پوهاند محمد بشیر دودیال
( دنوې عامه ادارې څلورم بحث)
د علمي ادارې اصطلاح وروسته تر ١٩٦٨م. کال څخه رواج وموند او بيا ورپسې د ادارې او مدیریت د څانګې په مطالعاتو کې استعمال شوه، چې د غوره حکومتولۍ (G.G /Good Governance) دشرایطو په بشپړولو کې یې مهم ځاى وموند. د پخوانیو ملک الطایفیو او بیا وروسته د مترمتمرکزو لومړنیو دولتو پر مهال، دولتونه یا حکومات خدمتګذاره بنسټونه نه وو،