تېر مې له غم ، درد، محرمیو او لوږو تندو په غرونو کې شډل یو ژوند و چې هسې نوم یې پاتې و، بس ژوند مې تیراو په مانا یې نه پوهیدم فکر مې کاوه چې ځانله ظلم ته پیدا یم او یوازی په تیارو کې یوه وینزه یم د وینزېتوب لپاره هست یم.
اوښکې او رنځ مې د ژوندون ملګري، لکه د څانګې پریوتې پآڼه، لکه له سیاله پاتې شوی زاڼه او یا لکه د سارا سیلیو وهلې مماڼه چې پاڼې او څانګې مې بې واکه سیلیو اخیستې دي. زه هو، له دې ناخبره پاتې چې زه هم الله تعالی د