په ۲۰۲۳ کې د طالبانو حکومت مخالفانو ته کتنه؛ د نړیوالو "ښکاره ملاتړ تر لاسه کولو کې پاتې راغلي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


عنایت الحق یاسیني

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا ځل واکمنۍ درېیم کال روان دی، په ۲۰۲۱ کال کې په چټکۍ سره د ټول افغانستان له نيولو وروسته، په تېرو دوه نیمو کالو کې د بېلابېلو پخوانیو چارواکو او سیاستوالو لخوا د دوی پرضد د مخالفت غږونه پورته شوي.

خو دا ډلې او شخصیتونه د نړیوالو ښکاره ملاتړ ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.

تازه د ملګرو ملتو د امنیت شورا یو پرېکړه لیک منلی، چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د څرنګوالي په تړاو د ورسپارل شویو سپارښتنو ملاتړ پکې شوی دی.

دا سپارښتنې د یوې خپلواکې ارزونې د پایلو له مخې شوې چې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د همغږي تعامل د ډېرولو غوښتنه کوي.

د جمهوریت له پر ځېدو وروسته، ګڼ شمېر پخوانيو مشرانو او شخصیتونو په بېلابېلو هېوادونو کې په لومړي سر کې له یوې څه مودې چوپتیا وروسته د وخت په تېرېدو سره خپل غږونه راپورته کړل.

په ناستو او غونډو کې د دوی اصلي غوښتنه د ټول ګډوني حکومت ده. دا ټول خوځښتونه چې د ملاتړ اصلي کچه معلومول یې ستونزمن دي ټول له افغانستانه بهر رامنځ ته شوي دي، د طالبانو د حکومت مخالفین د دې شمېر لسګونه یادوي او وايي چې د وخت تېرېدو سره په نړیواله کچه د دې حرکتونو په ملاتړو کې زیاتوالی راځي، دوی په بهرنېو هېوادو کې د مخالفینو ډېرېدونکې غونډې د ملاتړ د یوې نښې په توګه یادوي.

شکریه بارکزۍ، چې د طالبانو واک ته رسېدو له پیله د هغوی منتقده ده، ویانا کې د طالبانو د مخالفو سیاستوالو وروستۍ غونډې ګډون واله هم وه، دا وايي "کله چې د یوه حرکت غونډې درېیم پړاو ته رسېږي، دا د ملاتړ یوه نښه ده."

نوموړې وايي، "موږ د جګړې غوښتونکي نه يو، موږ غواړو چې د افغانستان قضيه له سياسي او مدني لارې حل شي په دې افغانستان کې د افغانستان خلک نور د جګړو توان نه لري."

د مقاومت په نوم جوړو شوو ډلو کې د ملي مقاومت په نوم جبهه، د سولې او عدالت ملي خوځښت، د ځینو پخوانیو پوځي افسرانو لخوا جوړې شوې ډلې او نورې شاملې دي.

د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه چې د طالبانو حکومت سره د افغانستان د ستونزو هواري لپاره د ډېر تعامل غوښتنه کوي د ډېرو په اند د طالبانو سیاسي مخالفینو نه نژدې راتلونکې کې د نه ملاتړ یو بله نښه ثابتېدی شي. له دې نه وړاندې امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې په ښکاره ویلي دي، چې "د طالبانو پر ضد به د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوی."

د ډېرو په اند دا یو له هغه علتونو دی چې د طالبانو مخالفت کې جوړې شوې ډلې د نړیوال ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې دي.

له دې علاوه د ډېرو په اند دا شخصتیوتونه او ډلې خپلو کې سره وېشلې دي او یو موټی کېدل یې شونې ده ډېر وخت ته اړتیا ولري، خو د سولې او عدالت ملي خوځښت یو بنسټ اېښودونکی او د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر محمد معصوم ستانکزی وايی، دا ډلې به په یو محور راغونډېږي او د ده په ټکو د طالبانو د ناسم سیاست له امله خلک اړ شول چې نوې هڅې پیل کړي "دا حرکتونه دې لپاره دي چې افغانستان او افغانان له روان بحرانه وژغوري."

ولې نړيوال له خوځښتونو ملاتړ نه کوي
د چارو یو شمېر څارونکي په دې اند دي دا چې تر دې دمه نړیوالو په څرګند ډول له دې خوځښتونو ملاتړ نه دی کړی هغوی د افغانانو نظر ته هم ګوري: هغه دا چې افغانان له څلورو لسیزو زیات وخت جګړو ستړي کړي او غواړي چې د طالبانو په واکمنۍ کې رامنځ ته شوې سولې نه ګټه واخلي.

