د ښکلا کورنۍ (یوه ښکلې قصه)

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لومړۍ برخه

ژباړن: عبدالملک پرهیز

یو شتمن سړي سمندر ته نژدې په یو لوی ښار کې ژوند کاوه. نوموړي درې لوڼې او درې زامن لرل. د یوې لور نوم یې ښکلا ؤ. ځکه هغه ډېره ښکلې وه. د دوه نورو لوڼو نوم یې ګلابه او وړانګینه ؤل. دوی دواړه ډېرې لټانې او نامهربانې وې. دوی غوښتل بهر ووځي او خپل ساعت تېر کړي.

دوی دواړو غوښتل د شتمن سړي سره واده وکړي. ښکلا د دوی خوښه نه وه ځکه هغه ښایسته وه.

ښکلا سره او اوږده ویښتان لرل. هغه ښه او مهربانه وه. هغې غوښتل په کور کې اوسي او کتابونه ولولي. د پیانو غږول یې هم خوښ ول.

د ښکلا پلار سوداګر ؤ. یوه ورځ نوموړي هر څه له لاسه ورکړل ځکه د هغه بېړۍ په سمندر کې ورکه شوې وه.

«زما ګرانو بچیانو» هغه په ناڅاپي ډول داسې وویل: « ماته زیاتې پیسې پاتې نه دي»! موږ بې وزلي شوي یو. موږ باید دا لوی کور خوشې کړو او په کلي کې ژوند وکړو.

اوه ګرانه!

موږ بې وزلي یو، دا ځورونکې ده! دوه لوڼو دا خبره وکړه.

څومره بدمرغي ده! دریواړه وروڼو دا خبره وکړه.

د ښکلا پلار وویل: موږ باید کار وکړو.

کار؟ خویندو وویل.

نه، موږ نه غواړو په کلي کې ژوند وکړو.

دوی په ژړا پیل وکړ.

ښکلا هم خپه ده خو هغې وویل: بس دی مه ژاړئ! موږ به کار وکړو او له پیسو پرته به هم خوښ ژوند ولرو.

کورنۍ کلي ته په کډه شوه او په یو کوچني کور کې ځای پرځای شول.

ښکلا هره ورځ سبايي په څلورو بجو پاڅېدله څو کور جارو او خواړه پاخه کړي. بیا یې په سیند کې جامې پرېمینځلې.

درېواړه وروڼو په کلي کې کار کاوه.

ګلابې او وړانګینې کار نه کاوه.

ټوله ورځ بیکاره ناستې وې.

دوی ټول سهار ویده ول او وروسته به یې په ځنګل کې چکر واهه.

ګلابې ویل: زه خوشحاله نه یم، کلی زما خوښ نه دی، ځکه دلته هيڅ نشته چې ترسره یې کړې.

وړانګینې په قهر او غصې وویل: موږ تیاتر ته تللی نه شو او ښکلې جامې آغوستلی نه شو، موږ هیڅ ملګري او دوستان نه لرو.

ښکلا ته وګوره، ګلابې  په قهر او غصې وویل. هغه کار کوي او په سختیو کې هم خوشحاله ده.

د ښکلا پلار وویل: ګرانې ښکلا! ته زیات کار کوې او تل خوشحاله یې. ته زما ډېره ښه لور يې.

دویمه برخه

د ښکلا ګلان

یو کال وروسته د ښکلا پلار یو ډېر مهم لیک تر لاسه کړ.

نوموړي خپل شپږ اولادونه را وغوښتل او ویې ویل:

غوږ شئ چې دا لیک تاسې ته ولولم:

ستا بېړۍ دلته ده. هغه ورکه شوې نه ده، مهرباني وکړئ بندر ته راشئ.

ټول خوښ شول. دا خورا ښه زیری دی! د هغه زامنو دا خبره وکړه.

پلار ویل، هو. زما بېړۍ زما له ټولو شتمنیو سره په بندر کې ده.

ګلابې وویل: موږ بیا شتمن یو. موږ کولی شو نوې جامې وپېرو.

وړانګینې وویل: موږ اوس کولی شو په ښار کې بیرته خپل لوی کور ته ستانه شو.

زه باید همدا نن بندر ته ولاړ شم. ددوی پلار په خوښۍ سره دا خبره وکړه.

اوه پلارجانه! وړانګینې وویل: ما ته نوې جامې او خولۍ راوړه. هو، ګلابې وویل: ماته نوي بوټان او ګاڼې راوړه.

