دا ماشوم ځانمرګى دى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

معلم صلاح الدين

نن د افغانستان د غميزې يوه بله غمژنه ورځ ده. او دا غم د ماشومانو دى.
د هغه ماشوم د پلار لپاره خو د خوشحالۍ ورځ ده چې د رفيق الله په نامه تنکى ګلالى ځوي يې د ځانمرګي بريد له ترسره کولو وړاندې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغى او روغ رمټ خپل پلار ته وسپارل شو. پلار د خپلو سترګو د تور د ليدلو پر مهال د خوښۍ دومره زياته څرګندونه کوله چې ماته يې ژړا راوستله. او زما دغه ژړا هغه وخت د خوښۍ په ځاى په يو ستر ماتم بدله شوه چې د ارزګان د ولايت په دهراود کې د ښوونځي دولس زده کوونکي د سړي خورو د يو بريد په ترڅ کې په وينو ولمبېدل او خاورې ايرې شول. مېندو او خوېندو به يې خداى خبر څومره سرونه شوکولي وي او پلارانو او ورونو به يې څومره ژړلي وي. زه نه پوهېږم چې دا سړي خواره د کومې تيږې زړونه لري چې د ګلاليو ماشومانو په وژلو او ترور کولو نه دردېږي. ايا دوى ته د ځناور په ويلو د ځناورو سپکاوى ندى؟
وړمه ورځ دلته په کابل کې په يو رستوران کې د ملګرو سره ناست وم او د طالبانو په چاودنو او ځانمرګيو بريدونو کې د ملکي خلکو د وژنې پر موضوع مو خبرې کولې. زما يو ملګرى چې نور سم دم سړى دى خو عقل يې د (جومات) د طالبانو دى، له مانه پوښتنه وکړه چې بهرنۍ قواوې خو هم ملکي خلک شهيدان کوي؟.
دا خبره زياتره خلک کوي. زما په نظر د بهرنيو قواوو د هغو بمباريو چې په ملکي خلکو کېږي چې هر څومره غندنه وشي کمه ده. مونږ پخوا هم دغه بمباريانې غندلې دي، اوس يې هم غندو او بيا به يې هم غندنه کوو. خو که په سړه سينه سوچ وکړو او د خپل خداى راکړي عقل څخه کار واخلو نو پوهېږو چې د بهرنيو قواوو د بمباريو مسئوليت هم په طالبانو راځي. بهرنيو قواوو کله د بمبارۍ پېل له خپلې خوا کړى دى؟ هر ځل بمباري هله شوې ده چې ترهګرو په هغوى بريدونه کړي دي. نو ښکاره خبره ده چې هر چاته ځان خوږ دى او چې کله په هغوى بريدونه کېږي نو ايا هغوى به په ځواب کې ګلونه ورلېږي؟ هيڅکله نه. هغوى به بمباري کوي. اوس دا چې دغه بمباري ملکي خلکو ته زيان اړوي، د طالبانو د هغو خونخوارو تاکتيکونو پايله وي چې دوى يې اسلام بلي، يانې د خلکو د کورونو منځ ته ورتلل، له هغه ځايه بريد کول او بيا د سُورلنډو په څېر تښتېدل. او کله چې بمباري وشي نو که پنځوس پکې ترهګر وژل شوي وي او دوه پکې ملکي خلک وژل شوي وي دوى ژر ژر مطبوعاتو ته تليفونونه کول پېل کړي، خپل بدل نومونه وښيي او وايي چې دلته ناټو بمباري کړې پنځوس ملکي خلک يې وژلي دي. ځانونه ورته د هغه ځاى ملکي اوسېدونکي وښيي. دغسې د درواغو يو پروپاګنډ وکړي او خپل خلک او وطن نه يواځې ويجاړ کړي بلکې درواغ هم ووايي.
دا خبره زه نه کوم بلکې د ملګرو ملتونو لخوا شوې ده. همدا نن د ملګرو ملتونو لخوا په خپور شوي راپور کې وويل شول چې طالبان ملکي خلک يرغمال کوي، له داسې تاکتيکونو څخه کار اخلي چې په ناټو او ايتلافي قواوو ملکي خلک ووژني او بيا مطبوعاتو ته په تليفونونو کولو سره د ملکي خلکو د وژنې شمېرې زياتې ښيي او د درواغو پنډونه تړي.
