د بخښونکی او مهربان لوے څښتن په نامه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليک: انور شاهين خانخېل

پښتانۀ اتلان





چې سړے ژوندے وی نو هر څه هر څه به واوری. له ډېرې مودې راهسې به دا بې بنياده او غرضی خبره کېده چې پښتانۀ آريا نه بلکې بنی اسرائيل دی او ځينو قلم فروشو به دې خبرې ته ډېره هوا ورکوله او ځينې يې اوس هم ورکوی په دې اميد چې صهيونسټان راته بلنه راکړی چې ته خو زمونږ ورور عزيز يې راشه او ورته د مظلومو فلسطينيانو په وينو او هډوکو جوړ شويو صهيونسټ مېشته ښارګيو کښې يوه بنګله ورکړی. حال دا چې د دود، دستور، فرهنګ، خوی، خصلت او مخينې له لحاظه په بنی اسرائيلو او پښتنو کښې د ځمکې اسمان فرق دے او هيڅ يو مستند تاريخ دا خبره نه قبلوی چې ګنې پښتانۀ بنی اسرائيل دی. البته د حق پرستو او حقيقت پسندو پښتنو ليکوالانو او محققانو په مخنيوی سره دغه دسيسه چې د پښتنو د راپرزولو، اغوا کولو او بدنامولو لپاره کپږی ناکامه شوې او ناکامه کيږی..
خو هغه د پښتو متل دے چې اوس مې د سهار په بانګ کښې نوې ټپه واورېده او هغه دا چې رحمان بابا (رح) او خوشحال بابا (رح) عربان وو يا رحمان بابا (رح) عرب ؤ او خوشحال بابا (رح) ترک ؤ او دغسې نورې ګډې وډې. که هر څو يې څوک يې په طنزيه قلم او څوک يې د تحقيق او څېړنې په قلم سره ليکی خو په هر صورت کښې د پرديو خدمت دے.
دلته زۀ نه غواړم چې د رحمان بابا (رح) او خوشحال بابا (رح) غوندې لکه د نمر ښکاره پښتنو اتلانو د پښتنو ثابتولو لپاره څه څېړنه وکړم يا څه ثبوتونه ورکړم او خا مخا يې متنازعه وګرځوم خو دا خبره چې ما مخکښې هم په خپلو څو مقالو کښې په ګوته کړې ده چې په پاس او کوزه پښتونخوا کښې د پښتنو له لاسه د انګرېز سامراج له شرمناکې رسوائۍ او تېښتې نه پس دغه سامراج د امريکی شېطانی حکومت او صهيونېسټ رژيم په ملګرتيا سره چې څنګه د اسلام په خلاف يو ځاے شوی او پټ ښکاره اقدامات کوی نو دغسې له پښتنو نه د انتقام او راپرزولو په غرض د پښتو او پښتنو په خلاف هم په مختلفو پټو او ښکاره سازشونو کښې بوخت شوی دی چې په هغو کښې په بره پښتونخوا کښې د طالبانو د ډلې جوړول، په کوزه پښتونخوا کښې د مذهبی ګوندونو حکومت راوستل او د دوی په لاسو پښتانۀ په دهشت ګردۍ، تنګ نظرۍ او جهالت باندې معرفی کول شامل دی. او اوس د رحمان بابا (رح) او خوشحال بابا (رح) غوندې پښتانۀ اتلان له پښتونولۍ نه وېستل هم د دغو دسيسو او سازشونو يوه برخه ده.
دلته به د دې خبرې وضاحت وکړم چې د داسې کارونو لپاره جارج ډبليو بوش صېب له سپينې ماڼۍ نه او اېريل شېرون صېب د تاريخ له ټولو نه له لوے ځنکدن نه نۀ راپاڅی او د دا ډول کارونه په خپله نه ترسره کوی بلکې د خپلو لاس پوسو په ذريعه د دا ډول کارونه انجاموی او هم هغوی ځينې قلم فروشه کسان په پښتنو کښې د داسې شکونو پېدا کولو لپاره هڅوی. او بل طرف ته خپل هغه معمولی شاعران او ليکوالان په مونږ باندې سوروی او منی يې راباندې او حتی چې زمونږ په تعليمی کتابونو کښې يې هم شاملوی چې هغوی زمونږ د پښتنو يو معمولی شاعر ته هم نه شی رسېدې او بل طرف ته زمونږ هغه پښتانۀ اتلان چې تل يې دغو شېطانی قوتونو ته د خپلې تورې او قلم زور ښودلے دے د پښتونولۍ نه په وېستلو کوشش کوی چې په دې کار سره به د پښتنو په زړونو کښې د هغوی مينه کمه شی او پښتانۀ به د دغو قوتونو په خلاف هغه ننګيالی او پتيالی پښتانۀ مشران د ځان لپاره د سرمشق له جوړولو نه منعې کړی خو دا د دوی اشتباه ده ځکه چې پښتانۀ داسې نه دی پښتانۀ خو د هر قوم او هر ملت ننګيالی، پتمن، غېرتی او بهادر شخصيتونه او اتلان خوښوی بلکې هغوی که په نسب نه وی نو په اصل او کردار باندې يې پښتانۀ ګڼی او مينه ورسره کوی او دا ځکه چې پښتنو له يو قوم او ملت سره بې ځايه تعصب نه لری او هر چا ته د احترام او د هغۀ د ښه کردار په نظر ګوری. او د دې غټ ثبوت دا دے چې که څه هم د خداے ګران رسول (ص) د هغوی پاک اهلبېت (ع) او ګران او سرښېدونکی اصحابان (رض) که څه هم اکثر عرب وو خو بيا هم د پښتنو له زړونو نه د هغوی مينه نه کميږی بلکې زۀ به دا دعوا وکړم چې حتی له عربو نه هم پښتانۀ له هغوی سره زياته مينه کوی. او کوشش کوی چې د هغوی د خوبيانو او کردار په وجه هغو پښتانۀ وښئ. او بل طرف ته که په پښتنو کښې ظالمان، غداران او د پرديو اېجنټان تېر شوی وی نو هغوی له پښتو او پښتونولۍ نه وباسی او وائی چې مړه په هغۀ کښې د څه پښتو وه يا هغه هډو پښتون ؤ نه. نو که دغه شېطانی قوتونه او د هغوی قلم فروشه اېجنټان په قومی توګه له پښتنو نه د دغو تاريخی اتلانو د جدا کولو کوششونه کوی نو بيا هم په خپلو نا پاکو او ناوړو مقصدونو کښې نه شی کاميابېدې او په دې کارونو سره هيڅکله پښتانۀ نه له ځان سره ملګری کولې او نه يې زېر کولې شی.

حق او حقيقت خوښوونکی د قلم خاوندانو ، ليکوالانو او څيړونکو ته پکار دی چې د دا ډول دسيسو او سازشونو د ناکامولو او مخنيوی لپاره خپل قلمونه په کار راولی او حق خبره بيان کړی.

انور شاهين خانخېل
پېښور (کوزه پښتونخوا )
برېښناليک : دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.