پلار خپل مخ د ښکلا په لور واړوه او ویې ویل ته څه غواړې ښکلاجانې؟

پلار جانه اړینه نه ده پیسې ولګوې. ماته یوازې د ګلاب ګل راوړه.

د ښکلا پلار بندر ته ولاړ او خپله بېړۍ يې پیداکړه. خو په بېړۍ کې د هغه  سره زرو شتون نه درلود. بېړۍ تشه وه! څومره بدمرغي ده! هغه په قهر او غصې دا خبره وکړه. اوس باید کور ته ستون شم او دغه ناوړه خبر خپلو اولادونو ته ورسوم. کور ته د تللو په مهال هغه له یو ستر ځنګل څخه تېرېده. واوره اورېدله او سوړ شمال لګېده. هغه لاره ورکه کړه. زه چیرته یم؟ هغه فکر وکړ. چیرته ولاړ شم! ډېر مې ساړه شوي او زیات ستومانه شوی یم. هغه د لېوانو غږ واورېداو زیات وډار شو. ناڅاپي په ځنګل کې یوه لویه ماڼۍ ورته تر سترګو شوه. د ماڼۍ له کړکیو رڼا ښکارېدله.

اوه، څومره ښه! هغه فکر وکړ. کېدی شي د ماڼۍ اوسېدونکي راسره مرسته وکړي. هغه خپل آس ماڼۍ ته نژدې په آستون کې ودروه. هغه د ماڼۍ لوی ور وټکاوه خو هيڅ چا  ور خلاص نه کړ او هيڅ غږ یې تر غوږه نه شو.

هغه له دروازې بهر په تمه ودرید. خو وروسته یې ور پرانیسته او ماڼۍ ته ننوت.

هغه یو لوی سالون ولیده چې د اور زیات نغري یې لرل. هلته یو اوږد میز ؤ چې له هر راز خوړو ډک ؤ. د هغه ساړه شوي ول نو ځکه نغري ته نژدې کیناسته.

هغه فکر وکړ، ډېره عجیبه ده! دلته هيڅ څوک نشته! هغه زیات وږی ؤ او پر یوې څوکۍ کیناست او د ډوډۍ په خوړلو یې پیل وکړ. هغه خوبولی ؤ. هغه د ویده کېدو یو توده او نرمه بستره پیدا او ویده شو. کله چې سهار له خوبه پاڅېده نو کټ ته نژدې یې نوي جامې ولیدلې. هغه فکر وکړ. څومره ښه، نوي جامې!

کوم مهربانه سړی په دغه ماڼۍ کې ژوند کوي.

هغه له کړکۍ بهر وکتل، او زیات حیران شو. نور واوره نه ورېدله او هوا ښکلې او روښانه وه!  هغه فکر وکړ. په انګړ کې زیات ښکلي ګلان دي. هغه جامې واغوستلې او سالون ته ولاړ. د اوږده میز دپاسه کلچې، شکلات او شیدې ایښې وې. هغه کیناسته او ویې ویل دداسې ښه خواړو دپاره د زړه له کومې مننه کوم. هغه شا او خوا وکتل خو هلته هيڅ څوک نه ول. هغه خواړه وخوړل او پرېکړه یې وکړه کور ته ولاړ شي.

آستون ته ولاړ او خپل آس یې واخیست. په انګړ کې د هغه نظر د ګلابو پر ښکلیو ګلانو ولګېده. هغه له ځانه سره فکر وکړ ډېر ښکلي ګلاب دي، یو ګلاب یې غوڅ کړ.

یو ناڅاپه یو ډېر ډارونکی غږ یې واورېده. هغه مخ واړوه او یو ډېر ډارونکی او بدغونی ځناور یې ولیده.

دریمه برخه

ځناور

ته بد انسان یې! ځناور په قهرجنه بڼه چیغه وکړه. ته زما ماڼۍ ته راغلې او ما ستا ژوند وژغوره. تا دلته خواړه وخوړل، دلته ویده شوې. په پای کې دې زما یو ښکلی ګلاب و شلولو (غوڅ کړ). ددې کار له امله باید ووژل شې! د ښکلا پلار په ژړا شو.

اوه، ښاغلیه بښنه غواړم. ته زیات مهربان یې. مهرباني وکړئ په ما مه غصه کېږئ. دغه ګلاب ما خپلې یوې لور ته شلولی دی.

