از تاريخ اتنولنگويستيک پوهاند دکتور م . زيار

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

از اثر تاريخی اتنولنگويستيک ( Ethno-linguistic) پوهاند دکتور م . زيار
(( پشتو و پشتون ها در روشنایی زبانشناسی با پیشینه ساکی ))
نخستين اثری علمی تيوريکی ، زبانی- نژادی
برگردان: س . سېلنی
پاره ۱۲
پارسي (فارسي)، انگليسي Persian، الماني das Perische، فرانسه یی Le Persan
زبان کنونی پارسی از سده هشتم عیسایی آغاز می گردد ، پیش ازآن سدۀ دوم پيش عيسايی تا سدۀ هفتم عیسایی از سوی خاورشناسان پارسی ، پارسيک و پهلوی نامگذ اری شده است. به عين ترتيب از سدۀ ششم تا سدۀ دوم پیش عیسايی به مثابۀ زبان نیمه رسمی شاهان هخامنشیان بود پارسي باستان (Old Persian) نامیده شده است( فرهادی ٧) ؛ این که خود گويندگانش در وقت وزمانش آن راچی می ناميده، کاملا روشن نیست ، اما، این نام را بازهم دو سده پیش (سدۀ١٩ع )، شرق شناسان برایش برگزیده اند . همان گونه که پارسی ساسانی را ، پارسيک يا پهلوی يا پهلويک و پارسی میانگین" Middle Persian، نامیده اند. به هر روی اصل و ریشه آن با پارس Persia (يوناني persis) پیوند داشته البته"فارسی" معرب پارسی شده، همان سانی که فارس جاگزين پارس گرديده است
ولی پس ازآن که در سال ١٩٣۵ زير شعار دروغين ((آريايی)) هيتلری از سوی دولت شهنشاهي " پارس” به ايران" تبدیل شد که به گونۀ آشکار مترادف همان "آريانای" باستان، در برگير قلمروهای اقوام پنجگانۀ آريانی ( پارسيان ، ماديان - پارتيان ، ساکان و اوستاييان بوده و امروزه از خليج پارس تا مرزهای هند.گروه های زبان-تبا ری درآن همه قلمروها به شمول ايران کنونی، افغانستان، ماوراؤ النهر، و در ارتباط پشتو و قسماً بلوچی، بخش بزرگی از بلوچستان، خيبر پشتونخوا تا ميانوالی و جيلم پنجاب و هردو کشمير پاکستانی و هندی به سر می برند
از سوی دیگر به گونه يی که پارسی کنونی (New Persian) با دورۀ اسلامی پس از دو – سه سده وقفه از پارسی میانگین سر بلند کرده و در کنار پذيرش وامواژه های انبوهی از عربی خط عربی را ، به جای خط (دين دبيره) پهلوی باستان ، ازآن خود ساخت ، و آنهم با تلفظ معرب"فارسی" مروج گردیده است . ولی اصل پيشين آن با ديگرگونی معنايی از سوی پيروان دين زرتشتی ، از همان زمان شيوع اسلام تااکنون در ايران، شهربنارس و ديگر محلات همجوار هند خود را (پارسیان) می نامند که شکل مفرد "پارسی آن به دين زرتشتی نيز اطلاق می گردد
پشتون ها مطابق تلفظ شان همان نام پارسی را به کار می برند و برخی ها به پيروی از نامواژه های از قبيل زبان خود پشتو، هندکو، گوجرو، ترينو، تيرو، يدغو... "پارسو" هم نامیده اند . چنانچه در بخشی پشتو به آن اشاره شده است، آريانستان اروپايی ابراز نظر مي کنند که ، نامو اژه های "پشتو– پارسی– پهلوی– پارتی" همريشه بوده، و به پرثوه parθawa وپارسا (pārsā) دورۀ ميانگين آريانی به عقب میروند
اين نکته درخور يادآوريست ،که گويش پارسی افغانی آمیزه يی از دو گویش خراسانی با مشخصۀ واژۀ ((آرى)) و لهجۀ تاجیکی با مشخصۀ واژۀ "بلى" بوده،که به پارسی-دری شهرت يافته است ،. البته، اين امر که برخی از مقامات رسمی افغانی و مشتی از مدعيان زبانشنا سی تاريخی ، پار سی را زادۀ زبان باختری يا(يپتل-کوشانی)، به بيان ديگر زبان ميانگين سکايي شاخۀ شمال خا وری آريانی، ياهم تخاری قلمداد می کنند، آفسانه يی بيش نيست!
مضحک تر از همه ادعای وابستگی آن باتخاری بوده که اصلاٌ زبان ميانگين اروپايی بوده و گويند گان کوچی آن را در نتيجۀ ائتلاف سياسي باساکان ازکوکاس(قفقاز) به مناطق ختن وتورفان آورده اند واقعيت زبانسشناسی تاريخی اين است که زبان پارسی با گويش های سه گانه اش در ايران، افغا نستان، ماوراؤالنهر دربرگير سمرقند و بخارا ، به گونه يی مشخص تاجيکستان زبان واحدی را تشکيل داده،و به شاخۀ جنوب غربی زبان های آريانی وابستگی دارد.ودربرابر آن پشتو و زبان های پاميری همتبار سکايی اش به شاخۀ شمال خاوری آن.
