د افغانستان د بقا محور" د کتاب د مخ کتنې د غونډې لنډ راپور

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

.
د افغانستان د بقا محور د کتاب دمخ کتنې غونډه،چې د وزیر محمد گل خان مومند د قلمي یادښتونو په رڼا کې جوړه شوې وه، په کال ٢٠٢٣ ميلادي د اکتوبر په ١٤ مه د دنمارک د وایلې په ښار کې د يوشمير پوهانو، ادیبانو، لیکوالانو، شاعرانو، خویندو او ورونو په پراخ او فعال گډون تر سره شوه.
غونډه چې د ښاغلي غرزی  پردېسیار له خوا مخ ته وړل کیده، د  ښاغلي داکتر صاحب  رحیمی له خوا د قران العظیم الشان د څو ایاتونو په تلاوت پرانیستل شو.
 وينا وال:
د قاري صاحب محمدآصف وینا د اسنادو د تر لاسه کولو په اړوند.
د ښاغلي زلمي نصرت وینا د یاددښتونو په هلکه.
 غونډې ته د ښآغلي پوهاند اسماعيل یون پیغام 
د ښآغلي پوهندوی  محمد اصف بهاند وینا
د ښاغلي انجنیر ناصر سهاک له خوا د کاندید اکادميسين ښاغلي محمد اعظم سیستانی د پیغام لوستل
د ښاغلي عبدالملک پر هیز وینا 
د ښاغلي محمد عزیزحق پال وینا
د ښاغلي دوکتور محمد ظریف علم ستانکزي وینا
د ښاغلي عمر بورا زمانی وینا
د ښاغلي شاه ولي ارین وینا
بیا هم  ښاغلي داکتر صاحب رحیمی د خپلو خپرو په پای کې، د ښاغلي حاجي صیب بسم الله خان وردک او انجنیر زلمي نصرت په اړوند خپل شعر غونډي ته وړاندې کړ او همدا راز  توره او قلم یې ښاغلي زلمي نصرت ته اهدا کړل.
د ښآغلي جنرال میر عرب شاه سادات چمتو وینا
د ښاغلي عبدالمبین موبین وینا
په پای کې  د ښاغلي حاجي صیب استالفي په یوه دعایه د غونډې لومړی برخه پای ته ورسیده.
د ډوډۍ تر خوړلو وروسته د موسيقۍ پروگرام د ښاغلي گلاب شاه او ښاغلي توفیق له خوا تر سره شو.
د غونډې مکمل او مفصل بهیر به وروسته دوستانو سره شریک کړو
په درنښت


د تدارک کمیټه