زما نوم ښاغلی نه دی. زه ځناور یم. مهرباني وکړه ما په خپل نوم یاد کړه. تا د خپلو لوڼو یادونه وکړه. ددې امله ستا یوه لور باید ستا پر ځای ووژل شي.

اوه، نه نه! د ښکلا پلار دا خبره وکړه. هغوی ځوانې دي هغوی نه غواړي مړې شي.

نو ته بیرته راشه څو ووژل شې. ځناور داسې وویل: زه درې میاشتې صبر کولی شم او تاته په تمه پاتې کېدی شم. چمتو یې دا خبره ومنې چې بیرته به راشې؟

هغه له ځانه سره فکر وکړ، زما لوڼې باید مړې نه شي. زه کور ته ځم څو د وروستی ځل دپاره خپل اولادونه ووینم.

مخکې له دې چې د ښکلا پلار له ماڼۍ څخه لاړ شي، ځناور ورته وویل « زه بد نه یم» ځناور وویل: ځه بېرته د خوب خونې ته لاړ شه. هلته یوه لویه خلطه ده، هر څه چې دې زړه غواړي خلطه ترې ډکه کړه څه چې دې واخیستل ټول ستا دي.

د ښکلا پلار خلطه له زیاتو سرو زرو او طلاګانو ډکه کړه. او آس یې بار کړ او د کور په لور روان شو.

کله چې کور ته ورسېده د ګلاب ګل یې ښکلا ته ورکړ. ښکلا جانې واخله دا ګلاب ستا دپاره دی. هغه ناڅاپه وویل: غواړم تاسې ته خپله ډارونکې قصه وکړم.

هغه خپلو اولادونو ته په بندر کې د خپلې تشې بېړۍ قصه وکړه، په ځنګله کې د ماڼۍ په اړوند او د ځناور په اړوند قصه وکړه.

ګلابه او وړانګینه له ښکلا سره په قهر دي. دوی وویل چې پلار باید ووژل شي ځکه ګلاب او ښکلا پر تا ګران دي!

ښکلا وویل: نه! پلار باید و نه وژل شي . زه د ځناور ماڼۍ ته ځم.

وروڼو وویل: نه خورې، موږ د ځناور ماڼۍ ته ځو او هغه وژنو!

نه، دا امکان نه لري. د هغوی پلار دا خبره وکړه. ځناور ډېر لوی او غښتلی دی. زه سپین ږیری یم، زه باید ووژل شم.

خو ښکلا و نه منله.

هغې پریکړه وکړه د ځناور ماڼۍ ته ولاړه شي.

نه، پلاره ته باید لاړ نه شې، زه باید لاړه شم!

هيڅکله هم نه، د ښکلا پلار داخبره وکړه.

ښکلا وویل: زه نه ډارېږم. ته باید ژوندی اوسې څو زما د وروڼو او خویندو ساتنه وکړې. دوی تاسې ته اړتیا لري.

د ښکلا پلار یوه شیبه فکر وکړ.

تر یوې لنډې چوپتیا وروسته هغه ناڅاپي وویل: سمه ده ښکلا جانې. ته کولی شې لاړه شې.

د ښکلا وروڼه زیات خپه دي. خو ګلابه او وړانګینه نه.

سبا سهار ښکلا د خپل پلار په ملګرتیا د ځناور ماڼۍ په لور ځي.

په ماڼۍ کې هغوی یو لوی میز ویني چې خوندور خواړوه پرې ایښودل شوي دي.

ښکلا او پلار یې وږي نه دي خو سره له دې هغوی کیني او ډوډۍ خوري. ناڅاپه دوی یو لوړ غږ آوري. څومره بوږنونکی غږ دی؟ ښکلا پوښتنه وکړه.

پلار وویل ځناور راځي.

ښکلا د ځناور ډارونکې او بدرنګه څېره ولیدله. هغه ډېره ډارېدلې وه.

اوه، دا ځناور خو ډېر ډارونکی دی. له ځانه سره یې وویل.

ځناور هغې ته وکتل او ویې ویل: ته ډېره زړه وره انجلۍ یې.

زه ستاسې له بڼ څخه د شلول شوي ګلاب په خاطر زیاته متاسفه یمه. هغې په چټکۍ سره دا خبره وکړه.

ځناور د ښکلا پلار ته وکتل او ویې ویل: ته باید سبا سهار له دې ځایه لاړ شې. او بیا رانه شې، پوه شوې؟

د ښکلا پلار، ځناور او بیا خپلې لور ته وکتل.

