی . که ديوې لهظې لپاره کرزی اوناټوداورسره ومني په هغه لهظه هم هغه پخوانی څيرې په وسلوبار راڅرگندشي اويابه يې دوسله وال کېدولپاره راحاضرکړي ،بيله هغو خپلو نفروجنرال صاحب دوستم بل څوک نلري ،تاجک ،ترکمن ،هزاره اوپښتانه دهغه تر قوماندي لاندي نه ځې .
که جنرال صاحب په هيواد کې دسولي سره علاقه لري اونه غواړي چي خپله پکښي مطرح اودلوی برخې څښتن شي همدا اوس داعلی سرقوماندان مرستيال دی ،کولاي شي خپل ټول امکانات پکار واچوي ،تردغه لوي اعتماد او لوړ صلاحيت بيا چيري دی .
که دجنرال صاحب دغه څرگندوني ته سړی متوجه شي پوهېږي چې هغه غواړي پدې نامه خپل سړی يوځل بيادطالبانودرټلوپه نامه ترغاښودامريکااوناټوپه اجازه سمبال کړی . هغه وايي : ناټو و آمریکا با احیاء اردوی ملی با خط غربی اشتباه می کنند چرا که این چنین نیرویی توان مبارزه با طالبان را ندارد بلکه جواب طالبان را فقط جنگجویانی داده می توانند که در جنگهای گذشته تجربه را کسب کرده اند. خبرگزاري صداي افغان ۱۱می
جنرال صاحب نه غواړی چې افغانستان مډرنه اوپه نوو وسلوسمبال اردواوپوليس ولري ترڅودحاکميت اوبهرنيانويوازنی تکيه يې پر لوي لمنومليشو وي اوبس .
درنولوستونکو! داليکنه مې ددي لپاره وکړه چې دټولو وطنپرستوعناصرواونړيوالي ټولني پاملرنه دغه ټکي ته راواړوم چې زماپه عقيده دافغانستان دسياسي اوپوځی بهير کښتی توفانی شوې ده ،له کيفتان څخه نيولې تر سوارليوټول پدې نه پوهيږي چې داکښتۍ کوم لوري ته روانه اوڅنگه يې ترساحله ورسوی .
متاسفانه يوشمير نوري ډلي ټپلې هم شته چي پدغه خړو اوبوکې ئې ماهيانو نيولوته مټې رانغښتی . پدغوحساسو شيبو کښي دټول سياسي ډلي،گوندونه، سازمانونه اوشخصيتونه ملي دنده لري چې دهيوادژغورلوته جدي پاملرنه راواړوي . هرډول خپل سری ددي لامل گرځی چې داکښتی غرقه شي .
له دغه بحراني حالت نه دوتلولاري چاري سنجول اودهغودپلي کولولپاره بايدد ټولو ملي اونړيوالومادي ،مالي ،معنوي اوسياسي امکاناتونه کارواخيستل شي . دغه اوسنی حالت دتحمل اوزغم کاسه دومره ډکه کړې چې اوس ترې هرڅه توئېږې .اوله بلې خوا زموږگاونډيان ددغه طوفاني حالت ننداره کوي ،غواړي خپلوموخوته پکښي ورسېږي .
همدا دليل دی چې پخوانی ازمويل شوی تنظيمونه اوډلی يوځل بياپه قدرت پسي لاس اوپښې وهې .
له دغه حالت نه دهيواداوهيوادوالوژغورنه دهرباوجدانه اوخواخوږي افغان ملي اواسلامي دندده .
سويدن ... مالمو د۲۰۰۷ زکال می ۱۴نيټه