آس او اسپه

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


یوه لنډه کيسه
د (ازوپ)لیکنه او د ليوتولستوی روایت
ژباړونکی :يوسف هېواد دوست
------٫٫٫------
په يو څړځاي کې يوه اسپه وه او يو آس.اسپې هېڅ کار نه کاوه،يوازې په څړځای کې ګرځېده او څرېدله،خو آس به د ورځې ځمکې شکولی او د شپې به يې آرام کاوه.


يوه ورځ اسپې ، خپل ملګري آس ته وويل :((ولې ځمکه کينې؟که زه ستا په ځای اوسم دا کار نه کوم او که ځمکه وال مې په قمچينو ووهي ،زه به هم په لغته ووهم.)).
بله آس هماغه کار وکړ چې اسپې ورته ويلي و.کله چې د ځمکې خاوند ولیدل چې آس ناغيړي کوي نو هغه يې پر خپل ځای پرېښود او د آس پر ځای يې اسپه راوسته په قلبی يې وتړله چې ځمکه قلبه او وشکوي.

د ژباړونکي پوښتنه : د کيسې پيغام څه دی ؟