دافغانستان دملي راډيو تلويزيون دنوی ريس سره دزړه خواله ښاغلى ډاکتر واحد نظري !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور دروزگان خپرونې مسول مدير

پخه شپه وه چې دعادت له مخې مي دتل افغان ويب پاڼه پرانيستل چې دنووليکنونه ځان خبرکړم . هلته مې دپاڼې پر تندی دافغانستان دملي راډيوتلويزيون دنوی ريس په توگه ستاسودنوې ټاکنې خبرترسترگوشو،لومړۍ مي فکر وکړ ممکن کوم چابه پدې نامه طنز ليکلې وي . دمطلب په لوستلوسره پوه شوم چې خبره بله ده . ډيرزيات خوښ شوم اوسمدلاسه مې له ځان سره وويل که له لمړئ ورځې کاردکار واهل ته سپارل شوی واي څومره به ښه واي اوس به موهيڅ ډول ستونزه نه درلوداي .
دقدروړ نظري صاحب!
ترهرڅه وړاندي پدغه ستونځمنوشرايطوکې پدې نوې دنده ستاسودگمارلوله امله تاسوزموږدهيوادوتلی کلتوري اوفرهنگی څېرې اوشخصيت ته دزړه له کومې مبارکې ووايم . پدې ډاډه يم که تاسوته لکه چې دغه مسوليت ېې درپغاړه کړئ دی يو لږ شانتي صلاحيت هم درکړل شی دمسلکي وړتيااوهيوادسره تودې ميني له مخې به مو په سپارل شوو دندو کښي زيات برياليتوبونه په برخه شي . زه درته د لوی خدای له دربارنه دروغتيا،خوښ ژوند اودومره برياوهيله کوم ،کوم چې تاسوئې ځانته غوښتونکی ياست .
زه نه غواړم دمبارکۍ په پيغام کښي موهيوادوالوته وروپېژنم ،ځکه پدې پوره باورلرم ،ټول هيوادوال موپېژنی اوستا سودفرهنگی ژوند،مسلک اوعالي تحصيلاتو،داچې تاسويووتلئ فلم جوړونکۍاوډايريکټر ،بهترين ليکوال اويوله هغوگو تو په شميرطنزليکونکونه ياست پوره معلومات لري . هغه طنزموچې (( زموږبيرغ کوم رنگ لري)) له ډير پخوانه دخلکوپه ژبه دی . خو چې تاسوخپله په خپلو گوتواومسافر قلم ليکل شوی طنز ((سرونه ياککری)) هېره نکړۍ . دافغانستان ولسمشرته پدې دنده ستاسودټاکنې دوړانديزدوړاندي کولووپه اړوندغواړم دکلتوراوځوانانود وزارت ښاغلي وزير صاحب دداسې پرځاي ،ګټور اوزړه ور اقدام ستاينه وکړم . خدای دوکړي چې په راتلونکې کې هم محترم وزيرصاحب د ملي ګټو په نظر کې نيولو سره په همدې ډول د مسلکې پوهې اومهارت څښتن کسان دخپل وزارت په اړونده اداروکې په چارووگماري ،ترڅونوردولتي چارواکي هم لدې پرځاي کارنه پيروي وکړي اودغې شوړېدلې ، ويجاړې اوغيرمسلکي ادارې ته د مسلکي کسانوپه گمارلوسره نجات ورکړی .
نه پوهېږم چې ولې زموږ دولتي چاراکی پسله زياتو قربانيو اوتيروتنوډيرناوخته متوجه شي چې په دنده گمارل شوۍ کس دهغه کار دسرته رسېدو وړندۍ . په هرحال يوروسی متل دی وايي ((تردې چې هيڅ وخت ونشی ترهغه داناوخته هم ښه دی)) دولتي جگپوړی چارواکي اوخپله ولسمشربايد پدې پوره ډاده وي چې (( واحدنظرې)) پر خپل ځاي ټاکل شوۍ دی ،دهغه علمې وړتيا،پاک لاسونه اووطن سره مينه هغه ته داتوان ورکړئ چې ددې اونوروډيرودرنودندودسرته رسېدوترعهد ې ووزی ،زماددې خبرې پخلۍ په مهاجرت کښي دهغه دژوندشرايط اوفرهنگی چوپړاوتلاښونه کولاي شی .
