از اثر تاريخی اتنولنگويستيک پوهاند دکتور م . زيار

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
از اثر تاريخی اتنولنگويستيک ( Ethno-linguistic) پوهاند دکتور م . زيار
(( پشتو و پشتون ها در روشنایی زبانشناسی با پیشینه ساکی ))
نخستين اثری علمی تيوريکی ، زبانی- نژادی
برگردان: س . سېلنی

پاره۲۶

زبان ساکي (Scythian) Saka language

مراد از این زبان ، همان زبان ساکی باستان يعنی نيای پشتو  و زبان های پاميری بوده که در کنار پارسی باستان ، ميدی باستان ، پارتی باستان و اویستا  به دورۀ باستان آریانی وابستگی داشته است.

زبانی که به شمول اوستا در برابر سه  زبان غربی آریانی باستان یک زبان باختری(باکتريا) یا زبان آریانی شمال شرقی شناسايی می شود  . همانسانی که ساکان همیشه در باختر(بلخ) و دیگر سر زمین  های شمال شرقی  آریانی پابند نمانده بلکه حاکمیت و سیطره شان از شرق میانه گرفته تا مرز های اروپایی و افریقایی و هم تا کشمیر و هند را دربر می گرفت که امپراتوری های بزرگی را  تشکيل داده اند ، بنا بران  پیش از هر زبان خویشاند لهجه ها و گویش های گوناگونی را به وجود آور ده است.

 در دورۀ میانگین (٢ تا ٧عیسایی) این لهجه ها به چندین  زبان گفتاری مستقل تبدیل شده اند  ، چون خُتَن- ساکی (به احتمال قوی مادر پشتو يا پشتوی ميانه، کوشانی (باختری-باکتر يا)، مادر زبان های پاميری ، يغنابی ، و اوسیتی يا الانی شکل قديمی آن ، و  شاید سُغدی و خوارزمی  هم  به  عين دورۀ میانگین (آريانی) ارتباط داشته باشند

 در  دورۀ نوين ( پس از سدۀ ٨م) نواده های  ساکی باستان عبارتند از:

پشتو، ونیسی (ووڼیڅيي )، زبانی، رشد يا فته ازگویشی دو هزار سالۀ پشتوی باستان)، ييدغه(يدغو) و مونجی، شُغنی و روشانی (رو ښاني)، اشکاشمی، اوروشوری، يزغُلامی و دیگر زبان های  پاميری ؛ همچنان به احتمال نزديک به يقين، زبان يغنابی يا يغنوبی ( دختر سغدی) و  طوری که گفته شد،آسی يااوسیتی در کوکاس (قفقاز) .

این که هینینگ (ص٢٠ )  اوسیتی باستان را با زبان سکيتی  -سرماتی Skythisch- Sarmatisch یکی دانسته ،  به بيان ديگر زبان  ساکان باستان آمیزه یی از زبان  ساکی و سرماتی بوده است. ولی دانشمندان دیگری خاطرنشان  می سازند، که افزون بر يونانی و آسوری ، پاره های بسیار اندکی از زبان ساکی يا سکيتی باستان ، بویژه نام ها از سرچشمه های پارسی و هندی نیز به یاد گار مانده اند .

بادر نظرداشت اظهارات بنونیست ،  همچون زبان مادی ، یک سلسله نام های خاصی از ساکی با ستان نیز بجا مانده که نشانه هایش در نوشته های زبان های آسوری و يونانی دیده شده است.

 در سده نهم عیسایی یک شاخه یی جدا شده  زبان ساکی باستان را یکی از  قومان کوچی از مناطق آن سوی آمو به طرف دشت های جنوبی روسیه انتقال نموده بود که بقایای آن به نام آسی (او سيتی)  در قفقاز شمرده می شود (فرهادی ، ص ٦).