اوه ښکلاجانې، ځه کور ته لاړه شه، زه باید دلته پاتې شم!

ښکلا وویل: نه پلار جانه! موږ باید زړه ور اوسو. موږ دواړه ستړي او ستومانه یو، ځه چې لاړ شو او ویده شو. سهار باید ته زما خویندو او وروڼو ته بیرته ستون شې.

په دغه شپه ښکلا خوب ولیده. په خوب کې یوه مهربانه پرښته هغې ته وايي: ښکلا! ته ډېره ښه انجلۍ یې. ته ډېر مهربانه زړه لرې.

ته غواړې د خپل پلار ژوند و ژغورې. ته به یوه ورځ ډېره خوشحاله او نیکمرغه شې.

د ښکلا کورنۍ

څلورمه برخه

په ماڼۍ کې ژوند

بله ورځ د ښکلا پلار ماڼۍ پرېښوده او لاړ. هغه ژړل.

ښکلا وویل: مه ژاړه پلاره! په یاد وساته چې ته پرما ګران یې.

پلار وویل: د خدای په امان ښکلاجانې.

ښکلا زیاته وېده!

هغې فکر وکړ، کوم ښه کار چې هغه ( ځناور) یې له هغې سره وکړي دا به وي چې نن شپه ما وخوري.

زه غواړم د خپل ژوند له وروستۍ ورځې خوند واخلم. غواړم د ماڼې د بڼ انګړ ته لاړه شمه.

هغه د ماڼۍ د بڼ لوی انګړ ته ووتله څو له بڼ څخه لیدنه وکړي. خو هغه ډېره زیاته حیرانه شوه.

دا یو ډېر ښکلی بڼ دی چې زیات ښکلي ګلان لري.

وروسته هغه د ماڼۍ لیدلو ته لاړه. هغې د ماڼۍ له ټولو خونو لیدنه وکړه.

د یوې خونې پر ور هغې داسې لیکنه ولیدله: د ښکلا خونه!

هغې ور پرانیست او ډېره ښکلې او په زړه پورې خونه یې تر سترګو شوه.

هلته یو ډېر ښکلی د خوب تخت ترسترګو کیده او پر دیوال یوه هینداره ځړېدلې وه.

ښکلا شا او خوا و کتل او فکر یې وکړ.

دلته یوه پیانو او د لوستلو زیات کتابونه زما دپاره شتون لري.

څومره عجیبه ده!

کېدی شي ځناور نه غواړي نن شپه ما وخوري.

هغې یو کتاب واخیست او په لوستلو یې پیل وکړ.

یو ناڅاپه د هغې سترګې په کتاب کې پر دغه جمله و نښتلې.

ښکلا! تاته ښه راغلاست وایم، مه ډارېږه. ته ددې ماڼۍ ملکه یې.

هر څه چې غواړې ماته ووایه چې پوره یې کړم.

ښکلا وویل: زما یوازنۍ غوښتنه داده څو خپل بې وزلی پلار ووینم.

ناڅاپه هغې په هینداره کې خپل پلار ولیده. هغه زیات خپه ؤ.

هغې همدارنګه خپل کور ولیده. هغې خپلې خویندې ګلابه او وړانګینه ولیدلې. هغوی له ښکلا پرته زیات خوشحاله ول.

هغې فکر وکړ: ځناور له ما سره مهربانه دی. ولې زه ترې ډارېږم؟!

۱۲ بجې هغه باید غرمنۍ وخوري. تر غرمنۍ وروسته هغه خپلې خونې ته لاړه. ښکلا له ځانه سره فکر وکړ: څومره ښکلې پیانو ده، غواړم ویې غږوم. هغې په پیانو کې ډېره ښکلی موسیقي وغږوله. وروسته له هغې ښکلا په ځونې کې ټول کتابونه وکتل. ځنې کتابونو کې ښکلي انځورونه ول او په ځنیو کې نه.

هغې د ګلانو اړوند یو کتاب واخیست او مختلف ګلان یې له نظره تیر کړل. وروسته هغې، نوموړې د ګلاب د ګل بیلابیل ډولونه او رنګونه ولیدل.

