پوهاند محمد بشیردودیال
( د زغم او تحمل د ورځې په مناسبت)
***
موږ په ټولنه کی ژوند کوو ، د ټولنیزوالي لومړنۍ ځانګړتیا یو بل سره په تساند، دوستۍ، او روغه جوړه کې اوسیدل دي. د “انسان” کلمه له اُنس یعنې مینې، محبت، عاطفې او زغم څخه اخیستل شوی ده. زغم او حوصله د انسان تر ټولو اوچته او د ستاینې وړ زړورتیا، روحی روغتیا، فکري ثبات او په احساساتو د حاکمیت او غلبی لویه نښه ده.