رسنۍ:پاکستان له طالبانو د يوه قوماندان د ورسپارلو غوښتنه کړې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د راپورونو له مخي پاکستان له افغان طالبانو غوښتنه کړې ده چې د حافظ ګل بهادر په نوم د تحريک طالبان پاکستان د منع کړل شوې ډلې يو پخوانی قوماندان دې ونيسي او پاکستان ته دې وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د پاکستان په رسنيو کې پرون، چهارشنبه دا خبر د ورځپاڼو سرليک وو او په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر لاس پر لاس شو. اسلام آباد تور لګوي چې حافظ ګل بهادر په پاکستان کې په ترهګرو بريدونو کې لاس لري.

څارونکي په دې آند دي چې دا مسئله د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترنګلتيا د ډېريدو ښکاروندي کوي او دا چې په کابل کې د حکومت له پاره د دې غوښتنې منل سخت کار دی.

د دويچه ويله د اردو څانګې چې کله په دې تړاو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سره تماس ونيو، نو د دغه وزارت وياندې زهره بلوچ په يوه تحريري پېغام کې وويل: «موږ په دې اړه هیڅ څرګندونې نه دي کړي او نه غواړو چې د افغانستان د سفارت سره د ترسره شويو ليدنې کتنو په اړه معلوماتو خپاره کړو.»

د پاکستان رسنيو پرون، چهار شنبه (۲۰۲۳م کال د نوامبر ۲۹) داسي راپور خپور کړ چې ګويا، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام آباد کې د طالبانو له خوا استول شوی سفير احضار کړی وو. خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد دا خبر رد کړی دی او ويل شوي چې په پاکستان کې سفارت ته يوازې يو ليک استول شوی دی.

د پاکستان انګرېزي ژبې ورځپاڼې ايکسپريس تريبيون، ليکلي دي چې په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت سفارت ته ويل شوي چې د بنو د بريد په اړه دې تر بشپړو څېړنو وروسته هغه کسان ولټوي چې په ترهګرۍ کې له ښکيلو سره مرسته کوي او د هغوی پر ضد دې جدي ګامونه پورته شي.

د ورځپاڼي د معلوماتو له مخي د افغانستان سفارت ته ويل شوي دي چې د ټولو ترهګرو او د هغوی د پټنځايو پر ضد دې سملاسي او د تائيد وړ اقدامات وکړي. زیاته شوې چې حافظ ګل بهادر دې ونيول شي او پاکستان ته دې وسپارل شي او د دې زمينه دې برابره کړل شي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد بريدونو له پاره ونه کاريږي.

پاکستان تور لګوي چې له هغه وخت راهيسي چې طالبانو بيا په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، د تحريک طالبان پاکستاني يا «ټي ټي پي» ډلې له خوا پر پاکستاني پوليسو، پوځ او عامه وګړو بريدونو زور اخيستی دی. د پاکستان د پوځ د رسنيو څانګې همدا څو ورځې ترمخه ويلي ول چې د نوامبر پر ۲۶مه په بنو کې د بريد پړه د حافظ ګل بهادر ډلي منلې وه او دا چې دا بريدګر يو افغان وو.

د پاکستان موقت لومړي وزير هم په دې وروستيو کې د رسنيو له استازو سره ليدنه کتنه کې وويل چې په پاکستان کې په ځينو ترهګریزو بريدونو کې افغان اتباعو لاس لرلی دی.

سپارل مشکل دي
ځيني کارپوهان په دې آند دي چې د پاکستان غوښتنې ډېرې سختي دي او په ځانګړي توګه د حافظ ګل بهادر د سپارولو د غوښتنې منل د طالبانو له پاره ډېره سخته خبره ده. ژورناليست او شنونکی شمیم شاهد وايي چې د افغان طالبانو له پاره د دې غوښتنې منل ستونزمن کار دی. نوموړي دويچه ويله ته وويل: «حافظ ګل بهادر او نورو پاکستاني جنګيالو د ترهګرۍ په جګړه کې له افغان طالبانو سره ډېره مرسته کړې ده. نو له همدې کبله به د افغان طالبانو له پاره ډېره سخته وي چې د پاکستان د حکومت دا غوښتنې ومني.»