هغې له ځانه سره وویل: اوس غواړمه لاړه شمه او په انګړ کې د ګلابو مختلف ګلان ووینم. هغه د بڼ انګړ ته لاړه او تر رمې دمخه ټول وخت یې همدلته تیر کړ. هغې د ګلانو سیل کاوه او زیاته خوشحاله وه.

د غرمنۍ په مهال هغه د خوړو د اوږده میز تر شا کیناسته او د ځناور راتګ یې پام ځانته واړوه. هغه زیاته و ډارېدله.

ځناور وویل: ښکلا! اجازه ده دلته له تاسره د میز شاته کینم؟

ښکلا وویل: ته ددې ماڼۍ څښتن یې.

ځناور وویل: ته ملکه یې.

اجازه ده له تا یوه پوښتنه وکړم؟

ښکلا وویل: هو تاسې کولې شئ خپله پوښتنه وکړئ.

ځناور وویل: آیا زه ډیر بدرنګ یم؟

ښکلا نه پوهیدله څه ووایي.

ښکلا هغه ته وکتل او لږه شیبه یې فکر وکړ: هو ته ډېر بدرنګه یې. خو ته زیات مهربانه او مودب یې.

ځناور ښکلا ته وکتل او موسکی شو.

هو، حق له تا سره دی ، زه په بوږنونکي ډول بدرنګ او ډارونکی یم خو مهربانه یم. دا اوس ستا کور دی، ښکلا. مهرباني وکړه ځان خپه مه احساسوه!

ښکلا وویل: ځنې کسان زیات ښکلي وي خو مهربانه نه وي. ته زما خوښ یې ځکه ته یومهربانه اوښه زړه لرې.

ځناور وویل: ډېره مننه ښکلا!

ښکلا نور له ځناور څخه نه ډارېدله او په اشتها سره یې خواړه وخوړل.

ځناور هغې ته وکتل او بیا یې ترې پوښتنه وکړه.

ښکلا غواړې له ما سره واده وکړې؟

څه عجیبه پوښتنه!!! ښکلا وډارېدله.

له ځانه سره یې فکر وکړ اوس څه ځواب ورکړم؟

یوه شیبه غلې پاتې شوه خو په پای کې یې وویل: نه، بښنه غواړم. زه نه غواړم له تا سره واده وکړم.

ځناوره زیات غصه شو. او ښکلا زیاته و ډارېدله.

له دې وروسته ځناور له خونې ووته او ښکلا ته یې وویل: د خدای په امان ښکلا!

دوام لري

پنځمه برخه

کوټګره ګوته

ښکلا په دغه ښکلې ماڼۍ کې درې میاشتې ترې کړې. هره ورځ یې کتابونه لوستل او پیانو یې غږوله. هغې ددغه لوی بڼ په هر ګوټ کې چکر واهه او ګرځېدله. جګې ونې او د مختلفو رنګونو ګلان یې خوښ ول.

هغې د ماڼۍ په خونو کې ښکلي ګلان ایښودل. هغې همدارنګه له ګلانو عطرونه جوړول. خو ورځې اوږدې وې او هغه بیخي یوازې وه.

ښکلا ډېر کله د خپل پلار، خویندو او وروڼو په اړوند فکر کاوه. یو ناڅاپه په زړه کې یې وګرځیدل چې غواړي بیا خپل پلار وویني. او بیا خپل کور وویني.

ځناور هره شپه د ماښامنۍ په مهال نهه بجې د هغې لیدو ته راتلو. دوی د مختلفو او په زړه پورې مسایلو په اړوند خبرې کولې او سره خوښ ول.

اوس ښکلا د ځناور له ناوړه څېرې څخه نه ډارېدله. هره شپه به ځناور له ښکلا څخه هماغه پوښتنه بیا تکراروله: ښکلا، غواړې له ما سره واده وکړې؟ او هره شپه به ښکلا ځواب ورکاوه. نه.

یوه ورځ ښکلا وویل: ولې هره شپه ته هماغه یوه پوښتنه بیا بیا تکراروې؟

دا ځکه زه غواړم له تا بل ډول ځواب واورم. ځناور دا خبره وکړه. ښکلا وویل: زه متاسفه یمه، خو زه نه غواړم له تاسره واده وکړم.

ځناور زیات خپه شو.

ښکلا وویل: زه به د تل له پاره ستا ملګرې پاتې شم.

ځناور وویل: ته ډېره ښه ملګری یې.

ښکلا په خندا وویل: ته هم ډېر ښه ملګری یې.

