بیا لیدنه چې تمه يې نه وه

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
وايې دا د نړۍ ښکلی لنډ داستان دی

یوهان پتر هِبِل
ژباړن عبدالملک پرهیز
د سویدن په فالون کې ، د کانو یو ځوان کارګر خپله ځوانه او ښکلې ناوې له اوس نه پوره پنځوس کاله دمخه ښکل کړې وه او ورته  ویلي يې ول:«  د لوسیه په ورځ به کشیش زموږ مینه نېکمرغه کړي. او له هغې وروسته به زه او ته مېړه او مېرمن شو  او یو ه جونګړه  به ځانته جوړه کړو . »
،  ښکلې ناوکۍ په موسکا سره ویلي ول:« او مینه او آرامتیا به په کې ځاله وکړي»، « ځکه ته زما هر څه او یوازنی يې، له تا پرته له بل هر ځایه قبر غوره ګڼم چې په کې اوسم.» . خو د کلي کشیش د لوسیه له ورځې دمخه د دویم ځل دپاره غږ  پورته کړی ؤ :« اوس که څوک خنډ ویني ، رامخ ته دې شي او ښايي ووايي چې دغه دوه کسان ولې  سره واده او نکاح تړلی نه شي.» ، دلته ؤچې مړینې غږ اوچت کړ. ځکه سبا سهار کله چې ځوان ،د کانو په توره جامه کې د نجلۍ د کور له څنګه تېرېده ( د کانو کارګر تل د مړینې جامې په غاړه لري)د هغې پر کړکۍ يې ټک ټک کړی ؤ  او هغې ته يې د سهار په خیر ویلي ول، خو بیا  يې هيڅکله ماسپښین په خیر و نه ویل. او نور له کانه ستون نه شو، او نجلۍ په هغه سهار ، هغه ته د واده د ورځې په فکر ،بېځایه د غاړې تور پټو چې سرې کرښې يې لرلې  ګنډلی ؤ ، پټو يې یوې خواته کېښود او د هغه دپاره يې وژړل ، څکه هغه بیا هېڅکله  هم بېرته ستون نه شو خو هغې هېڅکله هم هغه هېر نه کړ.
په دې وخت کې په پرتګال کې د لېسبون ښار د زلزلې له امله وران شو، او اوه کلنه جګړه پای ته ورسېده، او امپراتور لومړی فرانتس مړ شو ، او د عیسویانو ټولنه له منځه ولاړه، پولیند وویشل شو، او ملکه ترزیا مړه شوه، او نامتو اشتروئنزي اعدام شو، امریکې خپله خپلواکي تر لاسه کړه، او د فرانسویانو او هسپانویانو ګډ ځواک ونه شو کولی جبل الطارق ونیسي.ترکانو جنرال اشتاین د مجارستان د وتراني په سوري کې بندي کړ، او امپراتور یوزف هم مړ شو، د سویدن پاچا له روسيې څخه فنلاند ونیو،  او فرانسې انقلاب او اوږده جګړه پیل شوه ، او  امپراتور دویم لئوپولد هم د قبر په لور  ګام واخیست . ناپلیون پروس ونیوه او انګلیسانو ګوپنهاګن بمباري کړ او بزګرانو کر او کښت وکړ  . انځورګر انځور جوړ کړ. ژرنده ګر ژرنده وکړه، پښت د څټک ګوزارونه وکړل، او د کانو ګارګرانو د فلزاتو د رګونو د پيداکولو په هيله کندنې وکړې. خو څرنګه چې په کال ۱۸۰۹ د یوهانس له جشن څخه لږ دمخه یا وروسته د فالون د کانو کارګرانو غوښتل د دوو ستنو ترمنځ لاره جوړه کړي ، نژدې درې سوه متره د ځمکې لاندې ، د ډبرو او د ګوګړو د جوهر له زړه نه په تېرېدو سره يې د يو ځوان سړي مړی پیداکړ، چې په شنه بڼه پوښل شوی ؤ خو له دې پرته يې  بل هيڅ بدلون نه ؤ کړی او هيڅ خراب شوی نه ؤ او کوم بدلون يې نه ؤ کړی، یانې کېدی شو  په آسانۍ سره څېره او عمر يې پېژاندل شوای وای، داسې ښکارېده ته به وايې همدا اوس مړ شوی او د کار په وخت کې وېده شوی. خو کله چې يې د ورځې رڼا ته راو ایست ، مور او پلار ، دوستان او ملګري يې ډېر پخوا مړه شوي ول، هېڅ څوک نه ؤ څو دغه ځوان وپېژني او یا پوه شي څه پرې شوي دي، خو کله چې د هغه کوژدنه چې اوس وېښتان يې بیخي سپین شوي ول او مخ يې هم غونجې مونجې شوی ؤ او امسا يې په لاس کې وه ،راغله، خپل کوژدن يې وپېژاند ، هغه چې یوه ورځ سهار د هغې د کور له څنګه تېر شوی  ؤ او بیا هيڅکله ستون شوی نه ؤ، د هغه په لیدو ،د خپګان پرځای ډېره  او بې حده خوشحاله شوه او پر مړي راټيټه شوه او کله چې د اروايي ټکان له حالته را ووتله ، غلې شو ه او ويې ویل:« دا زما کوژدن دی چې له غمه يې پنځوس کاله په ماتم کې ناسته ومه او خدای مخکې له دې چې زما کار پای ته ورسوي ماته يې د هغه د لیدو اجازه راکړه. له واده څخه اته ورځې دمخه تونل ته ولاړ  او له هغه ځایه  بېرته ستون نه شو.» په دې وخت کې د ټول ولاړو کسانو زړونه مات شول او له سترګو يې اوښکې جاري شوې دا چې کوژدنه داسې زړه او په ملا کړوپه وه او کوژدن داسې ځوان او ښایسته پاتې ؤ  او دا چې له پنځوس کاله وروسته لا اوس هم د هغې په زړه کې د ميني اور لمبې کوي ، خو کوژدن يې نه خاندل او نه يې سترګې پرانیستلې، او دا چې ښځې په پای کې اجازه ورکړه، تر هغې چې په کلیسا کې هغې ته قبر  جوړېږي ، د کانو کارګران دغه ځوان خپلې کوچنۍ خونې ته یوسي ، دا  هغه یوازنی څيز ؤ چې په ځوان پورې يې اړه لرله او پر هغه يې حق درلود، دې هرڅه خلک غمجن کړي ول.
بله ورځ کله چې د کلیسا په انګړ کې قبر چمتو شو او دکانو ګارګران يې وړلو ته راغلل، ښځې له یو صندوق څخه یو تور پټو چې سرې لیکې يې لرلې را و ایست او پر ځوان يې خپور کړ او  د یکشنبې په جامو کې د مړي سره روانه شوه ته به وايې نن د هغې د وداده ورځ ده نه د مړي د ښخولو ورځ. کله چې ځوان يې د کلیسا په انګړ کې په قبر کې کېښود ، هغې وویل: « اوس آرامه وېده شه 
د واده پر سوړ پالنګ یو لس ورځې نور  آرامه ویده شه او مه پرېږده چې وخت پرتا سخت او اوږد تېر شي. زیات کار نه لرم ډېر ژر درځم او ډېر ژر به بېرته رڼا ورځ را شي. هغه څه چې خاورې یو ځل ورکړ  ، دویم ځل به يې بیا و نه ساتي» . دا يې وویل او کله چې يې غوښتل له هغه ځایه ولاړه شي بېرته را ستنه شوه او یو نظر يې واچوه.