شنونکی ډاکتر فرحت تاج وایي دا چې حافظ ګل بهادر په ماضي کې حقاني شبکې ته ډېر نېږدې وو، نو سپارل یې امکان نه لري: «سربیره پر دې حافظ ګل بهادر او د دې ډلې نور غړي له افغان طالبانو سره قبايلي او نظرياتي اړيکي لري. په افغانستان کې ځيني کړۍ غواړي چې ټي ټي پي د پاکستان پر ضد وکاروي نو له همدې کبله یې هم سپارل آسان کار نه دی.»

د کابل او اسلام آباد ترمنځ ترنګلې اړيکي
داسې انګيرل کيږي چې د ټي ټي پي د بريدونو له کبله اسلام آباد له کابله سخت خفه دی. ډاکتر فرحت تاج وايي چې د ترنګلتيا اصلي علت د ډيورنډ کرښه ده.

هغه وويل: «په افغانستان کې ډېر پښتانه ډيورنډ کرښه د يوه نړيوال سرحد په توګه نه مني، په داسې حال کې چې د اسلام آباد نظر د دې بيخي برعکس دی. د دې مسئلې په اړه ترنګلتيا په بېلا بېلو شکلونو راڅرګنديږي.»

د ځينو څارونکو له نظره د ټي ټي پي په تړاو د پاکستان د صبر کاسه ډکه شوې ده. د پېښور يو خبريال او شنونکی محمود جان وايي چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ښو اړيکو په مخکې دمګړۍ تر ټولو ستر خنډ د تحريک طالبان پاکستان ډله ده.

نوموړي وويل: «پاکستان له همدې کبله په رسمي توګه د حافظ ګل بهادر د سپارلو غوښتنه کړې ده. د غوښتنې د نه منل کیدو په صورت کې د سرجيکل سترايکس يا په افغانستان کې دننه د حملې امکان شته.»

حافظ ګل بهادر څوک دی؟
حافظ ګل بهادر د جميعت علماې اسلام د طالبانو يا شاګردانو له څانګې «جميعت طلبه اسلام» سره تړاو درلود. د شمالي وزيرستان د ځينو کړيو په حواله نوموړی مولانا فضل الرحمان ته هم ډېر نېږدې وو. خو د جميعت علماې اسلام ګوند د مرکزي شورا غړي محمد جلال الدين دا خبره په کلکه رده کړه چې ګويا ګل بهادر د جميعت علماې اسلام د طلبه ونګ غړی وو.

شنونکی ډاکتر سيد عالم محسود وايي چې حافظ ګل بهادر د ټي ټي پي له لومړنيو مشرانو څخه دی. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «حافظ ګل بهادر تل د پاکستان د ادارو [پوځ او استخباراتو] نازولی وو. کله چې د پاکستان حکومت د ټي ټي پي پر ضد عمليات کول نو ګل بهادر نه وو په نخښه شوی ځکه هغه په اصطلاح د ښو طالبانو په نوملړ کې شامل وو.»

حافظ ګل بهادر د پاکستسان له پوځ سره د سولي څو هوکړې هم کړي دي. د ټي ټي پي برعکس د نوموړي ډلې هیڅکله د پاکستان پر پوځ بريدونه نه کول او په همدې خبره یې له ټي ټي پي سره اختلاف هم درلود او بيا وورسته له دې ډلې جلا شو.

داسې انګيرل کيږي چې د ۲۰۰۶م کال د سولې تړون نوموړي د افغان طالبانو د فشار په پايله کې کړی وو. په شمالي وزيرستان کې د اوسیدو په ترڅ کې به نوموړي د پاکستان د ډرون بريدونو په ځواب کې کله کله حملې کولې خو ټوله پاملرنه یې په افغانستان کې امريکايي پوځيانو ته وه.

په ۲۰۰۹م کال کې حافظ ګل بهادر د افغان طالبانو په سپارښتنه له بيت الله محسود او مولوي نظير سره په شريکه د شمالي وزيرستان د مجاهدينو اتحاد په نامه ډله جوړه کړه. دې ډلې ملا عمر او اسامه بن لادن د وسله والو رهبران بلل.

په شمالي وزيرستان کې تر پوځي عملياتو وروسته ګل بهادر افغانستان ته وتښتېد او ډله یې بيرته له ټي ټي پي سره يوځای شوه.

ب. ص/ ن. ز (عبدالستار، اسلام آباد)