ځناور وویل: زه پوهیږم چې زه په کرکجنه بڼه بدرنګ یم. خو ته پر ما ډېره ګرانه یې او زه له تا سره زیات خوښ یم. هیله کوم ما خوشې نه کړې!

د ښکلا مخ تک سور واوښت او یوه شیبه غلې ناسته وه.

ښکلا وویل ما د خپلې خونې په هینداره کې خپل بې وزلی پلار ولیده. هغه زیات غمجن او بیخي یوازې دی. هغه فکر کوي زه ژوندۍ نه یمه. زما خویندې واده شوي او وروڼه مې هم لرې تللي. زه غواړم د وروستي ځل دپاره خپل پلار ووینم. اجازه راکوې لاړه شمه او هغه ووینم؟ هیله کوم پرې مې ږده.

ځناور وویل: هو، ته کولی شې لاړه شې او خپل پلار وګورې. خو زه به ستا په نه شتون کې زیات غمجن شم.

ښکلا په زیاتې خوښۍ سره وویل: اوه ډېره مننه.

زه ځمه او یوه اونۍ وروسته بیرته راځمه.

ځناور وویل: سمه ده، ته کولی شې سبا د خپل پلار لیدلو ته لاړه شې. خو په یاد ولره چې په یوه اونۍ کې بیرته راشې. مخکې له دې چې بیرته راشې دغه ګوته د خپل ویده کېدو تخت ته نژدې پر میز کېږده. دا کوډګره ګوته ده. د خدای په امان. ښکلا.

شپږمه برخه

د خویندو پلان

سبا سهار ښکلا د خپل پلار په کور کې د خپل خوب په کوټه کې په خپل تخت کې سترګې پرانیستلې. هغه پاڅیدله او له زینو ښکته لاړه. کله چې پلار یې هغه ولیده په ژړا شو. 

ښکلا آیا دا ته یې؟ څومره ښه! زما لور روغه او جوړه ده او دلته ده!

ښکلا ډېره خوشحاله ده او خپل پلار یې په غېږ کې ونیوه. 

پلار یې په خوښۍ سره وویل: جامې واغونده او راشه ماته د ځناور قصې وکړه.

ښکلا خپلې خونې ته لاړه او له ښکلیو جامو ډک بکس یې پیداکړ. دا ماته د ځناور سوغات دی. ښکلا خپل پلار ته دا خبره وکړه.  هغه زیات مهربانه دی. هره ورځ ماته سوغاتونه راکوي. هغې ډیر ښکلي جامې خوښې کړې او ویې ویل زه غواړم دغه جامې ګلابې او وړنګینې ته ورکړم. کله چې هغې دا خبره وکړه بکس ورک شو! 

د ښکلا پلار وویل: ځناور تا ویني! دا ښکلې جامې ستا له پاره دي نه ستا د خونیندو دپاره.

ناڅاپه بکس بیرته پیداشو. په دې سهار ګلابه او وړانګینه د خپلې خور لیدلو ته راغلل. هغوی دواړه خوشحاله نه ول. 

ګلابې وویل: اوه ښکلا ستا له لیدو زیاته خوشحاله یمه.

ښکلا وویل: ګلابې ته خوشحاله نه ښکارې ولې څه خبره ده؟

ګلابې وویل:اوه  دا اوږده قصه ده. 

ښکلا وویل: مهرباني وکړه ماته ووایه څه خبره ده؟ 

زما میړه ډېر ښکلی دی، هغه ټوله ورځ د هیندارې مخې ته ولاړ وي. هغه هیڅکله هم ماته نه ګوري او له ما سره خبرې نه کوي.

ښکلا وویل: اوه ګرانې دا لویه ستونزه ده. 

وړانګینې وویل زما میړه ډېر هوښیاره دی خو هیڅ څوک د هغه خوښ نه دي او هغه هم  د هیڅ چا  نه خوښېږي. زه هیڅکله نه شوم کولی خپل دوستان میلمانه کړم. ځکه هیڅوک دهغه خوښ نه دي.

موږ له خپلو میړونو سره زیاتې ستونزې لرو. 

ښکلا وویل: اوه زما بې وزلو خویندو، ستاسې دپاره زیاته متاسفه یمه.

وړنګینې وویل: موږ ته د ځناور قصه وکړه.