پاکستانی ورځپانه لیکونکی او څېړونکی احمد رشید چې د طالبانو په اړه لیکنو له امله نړیوال شهرت لري په همدی نظر دی. دی وايي، "افغانان له جګړې ستړي دي، هغوی غواړي چې له اقتصادي پلوه ښه ژوند ولري. او له هغې سولې چې دا مهال یې هېواد کې ټینګه ده ګټه واخلي. خو د دې نه هم انکار نه کېږي چې د مېرمنو په کار او د نجونو په زده کړو بندیز افغانان خپه کړي دي."

د طالبانو یو پخوانی مشر، سید محمد اکبر اغا هم وايي چې جګړې کې افغانانو ډېر تاوانونه لیدلي او نور جګړه نه غواړي.

دی زیاتوي، "هغه کسان چې بهر کې د مخالفت غږونه پورته کوي دا به د هغوی او ټولو افغانانو په تاوان وي، افغانان له جنګونو ستړي دي، مخالفت او شخړو کې تل د افغانستان ګاونډیانو ګټه کړې ده، په کار ده چې نړیوال طالبانو حکومت سره تعامل وکړي، او طالبانو حکومت هم یو لایحه جوړه کړي چې ټول په خپل ځان راغونډ کړي، تجربو ښودلې چې افغانستان کې د یوې ډلې حکومت د ډېر وخت لپاره نه وي، هغوی بل څوک ځان سره نه شریکولو ځکه نو سقوط سره مخامخ شول."

د سولې او عدالت ملي خوځښت یو بنسټ اېښودونکی او د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر محمد معصوم ستانکزی وايی، "داسې فکر کېده چې طالبانو به په خپلې دویمې دورې کې له لومړنۍ زده کړه کړې وي، خو له بده مرغه هماغه پخوانۍ تېروتنې بیا تکراروي".


د چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې څو میاشتې وړاندې د یوه کنفرانس په پای کې د ولسمشر بايډن دا خبرې چې، "يه یاد مو دي ما څه ویلي وو، ما ویلي وو چې القاعده به هلته نوره نه وي، ما ویلي وو موږ سره دې لړ کې طالبان مرسته کوي، اوس څه روان دی، خپل مطبوعات ولولئ زما خبرې سمې وې."

هم د دې نويو جبهو په پلوۍ د هېوادو د نه راوتلو تګلارو ښکارندوي کوي خو د ویانا د غونډې برخه واله شکریه بارکزۍ دا خبره نه مني او وايي، "موږ یوازې نه یوو نړۍ مونږ سره مله ده او غونډې یې بل پړاو ته داخلې شوې دي."

خو ښاغلي سید اکبر اغا بیا په دې نیوکه وکړه چې هیڅ هېواد هم باید دا ډول غونډو ته اجازه ورنه کړي، او هم د طالبانو حکومت باید ټول قومونه په یو نه یو ډول په خپل ځان راغونډ کړي.

د دې ډلو د نړیوال ملاتړ کمي یو بل علت دا هم بلل شوی چې دا ډلې په بهر کې دي، او افغاانستان کې د پام وړ یا هېڅ شتون نلري، او د ولسونو له ملاتړ برخمنې نه دي.

خو ښاغلي ستانکزی وايی، "دوی هڅې پیل کړې دي او قرار قرار ټول بېلابېل نظرونه نژدې کېږي، د بحران د مخنیوي لپاره باید تېرې تجربې تکرار نه شي، که داسې ونه شي افغانستان بل بحران سره مخامخ کېدی شي."

احمد رشید هم وايي د طالبانو د حکومت یوه لویه ستونزه دا ده چې حکومت یې ټولګډونی نه دی، او که دا تګلاره یې دوام کوي د ښاغلي رشید په وینا دا به هغوی لپاره بې پایلو نه وي، "ستونزه دا ده چې طالبان په حکومت کې نورو خلکو ته له ونډې ورکولو ډډه کوي.

د دوی حکومت یوازې له طالبانو جوړ دی. هغه هم یوازې له سخت دریځو طالبانو، فکر کوم دا یو لویه تېروتنه ده. دا چې طالبان د ټولګډوني حکومت په تړاو د نړیوالې ټولنې، ګاونډیانو او افغانانو غوښتنو او نیوکو ته پام نه کوي د دې ډېر امکان دی چې راتلونکې کې به موږ د نارامۍ شاهد یوو."

افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د تعامل د ډېرولو په تړاو د ملګرو ملتو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه، که څه هم منتقدین به لري خو د دې ښودنه کوي چې د نړیوالو اکثریت هم د افغانانو د ستونزو هواری غواړي.

دا چې نړیوال نه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني او نه هم د طالبانو سیاسي مخالفینو نه د څرګند ملاتړ خبره کوي یو خوا یې د نړۍ نورو مسلو کې ښکېلتیا ده او له بله پلوه د ډېرو په اند په نااعلان شوي ډول افغانانو ته دا فرصت ورکوي چې خپله د خپل هېواد او هېوادوالو په ګټه په یو موټي ډول تصمیم نیسي.