غني د وطن ابادي او دښمن یې بربادي غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
ولسمشر غني چې له وطن او ملت سره خپله لېونۍ مينه لري او د همدغې لېونۍ مينې په خاطر غواړي چې خپل هیواد او ملت ته کار وکړي. تر څو هیواد پرمختګ وکړي او ولس په ارامه سره خپل ژوند وکړي. ځکه چې له څو لسیزو راپه دې خوا جنګ د افغانانو په قسمت رسېدلی، خو غم خوار یې بیا پيدا نشو.
وروسته له څو کلونو افغانانو ته خدای د ښاغلی غني په شان ولسمشر ورکړ چې د خپل هیواد د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره یې خوب او ارام پر ځان کم کړی او د ورځې حداقل شپاړس ساعته مسلسل کار کوي، سفرونه کوي، ملاقاتونه کوي، ستړې ګالي او هلې ځلې کوي.
ولسمشر غني مفسدین، مافیا، جنګسالاران، زورواکان، غاصبان او نور هغه افراد او اشخاص چې شپه او ورځ د ولس وینې زبېښي او د ځانونو د چاغولو په غم کې دي په لومړي قدم کې یې له حکومت او مقامونو څخه لیرې کړل، په دویم قدم کې یې د دوی واک او ځواک انحصار کړ، په دریم قدم کې یې له دوی سره حساب او کتاب شروع کړ، د دوی د غلاو، فساد او درغلیو مخه یې ونیوله، غصب شوې ځمکې یې ورڅخه واخیستې، د دوی جنګیالي یې بې وسلې کړل او اکثره یې د زندان د تورو تمبو شاته واچول او ورځ تر بلې د دوی پر ضد د حکومت اقدامات زیاتېږي.
هغه زورواکي چې په دولتي ادارو کې بې قانونه کارونه تر سره کول له دندو یې ګوښه کړل. هغه زورواکي چې د ملت حق به یې خوړ او حساب به یې نه مانه بانکي حسابونه یې پرې بند کړل. حتا اوس یو دولتي مامور هم نشي کولی چې له هغه خپل محدود حساب څخه زیاتې پیسې په خپل بانکي حساب کې واچوي. ښاغلی غني وایي زه جنګ نه ابادۍ ته پیدا یم او زما کار ابادي ده، مګر دښمن د تحمیل شوي جنګ له لارې غواړي چې ولسمشر غني د هیواد له ابادۍ راوګرځوي او په دې خاطر د هغه زیات وخت د جنګ په مدیریت تېرېږي.
ښاغلی غني وايي له کله نه چې زه واک ته رسېدلی یم دښمن په ارامه نه یم پريښی، هره ورځ یا په روغتونونو ګرځم د مریضانو د حال پوښتنه کوم او یا هم په هدېرو ګرځم او دعا ورته کوم ځکه چې دښمن مو په هیواد کې د هیواد  مېړني او زړور امنتي ځواکونه او ولس په ارامه ندي پريښي یا خو مخامخ ورسره جګړه کوي او یا یې هم په بمونو الوزوي او راشهیدانوي یې. مګر دښمن په دغسې وحشتونو او جنایتونو سره د ښاغلي غني د خدمت اراده نشي کمزورې کولی او هغه شپه او ورځ د هیواد د انکشاف، زیربنا او نورو اساسي پروژو په برخه کې په شدت کار کوي.
د ښاغي غني لوی ارمان او هیله همدا دی چې هیواد ته یې سوله او امن راشي او ولس یې په ارمه سره خپل ژوند وکړي. چې دا د ده تر ټولو لوی ارمان دی او د پوره کولو لپاره یې هلې ځلې هم زیاتې کړي او ولس هم ورسره ولاړې دې ولس هم همدا غواړي چې هیواد ته یې سوله او امن راشي چې راتلونکی نسل یې په ارامه فضا کې ژوند وکړي.