ګيدړه او مرغاوۍ

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


يوه لنډه کيسه
لیکوال: آزوپ .
راوي : ليوتولستوی
پښتو کوونکی :يوسف هېواد دوست

ګيدړه او مرغاوۍ خپلو کې ښه دوستان و.يوه ورځ کیدړې ،  د شپې ډوډي ته خپله ملګرې مرغاوۍ مېلمه کړه.


کله چې مرغاوۍ ته يې په بشقاب کې دشپې ډوډي راوړه نو مرغاوۍ له دې امله چې اوږده مښوکه يې درلوده نو ويې نشوای کولای څه وخوري  او په دې توګه ټوله ډوډۍ خپله کيدړې وخوړه .



کب نيونکی او کوچنی کب
                                       يوه لنډه افسانه
د ليوتولستوی په روایت د (آزوپ)افسانې
کب نيونکي يو کوچنی کب ونيو
کب وويل :(( ما پرېږده ، اوس کوچنی يم په درد دې نه لګېږي ،خو که  مې پریږدې او لاړ شم ، زه به غټ شم  او  هغه وخت مې که ونيسی نو په ګټه به دې وي .))
کب نيونکي وويل :((تا لکه چې ما ته د کوم احمق خيال کړی .په تور  کې د يو کوچني کب شتون  په اوبو کې د ستر کب نه  ډېر ښه دی .)).
پای.

پښتو کوونکی: يوسف هېواددوست