ښکلا وویل: ځناور بد نه دی. هغه ډېر مهربانه دی. د هغه ماڼۍ زما ډېره خوښه ده او زه یې ملکه یمه. زه کار نه کوم. زه کتابونه لولم، پیانو غږوم او د ماڼۍ په بڼ کې چکر وهم. هره شپه د ماښامنۍ پر مهال هغه راځي څو ما وویني او موږ د مختلفو څیزونو په اړوند خبرې کوو. هرڅه خورا ښه دي.

دواړه خویندې زیات غصه دي او د کورانګړ ته وځي. 

ګلابه وايي: ښکلا ښکلې جامې آغوندي او ښکلي بوټان په پښو کوي. هغه د ملکې په څیر ښکاري. هغه زیاته خوشحاله ده. ولې هغه دومره نیکمرغه ده؟ ولې موږ دومره بدمرغه یو. 

وړانګینه وايي: ته رښتیا وایې، موږ دومره نیکمرغه نه یو. خو کېدی شي موږ نیکمرغه شو. ښکلا باید یوه اونۍ وروسته بیرته ځناور ته ستنه نه شي او هغه به زیات غصه شي او ښکلا به وخوري. نو موږ باید هغه پری نه ږدو لاړه شي او دلته یې باید وساتو، ګلابې دا خبره وکړه. ځناور به له دې امله غصه شي. د اونۍ په اوږدو کې دواړه خویندې د ښکلا سره زیات مهربانې وې. دوی له هغې سره خبرې کولې او خندل یې. دوی په ګډه په کلي کې چکر واهه. ښکلا له خپلو خویندو سره ډېره خوشحاله وه. هغې فکر کاوه چې پر ګلابې او وړانګینې ګرانه ده. دوی ښې خویندې دي او پر ما ګرانې دي. 

د اونۍ په پای کې ښکلا وویل چې زه باید بیرته د ځناور ماڼۍ ته ستنه شمه. 

د هغې خویندو په ژړا پیل وکړ. 

ګلابې وویل: اوه ښکلا.

یوه اونۍ نور هم له موږ سره پاتې شه موږ تاته اړتیا لرو.

وړانګینې وویل: هو ښکلا. 

هیله کوم  موږ مه خوشې کوه.

موږ له تا سره خوشحاله یو او ته  پر موږ ګرانه یې

ګلابې وویل: هو له موږ سره پاتې شه. 

موږ په ګډه زیات کارونه کولی شو.

ښکلا نه پوهیده څه وکړي.

هغه پریکړه کوي یوه اونۍ نور هم پاتې شي.

اومه برخه

خوب

ښکلا فکر کوي چې ځناور به زما په نه شتون کې زیات خپه شي. خو زه غواړم له خپلې کورنۍ سره یو څو ورځې نور هم تېرې کړم. او بیرته به هغه ته ستنه شمه. 

ښکلا د ځناور په اړوند فکر کاوه. هغه ور پسې خپه شوې وه. لس ورځې وروسته ښکلا، ځناور په خوب کې ولید. په خوب کې هغې ولیدل چې ځناور د ماڼۍ په انګړ کې د وښو دپاسه پروت دی او د مړینې په حال کې دی. 

د ژبې لاندې ښکلا ته وايي: لس ورځې وشوې لا تر اوسه هم نه یې راغلې. زه بې له تا ژوندی پاتې کېدی نه شم. زه له خوړو او څښاک لوېدلی یم. 

ښکلا ویښېږي او فکر کوي. 

بې وزلی ځناور زما د نه شتون له امله د مړینې په حالت کې دی!

زه باید کور ته هغه ته لاړه شمه.

هغې ګوته واخیستله اوتخت ته نژدې یې د میز دپاسه کېښودله.

هغې فکر وکړ: ځناور بدرنګ دی خو هغه زیات مهربانه دی. ولې زه ورسره واده نه کوم؟ زه ورسره خوشحاله یمه. زما خویندې ښکلي او هوښیاره مېړونه لري خو دوی ور سره خوشحاله نه دي. 

هغه د ځناور په ماڼۍ کې له خوبه ویښه شوه. نن زه خپل زیاتې ښکلي جامې آغوندم. ښکلا داسې فکر وکړ.

د شپې نهه بجې د ماښامنۍ د خوړو دپاره لاړه او ځناور ته په تمه پاتې شوه. خو هغه یې لیدو ته رانغی. 

هغه چیرته دی او ولې نه راځی؟ ځناوره! ځناوره چیرته یې؟ هغه په ژړا شوه! ځواب راکړه!

