محمديار ته د هلمند ميشتو کلتور پالانو د ډاډګيرني پيغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ډيري خواشنۍ سره خبر سوو چي د هيواد تکړه ليکوال او شاعر د بينوا فرهنګي ټولني مشر او په سويلي زون کي د سپما منشي عبدالاحد محمد يار د مافيايي کړيو په غوښتنه د سړک پر غاړه ډبول سوى او ورته سپکاوى سوى دى . د هلمند ټولي کلتوري ټولني ( بُست فرهنګي ټولنه ، علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولنه ، هلمند ادبي او کلتوري ټولنه ، روښان ادبي ټولنه ، د بُست جريدې اداره ) ټولي ږغيږي رسنۍ ( سباوون راډيو ، سمون راډوي ، بُست راډيو او مُسکاراډيو ) په يوه ږغ پر دولت ږغ کوي چي محمد يار ته سپکاوي کوونکي دي محاکمه کړل سي او د بل ځل لپاره دي د داسي کړنو مخه و نيول سي . د هلمند فرهنګپال د محمد يار هڅي او فعاليتونه ستايي او د هغه زړه ورتيا او هوډياليتوب ته سلام کوي . موږ په دې عقيده يو چي محمد يار به په دې پيښه ناهيلي سوى نه وي او برعکس به نور هم قوي او هوډيالى سوى وي . د هلمند د ادبي ډګر ځوانان د محمديار د ټپونو د دردونو څړيکي په خپلو زړونو کي احساسوي نوموړي ته د ورغ صحت او لا برياليتوبونو غوښتنه کوي . په
درناوي
هلمند ميشت فرهنګپال