د پوهاند محمد اسمعيل "یون"  د ويديويي پیغام متن د " افغانستان د بقا محور" د کتاب د مخ کتنې د غونډې گډون والو ته.

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بسم الله الرحمان الرحیم
لومړی خو د قدرمن  ورور انجنیر زلمي نصرت څخه مننه کوو، د ملگرو څخه، چې د وزیر محمدگل خان مومند په یاد یې دا علمي غونډه جوړه کړیده، ټولو ته کور ودانی وایم.
وزیر صاحب د افغانستان يو ستر مبارز دی، هر ډگر کې یې کار کړی دی.
د پوځ منصبدار و، کله چې په ختيځه جبهه کې د انگریزانو په مقابل کې افغاني لښکرو یو څه زیان وزغمه او شاتگ ته اړ شول، نو وزیر صاحب يې تلافي وکړه او د ولسي لښکرو په زور يې د انگریزانو مخه و نیوله.
د ازادۍ په جنگ کې یې اساسي نقش لرلای دی.
اديب و، لیکوال و، شاعر و، تاريخ پوه و، ټبر پوه و، کلتور پوه و، ټولن پوه و، د دیني او ملي فکر مبلغ او دودونکی و.
د هیواد د ثبات او پرمختگ لپاره یې کارونه کړي.
کله چې په افغانستان کې سقاوي انارشي رامنځ ته شوله، د هغه په امحا کې، هغه د نورو وطنپالو هیوادوالو سره برخه واخستله، افغانستان بیرته ثبات ته ستون شو.
د هغه نه وروسته بیا ده، چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې کومې دندې تر سره کړې، په شمال کې د افغانستان د پرمختگ لپاره ډیر کار وکاوه، لویې لارې یې جوړې کړې، ښارونه يې جوړ کړ، په قندهار کې یې کلتوري ابدات ورغول، جوړ يې کړل او د یو مدني انسان په توگه د افعانستان په ابادۍ کې یې اساسي نقش ولوبوه.
د حکومت په جوړونه کې، د ملي اساساتو په ټینگونه کې ده فوق العاده نقش ولوبوه.
د هیواد د پرمختگ لپاره یې زيار  وگاله.
 یو سمون پاله انسان و، لیکوال یې وروزل، تاريخ پوهان يې وروزل، د هیواد د معارف په وده کې یې اساسي نقش ولوبوه.
د ډيورند فرضي کرښه، چې د انگریزانو له خوا پر افغانانو تحمیل شوې وه، د لویې جرگې له ليارې پریکړه ناقانونه اعلان کړه.
نور زیات کارونه يې وکړل،
 د هغه فرهنگي خدمتونه،په دې لنډ، تنگو څو دقیقه یې خبرو نه شو کولای ټول افاده کړو.
د وزیر صاحب په باب سمینارونه جوړ شوي، پخوا په پښتونخوا کې، هم په افغانستان کې، هم په جرمني کې، په نورو سیمو کې، کتابونه هم چاپ شوي، تر اوسه ٥ یا ٦ عنوانه کتابونه د وزیر صاحب پر ژوند او اثارو  د هغه پر مبارزو او کارنامو باندې چاپ شوي، خو بیا هم د وزیر صاحب ژوند او شخصیت دومره پراخ دی، چې هغه مونږ نه شو کولای په څو غونډو کې او یا په څو کتابونو کې هغه افاده کړو، لاڅیړنې، لا پلټنې ته ضرورت دی.
 دا کتاب، چې اوس په دنمارک کې ددې مخ کتنه ده، نو دا د "افغانستان د بقارمحور"  واقعآ هم ښاغلي زلمي نصرت دیته، ډیر ښه با مانا نوم ورکړی، همدسي هم ده.
وزیر صاحب محمدگل خان مومند د افغانستان د بقا د پاره هلې، ځلې کړې دې، د بقا محور گڼلی شو د افغانستان، نه یوازې د افغانستان د بقا محور گڼلی شو، د افغانستان د استحکام اتل یې هم گنلی شو.
نو دا د وزیر صاحب هغه ناچاپ شوي، يادښتونه و، چې نن نه ٧٠ - ٨٠ کاله د مخه  ده په خپل لاس لیکلي و او بيا ښاغلي زلمي نصرت هغه ته لاس رسی پیدا کړی او هغه یې را ټول کړی، تحلیل کړی، ارزولي دي، خپله یادونه، شننه او ارزونه یې هم ورسره ليکلې ده او ډیره خوندوره یې لیکلې او دا کتاب د افغانستان د ملي تحريک  له خوا چاپ شوی، ټولو هیوادوالو ته ددې کتاب تبریکي وایو.
دا کتاب د افغانستان بیلابیل کتاب تونونو ته په داخل کې ور رسول شوي او همدا رنگه د هیواد بهر ځنو مطرحو شخصیتونو ته هم لیگل شوی.
نو وزیر صاحب پر ټولو افغانانو باندې حق لري، د افغانستان جوړښت، سیاسي جوړښت، د هغه استحکام، د هغه بقا د وزیر صاحب محمدگل خان مومند د شخصیتونو په شان د گڼو نورو شخصیتونو زیږنده دی.
وزیر صاحب روح دې ښاد وي.
وزیر صاحب که څوک تلي د خوشحال د معیارونو پر اساس باندې، د خوشحال په دستار نامه کې د یو سیاسي مشر د پاره، د یو مدبر مشر د پاره شل هنرونه او شل خصلتونه ټاکلي دي، چې که هغه سړی تطبيقوي، نو تر ډيره حده پورې په خپله په خوشحال بابا باندې د دستارنامې معیارونه د تطبیق وړ دي او د هغه نه وروسته تر ډيره حده پوري په وزیر صاحب محمدگل خان مومند باندې د خوشحال د دستار د سړی معیارونه د تطبیق وړ دی.
نو دا هم د دستار سړی و، هم د سياست سړی و،  هم د فرهنگ سړی و، هم د علم او ادب سړی و، هم ژب پوه و، هم تاريخ پوه و.
نو د هر لحاظ نه، چې یې وتلو، یو پوره کره شخصیت و.
اوس هم د وزیر صاحب محمد گل خان مومند د لارې لاوری شته، د هغه لاره به تعقیبوو.
دا سمینار، یا علمي ناسته یا غونډه یا د کتاب مخ کتنه چې ده، دا د هغه د افکارو د لړۍ د تعقیب یوه بله کړۍ ده.
دیته به ادامه ورکوو.
تاسو دې کور ودان وي.
ټولو ته بیا  هم درناوي، سلامونه، احترامونه.
اسلام عليکم و رحمت الله و برکاتو