ارمان جان د ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى صیب په اړه لیکلی دی

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


که چیرې د ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى صیب د شعرونو کتابونه په دقیقه توګه مطالعه شي، نو داسې معلومیږي چې د ده په شعرونو کې مینه، خواخوږي، طبیعي ښکلا، درد او رنځ، غم او خواشیني، لوږه او تنده، جنون، هیله، وطنی احساس او انساني عواطف نغښتي دي.
 مرحوم په زیاتره شعرونو کې  خپل جانان وطن ستایلی او  په لیکوالۍ کې يې انساني او وطنۍ مینه له ورایه ښکاري او همدا رنګه یې ټولنیزې ناخوالې اوکړاوونه، په ښه توګه انځور کړي دي د بیلګې په توګه لکه په دې  بیتونو کې
. لاندې شپږ عکسونو کتابونه د ارواښاد خدمتګار صیب چاپ شوی دی او څلور نورو کتابونه نه چاپه پاتی شوی کار پری روان دی انشاءالله د به هم ژر تر ژره چاپ شي.

پـاتـې قـافـلـې

څـومـره بـې وفــا یـم چـې لـه تـا ځــنې جـلا یـمه
دومـره درتــه وایـم چې زه سـتا پـه میني پایـمه
ماویل یوه سلګۍ ژونــدون بـه مې ستاغـیږکې وي
پـوه شومه چې مړیمه هغه وخت چې بـې تا یـمه
اوښکـه وم د يـوجانـان پـه د واړه مخه پـریـوتـم
ويي ویل چې هسې رنګ د خپل جانان ښکلا یمه
بـیا يـي څـه د شـک پـه نـظـر وکـتل هـندارې تـه
سـترګې د نـرګس ژاړي کـه زه سر پـه ژړا یمه
دلـتـه د ګـونـاه ثـواب مانا ڰڊولہ شوې دہ
مـیني چې جانـانه ګـونـاهـګاري دي دا وایـمه
خوب د پښتنو باڼه درانه کړل چې ویشلي دي
زه د زمــانـې د مـغُــل چـارې درتــه ښـایــمـه
څوچې د نالوستي شيخ فتوا تہ ناست وي دا ولس
پـاتـې قـافـلې بـه خـدمـتګاره څــنګه بـیا یـمه

جانان ته

د نـوي ژونـد پـه لـور چې مونـږه کله ګام ایښی دی
چا مو پـه مـخـه کې د چـا پـه دســتور دام ایښی دی
زمـونـږد ژونـد چارې پـه خـیال او په تعبـیرچلیږي
چاراتـه هـسې ژونـد د مـرګ په لورالهام ایښی دی
مـونـږه ډبــره د خـپـل ژونــد بـنـسـټ کــږه ګــڼـلې
حلال دیــوال مـو پـه کـږه تــیږه حـرام ایــښی دی
مـونـږد پلـروڅـلو ته ناسـت یـولاس تـر زنې ویاړو
د پـرمـخـتـګ او بـدلـون نـوم ولې بـدنـــام ایښی دی
مـونـږه پـه ولـولـه دعـوت شولــو دپـوهې لــورته
پـه نالـوسـتۍ کې مـو نــظـر د زوړ امــام ایښی دی
پـوهـه په خـپـله د ژونــدون او پـرمخــتـګ مانا ده
پوهه کې خدای د ژوند اومرګ سترانتظام ایښی دی
ستا د آرمان ډیــوې بــه بـلې خـدمــتګاره وي تـــل
په هر غــزل کې دې جانان ته یو پیغــام ایښی دی