په سويډن کي دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکزاودوستی فرهنگی ټولني اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دافغان گډوالوسره دايران داسلامي جمهوريت دچارواکوغيراسلامي کړنوته بايد دپاي ټکی کښېښودل شي.

نږ دې دري هفتې تيري شوې مگردافغانستان اسلامي جمهوريت په ايران کښي دافغاني کډوالودستونزو دهوارۍپه اړه کوم مثبت کارندي ترسره کړی ، حکومت اوپارلمان په خپل مينځی ناخوالوکښي سره مصروف دی .
دروان کال دمۍ د څلورمي نه تر لسمې نېټي پوري ايراني چارواکودټولونړيوالواصولو،اسلامیت اوښه گاونډيتوب له روحې نه خلاف تر ((۵۸))زره زيات افغانان په ډيروحشيانه اوظالمانه بڼه له ايران څخه وايستل ،اوددې ايستلولړی همدا ډول روان ده .
له بلې خوا همدا اوس هغه افغانان چې په ايران کښي اوسی دايراني چارواکو اوامنيتي اداروله زيات تاوتريخوالی اوناوړه چلندله ويری په کوټواوکورونوکښي دزندانيانوپه شکل ناست دی .
ټولی نړی له هغه جملې نه ايراني چارواکوته چي ترهرچاځانونه بهترين مسلمانان اوبشر دوسته بولي لمرغوندي څرگنده ده چې افغان زورېدلی ولس ددوي پرخاوره دپردودتيريواوزورزياتيوپه پايلوکښي خپل هيوادپرېښودلوته مجبورشو .
لدې نه بايد سترگې پټي نشي کله چي په افغانستان کې دنړوالو زبرځواکوترمنځ دسياليواوربل شوهمدا ايراني چارواکي يوله هغونه وه چې پردغه اوريې داوبوپرځاي تيل شندل اوافغانان یې دهيوادپرېښودلوته هڅول .
هغه وخت چې دوي خپلي گټي ليدلې همدا ايراني چارواکي وه چې افغان زلمی يې دجهادپه نامه افغانستان ته لېږل اوله پاته کسانونه يې دخپلودښتوپه ابادولوکې کار اخيست . له لومړی ورځې نه بياتراوسه افغانانوته هغه کارسپارل شوی دی چي يوه عادي ايراني يانه کاوه اويايې له توانه لوړ برېښېده .دايران ډيرې دښتی دافغانانو دمټوپه زور هواري اوآبادي شوې ،بېدياوی په ښارواوکليوبدلې شوې .
هغه وخت دغو خداي ناترسوهغه ډول ددوي نه استفاده کول خواوس بيا پدې ډول دافغانانوله موجوديت نه کاراخلی کوي .ايراني چارواکي پدې پوهيږي چې دافغانستان په اوسنيوشراېطو کښي يې چارواکی دافغانی کډوالوپه دومره پيمانه يوځل منلوته چمتوندی . حقيقت خودادی کله چې دسياست اوسياسي گټومسله مطرح شي ،انسانيت ،اسلاميت اوداسلامي ورورگلوی شعار هيرېږي ،اوس ايراني اخوندان غواړي پر افغانستان اودهغوي پر نړيوالوهمکارانوپدې بڼۀ فشار راوړي . ترڅوافغانستان دايراني چارواکوغوښتنې بېله دېنه چې خپلي ملي گټي په نظر کې ونسي ومني ،بهرنيان پدې کښي مصروف وساتي اوله بلې خواددغه فشارپه نتيجه کښي ددوي په مقابل کې دافغانانوناخوښی راوپاروي .
هغه چې داسلام ،عدالت اواسلامي اخوت په نارويې ستونی څېري شو،اوکله چې دااخوندان په خپل هيواد کښي دخپل ولس سره ددښمنۍ اودهغوي پرخولودمهرلگولوپه خاطر دنړيوالوتر فشارلاندي را شي بياچيغې وهې چې گويا ددوي حکومت داسلامي حکمتونوبهترينه بېلگه اودټول اسلامي بشريت يوازنۍ مدافع اوتکيه گاه ده ، ځکه نوددوي په اصطلاح غربی نړی پردوي فشارونه راوړی .
دافغانانوسره ددوي دغه ورستۍ غير انساني چلند داټکی په ډاگه کړچې دوي پراسلام سوداگری کوي ،کله چې ددوي شخصي واک اوقدرت ته زيان رسېږي داسلام دمقدس دين څخه دځان ساتلواوسپردوسېلې په توگه استفاده کوی ،ددوي لپاره دانساني عاطفې ،بېوزليتوب اوبشري حق مفهومونه بېگانه دي
موږ پداسي حال کې چي په خپلو ليکو کښي دمختلفوهيوادواوقومونواستازي لروپه کلکه غوښتنه کوو:
لومړی :دايران داسلامي جمهوريت دولتي چارواکوته داپه گوته کوو چي تاسوپه خپل دغه وحشيانه اوله اخلاقي نورمونونه خلاف کړنوسره دهرافغان په زړه کښي دځانوپه مقابل کې دنفرت زڼۍکښېناوه .
دافغان گډوالوسره دغه له بې عزتی نه ډک چلنداودهغوي وهل، ټکول،ګواښ ، پلټني اوزورېدوناوړه حالت ته بايد ژرتر ژره په ټپه ودرول شي .