تاجیک ها حتی از زمان هخامنشیان درپی شکست از قشون يوناني و باری ديگر در نتيجۀ سقوط دولت ساسانیان به دست لشکر اسلامی به منطقه های کنونی آریانای خاوری کوچیده و همان زبان آریانی جنوب باختری (پارسی) را باسرآواهای بندشی(گ-د-ب) در برابر سرآواهای سايشی(غ-ل-و) پشتو و زبان های پاميری تاکنون نگهداشته اند
(←به نموداری در زمينه در اصل کتاب نيز بازگشت شود)
-*-*-*-
۱۲- پړوکی
پارسي (فارسي)، انگليسي Persian، الماني das Perische، فرانسي Le Persan
اوسنۍ پارسي ژبه له اتمې زېږدي (ميلادي) پېړۍ څخه راپيلېږي، تر مخه له دويمې مخزېږدي تر اوومې زېږدي منځنۍ پارسي، پارسيک او پهلوي بلل شوې او له دوېمې (م ز) له مخه له شپږمې (مز) پېړۍ راهيسې چې د هخامنشي شاهانو نيمه رسمي ژبه وه (فرهادي ٧) زړه پارسي يا فار سي باستان (Old Persian) نومول شوې او دا چې خپل کورنى نوم يې هغه مهال څه وو، پوره جوته نه ده، خو دغه نوم ورته له پېړۍ دوو را هيسې ختيځپوهانو ورکړى، لکه څنگه يې چې ساساني پارسي، پارسيک يا پهلوي يا پهلويک "منځنۍ پارسي" Middle Persian، نومولې ده. هسې خو يې آره او ريښه څرگنده ده او له پارس Persia (يوناني persis) سره اړوندي لري چې د لويديزې آريانا يا اوسني "ايران" نوم پاتې شوى وو او له ١٩٣۵ راهيسې پر "ايران" رااړول شوى چې له آره د هما غې زړې "آريانا" هممانيز بلل کېږي. "فارسي" يې عربي وينگ دى، لکه څنگه چې فارس د پارس معرب بلل کېږي. له بلې خوا څنگه چې اوسنۍ پارسي (New Persian) له اسلامي پېر سره له منځنۍ پارسۍ څخه د دوو- درو پېړيو تر لارغې (وقفې) روسته سر راپورته کړى او ورسره ورسره يې د يوې زياتې پور ويپانگې تر څنگه د پخواني پهلوي ليک (دين دبيره) پر ځاى عربي دا راخپل کړى دى، نو په همدې "فار سي" وينگ يې دود موند لى دى. بل خوا اوسني زرتشتيان هم نن سبا پارسيان او دين يې پارسېيزم بلل کېږي چې "پار سي" يې يوگړى راځي او ژبنۍ مانا يې پر ديني مانا اوښتې ده.
پښتانه ورته له خپل وينگ سره سم هماغه زوړ نوم "پارسي" اخلي او ځينو لا د "پښتو" او نورو ژبو (هندکو، گوجرو، تر ينو، تيرو، يدغو... پخوانۍ "خوتنو") غوندې "پاړسو" هم نومو لې ده. لکه چې د "پښتو" په برخه کې ورته نغوته شوې، د "پښتو – پارسي – پهلوي – پارتي" اتېمولوجي سره گډه او يوه ده او په >پرثوه parθawa او بيا >پارسا pārsa پسې ځي، سره له دې چې پښتو له تاريخي پلوه په ختيزه آريانا اړه لري او دغه پارسي آري نومونه په هماغې خوا (لويديزه آريانا يا پارس) پورې، خو ښايي تش همدغه "نوم" يې په زاړه يا منځني پېر کې له هغې خوا څخه را خېستى وي، يو لاسوند يې هم دا چې د اوسني ايراني ايالت "خراسان" پخواني استوگن "پهلو" او "پرثو" ښوول شوي چې تر ختيځ – لويديځ ژبني بريد "دشت طالوت" يې رادېخوا (← خراسان خواته) ټيکاو درلود او له پښتنو سره په نژدې گاونډ کې راتلل. (د استاد ژارژردار له لکچرو، برن پوهنتون ١٩٦٨) په ايران، افغانستان او تاجيکستان کې د پارسۍ درېگونى گړدودي وېش د بېلا بېلو ژبو ښکارندويه نه، بلکې ټول يوه "پارسي" ژبه گڼل کېږي. تاجيکان ان له هخا منشي او بيا ساسا ني پېره اوسنيو ختيزو آرياني سيمو ته رالېږدېدلي او هماغه لويديزه آرياني (پارسي) يې تر او سه پاللې او ساتلې ده او هسې يې له جغرافيا يي پلوه پارسي، تاجيکي بللې ده، همداسې "دري" هم درواخله چې د افغاني پارسۍ لپاره کارېدلې ده. حال دا چې ايرانيان هم په خپلو ليکنو کې "دري" د ټوليزې "پارسۍ" د ستاينوم په توگه کاروي او "فارسي دري" يې بولي. دليل يې هم دا چې اوسنۍ پارسي د رسمي ساساني پارسي يا پهلوي سيده زېږ نده نه، بلکې کله چې پارسيوانو د عربو تر ولکې لاندې دوې پېړۍ روسته د خپلې ژبې واک ترلاسه کړ،اړوتل چې له غرو درو څخه يې له سره راټوله کړي، نو ځکه يې"دري" ستاينوم ور کړ شو- که څه هم ځينې پارسي ليکوال،لکه پوهاند يمين او غبار چې وايي، وارله مخه په دغه نامه يو سيمه ييزه ژبه شاوخوا ويل کېدله او مټې راروسته يې ليکنۍ بڼه موندلې ده!
په هر ډول، اوسنۍافغاني يا دري پارسي گړدود د شمال ختيز تاجيکي "بلى" گړدود او سوېل ختيز خراساني ((آرى)) گړدود يوگډوله گړدود دى، باختري يا توخاري يا باختري لور گڼل يې بې سرو بوله دي. (اړوند جدول او سکالو دې وکتل شي).