بوډا او ږمنز

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

يوه بوډا له خپلې سپين سرې مېرمنې سره په فقر او غربت کې ژوند کاوه،يوه شپه د ويده کېدو په وخت کې مېرمنې له خپل خاوند څخه وغوښتل ترڅو ورته يوه ږمنز راوړي چې خپل وېښتان ورباندې شانه کوي.

بوډا په خواشينې څهره ښځې ته وکتل او ورته ويې ويل:

 نه شم کولای چې رايې وړم،دوه ورځې کېږي چې دساعت بند مې شلېدلی دی دومره پيسې نشم بچت کولی چې حتی یو بند ورته واخلم.

مېرمنې يې موسکاه وکړه او سکوت يې اختيار کړ.

سپن ږيري سړي سباته په کرونده کې خپل کارونه خلاص کړل او له کروندې بازار ته ولاړ، خپل ساعت يې وپلوره اومېرمنې ته يې ږمنز واخسته،کله چې کورته راغی شانه يې په لاس کې وه ،په ډېرې حيرانتيا سره يې وليدل چې مېرمنې يې خپل وېښتان قيچي کړي دي او خاوند ته يې د ساعت بند اخستی دی.

يوبل ته يې رڼې رڼې کتلې او له سترګو يې اوښکې روانې شوې.

د  بوډا او بوډۍ اوښکې ددې لپاره نه توئيدې چې زحمتونه يې بې ځايه تللې دي، بلکې ددې لپاره روانې وي چې دوی دواړه یوبل ته ډېر ګران و ، د یو بل لپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو ول اوتل به يې هڅه کوله چې سره خوشحاله و اوسي.

نو! په ياد ولرئ هر هغه څوک چې تاسې ورسره مينه لرئ او يا درسره مينه لرئ د خپل وس په اندازه کوښښ وکړئ چې خوشحاله يې وساتئ.

ځکه چې مينه اومحبت په خبرونه بلکې په عمل سره ثابتېږي.

ژباړه: رفيع الله روشن