ژور احساس

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یوه خاطره یا لنډه کیسه 

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۸ پیښاور د هجرت کلونه

د پیشاور د ګرمی موسم دی ،د عمومی سړک نه لیری ،په یوه چپه او آرامه کوڅه کې چې یوی لویی وني سیوری اچولی وو .د ونی سیوری لاندی یوافغان مهاجر د خپل ماشوم ځوی سره ناست دی .

تر مخه یی دوه د خټو دیګونه (کنډولي ) ايښی دي ،چې په یوه کې یی شربت او په او په بل کښي یی شړومبی دي ،د دي په هیله چې ګوندی تر ماښامه پوری یو حلاله روزی ځان له پاره تیاره کړي،داسي ښکاري چې سړی د ډیر سواد خاوند نه دی خو د ابتدایی سواد د تدریس یا درس ورکولو توان لري ،خپل ماشوم یي د ځان نه لیری کښېنولی ،ماشوم په یوه غوړیدلي څادر قلم په لاس او کاغذ تر مخ ناست دی ، پلار ورته الف او ب و ریادوی ، د پلار د تندي څخه یی داسي ښکاري چې د خپل ماشوم راتلونکي ته ډیر پریشانه دی .د سودا ورکولو په وخت کې که څه هم ډیر اخته یا بخت وي نو ماشوم نه هیروی چې دا د ده زهیر والی په ماشوم باندی ښییی.او بیا هر واری پری ږغ کوی .چې د ده ژور احساس او د زړه له کومی اندیښنه د خپل ماشوم په هکله ښییی ،خو د ده دزړه حال پرته له صاحب حال نه بل څوک نه شي لوستلای ،داسي ښکاري چې په ده باندي په دي فاني دنیا کې کومی ناخوالي چې تیری شوی دي ،سترګو ته یی دریږي .او د خپل د زړه سر ماشوم باندی یی د داسي تکلیفونو پیرزوینه نه ده . او نه غواړي خپل ماشوم په هغه حال وګوري ، چې په ده تیر شوي .د ده عالي همت د هر صاحب فهم او عقل څیښتن د پاره د خورا تقدیر او د ستایني وړ دی .د ده نظر د ګڼو ورځو لاندی ،تند او شاهیني نظر دی ،ډیر لیري راتلونکې ته نطر کوي ،او د ډیرو ارمانونو او آرزو ګانو خاوند ښکاري .خو د آرمانونو او آرزو ګانو ماڼی یی ،د استقامت او عالي همت په ستنو ولاړه ده ، او هیڅ کله د نفساني خواهشاتو په ستنو ډډه نه اچوی .که څه هم په دي فاني دنیا کې په خپل عمر اعتبار نه لری .خو بیا هم په دي کم فرصت کې د همت وزرونه خوځوی ،چې ګوندي خپل عالي او سپیڅلی هدف ته چې د خپل ماشوم روښانه مستقبل او عالم بشریت د پاره خدمت دی ورسیږي .کاشکی دا ژور احساس چې دی یی ، د خپل ماشوم د تعلیم او تر بیی په هکله لري ،او د هغه د مسقبل په هکله انیشنه کوی ، دا احساس په مونږ ټولو کې وای ،نو مونږ به هیڅ وخت د دي مصیبتونو او کړاونو سره نه مخ کیدو.