پاکستان او امريکايي استخباراتو نوې معامله کړې ده.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور: ارشاد رغاند- نړۍ اونيزه- ننګرهار

يوه امريکايي ورځپاڼه وايي د امريکا استخباراتي اداره او پاکستانى دولت په دې پريکړې سلا شوي چې د امريکا بې پېلوټه الوتکې په پاکستان کې د ترهګرو پټنځايونه د دغه هېواد له اجازې پرته تر بريدونو لاندې ونيسي.
له امريکا متحده ايالاتو خپريدونکې پېژندل شوې ورځپاڼې لاس انجلس ټايمز په خپله يوه وروستۍ ګڼه کې ليکلي چې د هېواد استخباراتي ادارې سي اى اي يې له پاکستاني حکومت سره يو نوى سند لاسليک کړى چې له مخې يې د بې پيلوټه امريکايي الوتکو د کار ساحه پراخه او د قبايلو د استوګنې له سيمو د باندې غځېږي.
لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه دا خبر په داسې مهال خپروي چې پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې پر خپلو سيمو د امريکا د بې پېلوټو الوتکو بريدونه غندلي او پخپلو کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسوهنه ګڼلې وه خو امريکا ته د پاکستاني ولسمشر اصف زرداري سفر او په ترڅ کې يې له امريکايي دولته تر پخوا د ډېرو مرستو د ترلاسه کولو ژمنې ته په پام سره يو شمېر شنونکي د دې خبرې پر رېښتينولۍ باور ښيي.
په ننګرهار کې له يوې رسنۍ سره د بهرنيو خبرونو په برخه کې پر دندې بوخت ژونالېست همايون حبيبي نړۍ اونيزې ته وويل د امريکايي ورځپاڼې دا خبره ورته په دې رېښتيا ښکاري چې پاکستاني دولت تر دې وړاندې هم څو، څو ځلې له امريکا څخه د ورته نورو مرستو د ترلاسه کولو په بدل کې له خپل دريځه اوښتى.
حبيبي د بېلګې په توګه په افغانستان کې له طالب واکمنۍ د پاکستاني دولت ملاتړ يادوي او وايي دغه دولت له امريکا متحده ايالاتو پخوا هم د يو شمېر مرستو د ترلاسه کولو په بدل کې د طالبانو پر وړاندې له خپل دريځه په شا او د امريکا ملګرتيا کړې وه او اوس يې لخوا امريکا ته خپل هېواد کې د خپلسرو هوايي بريدونو د اجازې ورکړه کې هم شک نه لري.
د ويلو ده چې امريکا د دې شکمنې اجازې تر تر لاسه کولو وړاندې هم د پاکستان يو شمېر قبايلي سيمې تر هوايي بريدونو لاندې نيولې وې چې پکې د يو شمېر شکمنو ترهګرو په ګډون يو شمېر ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې خبرونه هم تر لاسه شوي وو.