ښاغلی واحدنظري په اروپا،سوېډن اوپه ځانگړې توگه دمالمو په ښارکې ټول افغانان پېژني ،دهغه دعلمي اوفرهنگی تلاښونو سره اشنادي .ځکه موږ ټول دهغه په ټاکنه خوښ يو .
زه دواحد نظري دادبي اوهنري ليکنو اوپه اروپاکښې دهغه دفرهنگی زياراوتلاښونوسره د يوهم غږی اودوست په توگه دده ټاکنه پرځاي بولم ،کاشکې چې داډول ټاکنې ډيرپخوا شوی واي ،خو اوس هم ډيرناوخته ندی .
ښاغلی نظري صاحب!
اوس راځوهغو خبروته چې ستاسونه دافغانستان دټول زورېدلې ولس ،هغوي چې تاسوپېژنی اوپه کلونو کلونومود ناخوالوپرسره شپې ورسره په خبر وسهارکړې دي ډيرې زياتي غوښتنې نلرې ،مگر دڅه کارونوسرته رسېدوهېله درنه لرې .
لومړئ بايد ديودوست په توگه درته ووايم ،که دغه ډبره چې تاسويې بايد پورتۀ کړئ درنۀ وي اويادرنۀ شول سمدستی يې پرځاي کښېږدی .پدې کار موهمېشنۍ عزت اودرناوئ خوندی کېږي .
موږټول پدې پوهېږو چې تاسوته په کوموشرايطو کښي دادرنه دنده درپه غاړه شول ،هلته په وطن کې څه تېرېږي ،کوم ډول خپلې اوپردۍ لاسوهنې ،غوښتنې اووړانديزونه طرحه کېږي چې کله کله ئې سرته رسول خوپرېږده اورېدل ئې انسان پرله څرخوی . خو داشرايط دي اوپدې حالت کښي مودادنده منلې ده .بايد سرته ورسېږي ،داوطن پرموږ ټولوحق لري ، هغه چاته چې دکارشرايط مساعد وي اودشالخواورته تورونه اوجنجالونه جوړنشي اړينه ده چې دې کړېدلې ولس ته دخپل توان په کچه يوڅه وکړي ،داولس دډيروخدمتونو،نازونواودرناوي لايق دی .
زموږ داوس لپاره دمباره کی له پېغام سره وړانديزونه پدې ډول دي :
۱/ لکه چې تاسودکاردپيل په لومړۍ ورځ دخپلو راتلونکو پلانونوپه اړه ماښام پخیرافغانستان ته وویل : دملي راډیو تلویزیون ډیرې خپرونې په لرغونې بڼه خپریږي اوموږغواړو هغه دوخت له غوښتنې سره برابرې کړو.که پدې کاربريالي شوئ په رښتياسره به دغه تلویزیون ملي بڼه غوره کړي .
۲ / تاسوته تر هر چا روښانه څرگنده ده چې راډيواوتلويزيون که ددولت ژبه ده نوبلې خواته ولس پدې ژبه هغه وخت خبرې اورې کوم چې خوښه يې شي اوپرې پوه شی . هيله موداده ترهغه وخته چې تاسوهلته مسؤليت لری که دژبنی تعصب ، توپير اوتفق دلارويانوپرمخ دخپلې ادارې راډيواوتلويزيون دروازې وتړۍ ،په هغه صورت کښي به ستاسودتلويزيونی اوراډيويي پروگرامونوداورېدواوليدوليوال به ټول افغانان وي .په هغه صورت کې به موله يوې خواددولت غوښتنې اوپوښتنې تر ولسه پوری رسولې وي اودوي به موسره نژدې کړې وی ،اوله بلې خوبه مودملي يووالي پروسې دپياوړ تيااوټينگښت لپاره ستر خدمت ترسره کړۍ وي .
