شعار که د شعور غږ ؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولي الله ملکزی 

آیا دی ټکي ته مو پام دی چې په قرآنکریم کې د الرِجال (سړي) په نوم سورت نه شته، خو د النِساء (میرمنې) په نوم راغلی دی؟ که د خالق تعالی په سپیڅلي کتاب کې د نوح، ابراهیم او محمد (علیهم السلام) په څیر د سترو استازو د شهامتونو، دعوتونو او کړاونو خاطرې د سورتونو په بڼې یادې شویدي، نو د یوې پتمنې پیغلې (مریم) په نوم سورت هم شتون لري چې د ګردې نړۍ د میرمنو په متن کې د هغې د غوره والي او برائت سند ګڼل کیږي.

که د آسیه غوندې یوه مؤمنه او غاوره میرمن، د کوم خدايګوټي د قصر بي بي هم وي، نازولی موسی (ع) به په خپلې غیږې کې نیسي او د شریر سړي له شر څخه به یې ساتي. البته، څه وخت چې ښځه کنجره او پلشته شي،‌ هغه بیا که د نوح یا لوط (علیهما السلام) میرمن هم وي، د بغاوت جنډه به پورته کوي او د خیانت په هنداره کې به خپله مشاده ویني.

آیا خبر یاست چې کله به حضرت فاطمه د خپل پلار، حضرت رسول (ص) کور ته راغله، نو هغه به ورته پاڅید، ښُکل به یې کړه او په خپل ځای به یې کښینوله؟

زما یقین دی، دا به مو هم د تاریخ په پاڼو کې لوستي وي چې پیغمبر صیب د حجة الوداع په ورځ، د عرفې د غونډۍ د پاسه د یولک اصحابو په وړاندې د عرب عجم، سپین تور او له نر سره د ښځې د برابرۍ اعلان وکړ چې دوئ ټول له آدم  څخه پیدا دي او آدم له خړې خاورې!

فکر کوم دا به مو هم اوریدلي وي چې همدغه رښتیني نبي، د خپل زنکدن په ورستیو شیبو کې چې په ډیر سخت تکلیف کې وو او خولې ترې بهیدلې، فاطمه یې را وغوښتله، خپلې سینې ته یې نژدې کړه او په تکرار سره یې وویل: (أيها الناس، اتقوا الله في النساء، اتقوا الله في النساء، أوصيكم بالنساء خيراً - ای خلکو! د ښځو په هکله له الله څخه وډاریږئ، له میرمنو سره په چلند کې الله مه هیروئ، زه تاسو ته له ښځو سره د ابرومندې ګوزارې توصیه کوم).

ښه نو، اوس تاسو ووایاست چې آیا ښځه د نر په څیر، انسان نه دی، پوره انسان، برابر انسان او د پوره کرامت څښتن انسان؟ که خالق ته مخ او مخلوق ته شا کړو، آیا موږ خپلو لوڼو،‌ خویندو او میرمنو ته د هغوئ مشروع، انساني او مدني حقوق ورکړي؟ کنه هم ځان غولوو او هم د نورو په سترګو کې خاورې شیندو؟

آیا په دې پاسني تصویر کې زما د ګرانو لمسیو دغه انځور، تاسو ته مازې اختریز شعار ښکاري که د شعور یو لالهنده غږ؟ که ځواب مو « هو » وي، نو راځئ چې دغه غږ د امانت په ډول، په ګډه بدرګه کړو ترڅو نورو غوږونو ته هم ورسیږي.

 

کور مو له پتاسو ډک

عید همه تان خجسته باد