افغانستان د استحکام په لور

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


موږ  هر حرکت باید د افغانستان د گټو په چوکات کې وارزوو، نه د کوچنیو گټو له زاویو څخه.

زه پر هغه بد چلند او غیر انساني سلوک، ځورولو، رشوت اخستلو او بې عزتيو  باندې، چې د پاکستان پوځي ادارې د افغان مهاجرو سره کوي، او جبرآ یې افغانستان ته واپس کوي، نه غواړم تبصره وکړم.

متل دی، چې وایې "که عیان است، چه حاجت به بیان است".

زه دې حرکت کې هم د مهاجرو او هم د افغانستان خیر او صلاح وینم او په نیک فال يې نیسم.

د لویو مهاجرو ډلو د اجباري شړلو له پاره گر چه ااا یو لړ تدابیر نیولي، خو که د ملي اقداماتو په چوکات کې دغه پروسې ته وکتل شي او په معقول شکل هغوي خپل وطن کې ځای پر ځای شي، څو گټې لري.

١ -  هغوي نور د ښاري  ژونده سره بلديت لري.

٢- په تجارت او راکړو او ورکړو باندې، چې د یو  ملک د ملي اقتصادې د ماشین یوه مهمه برخه جوړوي، ښه پوهیږي  او دا ماشین ښه چلولای او په پښو درولای شي.
دا ځکه چې هغوي په دې برخه کې لازمې عملي تجربې او مهارتونه تر لاسه کړې دي.
٣- د نورو سره د سوله ایز گډ ژوند سره عادت شوي دي.
٤- کوم حالت چې هغوي زغملي دي، د وطن دوستې د مينې او ایمان سره به په شوق  او قوت سره د خپل وطن په ابادلو او رغولو کې برخه واخلي.
٥- اکثریت یې د تعلیم او معارف په اهمیت هم ښه پوهیږي او د ښه  او نوی ژوند په فکر سمبال شوي راځي.
بنآ، د هغوي راتگ د افغانستان پر استحکام، د ملي وحدت پر استحکام،، اقتصاد، ثبات او امنیت او یو قوي افغانستان باندې خپل لازم مثبت تاثیرات لرلای شي.

زه د هغوي ستنیدلو ته په همدې باور او هیله گورم.

دا ځکه، چې دغه افغان مهاجر، چې پاکستان ته یې دتگ په منشا کې یې هم دپاکستان واکمنان ؤ او هلته ساتلو او ناوړې گټې ترې اخیستلې (د خپل هیواد پرذضد)، او اوس دساړه موسم په درشل کې دلوټلو او شړلو عامل  بیا هم پاکستاني ادارې دي.
 له بده مرغه او د افسوس خبره خو دا ده، چې دپاکستاني واکدارانو ددغه تریخ اوسپک چلند په وړاندې نه افغان «سیاسیونو »کوم متحد دریځ  لري او نه  هم دپښتنو ملي او مذهبي گوندونه کوم متحد او جدی دریځ  او یو مناسب او قوي عکس العمل لري.

٠٢٠١١٠٢٠٢٣