۳ / تاسو اوددولت ټولوجگپوړو اړونده چارواکوته څرگنده ده په هردليل چې دی همدا اوس تر پنځه ميليونه زيات افغانان په گاونډيو هيوادو،اروپا،امريکا ،افريقا،اسيا اواسترالياکې اوسې . پدغو هيوادو کښي دنوروهيوادوکډوال هم ژوندکوی ،هغوي ددې لپاره چې له خپل هيواداوکلتورڅخه يې ماشومان ليري پاته نشي اوله هرڅنه بېگانه نسي پدغوهيوادوکې راديويي اوتلويزيوني خپرونې ،فرهنگی ټولنې اوناستي پاستي لري ،چې له نيکه مرغه پدي ورستيو کښي په افغانانوکښې هم دافغان روڼ اندوپه زيار اومرسته پدي برخه کښي گټور گامونه پورته شوی دی چي تاسوپه خبرياست اوتاسوخپله هم تراوسه موږله ځانونه لری نه ياست بللې . خوددغوهيوادو کډوال دخپلوهيوادودديپلوماتيکی مؤسسو (سفارتخانواوجنرال قونسليو) له لارې دخپل هيوادسره مخامخ فرهنگی اړېکې ټينگوي ديپلوماتان دفرهنگی ټولنوپه مرسته دخپلو وطندارانو ليدوپه موخه مختلفوښاروته سفر کوي اودهغوي سره دزړه خواله کوي که کومه ستونزه ولري دحل لپاره ئې درسمی چينلوله لاري ورسره مرسته کوي ،له دېنه خوموږ محروم يواوداستاسو دنده نده چې چارواکې ورته متوجه کړی .
مگر تاسوکولاي شی په هرشکل اوله هرومعقولومادي اومعنوي امکاناتونه په استفادې سره چې کېږي بايد دافغانستان ملي راډيو اوتلويزيون په ټول افغانستان اونړۍ کښي دليدو او اورېدو وړوگرځي .
دادشرم خبره نده چې يوشخص کولاي شي پخپل مټ يادنوروپه مرسته تلويزيوني داسي چينلونه فعال کړي چي په ټوله نړۍ کښي ئې ليدل شونی وي . مگر دولت چي دټولې نړۍ سره دوستانه اړېکي لرې اوټوله نړۍ يې په رسميت پېړني ولس يې دشخصي تلويزيونونندارې ته ناست دی .موږپدي برخه کې دخصوصې سرمايه گذارۍ ،مخالف نه يوخوددولت لپاره داشرم گڼوچې نه يې دننه په ټول هيوادکښي راډيواورېدل کېږي اونه يې تلويزيوني پروگرامونه .
زه نه پوهېږم چې دښاغلي ولسمشر نه نيولې ،پارلمان ، ښاغلي وزيرانو اونورجگپوړی ددغې ملي دندي دنه رسېدوله امله په کومه بهانه ځانته دخلاصون لارپيداکوي .که ديوې اقتصادي پروژې ،پله ،ښوونځۍ،روغتون اونورو ټولنيزو گټواخيستنې مؤسسې دامنيت اوسولې شرايطوته اړتيالري ،دراډيواوتلويزيوني خپرونودخپږيدوپر ضددويشتلووسله تراوسه لاددولت دمخالفينولاسته نده ورغلې اوپدې ډاډه يم چې داکاربهتر ډيره ونشي .
داوې زموږډيرې ساده اوعملي غوښتنې ،چې دهغوي سرته رسول به ستاسونوم نورهم ابدی کړی .
په پاي کښې يوځل بياهم دلوي څښتن له دربارنه تاسوته دلازياتوبرياليتوبونو هيله کوم .

حبيب الله غمخور دروزگان خپرونې مسول مدير

۲۰۰۷ م کال دجولاي ۱۲ ورځ