زندۍ

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شرف الدین عثمانی

د جومات د دیوال سیوري ته ناستو څو کسانو خپلو کې سره ټوکې ټکالې کولې، یوه به یې له خبرو سره لږ لږ تمثیل هم کاوه:
- ماخو هماغه وخت ورته ویلي و، چې لمسی دې درس ته مه لیږه، خو ده نه منله.

 

بل یې له خولې څخه شنه تصوار تو کړل، لږ خاورې یې پرې راواړولې:
- بیچاره نو څه خبر و، ده به فکر کاوه لمسی به یې لوی سړی شي او پرېمانه معاشونه به یې اخلي.
ټولو به خولې چینګې کړې او د خندا آواز به پورته شو، یوه توربخن سړي بیا مخامخ ناست بوډا ته په مسخره خو د نصیحت په ډول به وویل:
- خیرو کاکا اوس هم سر وخت دی، لمسی دې چیر ته چا سره په کار کړه.
خیرو کاکا ته د دوی دا ملنډې نورې عادي شوې وې، نو ځکه یې هیڅ چورت هم نه خراباوه، دوی لا په همدې ځای ناست ول چې یو ځوان په منډه راغې، ساه یې سوې سوې کېده، خولې هم پرې راماتې وې، د بوډا غوږ ته یې خوله ور ټیټه کړه، لږ شیبه یې شونډې ورته وخوځېدې، سپین ږیری هک پک شو، له ځایه پورته شو، د ناستو څو کسانو رنګونه هم و تښتېدل، یوه یې ژر پوښتنه وکړه:
- خیرو کاکا سه خبره ده؟ سه شوي ووایه؟!
خیرو کاکا پرته له کوم ځوابه د کور خوا ته په منډه روان شو، پاتې نورو کسان هم ورپسې شول.
د ژېړې لرګینې دروازې خواته ډېرر ماشومان را ټول شوې ول، له څېرو هک حیران معلومېدل، د مخکې په پرتله نن يې په کور کې بیروبارک زیات تر سترګو کیده، له انګړ څخه د ژړا آواز را واته، یوه نیمه چیغه به شوله بیرته به د نورو ښځو په ژړا کې ورکه شوه، په کلا کې د چپرکټ څخه راتاو شویو ټولو ښځو په مخ د اوښکو نښې ليدل کېدې، کله کله به یې خپلې اوښکې د تور ټکري په څنډه پاکې کړې، ځینو به په خپل منځ کې سره څه وویل او سرونه به یې وخوځول.
خیرو کاکا د چپرګټ څنګ ته په منډه راغی، سترګې له اوښکو را ډکې شوې، لونګۍ یې له ځمکې وویشته، چیغه یې کړه:
- خدایه دا مصیبت دې ولې په ما راوستی، د مرګ لایق زه وم، نه زما لمسی!
دوه درې منځ عمره سړیان را مخ ته شول، خیرو کاکا یې له لاسونو څخه وینوه:
- خیر دی، صبر په خدای وکړه، دا به یې قسمت و چې ځوانیمرګ شي.
خیرو کاکا یې په خبرو کې ورولوید:
- زما لمسی ځوانیمرګ شو، خو قاتلینو ته به یې خدا جزا ورکړي.
څو نورو ولاړو کسانو یو بل ته د تعجب په نظر وکتل، یو یې را مخته شو، د خیرو کاکا مخې ته ودرېد په حیرانوونکې غږ يې وویل؛
- دا تاسو څه وایئ خیرو کاکا، تاسو خو له چاسره دښمني نه لرئ!
بل یو څو قدمه را واخیستل، د خیرو کاکا په اوږه یې لاس کېښود:
- ستا لمسي خو خودکشي کړې، نو د دې قاتلین څوک کیدای شي؟!
له مړي څخه را تاو شوو ښځو لا هماغسې شور او ژړا ګډه کړې وه، یوې به د مړي ستاینه وکړه او نورو به ورسره په ګډه ژړا ته زور ورکړ. خیرو کاکا ډیر وخت په زنګون باندې سر ایښی و، ورو ورو یې ژړل، له سترګو څخه یې راوتلې اوښکې په سپینه ږیره کې ننوتې، سر يې له زنګون څخه را پورته کړ، تر څنګ ولاړ څو کسانو ته یې له اوښکو ډکې سترګې واړولې:
- زما لمسي هیچا ته زیان نه و رسولی، تمام عمر یې په تحصیل او درسونو کې تیر شوی و.
له جیب څخه یې سپین غونج غونج دسمال را وویسته، خپلې اوښکې یې پرې پاکې کړې او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ:
- دا یو کال وشو چې کلي ته راغلی و، اول خوشحاله و خو په دې وروستیو کې یې خپتیان زیات شوی و، تر دې چې په دې حال شو.
ناستو خلکو ته رنګارنګ پوښتنې را پیدا شوې، یو منځ عمره ځوان د لامل پوښتنه یې ترې وکړه، خیرو کاکا لنډ ځواب ورکړ:
- لامل یې همدا تاسو کلیوال یاستئ.
ټولو خلکو یو بل ته حیران حیران وکتل، خیرو کاکا خبرو ته دوام ورکړ:
- له مودو راهیسې می لمسي را ته ویل، بابا جانه زه د دندې پیدا کولو لټه کوم، خو نه پیدا کیږي، کلي کې خلک را ته هر ‌ډول خبرې کوي، ډېر یې په تکلیف کړی یم.
خیرو کاکا لږ ځنډ وژړلې، د ناستوخلکو له سترګو څخه هم بې دریغه اوښکې را روانې شوې، خیرو کاکا د افسوس اسویلی وکيښ، له ځانه سره یې کړه:
- زه خدای ولی دومره نادانه کړم، چې د لمسي خبرو ته مې متوجه نشوم.
پرته له کوم ځنډه یې خبرو ته دوام ورکړ:
- لمسی مې بیګاه تر ډېر ناوخته پورې ناست و، ډېر زیات خفه معلومېده، څو ځله یې را ته یاده کړه، بابا جانه دې خلکو ډېر په تنګ کړی یم، هر څوک راباندې ملنډې وهي، زما په تعلیم پورې خاندې.....
د کلیوالو اوښکې چا نشوې ټینګولی، د ځینو د ژړا غږ خو لا تر لري لري ځایونو پورې ته، د خیرو کاکا غریو ختلی او په چیغو چیغو یې داسې ویلې:
لمسي مې د وروستي ځل لپاره دا جمله تکرار کړه راته ( بابا جانه ماته بخشش وکړه، له دې خلکو څخه د خلاصون صرف یوه لار را ته پاتې).