امارت په ماتېدو ښکاري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
له کومې ورځې چې ملاعمر د پاکستان د کراچۍ ښار په یو روغتون کې ساه ورکړه، نو له هغه وروسته د طالبانو لیکې کمزورې شوې، ځکه چې د هغه له مړینې وروسته پاکستان په دې ونه توانېده چې د وسله والو طالبانو په منځ کې داسې څوک ومومي چې طالبان پرې راټول کړي، له همدې امله د دوی په منځ کې اختلافات پیدا شول، ملا رسول ډلې خپل شتون اعلان کړ. په همدې خاطر په هلمند کې د دوی ترمنځ سختې نښتې او جنګونه وشول
.
وسله وال طالبان په بېلابېلو ډلو او ګروپونو وېشل شوي دي چې ځینې یې په کویټه ، کوهاټ او د پآکستان په  بېلابېلو ښارونو کې مېشت دي او له هغه ځایه په افغانستان کې د جنګ نقشه او قومنده ورکوي او ځينې بیا د جګړې په ډګر کې جنګېږي. یوه بله نازولي ډله په قطر کې مېشته ده چې هم یې ژوند د نورو ډلو په پرتله ارام او هوسا دی او هم یې سرونه تر دوی خوندي دي.
د طالبانو تر منځ دغه طبقاتي موجودیت هم د ژورو اختلافاتو لامل دی. له بل لوري د جګړې د لیکې طالبان د دولت په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري وژل کېږي. هره ورځ دوی درانه زیانونه ویني، مګر جنګ د طالبانو په مجبوریت بدل شوی دی، ځکه د پاکستاني پوځ له لوري د دوی ژوند په خطر کې دی. د دوی کورنۍ یې ګرو نیولې دي. طالبان د ژغورنې یوازې یوه لاره لري. هغه د سولې او بین الافغاني مذاکراتو لاره ده.
لنډه دا چې وسله وال طالبان تر سخت فشار لاندې دي. له یوې خوا یې داخلي اختلافات ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او له بل لوري د دوی رهبري د امتیازاتو په سر سخت سره وران دي، پاکستان هم دېته لمن وهي. له وروستیو اختلافاتو داسې اېسي چې امارت په ماتېدو دی او باید مات شي چې د امارت له ناحیې وطن او ولس ته ورپېښ تهدید او ناورین پایته ورسېږي.