هغې ټولې خونې ولټولې او د ماڼۍ هر ګوټ یې وکتلو. خو هغه یې پیداکولی ونه شو. ناڅاپه خپل خوب ور په یاد شو. د انګړ په لور یې منډه کړه چیرې چې ځناور پر وښو پروت ؤ. 

اوه نه، آیا هغه مړ شوی دی؟ هغې د ځناور زړه ته غوږ ونیوه. د ځناور زړه درزېده. شکر، هغه ژوندی دی. داسې یې فکر وکړ. د هغه پر مخ یې اوبه وشیندلې. ځناور رو رو سترګې پرانیستلې. 

ښکلا، هغه تر ژبې لاندې کوم څه وايي. زه مرم… خو زه خوشحاله یم ځکه ته راغلې. 

نه ځناوره، ښکلا وژړل، مه مړ کېږه! ته باید ژوندی پاتې شې او زما سره واده وکړې. زه له تا سره مینه لرم او بې له تا ژوند کولی نه شم. 

اتمه برخه

شهزاده

یو ناڅاپه د ماڼۍ او بڼ څراغونه روښانه شول. په آسمان کې ډېره ښکلې اورلوبه پیل شوه. ښکلا ، د ماڼۍ له له لیدلوهک حیرانه شوه. بیا هغه شا او خوا څرخېده ډېره حېرانه شوه او ځناور ته یې وکتل. عجیبه حیرانونکې پېښه یې ولیدله! د هغې مخې ته یوښکلی ځوان ولاړ ؤ. ځوان وویل: زیاته مننه ښکلا.

هینداره ماته شوه! 

ښکلا پوښتنه وکړه: خو ځناور چیرته دی او څه شو؟ 

شهزاده وویل: زه ځناور یم.

ښکلا وویل: خو زه نه پوهېږم چې ته څوک یې؟ 

زه شهزاده یم او دا زما ماڼۍ ده، ځوان دا خبره وکړه.

یووخت یوې بدې کوډګرې په هینداره کې پر شهزاده کوډې کړې وې چې یوازې رښتنې مینې کولی شو د کوډګرې کوډې له مینځه یوسي. 

اوس زه پوهیږم چې ستا مینه رښتینې ده. ځوان داخبره وکړه.

شهزاده هغه له لاسه ونیوله او ویې ویل: ښکلا چمتو یې له ما سره واده وکړې؟ 

ښکلا، ښکلي او زړه راښکونکي شهزاده ته وکتل او ویې ویل: هو زه چمتو یمه!

ښکلا او شهزاده ماڼۍ ته ننوتل. کله چې هغې ور پرانیست زیاته حیرانه شوه.

زما ټوله کورنۍ دلته ده! داسې هغې په لوړ غږچیغه کړه.

هغوی خبرې کولې او خندیدل.

یو ناڅاپه هغه هغه پرښته چې په خوب کې یې لیدلې وه، ویني. 

ښکلا، پرښتې وویل، ته مهربانه زړه لرې، ته له شهزاده سره واده کوئ او له تا څخه شهزادګۍ جوړېږي. بیا پرښتې د ښکلا دوه خویندو ته وکتل. تاسې دواړه بدې، نامهربانه او لټانې یاست. ستاسې هیڅ څوک نه خوښېږي! پرښتې دا خبرې وکړې.

پرښتې له کوډه ډکې ځنې خبرې وکړې او یو ناڅاپه ګلابه او وړانګینه پر ډبرې بدلې شوې. 

اوه نه ، ښکلا چیغه کړه. زما خویندې ډبرې شوې!

پرښتې وویل: ستا خویندو لکه د تیږې زړه درلود. اوس دوی نه شي کولی وخوځېږي خو دوی نه شي کولی هر څه وویني او هر څه واوري. کله چې دوی په خپلو ګناه ګانو او تیروتنو پوهې او پښېمانه شي نو دوی به بیرته په ګلابې او او وړانګینې بدلې شي. بله ورځ ښکلا له شهزاده سره واده شوه. په ماڼۍ کې سندرې او نڅاګانې وې. دا یوه ډېره ښکلې او خوشحاله ورځ وه. خلکو ښکلا او شهزاده ته ګلان ورکول. 

شهزاده د ښکلا په سترګو کې اوښکې ولیدلې او ولې ویل: مه ژړا زما ښکلا. موږ دواړه به په ګډ ژوند کې زیات نیکمرغه شو!

پای