د ډنمارک د پاچاهۍ د تاج د سپارلو له مراسمو څخه لنډ رپوټ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د نوي کال په ماښام، ملکې مارګریټ له 52 کلونو وروسته د استعفا پریکړه وکړه

د ډنمارک ملکې له 52 کلونو وروسته د 2024 کال د جنورۍ په 14 نیټه خپله استعفا لاسلیک کړه

نن دجنورۍ په۱۴ خلک د سهار راهیسې په کوپنهاګن کې د دغه هېواد د پارلمان د ودانۍ مخې ته راټول شوي ول څو د خپلې محبوبې ملکې مارګریت له خوا خپل زوی فریدریک ته د تاج او تخت د سبارلو د مراسمو شاهدان اوسي.

کله چې د نوي کال په ماښام  ملکې مارګریټ له 52 کلونو وروسته خپله پریکړه اعلان کړه، د نژدې شپږمیلیونه ډنمارکیانو د حیرانتیا سبب شو. . هغه په ​​تیرو ۹۰۰ کلونو کې د ډنمارک لومړنی واکمنه ده چې په خپله خوښه یې استعفا وکړه.ځکه په تېرو وختونو کې د پاچا له مړینې وروسته نوی پاچا ټاکل کېده خو دا ځل د تیر پاچا په خوښه او پرېکړه نوی پاچا وټاکل شو.

دا مراسم د ملکې مارګریت ، شهزاده فریدریک، شهزاده کریستین او د دولتي هیئت په شتون کې ترسره شول. د دولتي شورا غونډې د پاچا تر مشرۍ لاندې جوړېږي او د تاج وارث کله چې ۱۸ کلن شي په دغه غونډو کې ګډون کوي..

په آسټرالیا کې زیږیدلی ماریه ډونالډسن چې د  فریډریک میرمن ده، نن له ماسپښین وروسته د فریدریک له پاچا کیدو وروسته د ډنمارک ملکه شوه.

د تاج د سپارلو مراسم په ډېر ساده او غیر مذهبی بڼه تر سره شول. د ډنمارک صدراعظمه د شاهي ماڼۍ بالکن ته د د شهزاده فریدریک په ملګرتیا را وځي او بهر ولاړو خلکو ته د یوې لنډې  وینا په ترڅ کې فریدریک د ډنمارک د نوي پاچا په توګه اعلانوي. وروسته له هغې د ډنمارک نوی پاچا د خپلې مور له خدمتونو او د پاچا په توګه د خپل مسوولیت او ژمنتیا په اړوند ډېره لنډه وینا کوي. وروسته نوی پاچا د نوې ملکې او خپلې کورنې په ملګرتیا یو ځل بیا بالکن ته راوځي او د خلکو  له احساساتو څخه مننه کوي. .

ملکه مارګریته د مازدیګر په څلورو بجو او پنځل دقیقو شاهي ماڼۍ پرېښوده او د خپلې استوګنې ماڼې ته ولاړه چې د لارې دواړو خواو ته په زرګونو کسانو ورته لاسونه پړکول او د ستاینې احساسات یې څرګندو.. د مارګریتې د اوسیدلو له ماڼۍ څخه بیرغ چې د پادشاهي نښه ده، کوز او د نوي پاچا د اوسیدلو پر ماڼې بېرغ اوچت شو. د .

عبدالملک پرهیز