موږ دافغاني کډوالوپدې ډول له ايران څخه ايستل چې کډوال دمهاجرينودنړيوالې ادارې دسازمان اوافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت داستازوله حضورنه پرته په پوځي موټروکې اچول کیږي اوراسأله سرحد نه ها خواافغانستان ته پداسي ډول لېږي چې دکورنۍ نيم غړی يې په ايران کې پاته دي د بشرپر حقوقوڅرگند تيری بولوپه کلکه يې غندواودنفرت په سترگه ورته گورو .
دايران چارواکي دنړيوالواصولوپر بنياد دنده لري چې دبېگانه اتباعوامنيت اوابرومندانه دوباره وطن ته دستنېدو امکاناتوبرابرولولاري چاري ولټوی .دبلي خوا همدا اوس دايران په ښارونو، بازارونواوکوڅوکښې هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسنادپلاس لري له کورونه نشي وتلاي ،دليل ئې دادي چي داميتي چارواکو لخوادرشوت اخيستلو لپاره زورول کيږي ،دداسي نارواکړنو راتلونکی مسوليت یې دايرانی چارواکوپرغاړه بولو .
دوهم : په ايران اوله ايران څخه بهر ايرانيانوږغ کوو چې له افغاني کډوالوسره ستاسوپه هيوادکښي دايراني چارواکودغه ظالمانه کړنې ددواړو هيوادو دخلکوتر منځ دوستانه مناسبات له جدي خطر سره مخامخ کوی . تاسوبايدله ټولوامکاناتونه په استفادې سره پر خپل حکومت فشارواچوی چې دافغاني گډوالوسره دغه ناوړه چلند پاي ته ورسوي .
دريم : ترکومه ځايه چې په بهرکي دافغاني کډوالوداوسېدواوياهيوادته ابرومندانه راستنېدومسله دملگرو ملتودکډوالودنړيوال سازمان دنده شمير ل کيږي ،اړينه ده چې دملگروملتوسازمان،دامنيت شورا،داروپايي هيوادوپارلمان اواسلامي کنفرانس غړوهيوادوسازمان دبشردحقوقونړيوال سازمان دديپلوماتيکوکانالوله لاري پرايران فشارواچوی اوله هغوي نه په کلکه غوښتنه وکړی ترڅوله افغاني کډوالوسره دايراني چارواکودغه ظالمانه اودانساني کرامت نه ليري کړنې پاي ته ورسېږي .
دافغانستان داوسنيوشرايطوپه نظر کي نيولوسره له ايران څخه دافغاني کډوالودابرومندانه اوپه ارامه توگه دراستنېدوامکانات برابر شي .
دهغو ډله ايزورسنيودخبرپه حواله چې دايراني اخوندانوتر سانسورلاندي ندي همدا اوس په ټول ايران کښي له يوه سره له ټولوافغانانوسره دپيسواورشوت اخيستلوپه خاطر نارواظلمونه کيږي ،دبشردحقوقونړيوال سازمان ته بايد دا امکانات برابرشي اوصلاحيت ورکړه شي تر څودايران په هغو ښاروکې چې لاتر اوسه افغانان اوسی دشکايت اورېدلودفترونه پرانيزي .
څلورم : دټولوهغو هيوادونه کوم چې له ايران سره ډير نږ دې اودوستانه مناسبات لري اوتل ېې دزروي صلاح دتوليدپه خاطر دبشري نړی دغوښتنوپه مقابل کښي ايران بې درېغه دفاع کړې غوښتنه کووچي که له افغانانواوافغانستان سره هم ددوستۍ خيال لری په ايراني چارواکوداومنی چې دافغانی کډوالوپه مقابل کې خپل غير انساني سلوک ته تغيرورکړی .
پنځم : ترکومه ځايه چي دايران حکومت دافغاني کډوالوايستل ديو سياسي فشاردوسيلې په توگه کاروی اړينه ده چي دافغانستان حکومت اوپارلمان هم دخپل ولس دعزت اوشرف دساتلواودهغوي په مقابل کښي دناوړه چلندپه خاطرقاطع اوغښتلی ملي موقف غوره کړی ،له ټولونژيوالوسازمانوڅخه غوښتنه وکژی چې دايراني چارواکې له افغان کډوالوسره دغه دانساني کرامت خلاف برخوردپاي ته ورسوي .که چيري ژر تر ژره ايراني چارواکي دافغاني کډوالوپه مقابل کې په خپل چلند کښي مثبت تغير رانه ولي بايد افغانستان له ايران سره پر خپلوديپلوماتيکواړيکوکښې له سره کتنه وکړی .
شپږم : په ټوله نړی کښي له ټولوافغانانوله سياسي گوندونو،فرهنگی ،سپورټی اوهنری ټولنوڅخه غوښتنه کووچې دايراني چارواکولخوادافغاني کډوالو سره ددوي دغه ناوړه داسلامي اوانساني کرامت خلاف چال چلندپه خپلوټولوامکاناتوسره په کلکه وغندی اونړيوال پدې خبرکړی چې په ايران کښي له بېگناه اوبې وزلو افغانانوسره دايراني چارواکولخوا څومره غيرانساني سلوک کېږي .
په سويډن کښي دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزمشرتابه جرگه
په سويدن کې ددوستی فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه
کاپي :
دملگروملتودسازمان سرمنشي دفتر
دامنيت شورا
داروپايي ټولني پارلمان
دسلامي کنفرانس غړوهيوادوسازمان مرکزي دفتر
په سويډن کې دايران سفارت