به هر روی، در ساکۍ میانگین " خُتن- ساکی " که در متون بودايی،  نگاشته در خط براهمی هندی مقداری بیشتری آن  به يادگار مانده، که  تا حدی زیاد نمایانگر ساکی باستان می باشد. (از اظهارات والتر بیليو، ستن کنو، هوفمن، مورگنستیرن ، دوريانکوف و جستار های ديگری دراين زمينه).

 

۲۶- پړوکی

ساکي ژبه (Scythian) Saka language

له دغې ژبې څخه موخه د ساکانو هغه زړه ژبه او بيا د پښتنو او پاميري ژبو نيا ده چې د زړې پارسۍ، زړې ميدۍ، زړې پارتۍ او اوېستا تر څنگه يې په زاړه آرياني پېر اړه درلوده، او له اوې ستا سره د نورو درو لوېديزو زړو آرياني ژبو پر وړاندې يوه باختري يا شمال ختيزه آرياني ژبه گڼل شوې ده. څنگه چې ساکان همېشه په باختر (Bacteria او نورو ختيزو آرياني سيمو کې ښکېل پاتې شوي نه دي< او له منځني ختيځه نيولې< تر اروپايي او افريقايي پولو او بيا تر هند و کشميره يې سوبې کړې او ټولواکمنۍ يې جوړې کړې دي، نو په هماغه سر کې يې تر بلې هرې خپلوا نې ژبې بېلا بېل گړدودونه رامنځته کړي، په منځني پېر (٢مز- ٧ز) کې يې بيا دغه گړدودو نه پر څوڅو خپلواکو ژبو اوښتې دي، لکه خوتني ساکي يا(خوتن-ساکي، په نورو ټکو ،د پښتو مور يا منځنۍ پښتو، ،کوشاني (باختريBacterian)، د پا ميري ژبو مور، د يغنابۍ مور سوغدي، د اوسېتۍ مور (الاني)؛ په نوي پېر (له ٨ مې پېړۍ راهيسې) کې د زړې ساکۍ نمسيانې پښتو، وڼېڅۍ (د زړې پښتو  له دوه زرکلن زاړه گړدوده رامنځته شوې څه نا څه خپلواک ژبه)، ييدغااو مونجي، شوغني او روښاني (روشني)، اشکاشمي او روشوري، يزغولامي او نورې پاميري ژبې، يغنابي يا يغنوبي (د سوغدۍ لور) او اوسېتي دا چې هېنېنگ (٢٠ مخ) زړه اوسېتي له سکيتي  - سرماتي Skythisch- Sarmatischسره يوه ژبه گڼلې، دا پايله په لاس راکوي چې زړه ساکي ژبه هغه مهال له سر ماتي ژبې سره گډوله شوې وه.د بېنوېنيست له څرگندونې سم، د مادي غوندې له زړې ساکي ژبې څخه يو لړ ځانگړي نومونه را پاتې دي چې په آسوري او يوناني متنو کې يې څرگ لگول شوى دى.  په ترڅ کې له دغې زړې ساکي ژبې يوه رابېله شوې څانگه يو کوچى ټبر په نهمه مز پېړۍ کې د امو له سيمې څخه د روسيې سويلي دښتو ته لېږدولې وه چې آسي (او سيتي) يې په قفقاز کې له پاتې شونو گڼل کېږي (فرهادي، ٦ مخ).

خو نور پوهان وايي چې د زړې گډې ساکي يا سکيتي ژبې ډېر لږ توکي په تېره، نومونه له يوناني او اسوري پرته له پارسي او هندي سرچينو څخه هم يادگار پاتې دي. په منځنۍ ساکۍ "خوتنۍ ساکۍ" کې چې په براهمي هندي ليک کښليو بودايي متنو کې ښايسته ډېره راخوندي شوې، تر  ډېره د زړې ساکۍ ښکارندويه هم دي. (د والتر بېليو، ستن کنو، هوفمن، مورگنستېرن، دوريانکوف او نورې اړوندې څرگندونې).