ایران او طالب پلاوي پنځه اقتصادي هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


شکیلا ابراهیم خیل

ایراني رسنۍ خبر ورکوي چې طالب پلاوي ایران ته په خپل سفر کي له دغه هیواد سره د اقتصادي همکاریو پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي. طالبانو ویلي دي، چي دغه هوکړه لیکونه يې له توقع څخه لوړ وو.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی دی، چي د طالبانو د رئيس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یو پلاوي په مشرۍ د پنجشنبې په ماښام له دغه هیواد سره د اقتصادي همکارۍ پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

دغه هوکړه لیکونه د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د غونډي په ترڅ کي لاسلیک سول.

په دې هوکړه لیکونو کي د نړيوال ټرانسپورټ د تګ راتګ لار، ملکي هوايي چلند، د کانونو را ایستل او د خپلواکو سیمو په اړه همکاري شامله ده.

دغه سندونه د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیالملا برادر او د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیز سره د ایران د کرهڼي وزیر محمد علي نیکبخت او د افغانستان له پاره د ایران د ولسمشرځانګړي استازي حسن کاظمی قمي له خوا لاسلیک او تبادله سول.

 ددغه خبري اژانس د خبر له مخي، د افغانستان له پاره د ایراني ولسمشر ځانګړي استازي او په افغانستان کي د ایران د سفارت سرپرست د یادي ناستي پر مهال وویل: «د افغانستان د خلکو له شل کلني مبارزې وروسته ننافغانستانیو خپلواک هیواد دی، خو ددغه هیواد خلکو ته لا په بېلا بیلو برخو کي ستونزي پرتې دي.»

نوموړی ټینګار کوي، چي د هیواد سیاست يې د افغانانو سره پر مرستو او همکاریو ولاړ دی: «موږ دواړه ګاونډي او مسلمان هیوادونه یوو، دې خبري ته په پاملرني سره، چي د افغانستان اغیزې پر ایراني چاپيریال باندي هم تاثیر لري، دا طبعي خبره ده، چي اقتصادي مرستي او همکارۍ له افغانستان سره د امنیت او ثبات ترڅنګ د ډېرو ستونزو په لږولو کي مرسته کوي.»

ایرنا لیکي، برادرله طالبانو سره د امریکا د چلند په اړه د یوې پوښتني په ځواب کي وویل: «امريکا د افغانستان په چارو کي لاسوهنه نه سي کولای، یوازي په اقتصادی برخه کي مرستي اوهمکاري کولای سي، په دې اړه زموږ دریځ دادی، چي امریکایان په دې لټه کي دي، چي د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړي او همدارنګه ځیني مهال د افغانستان په  سیاسي چارو کی لاسوهنه کوي.»

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یادي غونډي په ترڅ کي ویلي دي، چيایراني چارواکو پر یو شمېر داسي موضوعګانو له طالبانو سره موافقه کړې، چي د طالبانو د ورغلي پلاوي له توقع څخه لوړ ول.

نوموړي ددغو هوکړه لیکونو پرعملي کیدو ټینګار کړی دی: «کوم پلاوی، چي دافغانستان لوري په دې غونډه کي ونډه لرو، موږ د خدای او ولس په وړاندي مسؤلیت لرو، نو ځکه باید دا هوکړه لیکونه عملي کړو او یوازي د کاغذ پرمخ پاته نه سي.»

د کانونو پر مسلکي را ایستنه هوکړه
په داسي حال کي، چي طالبان پر افغانستان له بیا واکمنۍ څخه وروسته د کانونو پر را ایستلو او پانګونه باندي تمرکز کوي، نو ځکه د دې هوکړه لیکونو یو سند دا ؤ، چي په مسلکي او د انجنیرۍ په معیارونو برابره کان کېندنه وسي.

ایرنا خبري اژانس زیاتوي، د اصفهان د اوسپني ویلو کولو فابریکې مشر ویلي دي، د طالبانو پلاوي له یادي کارخانې څخه تر لیدولو وروسته د کانونو په مسلکي راایستلو کي له دغه شرکت سره هم یو تړون لاسلیک کړی دی.

د اصفهان د اوسپني د ویلي کولو د فابریکې مشر مهدي کوهي د دغو مراسمو په ترڅ کي زیاته کړې: «دغه هیواد ډېر غني کانونه، په ځانګړي ډول له ایران سره نژدې ولایتونو کې او همدا راز زموږ د هېواد سنګان کان ته څېرمه نو ځکه مو له دوی سره تړون لاسلیک کړ، چي د خپل دغه ختیځ ګاونډي سره د اوسپني د کانونو په راایستلو کي همکار واوسو.»

ملا عبدالغني برادر، چي د یوه پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ ایران ته تللی و، نن جمعه بیرته افغانستان ته راستون سو.

دغه پلاوي له ایراني لوړ پوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د زیاتوالي، د چابهار بندر څخه د تېرېدو، ټرانزیټ، د اوسپيني پټلۍ او د سیمي د نښلولو په اړه خبري اتري کړي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي په ایران کي د افغان کډوالو وضعیت ورځ تربلي خرابیږي او له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر یوه په دوه سوی دی.

په اسلام کلا کي طالب چارواکي وايي، ایران هره ورځ څلور نیم زره افغان کډوال له خپلي خاوري افغانستان ته راشړي.

خو دغه پلاوي له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو پر مهال د افغان کډوالو د روان حالت په اړه هیڅ اشاره نه ده کړې.

د دوو کلونو په تېرو سره تر اوسه د ایران په ګډون هیڅ هیواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو یو شمېر ګاونډيان او د سیمي هیوادونه له طالبانو سره نژدې اړیکي لري. په دې وروستیو کي ایران په تهران کي د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.