زړه دردوونکې خبره بيا داده چې طالبان په چاودنو او ځانمرګيو بريدونو کې د ملکي خلکو په وژلو نه خو بيا بښنه غواړي، نه ملامتيا څرګندوي، نه يې د مخنيوي ژمنه کوي او نه دا خبره مهمه ګڼي. برعکس وايي چې دا په اسلام او شريعت کې روا دي. نو اسلام او شريعت خو هر چا ځان ځان له جوړ کړى دى. چې د اسلام اباد د سره جومات د خطيب په اسلام کې زرګونه متعلمين د جهاد په نامه راټولول او د مرګ خولې ته ورکول او پخپله په چادري کې تښتېدل شته نو د طالبانو په اسلام کې به خامخا د ماشومانو، عالمانو، ژورنالستانو، پوهانو، قومي مشرانو، ډاکټرانو، انجينرانو او بې ګناه خلکو وژل روا وي.
ايا د رفيق الله په نامه دغه ماشوم چې مور پلار به په څومره دعاګانو له خدايه غوښتلى او بيا څومره په مينه لوى کړى وي او دا ارزو به يې لرلې وي چې زوى يې سبق ووايي مدرسې ته لېږلى وي خو دې سړي خورو له مدرسې تښتولى او بيا يې د ځانمرګي بريد لپاره افغانستان ته رالېږلى دى. ايا ددې ماشوم عمر د ځانمرګي بريد کولو دى؟ ايا دا دومره پوهه لري چې د ځانمرګي بريد لپاره استعمال شي؟
زه وايم د افغانستان د خلکو په څېر بې احساسه او بې عاطفې خلک د نړۍ په يو ګوټ کې نشته چې د خپلو بچو او خپلو ماشومانو د دښمنانو پر ضد پاڅون نه کوي او دغه سړي خواره په يوه الهي ناره له منځه نه وړي.
که څوک دا فکر کوي چې طالبان د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژلو دا لړۍ د جهاد او د بهرنيو قواوو له افغانستانه د ويستلو لپاره پر مخ بوځي نو زه درته په دليل او ثبوت سره وايم چې نه هيڅکله نه. دا د پاکستان د مفاداتو جنګ دى چې ځينې نور افغان دښمنه عناصر هم پکې لاس لري خو دوى به په دې توګه هيڅکله بهرنۍ قواوې له افغانستانه ايستلو ته اړ نه کړي. بهرنۍ قواوې همدوى راوستې دي چې په افغانستان کې يې د ګردې نړۍ ترهګر راټول کړي وو او تر امريکا پورې هېوادونه يې د ورانکارۍ څخه بچ نه وو پاتې. او اوس د بهرنيو قواوو د ويستلو يواځې يوه لاره ده. هغه دا چې په خپل وطن کې امنيت او حکومت او دموکراسي راوستل او پياوړې کول. په کومه ورځ چې زمونږ حکومت دموکرات، بچي باسواده، ملي اردو پياوړې، د پوليسو نظام پاک سُوتره او امنيت تامين شو هماغه به په دې هېواد کې د بهرنيو قواوو اخري ورځ وي.
که چېرته طالبان ريښتيا مسلمانان او افغانان واى او غوښتلى يې چې افغانستان او افغانان ښه شي نو دوى چې څومره انرجي او پېسې په ورانولو، تښتولو، حلالولو، ويجاړولو، بريدونو، چاودنو او ځانمرګيو بريدونو لګوي که ددې پنځه فيصده يې د هېواد په جوړولو، بيا رغاونې، امنيت، ثبات او د افغانانو په مرسته لګولى نو اوس به افغانستان ګل و ګلزار وى او بهرنۍ قواوې به په خپله مخه تللى. خو داسې ځکه نشي کېدلى چې طالبانو ته کوم هېوادونه او کوم قوتونه پېسې او وسلې ورکوي نو هغوى يې د افغانستان د جوړولو دپاره خو نه بلکې د ورانولو لپاره ورکوي.
خو د افغانانو سره دا يو چانس شته چې د خپل وطن، خپلې خاورې او خپلو بچو سره مينه وکړي او د ترهګرۍ ددې لعنت پر ضد هر تن د خپل وس په مطابق کار وکړي. زمونږ ماشومان بچي، زمونږ مشران او قومي سپين ږيري، زمونږ ډاکټران، زمونږ انجينيران، زمونږ پوهان، زمونږ ليکوالان، زمونږ ژورنالستان او زمونږ بې ګناه بې خطا خلک د پرديو د ګټو لپاره وژل کېږي او ترور کېږي او مونږ خبره قدرې هم نه کوو. که دا حالت همداسې پاتې شو نو افغانان به خامخا يو ځل بيا د تباهۍ او بربادۍ هغې کندې ته ورپرېوځي چې پخوا هم څو ځل د سوسياليزم، شريعت، جهاد او اسلام په نامه ورغورځول شوي دي. ځکه چې خداى پاک خو پخپله ويلي دي: زه د يو قام حالت تر هغې نه بدلوم تر څو چې هغه قام خپل حالت پخپله بدلول ونه غواړي.