پاچا او دار

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: رفيع الله روشن

پاچا دخپل دربار نجارته وويل: سبا دې اعداموم!

نجار دشپې ترنيمايي له خفګان څخه خوب ونکړ،مېرمنې يې ورته وويل ارام خپل خوب وکړه الله جل جلاله يو دی او د خلاصون لارې يې ډېرې دې.

دمېرمنې دې خبرې يوڅه ارام کړ سترګې يې پټې شوې او ويده شو.

سهار وختي يې دسربازانو دپښو اوازونه واورېدل،چې دکور په طرف يې راروان دي،نجار خپلې مېرمنې ته په سوالي نظر وکتل، ورته ويې ويل :

ستاخبره مې ومنله او  ويده شوم مګر هېڅ فايده يې ونکړه په لړزېدلو لاسونو يې  دروازخلاصه کړه، او دواړه لاسونه يې د عسکرو پر وړاندې وغزول ترڅو يې ولچک کړي چې دوه سربازانو په ډېر تعجب ورته وويل:

پاچا مړ شوی دی او موږ راغلي يو چې ته ورلپاره تابوت جوړ کړې.

نجار ټکان وخوړ او خپلې مېرمنې ته يې په داسې انداز کې وکتل لکه بخښنه چې ورڅخه غواړي.

مېرمنې يې ورته په موسکا وويل:

د هرې شپې په شان ويده شه ځکه چې الله جل جلاله يو دی او د رحمت  اوخلاصون دروازې يې ډېرې زياتې دي.

ډېر فکر کول انسان ستړی کوي په داسې حال کې چې د هرڅه مالک خدای دی.