د مولانا شیراني د وینا وو څخه چې بار بار په فیسبوکونو کې هم خپاره شوي ، د پاکستان حیثیت و دنیا ته:

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


سید عبید الله نادر

پاکستان و دنیا ته د ترهګرۍ ځاله ثابته شوي د دي د یو لوی عالم او سیاست مدار له خولي چې په میډیا کې به ډیرو اوریدلي وي ،د مولانا محمد شیرانی وینا ده چې وایي : ( دنیا و مونږ ته په کوم نظر ګوري ،د دنیا د ملکونو د پاره پاکستان ګویا د دریمی نړۍ د پاره پاکستان یو بین الاقوامی چوک دی  د مزدورانو ،لکه بازار کې چې مزدوران په چوک کې په تمه ناست وي، چې که یو څوک پیدا شي او دوی د کار له پاره د ځانه سره بوځي او تعمیراتی سا مان او د کار سامان یې هم تر مخه پراته وي ،دلته ملایان د فتوی له پاره په کرایه باندی ملاویږي ،لیډران د قوم د غولیدو دپاره په کرایه باندی ملاویږي ،جرنیلان په کرایه باندی د فوج د استعمالیدو د پاره ملاویږي او کرايي قاتلان یې همداسي درو اخله ،لهذا دنیا و پاکستان ته د کرایي قاتلانو د غلو او لو فرانو د کلي په نظر ورته ګوري )کرایي قاتلان خو يې په رښتیا هم هغه ول ،چې زمونږ ډیر دانشوران ، سیاست پوهان ، شاعران ادیبان ، استاذان او   غمخواران او پوهان په پیښاو کوټه او اسلام برباد او نورو ځایو کې ووژل شول ،په دي څو لسیزوکې دا نه یواځي مونږ ته بلکه د دنیا اکثره خلکو ته دا ثابته شوي، چې کله پاکستان ته پیسي لاس ته ورغلي هغه یې د ترهګرو د تقویت او روزلو په لاره کې استعمال کړي ،یا مصرف کړي ، نو زما په اند په دي پیسو باندی باید دیر فکر وشي ،ځکه د پاکستان د استخباراتي شپکه د تر هګرو د روزلو نه لاس نه اخلي