افغانستان د تفکر په لور.

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 په بهر کې د ځنو افغان سیاستوالو، روڼ اندو او د کيڼ، ښي او غربي لبرالو کړیو، لویه او ستره غلطې، اشتباه، ضدملي دریځ، مشکل او غیر افغاني فکر په دې کې ده، خیانت خو پریږده، نه یوازې، چې خپل اشتباوې نه مني، د خپلو تیرو فکرونو، لارو، کړنو او بهرني برنامو ماته او شکست نه منې، خورا بده خو دا ده، چې خپلو تاريخي تیروتنو ته بې بنياده دلایل وړاندې کوي او د افغانستان ملي گټې د خپل ځان په حضور او د خپلو کوچنیو ایدیالوژیکو گټو د حضور په هنداره کې ویني او پې شخوند وهي.

موږ ټول د نيمې پیړۍ د ترخو او خونړیو حوادثو د بهیر عیني شاهدان یو او و مو لیدل، چې څنگه  چپیانو، راستیانو او د غربې لبرال د دیموکراسۍ حامیانو بهرني فکرونه، نسخې او ایدیالوژۍ د ټولنې د روان سره په ټکر کې پلې کړل او د افغانستان ناپیلتوب یې له منځه یووړ.

 افغانستان یې داخلي جنگ کې راښکیل او د بهرنیانو بر بنډو مداخلو، یرغل او د هغوئ حضور ته لارې خلاصې کړې.

 ژبني، سمتي او قومي اختلافات یې لوی کړل.

 د قدرت ټاپوگان او زور واکه توپکیان يې را وزیږول.
  د افغانستان هویت او  شتون یې له جدي خطر سره مخامخ کړل.
ملي او د وطن سره د مینې، ابادۍ او د کار او خدمت روحیه او فکر يې په زړو او ځوانانو کې ووژل او ډيری مو پردیپال شول.

 فساد، د بیت المال چور، غضب او د جیبونو ډکول د افغان سیاسیونو او چارواکو ورځنۍ دنده او کاروبار  شول.
د اتباعو فردي امنیت او مصئونیت څنگه لیلام  او بې دفاع افغانان کتلوي هجرتونو ته اړ شول.

په داسې شرائطو کې، چې لاره د ټولو نه ورکه وه، طالبان د اسلامې نهضت تر نامه لاندې د افغان او افغانستان د ساتلو او ازادولو اراده وکړه او د اسلام حلقه یې د یو گډ ثقافتي میراث په توگه، په یو ناخیله ملک کې په لاس کې واخست او د افغانستان د نجات لپاره، میدان ته ودانگل او د سترو قربانیو ورکولو نه وروسته، یوار بیا اشغال او انارشیزم ته خاتمه ورکړل.

د افغانستان یوالی، ثبات او سلامتیا یې خوندي کړل او افغانستان یې له شره او له فساده پاک او له نسکوریدو او نړیدو څخه وژغورل او دادی افغانستان د استحکام، امنیت او ثبات په لور، د خود کفایی په لور، د بیا رغونې په لور د داخلې امکاناتو څخه په استفادې د پرمختگ په لور، د اوبو د مدیریت، د بندونو او سرکونو د جوړولو، د صنعتي کیدو په لور، ارام، ارام په بریالیتوب سره قدم پورته کوي، هیلې را ژوندی کوي او با درده افغانان ورڅخه خوند او حظ وړي، چې څنگه په دې پروسه کې ونډه واخلي.

که افغان شموله فکر وکړو او د افغانستان په اړه فکر وکړو او د ااا دا دوه کلن اقداماتو ته له تورو عینکو ونگورو.
قضاوت به دا وي، چې د طالبانو نهضت یو عمل گرا ملي نهضت دی، د ااا چارواکې د عمل خلک دي، نه دشعار او د تشو او پوچو خبرو واکداران او نطاقان.

د گاونډیانو  سره، د سیال په توگه د ملي گټو په چوکات کې په خورا احتياط سره تعامل کوي، د نړۍ د ټولو فشارونو او تحریمونو سره، سره.

دغه  ملي اقدامات و غیر ملي کړیو او افرادو ته د سترگو اغزي دي او له هغه ځایه څخه، چې دا برياليتوبونه زغملای نه شي، نو د کاذبو گذارشاتو او پرو پاگندیو په خپرولو لاس پورې کوي.

ښه ته ښه او ناسم ته ناسم باید ووايو،  د هغوئ هنر مو د بیلگې په توگه وستایل، خو
 د طالبان ټول کارونه ایدیال نه دي.
په ډيرو برخو کې، لکه ښځو ته د تعلیم او لازم مدني حقوقو د اعادې په برخه کې د هغوي فیصلې هیڅ یو با درده افغان منلای نه شي او که دوی همدا شان ادامه ورکړي، نړۍوال له یو خوا او افغانان له بل خوا کولای شي، چې لوی مشکلات او خنډ ااا ته له همدې مسالې نه جوړ کړي.